امنیت

د متحده ایالاتو او پاکستان د امنیت تړون تجديد د دفاع دوامداره همکاري ښیي

د زرک خان لخوا

په پاکستان کې د متحده ایالاتو سفیر ډونالډ بلوم او د پاکستان د هغه وخت د بهرنيو چارو سيکريټري اسد مجید په اسلام آباد کې د اګست په ۱۱مه د متحده ایالاتو او پاکستان د اړیکو د ۷۵مه کلیزې د لمانځلو په موقعه د يادګاري ټکټونو پرانيسته کوي. [په اسلام اباد کې د امریکې سفارت خانه]

په پاکستان کې د متحده ایالاتو سفیر ډونالډ بلوم او د پاکستان د هغه وخت د بهرنيو چارو سيکريټري اسد مجید په اسلام آباد کې د اګست په ۱۱مه د متحده ایالاتو او پاکستان د اړیکو د ۷۵مه کلیزې د لمانځلو په موقعه د يادګاري ټکټونو پرانيسته کوي. [په اسلام اباد کې د امریکې سفارت خانه]

اسلام آباد -- شنونکي وايي چې د متحده ایالاتو سره د پاکستان د امنیتي تړون تجديد د دواړو تر منځ ستراتیژیکي دفاعي اړیکې ژوروي او کولی شي د اسلام آباد لپاره لاره هواره کړي چې پوځي تجهیزات ترلاسه کړي.

د دې میاشتې په پېل کې د پاکستان پخوانۍ کابینې د پاکستان او متحده ایالاتو ترمینځ د مخابراتو او همکارۍ او امنیت یادښت (CIS-MOA) نوی کړو، چې په ۲۰۲۰ کال کې پای ته رسیدلی و.

رسمي سرچینو د اګست په ۳مه ایکسپریس ټریبیون ته وویل، د کابینې یو غړی چې د نوم نه ښودلو غوښتنه یې وکړه، د CIS-MOA په اړه د لنډیز د خپرولو تایید وکړو.

د لاسلیک په اړه هېڅ رسمي اعلان شتون نه لري، او د کابینې ياد غړي د دې ویلو څخه ډډه وکړه چې آيا د کابینې ډېرو غړو دا تصویب کړی.

د پاکستان د هوايي ځواک اېف-۱۶ جنګي الوتکې د ۲۰۲۲ کال د مارچ په ۱۶مه په اسلام آباد کې د پاکستان د ورځې پرېډ لپاره د مشق په ترڅ کې یوه الوتنه ترسره کوي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

د پاکستان د هوايي ځواک اېف-۱۶ جنګي الوتکې د ۲۰۲۲ کال د مارچ په ۱۶مه په اسلام آباد کې د پاکستان د ورځې پرېډ لپاره د مشق په ترڅ کې یوه الوتنه ترسره کوي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو د دفاع امنیتي همکارۍ ادارې (DSCA) له مخې، CIS-MOA د متحده ایالاتو او د هغې د متحدینو ترمینځ د خوندي ارتباطي همکارۍ او امنیت لپاره شرایط رامینځته کوي.

DSCA د متحده ایالاتو د دفاع وزارت لپاره بهرني پوځي پلور اداره کوي.

دا تړون، چې په پېل کې په ۲۰۰۵ کال کې د ۱۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، په ۲۰۲۰ کال کې پای ته ورسیدو.

مهم ملګري

د پاکستان د دفاع وزارت یو چارواکي، چې غوښتنه یې وکړه چې د هغه نوم ونه کارول شي، وویل، "د CIS-MOA منل پاکستان ته د متحده ایالاتو د پوځي تجهیزاتو احتمالي پلور او د ګډو پوځي عملیاتو او مشقونو زياتولو اجازه ورکوي."

دغه چارواکي زیاته کړه، "سربیره پردې، دا تړون د متحده ایالاتو پوځي ټیکنالوژۍ او روزنې ته لاسرسی پراخه کوي، چې د پاکستان پوځي وړتیا به پیاوړي کړي."

خو د پوځ یو ريټايرډ لوړ پوړي افسر چې مخکې یې د متحده ایالاتو سره کار کړی، ایکسپریس ټریبیون ته وویل چې حتی په دې تړون سره، دا د پاکستان لپاره اسانه نه ده چې له متحده ایالاتو څخه پوځي آلات واخلي.

