تروريزم

پاکستان د ملګرو ملتونو له خوا د ترهګرۍ د بندیزونو په لیسټ کې د تحريک طالبان پاکستان د مشر د شاملولو هرکلی کوي

د ضياء الرحمان لخوا

د ۲۰۱۹ کال د جون په میاشت کې په جنوبي وزیرستان کې په یوې ډسپینسرۍ کې خپور شوی اشتهار د مفتي نور ولي محسود (پورته ښي اړخ ته) په ګډون د تحریک طالبان پاکستان د کمانډرو په سر د انعام اعلان کوي. [ضیاء الرحمان]

د ۲۰۱۹ کال د جون په میاشت کې په جنوبي وزیرستان کې په یوې ډسپینسرۍ کې خپور شوی اشتهار د مفتي نور ولي محسود (پورته ښي اړخ ته) په ګډون د تحریک طالبان پاکستان د کمانډرو په سر د انعام اعلان کوي. [ضیاء الرحمان]

اسلام آباد -- د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا (يو اېن اېس سي) د هغې پریکړې هرکلی کړی چې د تحریک طالبان پاکستان مشر مفتي نور ولي محسود باندې پکې بنديزنه لګول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د امنيت کمیټۍ د جولای په ۱۶مه محسود يو نړيوال ترهګر وګرځولو ځکه چې هغه "د داسې سازمانونو سره په مالي مرسته، پلان جوړولو، مرسته کولو کې او يا يې د هغوی د نوم لاندې، د هغوی په استازيتوب يا د هغوی سره د ملاتړ لپاره په فعالیتونو یا کارونو کې برخه اخيستې وه چې د القاعدې تروریستي شبکې" سره يې تړاو لرلو.

دغه اقدام محسود د ملګرو ملتونو د داعش او د القاعدې د بندیزونو په لیسټ کې شامل کړی دی.

تحريک طالبان پاکستان په جولای ۲۰۱۱ کال کې له القاعدې سره د تړاو له کبله تروريستي ډله اعلان شوې وه.

رینجر د جولای په ۱۷مه په کراچۍ کې امنیتي دندې ترسره کوي. [ضیاء الرحمان]

رینجر د جولای په ۱۷مه په کراچۍ کې امنیتي دندې ترسره کوي. [ضیاء الرحمان]

محسود، چې د ابو منصور عاصم عرف لري، په جون ۲۰۱۸ کال کې وروسته له هغې د ټي ټي پي مشر جوړ شو کله چې د هغه پخوانی مشرملا فضل الله د افغانستان په کنړ صوبه کې د امریکایي او افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ووژل شو.

د محسود په مشرۍ، تحريک طالبان پاکستان په ټول پاکستان کې د ګڼ شمير تروریستي حملو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

یو اېن اېس سي وویل، په دې کې په جولای ۲۰۱۹ کال کې هغه برید شامل دی چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان امنیتي ځواکونه يې په نښه کړې ول او په اګست ۲۰۱۹ کې په خېبرپښتونخواه کې د پاکستاني سرتیرو په وړاندې يوه بمي چاودنه شامله ده.

د محسود اثاثې به کنګل شي، په هغه به د سفر او د وسلو بندیز ولګول شي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په تیر سپتمبر کې محسود د نړیوال ترهګر په توګه وګرځولو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جولای په ۱۷مه د ملګرو ملتونو د امنيت کميټۍ د هغې پریکړې هرکلی وکړ چې د تحريک طالبان پاکستان مشر یې پکې د بندیزونو په لیسټ کې شامل کړی دی.

د دې دفتر ویاندې عایشه فاروقي په يو بيان کې وویل، "دا بندیزونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اړوندو پریکړو سره په مطابقت کې پلي کیږي، او موږ هیله لرو چې نور هیوادونه به هم دغه شان عمل وکړي."

