امنیتي شنونکي او د مدني ټولنې فعالان وايي، د پاکستان او متحده ایالاتو ترمنځ امنیتي همکاري به د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او په سیمه کې نورې نړېوالې اورپکې ډلې کمزورې کړي.
د پاکستان د ملي امنیت کمیټۍ (اېن اېس سي)، چې د ملي امنیت په اړه د بحث لپاره د هېواد ترټولو لوړ ملکي-پوځي فورم دی، د دسمبر په ۳۰مه او د جنورۍ په ۲مه غونډه وکړه ترڅو د هغه ترهګریزو بریدونو د وروستي زیاتوالي ارزونه وکړي چې منع شوي ټي ټي پي يې ادعا کړې ده.
د ملي امنیت شورا په غونډه کې ګډون کوونکو، چې پکې وزير اعظم شهباز شریف او د پوځ مشر جنرل عاصم منیر هم شامل وو، په هېواد کې دننه د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره خپله اراده تکرار کړه.
د ملي امنیت شورا له کابله غوښتي چې په خپله خاوره کې د پاکستاني ترهګرو ډلو ته خوندي پټنځایونه ورنکړي او د هغوی له ملاتړه لاس واخلي.
د جنورۍ په میاشت کې د پاکستان د ملي امنیت شورا له غونډې یوه ورځ وروسته، واشنګټن د ترهګرۍ پر ضد د اسلام آباد د پرېکړو لپاره د خپل ملاتړ اعلان وکړو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرائس د جنورۍ په ۳مه یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، "د پاکستان خلک د تروریستي بریدونو له امله ډېر زیانمن شوي دي. پاکستان حق لري چې له ترهګرۍ څخه د ځان دفاع وکړي."
پرائس وویل، متحده ایالات پر کابل غږ کوي چې خپله پخوانۍ ژمنه پوره کړي چې "د افغانستان خاوره به بیا د نړېوالو تروریستي بریدونو د مرکز په توګه ونه کارول شي".
ټي ټي پي له هغه راهیسې په پاکستان کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دیکله چې د نومبر په وروستیو کې له اسلام آباد سره د يو څو میاشتو کمزوری اوربند پای ته ورسیدو.
د ټي ټي پي یو ځانمرګي بریدګر د دسمبر په ۲۳مه په اسلام آباد کې د استوګنې سیمې ته څېرمه خپل له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه، چې له امله یې یو پولیس افسر او د راپورونو له مخې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي ووژل شول.
تر دې مخکې د دسمبر په ۱۸مه، د ټي ټي پي وسله والو د خیبر پښتونخوا صوبې په بنو ضلعه کې د ترهګرۍ ضد یو مرکز ونیولو چې په نتیجه کې یې د یرغمل حالت رامنځته کړو.
حکومتي ځواکونو درې ورځې وروسته دغه مرکز بېرته ونیولو او ټول ۳۳ ترهګر یې ووژل. د ځانګړو ځواکونو دوه تنه غړي ووژل شول.
د متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو او داخلي اختلافاتو کې د ټي ټي پي د مشرانو مرګونو د ۲۰۲۰ کال د پېل پورې تحريک طالبان پاکستان کمزوری کړو، خو په افغانستان کې د ۲۰۲۱ د اګست راهیسې د ناراضه ډلو يو ځای کېدو او تازه پيښو دا ډله بیا پیاوړې کړه.
د دوی جنګیالي په لویه کچه له پاکستان څخه ګاونډي افغانستان ته وروسته له هغې وشړل شول کله چېپه ۲۰۱۴ کال کې ضرب عضب عملیات پېل شول.
پاکستان، امریکا اوملګرو ملتونو تحریک طالبان پاکستان يوه ترهګره ډله ګرځولی ده.
د امریکا او پاکستان ترمنځ همکاري وده کوي
امنیتي شنونکي وايي، د واشنګټن وروستي اقدامات، لکه د دسمبر په نیمایي کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکوم) مشر جنرل مایکل "ایرک" کوریلا پاکستان ته سفر او د پاک افغان پولې د امنیت لپاره د بودیجې تخصیص د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیت په برخه کې د چټکتیا ښودنه کوي.
سېنټکوم د دسمبر په ۱۶مه په یو بیان کې وویل، کوریلا او د پاکستان لوړ پوړو پوځي مشرانو، د منیر په ګډون، د "امنیتي همکارۍ، د افغانستان او پاکستان پولې په اوږدو کې د امنیت، په سیمه کې د ترهګرو ډلو لخوا د ګواښ، روانو عملیاتو او د سېنټکوم او د پاکستان پوځ ترمنځ د همکارۍ زیاتولو فرصتونو په اړه خبرې وکړې."
