تروريزم

پاکستان د ټي ټي پي اوربند پای ته د رسولو او په ټول هېواد کې د بریدونو امر کولو وروسته له تاوتریخوالي سره مخ دی

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

امنیتي پرسونل د هغو پولیسو افسرانو د جنازې په مانځه کې ګډون کوي چې د نومبر په ۱۶مه د لکي مروت ضلعې په شهاب خېل کلي کې په یو برید کې وژل شوي ول. [سټرینګر/ای اېف پي]

امنیتي پرسونل د هغو پولیسو افسرانو د جنازې په مانځه کې ګډون کوي چې د نومبر په ۱۶مه د لکي مروت ضلعې په شهاب خېل کلي کې په یو برید کې وژل شوي ول. [سټرینګر/ای اېف پي]

پاکستاني طالبانو د دوشنبې په ورځ (د نومبر په ۲۸مه) وویل چې دوی د جون په میاشت کې له حکومت سره شوی اوربند لغوه کړی او جنګیالیو ته یې امر کړی چې په ټول هېواد کې بریدونه وکړي.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له ۲۰۰۷ کال راهیسې په ټول پاکستان کې د لسګونو خونړیو بریدونو او د زرګونو کسانو د وژل کېدو مسول دی.

په يو بيان کې راغلي، "لکه څنګه چې په بېلابېلو سیمو کې د مجاهدینو پر ضد پوځي عملیات روان دي... نو دا ستاسو لپاره لازمه ده چې په ټول هېواد کې هر چېرې چې کولای شئ بریدونه وکړئ."

ټي ټي پي د پاکستان ​​د قبایلي سيمو​​په پراخو برخو يو وخت واکمني لرله، چې د اسلامي قانون بنسټیزه نسخه يې پکې پلي کړې وه.

د دې جنګیالي په لویه کچه له پاکستان څخه ګاونډي افغانستان ته په ۲۰۱۰ کال کې ایستل شوې ول خو د ۲۰۲۱ کال د اګست د مياشتې راهیسې په افغانستان کې د پېښو له امله پياوړي شوي دي.

ټي ټي پي د جون په میاشت کې د پاکستان له حکومت سره اوربند وکړو، خو دواړو خواوو په وار وار ادعا کړې چې اوربند له پامه غورځول شوی او ګڼې نښتې شوې دي.

د دې میاشتې په پېل کې،​​شپږ پولیس افسران د تحریک طالبان پاکستان لخوا هغه مهال په ډزو ووژل شول کله چې دوی د شهاب خېل په کلي کې، چې ​​د افغانستان له پولې څخه ۱۰۰ کیلومتره لرې دی، ګشت کولو.

ټي ټي پي د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ کلونو تر منځ په پاکستان کې د خپل واک په اوج کې و، کله چې دوی د سوات په دره کې واک لرلو. سوات د اسلام آباد څخه شمال اړخ ته ۱۳۵ کلوميتره لری دی.

دوی په ۲۰۱۴ کال کې په پېښور کې په آرمي پبلک سکول (ای پي اېس) کې د ډله ییزې وژنې له ترسره کولو وروسته چې له ۱۵۰ څخه زیات زده کوونکي او ښوونکي پکې وژل شوې ول، د پوځي عملیاتو له کبله افغانستان ته په تېښته شول.

د هغه وخت وزير اعظم عمران خان د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر کې اعلان وکړو چې حکومت یې له ۲۰۱۴ کال وروسته په لومړي ځل له دغې ډلې سره خبرې اترې کوي.

​ياده پرېکړې د ترهګرۍ د قربانیانو د کورنیو او د مدني ټولنې د فعالانو له خوا سختې نیوکې رامنځته کړې.​

فیصل علي په هغه وخت کې وويل، "د تحريک طالبان پاکستان ترهګرو سره خبرې کول د ترهګرۍ لخوا د وژل شويو زرګونو بې ګناه خلکو سره د خیانت کولو په څېر يو عمل دی." د هغه یو ۱۲ کلن خپل د ای پي اېس په دغه قتل عام کې وژل شوی و.

