امنیت

په خیبرپښتونخواه کې د تحريک طالبان پاکستان او نورو وسله والو پرضد د عملیاتو وروسته په ترهګرۍ کې کمی راغلی

د زرک خان لخوا

د پاکستاني پولیسو لوړ پوړي افسران د مۍ په ۱۴مه خپلو هغه همکارانو ته سلامي وړاندې کوي چې د جنورۍ په ۳۰مه په پېښور کې په یو جومات کې په ځانمرګي برید کې وژل شوي ول. [د خیبرپښتونخوا پولیس]

د پاکستاني پولیسو لوړ پوړي افسران د مۍ په ۱۴مه خپلو هغه همکارانو ته سلامي وړاندې کوي چې د جنورۍ په ۳۰مه په پېښور کې په یو جومات کې په ځانمرګي برید کې وژل شوي ول. [د خیبرپښتونخوا پولیس]

اسلام آباد -- د پولیسو د ارزونې له مخې، د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او نورو ترهګرو ډلو پر ضد ​په روانو عملیاتو کې د لوړ پوړو وسله والو وروستي نیول او وژنې په خیبر پښتونخواه (کی پي) صوبه کې​ په ترهګرۍ کې د پام وړ کمي لامل شوی دی.

د پرمختګ په خپل وروستي راپور کې، د خیبرپښتونخوا د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) وليدل چې په صوبه کې د ترهګرۍ پېښې د تېر کال د تېرو درېو میاشتو په پرتله په اپرېل کې ٪۱۱.۹ کمې شوې.

د سي ټي ډي د راپور له مخې چې د مۍ په ۱۳مه خپور شو، د ۲۰۲۳ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې، پولیسو د ترهګرۍ ۳۰۹ کيسونه ثبت کړل، چې پکې ۲۱۳ کسان تعقیب شوي او ۱۲۴ کسان نیول شوي دي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې پولیسو په ورته موده کې په مختلفو عملیاتو کې لږ تر لږه ۵۴ اعلان شوي مجرمان ونیول، چې پکې ۱۵ هغه کسان شامل ول چې په سر يې انعام کېښودل شوی.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو افسران د مۍ په ۷مه په پیښور کې د یوې چهاپې نه وروسته یو ګروپ عکس اخلي. [د خیبرپښتونخوا پولیس]

د خیبر پښتونخوا د پولیسو افسران د مۍ په ۷مه په پیښور کې د یوې چهاپې نه وروسته یو ګروپ عکس اخلي. [د خیبرپښتونخوا پولیس]

په دغه راپور کې ویل شوي، پولیسو په ټول صوبه کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس په ۷۱۱ عملیاتو کې ۱۵۸ ترهګر ونیول چې د مختلفو وسله والو ډلو سره تړاو لري.

د ترهګرو سره په ۳۹ مقابلو کې، سي ټي ډي د ۶۲ بریدونو په ناکامه کولو او د ۵۳ ترهګریزو بریدونو په مخنیوي کې بریالي شو.

په راپور کې ویل شوي چې د څلورو میاشتو په اوږدو عملیاتو کې په ترلاسه شويو توکو کې دا مواد شامل دي: ۴۷ کیلوګرامه چاودیدونکي توکي، ۱۵۰ لاسي بمونه، یو ځان وژونکی جېکټ، ۱۰۵ وسلې او د مختلفو وسلو ۲۸۲۲ ګولۍ.

په ياد راپور کې ويل شوي چې د بريالي څېړنو په پايله کې يوولس ترهګر په اتو کېسونو کې محکوم شول.

بریالي عملیات

د خېبرپښتونخوا صوبه د تحريک طالبان پاکستان د تشدد نه ډېره متاثره شوې ده.

دغه ډلې څو ځله ترهګریز بریدونه هم کړي چې په پایله کې یې د پولیسو په ګډون ګڼ بې ګناه وګړي وژل شوي دي.

اېم اېم نیوز په ۱ مۍ راپور ورکړو چې د جنورۍ او اپرېل تر منځ، په خیبرپښتونخوا کې د پولیسو په ځواک په ۷۷ بریدونو کې ۱۲۰ پولیس وژل شوي او ۳۳۳ ژوبل شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان د زياتره بریدونو پړه منلې ده.

د جنورۍ پر ۳۰مه، په یو ځانمرګي برید کې له ۱۰۰ ډېر کسان هغه وخت ووژل شول کله چې د پېښور په یو جومات کې يې پولیس په نښه کړل.

په پېښور کې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ووويل، "د فبرورۍ په مياشت کې په خيبر پښتونخوا کې د تحريک طالبان پاکستان لخوا په ترهګريزو بريدونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی و، خو د استخباراتي معلوماتو راټولولو او کشف کولو له لارې د مخنيوي ستراتيژۍ کارولو وروسته، سي ټي ډي د مهمو وسله والو کمانډرانو په نيولو او وژلو سره د ترهګريزو بريدونو په کمولو کې بريالي شوی دی."

زبیر حمید، یو امنیتي شنونکی چې په اسلام آباد کې د خطر ارزونې شرکت مشري کوي، وویل چې تحريک طالبان پاکستان، ​"د عراق او سوریې اسلامي دولت" خراسان څانګه​ او يوه وسله ډله، چې حافظ ګل بهادر يې مشري کوي، لویې ترهګريزي ډلې دي چې په صوبه کې فعالیت کوي.

حمید وویل، د اقبال عرف بالي کھیارہ، چې د تحريک طالبان پاکستان یو مهم کمانډر دی، وژل د ترهګرې ډلې په وړاندې د مبارزې یوه لویه بریا ده.

اقبال د مۍ په ۴مه د خیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان کې د پولیسو سره په ډزو کې ووژل شو. هغه په تېرو وختونو کې د القاعدې او لشکر جهنګوي سره تړاو لرلو او د څو لوړ پوړو بریدونو پلان يې جوړ کړی و، چې پکې​ په ۲۰۰۹ کال کې په لاهور کې د سري لنکا د کرکټ ټیم باندې برید​ او په ۲۰۰۸ کال کې په ضلعې هسپتال کې ځانمرګی برید شامل دي.

د مۍ په ۱۴ مه، سي ټي ډي د بنو څخه د تحريک طالبان پاکستان يو وسله وال د سي ټي ډي د سينير افسر اقبال مهمند په وژلو کې د لاس لرلو په تور ونيولو.

مهمند او درې نور پولیس د مارچ په ۳۰ مه هغه مهال ووژل شول کله چې د دوی ګاډی په لکی مروت ضلعه کې د سړک د غاړې يو بم سره ټکر وکړو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500