کوريلا پېښور ته سفر وکړو او د يولسم کورپس له مرکزي دفتر څخه يې ليدنه وکړه، چې د خيبر پښتونخوا صوبې ته ځانګړې شوې او له افغانستان سره د شاوخوا نيمايي پولې مسووليت لري.
سېنټکوم وویل، هغه او د يولسم کورپس مشران په چورلکو کې د بیګ بین پوسټ ته پرواز وکړو چې د خیبر د لارې څخه يې لیدنه وکړه، چېرې چې دوی "د پولې د امنیت څېړنه وکړه او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پولې هاخوا د فعالیت په اړه یې بحث وکړو."
دا په څلورو میاشتو کې پاکستان ته د کوریلا دویم سفر دی.
په پېښور کې د ترهګرۍ ضد د پولیسو یو جګپوړي چارواکي وویل، "د جنرل کوریلا سفر ښیي چې متحده ایالات په پاکستان کې د تروریستي ډلو، لکه ټي ټي پي او د بین المللي ډلو سیمه ایزې څانګې لکه په برصغیر هند کې القاعده (آقس) او 'اسلامي دولت' -- د خراسان صوبې (ISKP)"، لخوا د امنیتي وضعیت د خرابیدو په اړه اندېښنه لري.
د دسمبر په لومړۍ نېټه، امریکا د تحریک طالبان پاکستان مرستیال مشر او د دې تش په نامه پوځي کمیسیون مشر قاري امجد او د آقس د نورو درېو پاکستاني مشرانو سره یو ځای د ترهګرۍ په لېست کې شامل کړو.
د پولیسو یو چارواکي، چې د اجازې نه لرلو له کبله یې د نوم نه ښودلو په شرط له رسنیو سره خبرې وکړې، وویل، "د متحده ایالاتو مرسته، په ځانګړې توګه د استخباراتو په شریکولو کې د پاکستان، چې د نغدو پيسو له کمي سره مخ دی، د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره خورا مهمه ده."
هغه وويل، "د دواړو هېوادونو تر منځ د امنیتي همکارۍ له امله، ټي ټي پي په لویه کچه وروسته له هغې کمزورې شوه کله چې د امریکا بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې ... د دغه ترهګرې ډلې مشربیت الله محسودد ۲۰۰۹ کال په اګست کېاو ملا فضل اللهد ۲۰۱۸ کال په جون کې ووژلو."
د تحريک طالبان پاکستان په وروستي لیک کې د ډرون بریدونو اندیښنو له امله عام وسله وال د ټي ټي پي مشر مفتي نور ولي سره له لیدو څخه منع کړل، چې د پاکستان او امریکا د امنیتي همکارۍ یو اثر دی.
تحريک طالبان پاکستان تېره چهارشنبه (د جنورۍ په ۴مه) هم د پاکستان په سیاسي مشرتابه باندې د بریدونو پېلولو ګواښ وکړو، او په ښکاره توګه يې د شریف او د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري نومونه واخيستل ځکه چې دوی د متحده ایالاتو د "خوشحالولو" لپاره د دغه ترهګرې ډلې پر وړاندې مبارزه وکړه.
همکاري وستایل شوه
د ترهګرۍ قربانیانو او د مدني ټولنې فعالانو هم د پاکستان د حکومت لخوا د ټي ټي پي د ځپلو پریکړه او د ترهګرۍ ضد هڅو کې د امریکا لخوا د وړاندیز شوي ملاتړ ستاینه یې وکړه.
" فاتح جوزف، چې د مسیحي مدني ټولنې فعال دی، او د ۲۰۱۳ کال په سپتمبر کې په پېښور کې يې د آل سېنټ کلیسا په یو ځانمرګي برید کې دوه خپلوان له لاسه ورکړي ول، وويل،د ټي ټي پي سره خبرو اترو د ترهګرۍ تنظیم هڅولی دی. د پاکستان ملت د حکومت د هغې پریکړې ملاتړ کوي چې د ټي ټي پي په وړاندې د ترهګرۍ ضد عملیات پېل کړي."
ډان ورځپاڼې د دسمبر په ۹مه راپور ورکړو، د دسمبر په مياشت کې، د ترهګرۍ ضد ملي ادارې (نېکټا) په یو راپور کې، چې د کورنیو چارو په اړه د سېنېټ سټينډنګ کمیټې ته وړاندې شوی و، د ټي ټي پي سره د سولې خبرې اترې هم تورنې کړې چې په ټول هېواد کې يې په ترهګرۍ کې زیاتوالی راوستی دی.
جوزف د واشنګټن د مرستو هرکلى وکړو او له نورو هېوادونو څخه يې وغوښتل چې د ترهګرۍ ضد هڅو کې د پاکستان ملاتړ وکړي.
هغه وویل، "ټي ټي پي او د هغې متحدې نړېوالې ډلې نه یوازې د پاکستان بلکې ټولې نړۍ لپاره یو امنیتي ګواښ دی."