امنیت

ضرب عضب د خلکو ملاتړ ترلاسه کوي او بریالیتوب مومي

امداد حسین

د وسله والو قواو لوی درستېز رhحیل شریف د می په ۲مه په راولپنډۍ کې د قول اردوګانو د قوماندانانو د یوه مجلس مشري کوي. [له آی اېس پي آر نه په مننه]

د وسله والو قواو لوی درستېز رhحیل شریف د می په ۲مه په راولپنډۍ کې د قول اردوګانو د قوماندانانو د یوه مجلس مشري کوي. [له آی اېس پي آر نه په مننه]

اسلام اباد -- په شمالي وزیرستان کې له هغه وخت نه دوه کاله وروسته چې اردو د ضرب عضب عملیات پیل کړل، په پاکستان کې د ترهګرو نېکمرغي مخ په ځوړي روانه ده.

مقامات وایي چې، په یاده قبایلي ایجنسۍ کې د ترهګرو د مرکزونو او مورچلونو بې ځنډه ویجاړېدا په ټول هېواد کې د ترهګرۍ پېښې راکمې کړي دي.

چارواکي وایي، وروسته له هغه چې عسکرو په اپریل کې د شمالي وزیرستان په شوال کې د ترهګرۍ پر ضد عملیات پای ته ورسول، هغوی جګړه «په ټول هېواد کې د جرم د شریکانو او د لنډ وخت له پاره غیرفعالو شویو ډلو د ځپلو له پاره» د هغوی خوا ته ورسوق کوي.

د اردو ویاند ډګرجنرال عاصم سلیم باجوه سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، «تصفیوي عملیات... د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د ځایي خلکو په مرسته په بریالیتوب سره پرمخ ځي،»

په اسلام اباد کې د امنیتي تحقیقاتو او مطالعاتو د مرکز (CRSS) اجرائیه رییس امتیازګل وویل، وروسته له هغه چې عسکرو او پولیسو د ترهګروله خوا د پیسو ترلاسه کولو او په هېواد کې د ازاد ګرځېدلو وړتیا له منځه وېوړه، اوس تصفیوي عملیات د ترهګرو له پاره لا ډېرې ستونزې جوړوي.

مقامات وایي چې، د ترهګریزو حملو شمېر مخ په کمېدلو دی. د ۲۰۱۵ په لومړۍ ربعه کې، هغوی ۱۲ ترهګریزې حملې ثبت کړې وې. د دې کال په لومړۍ ربعه کې اته حملې پېښې شوې.

ضرب عضب د ترهګرو پرضد

پاکستاني ځواکونو ضرب عضب عملیات د کراچۍ په نړیوال هوایي ډګر د ۲۰۱۴ په جون کې په یوې مرګونې حملې پسې شروع کړل.

عسکرو، چې د هوا او ځمکې له لارې یې حملې کولې، په سلګونو پټنځایونه ویجاړ کړل، د مهماتو بې شمېره ډيپوګانې یې والوزولې او زرګونه اورپکي يې ووژل یا ونیول.

حکومت وايي چې، امنیتي ځواکونو د عملیاتو له پيلولو راهیسې له ۴۰۰۰ څخه ډېر ترهګر وژلي دي. د پوځ د عامه اړیکو (ISPR) د وینا په اساس، عسکرو هم لوړه بیه پرې کړه، چې ۴۸۸ تنه د اردو عسکر او نور ځواکونه د ضرب عضب عملیاتو له پیل څخه تر یو نیم کال پورې موده کې وژل شوې دي.

بریالي عملیات سولې او ثبات راوړي

مقامات وایي چې، د ضرب عضب د بریالیتوب له امله په ټول هېواد کې خلک خوښي څرګندوي.

ګل وویل چې، ډېره ګټه د فدرال له خوا اداره کېدونکيو قبایلي سیمو (فاټا) ته رسېږي چې یو وخت د ترهګرۍ مرکز وو.

په اسلام اباد کې د فاټا د څېړنو د مرکز یوه پخوانی رییس اشرف علي سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، په ټول هېواد کې د عامه خلکو د خوندیتوب ډېرښت خوشحالوونکی دی، خو دا به ډېر اوږد وخت واخلي چې یوه دوامداره سوله رامنځته شي.

د امنیتي تحقیقاتو او مطالعاتو د مرکز (CRSS) د وینا له مخې، په فاټا کې، د ۲۰۱۶ کال په لومړۍ ربعه کې ۲۳۹ تنه په ترهګریز تاوتریخوالي کې وژل شوي دي. د ۲۰۱۵ کال په لومړۍ ربعه کې ټوله شمېره ۶۱۹ تنه وه.

نورې سیمې لکه خیبرپښتونخوا، سند او بلوچستان د یو لړ ډېر تاثیر لرونکیو ترهګریزو پېښو له پېښېدلو سره سره د پرمختګونو راپورونه ورکوي.

د مثال په توګه، چارواکي وایي چې په سند کې چې کراچۍ هم په کې شامله ده، او هلته ترهګرو او د جنایي جرمونو داړه مارانو له کلونو راهیسې په خپلو کې سره جګړې کولې، د ۲۰۱۶ کال په لومړۍ ربعه کې د ترهګریز تاوتریخوالي په نتیجه کې ۱۵۸ تنه وژل شوي ول. د ۲۰۱۵ کال په لومړۍ ربعه کې د وژل شویو شمېر ۳۶۸ تنه وو.

کتونکي وایي چې لا نور کار کولو ته اړتیا ده

په پېښور کې مېشت د پوځی چارو تحلیلګر رحیم الله یوسفزي سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل چې، د پوره بریالیتوب له پاره به پاکستان او افغانستان دې ته ضرورت ولري چې لا نور کار وکړي.

هغه وویل، «اکثر اورپکي افغانستان ته وتښتېدل.»

مقامات د دې له پاره تیاری کوي چې د هغو نا امېده ترهګرو په وړاندې جګړه وکړي چې وروسته له هغه چې فاټا د هغوی له پاره د پاتې کېدلو ځای پاتې نشو هغوی پنجاب ته مخه کړه. یوه تراژيدي د مارچ په میاشت کې په لاهور کې هغه وخت پېښه شوه کله چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر د مسیحي اقلیت له خوا د مسیحیانو د ایستر اختر د لمانځلو پر وخت ۷۲ تنه ووژل.

د دفاعي چارو یوه پېښور مېشتي تحلیلګر ایرمارشال متقاعد مسعود اختر سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، «د پنجاب په څېر سیمې به د ملکي حکومت توجه ته اړتیا ولري، خو د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیاتو او تصفیوي عملیاتو د مثبتو نتایجو رامنځته کول پیل کړي دي.»

د امنیتي چارو پېښور مېشتیي تحلیلګر ډګرمن محمود شاه سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل چي، تصفیوي عملیات چې اردو او بېلابېل نور ځواکونه په کې برخه لري، به د حملو کولو په برخه کې د ترهګرو وړتیا محدوده کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500