هغې وویل، "پاکستان به د هغه کسانو پروړاندې د مبارزې پاليسۍ ته دوام ورکړي کوم چې د ترهګرۍ په تمويل، پلان جوړولو، د دې په ملاتړ او برخه اخيستلو کې ښکيل دي."

يوه کمزوري ډله

محسود، چې عمر یې په ۴۰ مه عشره کې دی، د سویلي وزیرستان په سره روغه تحصیل کې د ګورګورۍ کلي اوسیدونکی دی او د محسود قبیلې د فرعي قبيلې مچي خيلو سره تړاو لري.

هغه مخکې د تحريک طالبان پاکستان د شرعي محکمې قاضي په توګه دنده ترسره کوله او په خپل مورني کلي کې یې د ډلې د روزنيز مرکز مشري کوله.

په تیرو وختونو کې، هغه د پوليو واکسين ورکولو پروړاندې کار کړی و، او دا پروپيګنډه یې خپره کړې وه چې واکسین د مغربي سازشونو یوه برخه ده چې مسلمانان شنډ کړي او یا د هغوی د ماشومانو وده ودروي.

د ۲۰۱۳ کال له جون څخه تر می ۲۰۱۵ پورې د تحریک طالبان پاکستان د کراچۍ څانګې د مشر په توګه، محسود په ښار کې د پښتنو ټولنه د وژلو او شوکو له کمپاین سره او همدارنګه په سکولونو کې د بمي چاودنو سره شکنجه کړې وه.

په دسمبر ۲۰۰۷ کې د دې د جوړیدو راهیسې، تحریک طالبان پاکستان د مختلفو جنګیالیو ډلو لپاره د مرکزي سازمان په توګه کار ترسره کړی دی. د دې بریدونو د نورو اهدافو سره ملکي وګړي، د قانون پلي کونکي کسان او د پوليو واکسین ټیمونه په نښه کړي دي. دې په دولتي تاسیساتو او عبادت ځایونو کې بمي چاودنې ترسره کړي دي.

د امنیتي چارواکو له مخې، که څه هم، په ۲۰۱۴ کال کې د بغاوت ضد ضرب عضب عملياتو د تحريک طالبان پاکستان کمانډ او کنټرول مرکزونه په ټول هیواد کې په مؤثره توګه ویجاړ کړل.

په ټول هیواد کې د تحریک طالبان پاکستان د مختلفو ډلو پروړاندې د عملیاتو وروسته، وسله وال په ګاونډي افغانستان کې صوبو ته وتښتېدل.

محسود په خپل وروستي کتاب "انقلاب محسود" کې اعتراف وکړو چې په تیرو څو کلونو کې د پولې په اوږدو کې په ګډو عملیاتو کې د تحريک طالبان پاکستان ګڼ شمیر مهم مشران وژل شوي دي.

د استخباراتو یو لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "د دې ډلې کمزوري کيدل په ډرون حملو کې د تحریک طالبان د مشرانو او نورو مهمو کمانډرانو وژنه د متحده ایالاتو له مرستې پرته ممکن نه وو."

د کراچۍ خبریال منیر احمدشاه چې په وسله والو ډلو تمرکز کوي وايي، تحریک طالبان د دوامداره پوځي فشارونو، د لوړ پوړو کمانډرانو د وژلو او نیولو، او داخلي درزونو له کبله دړې وړې شوی ده او قوت يې له لاسه ورکړی دی.

هغه وويل، "د تحریک طالبان لپاره مشکله ده چې نوي ګمارل شوي کسان ومومي ... ځکه چې دې دا وړتيا له لاسه ورکړې چې خلک قانع کړي چې دا د اسلام لپاره جګړه کوي." "وسله والو ګڼ شمير بې ګناه ملکي وګړي وژلي، چې په دې کې د سکول ماشومان او عبادت کونکي شامل دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د پاکستان پوځ ډير ستر کار ترسره کړو.

ځواب