امنیت

شپږ کاله وروسته، شنونکي په ترهګرۍ کې د کمي لپاره کريډيټ ضرب عضب عملیاتو ته ورکوي

د ضياء الرحمان لخوا

د پاکستان د پوځ یو سرتیری د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ په ۲۷مه د شمالي وزیرستان په غلام خان کې د پاکستان او افغانستان ترمینځ یو سرحدي ترمینل ته نژدې ولاړ دی. [فاروق نعیم/ای اېف پي]

د پاکستان د پوځ یو سرتیری د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ په ۲۷مه د شمالي وزیرستان په غلام خان کې د پاکستان او افغانستان ترمینځ یو سرحدي ترمینل ته نژدې ولاړ دی. [فاروق نعیم/ای اېف پي]

اسلام آباد -- امنیتي چارواکي او شنونکي وايي چې ضرب عضب عملیاتو، چې پوځي عمليات وو او شپږ کاله مخکې د پاکستان په قبايلي سيمو کې د وسله والو ډلو پرضد پیل شوي وو، په پاکستان کې د ترهګرۍ په کمولو کې مهم رول لوبولی دی.

د پاکستان پوځ د ملکي حکومت، سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې د ډلو په ملاتړ په شمالي وزیرستان کې په پراخه کچه عمليات پیل کړل، چې موخه يې د ځایي او بین المللي وسله والو ډلو پټنځایونه له مینځه وړل و.

ضرب عضب عملیات، چې ترجمه يې "تیز ګوزار" ده، په کراچۍ کې په جناح نړیوال هوایي ډګر باندې د مرګوني برید په پایله کې په جون ۲۰۱۴ کال کې پیل شول.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د ازبکستان اسلامي غورځنګ (آی اېم يو) د دې برید مسؤلیت په غاړه واخیستو، چې ۲۸ کسان په کې وژل شوي وو.

نيم پوځي رينجر د جولای په ۲مه په کراچۍ کې په چيک پوسټ کې ولاړ دي. [ضیاء الرحمان]

نيم پوځي رينجر د جولای په ۲مه په کراچۍ کې په چيک پوسټ کې ولاړ دي. [ضیاء الرحمان]

په جولای ۲۰۱۴ کال کې يو فایل تصوير د کراچۍ د اوسیدونکو او سیاسي ډلو يوه غونډه ښیي، چې موخه يې د ضرب عضب عملیاتو لپاره ملاتړ څرګندول و. [ضیاء الرحمان]

په جولای ۲۰۱۴ کال کې يو فایل تصوير د کراچۍ د اوسیدونکو او سیاسي ډلو يوه غونډه ښیي، چې موخه يې د ضرب عضب عملیاتو لپاره ملاتړ څرګندول و. [ضیاء الرحمان]

تقريباََ ۳۰،۰۰۰ سرتیرو د هوایي ځواکونو په ملاتړ په دې عملياتو کې برخه واخيسته.

يو سينير استخباراتي افسر، چې په دغه عملیاتو کې يې برخه اخيستې وه، د نوم نه ښودلو په شرط وويل، "ضرب عضب عملیاتو په خپلو لومړیو دوو کلونو کې د القاعدې او د هغې سره د تړل شويو بهرني او ځايي ډلو، په ځانګړي ډول آی اېم يو، د اسلامي جهاد اتحادیه (آی جی يو)، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (اي ټي آی اېم)، د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او حقاني شبکې مختلفې ډلې، د پټنځایونو ویجاړولو او شبکو ماتولو اهداف ترلاسه کړل."

مخکیني عملیات، چې په دې کې راه حق عملیات (۲۰۰۷)، شیر دل عملیات (اګست ۲۰۰۸)، د تور تندر عملیات (اپرېل ۲۰۰۹)، راه راست عملیات (می ۲۰۰۹)، راه نجات عملیات (جون ۲۰۰۹) او بریښنا عملیات (نومبر ۲۰۰۹) شامل ول، د خپلو د لاسته راوړنو سره په بشپړ ډول کامياب نه وو.