په نوي ډیلي کې د امنیت څېړنيزې ادارې ویوکانندا نړېوال فاونډېشن (VIF) له مخې، د تړون اهمیت په سیمه کې د پاکستان د مهم امریکایي ملګري په توګه د پاکستان په رول باندې ولاړ دی.

VIF د اګست په ۱۴مه په یوې خپره شوې تجزيه کې وویل، "د CIS-MOA پلي کول به متحده ایالاتو ته دا وړتیا ورکړي چې پاکستان ته ډېر خپل پرمختللي پوځي تجهیزات او روزنه چمتو کړي."

دغه راپور زیاته کړه، "دا، لکه څنګه چې ادعا شوې، به په بدل کې د ترهګرو سازمانونو او نورو مخالفینو د مختلفو ګواښونو پروړاندې د پاکستان دفاعي وړتیا پیاوړې کړي."

د DSCA په وينا، د سپتمبر په میاشت کې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ۴۵۰ ملیونه ډالرو په ارزښت په یوې معامله کې پاکستان ته ​د اېف-۱۶ الوتکو احتمالي پلور​، د تخنیکي ملاتړ او اړوندو تجهیزاتو چمتو کول تصویب کړل.

يادې ادارې په هغه وخت کې وويل، دا به پاکستان ته توان ورکړي چې "د ترهګرۍ پرضد په روانو هڅو کې او د راتلونکي بېړني عملیاتو لپاره په تيارۍ کې د متحده ایالاتو او شریکانو ځواکونو سره همکاري وساتي."

پاکستان د اټکل له مخې ۸۵ اېف-۱۶ الوتکې لري.

امنیتي همکاري پیاوړي کول

د CIS-MOA راپور شوی تجدید د واشنګټن او اسلام آباد تر منځ د رسمي لیدنو او پراخه اړیکو څخه وروسته رامنځته شو، چې د تودو اړیکو ښودنه کوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویډینټ پټېل د اګست په ۱۵مه وویل، متحده ایالات او پاکستان د سیمه ایز ثبات لپاره د ګواښونو سره د مبارزې لپاره یو ګډ هدف لري.

پټېل وویل، "موږ د سیمې ثبات ته د ګواښونو په وړاندې په مبارزه کې له پاکستان سره ګډې ګټې لرو او د اورپکو او ​ترهګرو ډلو سره د مبارزې لپاره له پاکستان سره کار کولو ته چمتو یو​."

هغه زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو چارواکي "په منظمه اړیکه کې دي."

پټېل وویل، "موږ د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د حکومت د خپلو هڅو ملاتړ کوو او د خپلو اتباعو امنیت په داسې طریقه ډاډمن کوو چې د قانون حاکمیت ته وده ورکوي."

تېره میاشت د امریکې د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکوم) مشر جنرل مایکل "ایرک" کوریلا له یو کال څخه په کمه موده کې دریم ځل پاکستان ته سفر وکړو.

هغه د پوځ د مشر جنرل سید عاصم منیر په ګډون د پاکستان د لوړ پوړو پوځي چارواکو سره د امنیتي مسلو په اړه بحث وکړو، د ترهګرۍ ضد ملي مرکز او د پاکستان د پوځ سنايپر سکول څخه یې لیدنه وکړه او د لوړ پوړو پوځي پرسونلو سره یې خبرې وکړې.

همداشان د جولای په میاشت کې، د سویلي اسیا لپاره د امریکې د ملي امنیت شورا سينير ډايريکټرې ریر ایډمرل ایلین لوبشر په اسلام آباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري سره د دوه اړخیزې ګټو په مسلو خبرې اترې وکړې.

د بهرنیو چارو وزیر د جولای په ۲۰مه د ټولنیزو رسنیو په یو پوسټ کې وویل، بلاول او لوبشر "د پاکستان او متحده ایالاتو د اړیکو د پراخه کولو او د سیمه ایزې سولې او ثبات لپاره د سوداګرۍ، اقتصاد او انرژۍ په برخه کې د همکارۍ د پراخولو لپاره ژمنې بیا تایید کړې."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500