هغه وویل، تحريک طالبان پاکستان ته د بخښنې په وړاندې کولو سره، حکومت وسله وال پياوړي کړي دي، چې هېڅکله يې ترهګریز فعالیتونه ونه ودرول.

په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد پولیسو یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د می په میاشت کې پاکستان فارورډ ته وویل،​​ټي ټي پي په تېر کال کې باور ترلاسه کړو.​

د سولې مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټیټیوټ (پيپس)، چې په اسلام آباد کې مېشته امنیتي څېړنيز مرکز دی، په وینا، په پاکستان کې د تېر کال په پرتله په ۲۰۲۱ کال کې په ترهګریزو بریدونو کې ۴۲ فيصده زیاتوالی راغلی دی.

پيپس د ۲۰۲۰ کال په لومړيو کې مشاهده وکړه، تحريک طالبان پاکستان یوازې په ۲۰۲۱ کال کې د ۸۷ بریدونو مسؤليت په غاړه لرلو (د ۲۰۲۰ کال په پرتله ۸۴ فيصده ډېر)، چې ۱۵۸ کسان پکې وژل شوې ول.

د ترهګرۍ ضد چارواکي د می په مياشت کې وویل، په داسې وضعیت کې، تحريک طالبان پاکستان ته د بخښنې په ورکولو سره، حکومت نه یوازې دغه ترهګره ډله پیاوړې کړې بلکې دا يې تسليم کړې ده.

د مدني ټولنې فعالانو او د ترهګرۍ د قربانیانو کورنیو هغه وخت وویل کله چې د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر په مياشت کې خان له ټي ټي پي سره د خبرو اترو اعلان وکړو، د ټي ټي پي سره د سولې پخواني تړونونه د سولې په بحالولو کې ناکامه شول او پرځای یې د اورپکو ډله وهڅوله او پیاوړي يې کړه.

د تحريک طالبان پاکستان مشرانو د هغه تړنونو سرغړونه وکړه چې دوی په ۲۰۰۴، ۲۰۰۵، ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ کلونو کې لاسلیک کړې ول.

پاکستان، متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو تحريک طالبان پاکستان یو ترهګریز سازمان ګرځولی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 4

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ایا دا ټول د پاکستان د مدرسو محصول نه دی؟

ځواب

د منافقانو نسل به د قیامت په ورځ ښکاره شي.

ځواب

اوس مهال ۲۷ ډلې شتون لري چې ځان د طالبانو د اصلي ډلې په توګه څرګندوي. دوی څنګه د اسلام خدمت کوي؟ د دوی موخه دا ده چې د اسلام پر ځای د ځان لپاره شهرت پیدا کړي. دوی کوم اسلام د بې ګناه خلکو په شهيد کولو سره ژوندی کوي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم په جنګ کې حتی د ښځو او ماشومانو وژل حرام کړي دي. هره ډله باید خپل اسلام جوړ نه کړي. یوازینی اسلام هغه دی چې الله تعالی او د هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته د قرآن او سنت له لارې راوړی دی. اسلام د دوی له ټوپکونو څخه ندی راغلی. کله چې د تحریک طالبان پاکستان پرضد عملیات روان وو ولې هغوی افغانستان ته وتښتېدل؟ دوی د کلاشینکوف اسلام ته اړتیا لري او موږ د الله او د هغه د رسول اسلام غواړو.

ځواب

ولې يې د ولس د ماليې پيسو، زموږ د روزل شويو سرتېرو د قيمتي ژوند، شتمنيو او زيربناوو له قرباني کولو وروسته له دغو ترهګرو سره د سولې تړون وکړو؟... له دې ټولو وروسته، ايا موږ دا حق نه لرو چې له باجوه څخه پوښتنه وکړو چې ولې يې دا کار کړی دی؟ ولې دوی د دې پر ځای چې له منځه یوړل شي د سولې تړون ته وهڅول شول...!!!؟؟

ځواب