راجه عمر خطاب، چې په کراچۍ کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې افسر دی، وویل چې ضرب عضب عملیاتو د هغه قانون پلي کونکو ادارو سره مرسته وکړه چې په ټول هیواد کې د تروريستي ډلو په وړاندې په مبارزه کې بوخت وې.

خطاب وویل، "د تحریک طالبان پاکستان وسله والو په شمالي وزیرستان کې د خپلو پټنځایونو په کارولو سره په ټول هیواد کې خپلې شبکې چلولې، خو دغه عملیاتو ... د دوی کمانډ او کنټرول دړې وړې کړو."

هغه وويل، شپږ کاله وروسته، "په ترهګرۍ کې د پام وړ کمی په ځانګړی توګه د عملیاتو د بریا سره تړاو لري."

په اسلام آباد کې د پاکستان د سولې مطالعاتو انسټیټیوټ (پي آی پي اېس) ډايريکټر محمد عامر رانا وویل، دوه نیم کاله وروسته، د استخباراتو پر بنسټ ردالفساد عملیات په فبرورۍ ۲۰۱۷ کې د ضرب عضب عملیاتو د لاسته راوړنو پیاوړې کولو لپاره پیل شول.

هغه وویل، پاکستان د ضرب عضب عملیاتو له پیل وروسته د تروریستي حملو او تلفاتو په شمیر کې کمی وليدو.

په ترهګرۍ کې کمی

په ۲۰۱۴ کال کې په پاکستان کې د وسله والو او فرقه ییزو ډلو لخوا ټولټال ۱،۲۰۶ تروريستي بریدونه ترسره شول. د پي آی پي اېس د کلني امنیتي راپور له مخې، لږ تر لږه ۱،۷۲۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړو، په داسې حال کې چې ۳،۱۴۳ کسان نور ژوبل شول.

په دغه راپور کې راغلي چې په ۲۰۱۶ کال کې د بریدونو شمير ۴۴۱ ته راټيټ شو، چې ۹۰۸ کسان په کې وژل شوي او ۱،۶۲۷ کسان په کې ژوبل شوي ول.

په ۲۰۱۹ کال کې، په ټول هیواد کې تروريستي بریدونه نور هم ۲۲۹ ته راکم شول، چې ۳۵۷ کسان په کې مړه شوي ول او ۷۲۹ نور ژوبل شوي ول.

د دغه راپور له مخې، د ضرب عضب عملیاتو له امله، ګڼ شمير وسله وال یا خو ونیول شول یا ووژل شول. خو، ګڼ شمیر یاغیان په ځانګړي توګه د دوی مشران د افغانستان ګاونډيو صوبو خوست او کنړ ته وتښتیدل.

د شمالي وزیرستان اوسیدونکو لپاره، د دې پرمختګ معنی دا ده چې دوی نور د وسله والو له دوامداره ګواښونو سره مخ نه دي.

په تیرو وختونو کې، د ترهګرو ډلو وسله والو د شمالي وزیرستان په میرانشاه بازار کې د تحریک طالبان پاکستان په دفترونو کې تلیفون کارولو چې سوداګرو، شتمنو کسانو او د هغوی کورنیو ته د بهتې نه ورکولو په صورت کې ګواښونه ورکړي.

په کراچۍ کې دېره يو ټرانسپورټر اکمل خان، چې وروسته له هغې يې يو مليونه روپۍ (۶،۰۰۰ امريکايي ډالره) ورکړې کله چې د ټي پي پي وسله والو په ۲۰۱۲ کال کې د هغه د پنځو کالو ماشوم ونيولو، وویل چې "په ځینو کېسونو کې، دغه ډلې به حتی دوی په میرانشاه کې په خپله "محکمه" کې د حاضریدو لپاره راغوښتل.

خان وویل، "کله چې پوځ په جون ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پرضد ضرب عضب عملیات پیل کړل، نو سوداګرو د سکون ساه واخیسته."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500