تروريزم

متحده آيالاتو د افغانستان د اندېښنو په ترڅ کې د ټي ټي پي مشر او د القاعدې غړي ترهګر وګرځول

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

په کابل کې د ويجاړ شوي ښوونيز مرکز يو منظر چېرته چې د سپټمبر په ۳۰مه يو ځانمرګي بريد لسګونو کسان ووژل او ژوبل کړل. [ای اېف پي]

په کابل کې د ويجاړ شوي ښوونيز مرکز يو منظر چېرته چې د سپټمبر په ۳۰مه يو ځانمرګي بريد لسګونو کسان ووژل او ژوبل کړل. [ای اېف پي]

متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ (د دسمبر په لومړۍ نېټه) اعلان وکړو چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د سویلي آسیا د القاعدې مشران يې د ترهګرو په توګه ګرځولي دي، او د عمل ژمنه یې وکړه ځکه چې په افغانستان کې د رجحاناتو په اړه د خطر زنګ وهل کیږي.

واشنګټن اندېښمن دی چې ترهګرې ډلې ښايي افغانستان د روزنې او عملیاتو لپاره د پټنځای په توګه وکاروي.

متحده آيالاتو د تحریک طالبان پاکستان دوهم نمبر مفتي حضرت دیروجي چې په قاري امجد هم مشهور دی ترهګر ګرځولی دی. د ټي ټي پي د تاوتریخوالي ۱۵ کلن کمپاین له تېر کال راهیسې ګړندی شوی دی، او​ ​د دې هفتې په پېل کې دې ډلې له حکومت سره یو کمزوری اوربند لغوه کړو او خپلو جنګیالیو ته یې امر وکړو چې په ټول هېواد کې بریدونه وکړي.

د پاکستان د سولې د مطالعاتو انسټیټیوټ (پيپس) په وینا، د ۲۰۲۱ کال راهیسې، په پاکستان کې د اورپکو په بریدونو کې ٪۵۰ زیاتوالی راغلی دی.

د متحده آيالاتو چارواکو وويل، دیروجي ​​ د خېبر پښتونخوا په صوبه کې​، چې د پاکستان له دوو سرحدي سیمو څخه ده او د تاوتریخوالي بریدونه پکې پېښ شوي دي، د عملياتو څارنه کړې ده. بله اغیزمنه سرحدي سیمه ​د بلوچستان صوبه ده.

د AQIS مشران ترهګر وګرځول شول

په هدفي وسله والو کې د​​د هند په نیمه وچه کې القاعده​ (آقس)، چې د اورپکو شبکې یوه سیمه ایزه څانګه ده، څلور مشران او د آقس "امیر" اسامه محمود شامل دي.

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یو بیان کې وویل، دا "زموږ د دوامداره هڅو یوه برخه ده ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې ترهګر د نړیوالې ترهګرۍ لپاره افغانستان د پلېټ فارم په توګه استعمال نه کړي."

بلینکن وویل، "موږ به د خپلو ژمنو د پوره کولو لپاره د ټولو اړوندو وسایلو کارولو ته دوام ورکړو ترڅو وګورو چې نړېوال ترهګر په افغانستان کې د معافیت سره د فعالیت کولو توان ونلري."

د متحده آيالاتو د بهرنیو چارو وزارت او د خزانې وزارت دغه څلور کسان د نړېوالو تروریستانو په ليست کې شامل کړل، چې دا يې په متحده ایالاتو کې له دوی سره د راکړې ورکړې له کبله يو جرم ګرځولی او په هېواد کې به د دوی ټولې شتمنۍ بلاک کړي.

د ترهګرو موندل او وژل

که څه هم امریکا اوس په افغانستان کې شتون نلري، خو ​​د ۲۰۲۱ کال د نیمایي راهيسې يې خپله ژمنه پوره کړې ده چې هلته کې به "د افق څخه پورته" عملیات ترسره کړي​​ترڅو د اړتيا په صورت کې ترهګر له منځه يوسي.

دې خپله ژمنه د جولای په ۳۱ مه پوره کړه، کله چې يې دوه توغندي وتوغول​ او د القاعدې مشر ایمن الظواهري یې ووژلو،​​چې کابل ته تللی و.

الظواهري پداسې حال کې چې په کابل کې اوسېدو که څه هم د متحده ايالاتو ته ډاډ ورکړل شوی و چې افغانستان به القاعدې ته پټنځايونه نه ورکوي. يادې ترهګرې ډلې افغانستان د سپټمبر د ۱۱/۹ د بریدونو د پلانولو لپاره د پټنځای په توګه استعمال کړی و.

په سپتمبر ۲۰۱۹ کال کې،​​امریکايي او افغان ځواکونو د آقس بنسټګر عاصم عمر ​​په هلمند صوبه کې په ګډو عملیاتو کې ووژلو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ټي ټي پي اصلا د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی اېس آی) له خوا جوړه شوې ډله ده. او پځپله آی اېس آی د انګریز جنرال روبرټ کاتهوم له اړخه په ۱۹۴۸ کې جوړه شوې ده. لوستونکي کولی شي چې د آی اېس آی د جوړېدلو او تاریخچې په رابطه په ویکیپیډیا انګلش کې معلومات ولولي چې انګریزانو جوړه کړې ده. آی اېس آی د دې لپاره د ټي ټي پي ډله جوړه کړې وه چې یو طرف ته د دوی په لاس د پښتونخوا پښتانه مشران ووژني او بل طرف ته ترې له امریکې او نورې مغربي نړۍ نه میلیونه ډالر ترلاسه کړي. د ټي ټي پي په عملیاتو کې چې څومره خلک وژل شوي او په هغو عملیاتو کې چې د پاکستان مرتد فوج د پښتنو په سیمو کې کړي دي، ټول قربانیان پښتانه دي. د پاکستان مرتد فوج له ۴۵ کالونو راهیسې د بر وطن افغانان وژني او له ۱۵ کالونو راهیسې د پښتونخوا خلک وژني او سوداګري پرې کوي.

ځواب