تروريزم

د ضرب عضب عملياتو له ۵،۰۰۰ څخه زيات وسله وال وژلي دي

جاويد محمود لخوا

د باجوړ ايجنسۍ قبايلي مشرانو په فاټا او نورو سيمو کې د ضرب عضب عملياتو د بریالیتوب له کبله د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف ته مبارکي وویله. په باجوړ ايجنسۍ کې جنرال راحیل د ۲۰۱۶ کال سپتمبر په دولسمه نيټه له ځواکونو او قبايلي خلکو سره د لوی اختر لمونځ ادا کوي. [ISPR لخوا]

د باجوړ ايجنسۍ قبايلي مشرانو په فاټا او نورو سيمو کې د ضرب عضب عملياتو د بریالیتوب له کبله د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف ته مبارکي وویله. په باجوړ ايجنسۍ کې جنرال راحیل د ۲۰۱۶ کال سپتمبر په دولسمه نيټه له ځواکونو او قبايلي خلکو سره د لوی اختر لمونځ ادا کوي. [ISPR لخوا]

اسلام آباد - د ستراتیژیکي څېړنو انستیتوت اسلام آباد (ISSI) له مخې، پوځي ضرب عضب عملياتو د وفاق انتظام تر لاندې سيمو (فاټا) کې له ۵،۰۰۰ څخه زیات وسله وال وژلي دي او له ۴،۰۰۰ کيلومتره مربع نه زياته سيمه يې له اورپکو څخه پاکه کړې ده.

ISSI په جون ۲۰۱۶ " د ترهګری پرضد آلات" مقاله کې وويل: "د پاکستان پوځ ضرب عضب عمليات د ۲۰۱۴ کال د جون په ۱۵مه نيټه پيل کړل او د عملياتو ساحه په تېرو دوو کلونو کې پراخه شوې ده، چې په پایله کې په هېواد کې په تروریستي بریدونو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د عملیاتو تر ټولو د پام وړ اړخ دا دی چې دا له تبعیض پرته وسله وال په نښه کوي. سربېره پر دې، په راپور کې ويلی شوي دي، " ضرب عضب عملياتو د تګلارې د تعقيبولو له امله پوځي ځواکونو لږ تلفات تر لاسه کړي دي."

د راپور له مخې، پوځ په ضرب عضب عملياتو کې د هوايي بمباريو کمپاین لپاره لومړي د پاکستان هوايي ځواک جنګي جټ الوتکې او توغندي ويشتونکي څرخي الوتکې استعمال کړې او بيا يې له ځمکنیو ځواکونو سره بريد وکړ چې وسله والو ته يې زيات تلفات ورسول.

د ISSI د راپور له مخې، د پوځ مشر جنرال راحیل شریف د ۲۰۱۶ اپریل په دولسمه نيټه د ګوادر بندر ليدلو په موقعه وويل، "ضرب عضب عمليات يوازې عمليات نه دي بلکې يوه [جامع طريقه] ده." "د دې ورستنۍ موخه د تروریزم، افراطيت او فساد له منځه وړل دي."

د توقعاتو په پرتله زيات برياليتوب

د وسله والو په وړاندې مخکینی عملیاتو کې د ۲۰۰۷ کال راه حق عمليات، د اګست ۲۰۰۸ کال شېر دل عملیات، د اپريل ۲۰۰۹ کال تور تالنده عمليات، د می ۲۰۰۹ راه نجات عمليات، د جون ۲۰۰۹ کال راه نجات عمليات او د نومبر ۲۰۰۹ بريخنا عمليات شامل دي.

د آی ایس آی د راپور له مخې، ضرب عضب عمليات د وسله والو لپاره ډېر مهلک او د پوځ لپاره بريالي ثابت شوي دي.

په پېښور کې د امنیتي چارو کارپوه متقاعد ډګرمن محمود شاه پاکستان فارورډ ته وويل، "د ضرب عضب عملياتو برياليتوب د تمې څخه پورته دی او دې عملياتو نه يوازې په فاټا کې زیربنې، شبکې، پټنځايونه او د تګ راتګ بندې سيمې له منځه وړي دي بلکې تروريستي بريدونو يې هم کم کړي دي."

هغه وويل: "د ضرب عضب عملیاتو له پیل کيدو مخکې، يو شمير خلک د وسله والو د جدي غبرګون څخه ويريدل خو ښه پلان شوي پوځي عملياتو ډيرې ښې پايلې رامنځته کړې او په هېواد کې دننه او بهر هر يو کس يې حيران کړو."

شاه چې پخوا په قبایلي علاقو کې د امنيت د منشي دنده لرله وويل، تحریک طالبان پاکستان، آلقاعده او د هغوی شريک وسله والو ډلو د وفاق انتظام تر لاندې سيمو (فاټا) کې قوي شبکې، زیربنې او پټنځايونه جوړ کړي وو.

هغه وويل: "د ۲۰۱۴ کال د جون نیمایي راهیسې، امنیتي ځواکونو ټول پټنځايونه او او د تګ راتګ بندې سيمې له وسلوالو څخه پاکې کړي دي او اوس موږ په پاکستان کې په امنيتي حالت کې ډير ښه والی وينو."

تل پاتې سوله

د پاکستان د شخړو او امنيت د مطالعاتو د انستیتوت (PICSS) اداري رئیس عبدالله خان وويل: "د ضرب عضب عملياتو لاسته راوړنې د پام وړ دي ځکه چې د سترو تروریستي بریدونو او د ملکي او امنیتي چارواکو وژنې شميره په ۲۰۱۶ کې د اتو کالو په پرتله راکمه شوې ده."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "اوس اصلي ستونزه دا ده چې په قبايلي سيمو کې د وسلوالو د ایډیالوژۍ په وړاندې تګلارۍ ته وده ورکولو، په فاټا کې اصلاحاتو او کوم وسله وال چې د سولې لپاره تسلیمیدل غواړي د هغوی د جذبولو له لارې د عملیاتو دوامداره بریالیتوب ته دوام ورکړو."

خان وايي، چې حکومت بايد د مذهبي ګوندونو، د ټولنې مشرانو او عالمانو په منځ کې ملي توافق رامنځته کولو کي خپل رول ولوبوي او د مبارزې تګلارې ته وده ورکړي چې اورپکي او افراطيت له ټولنې څخه له منځه يوسي.

هغه وويل: "د تروريزم پر ضد جګړه يوه ملي موضوع ده او د حکومت، سیاسي او مذهبي ګوندونو د لاس لرلو پرته په بشپړه توګه له ټولنې څخه افراطيت ختمولو موخه تر لاسه کيدی نه شي."

د کراچۍ عملیات

په کراچۍ کې د بزنس پلس تلويزيون د امنیتي چارو کارپوه او مشر اینکر پرسن علی ناصر وويل: " په کراچۍ کې هدفي عملياتو چې د ۲۰۱۳ کال سپتمبر په پنځمه نيټه پيل شول په هېواد کې د تروریزم او اورپکۍ راکمولو کې مهم رول لوبولی دی."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، په کراچۍ کې امنیتي ځواکونو په زرګونو وسله وال نيولي دي او د هغوی مرکزونه، واک او شبکې او همدارنګه د پيسو او د تښتونو له لارې د اورپکۍ د تمويل توان یې له منځه وړی دی.

هغه وويل، امنيتي چارواکي بايد د عمل ملي پلان په ټول هيواد کې پلي کړی او په ټول هیواد کې د تروریزم او فساد د اړیکو ماتولو باندي تمرکز وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تل دې وي پاکستان

ځواب