لاهور -- پاکستان د شنبې په ورځ (د جولای په ۲۷ مه) په خپلو وسله والو ځواکونو باندې د دوو مختلفو بريدونو غندنه وکړه او د ترهګرۍ سره يې د جګړې لپاره په خپلې ژمنې ټينګار وکړ.
په قبايلي ضلعې شمالي وزیرستان او بلوچستان صوبه کې په بریدونو کې ۱۰ پوځیان ووژل شول.
د پاکستان پوځ د عامه اړيکو دفتر (آی ايس پي آر) په يو بيان کې وويل، "وسله والو د پولې هاخوا نه" په پاکستاني پوځيانو باندې بريد وکړ او شپږ سرتيري يې ووژل. دغه پوځيانو د پاکستان پولې ته نژدې د شمالي وزیرستان په ګربز سیمه کې ګشت کولو.
آی ايس پي آر په يو بل بيان کې وويل، په بلوچستان کې د وسله والو پر ضد په عملياتو کې نور څلور عسکر وژل شوي دي.
![لس امنيتي کسان، چې په دې انځور کې ښودل شوي، د شنبې په ورځ په بريدونو کې ووژل شول. [آی ايس پي آر]](/cnmi_pf/images/2019/07/29/19198-soldiers-585_329.jpg)
لس امنيتي کسان، چې په دې انځور کې ښودل شوي، د شنبې په ورځ په بريدونو کې ووژل شول. [آی ايس پي آر]
د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وياند محمد خراساني په شمالي وزیرستان کې د برید مسوولیت په غاړه اخيستې دی.
د پاکستان وزير اعظم عمران خان د وژل شويو کسانو د کورنيو سره د خواخوږۍ څرګندونه وکړه او ټويټ يې وکړو، "زه خپلو وسله والو ځواکونو عسکرو ته سلامي وړاندې کوم چې د خپل قوم خوندي ساتلو لپاره په دوامداره توګه د ترهګرو سره په جګړه کې د خپل ژوند قرباني ورکوي."
د پاکستان تحریک انصاف مشر جهانګیر ترين هم دا بریدونه وغندل.
هغه ټويټ وکړو، "دا يو پلان شوي هڅه ده چې د سولې لپاره د پاکستان هڅې کمزورې کړي، خو دښمن باید پوه شي چې دا بزدلانه حملې مونږ خپلې موخې ته د رسیدلو څخه نه شي منع کولې."
بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، چې په پېښور کې د امنیت شنونکی دی، وویل، "پاکستاني پوځیانو د [شمالي وزیرستان] د پاکولو لپاره ډیر عملیات ترسره کړي دي، او دوی تل د وسله والو لخوا وژل شوي دي."
هغه وويل، امنيتي ځواکونه په دغه سيمه کې پرمختګ کوي او او ډېر ژر به کنټرول ترلاسه کړي.