پېښور -- دغه منع شوي ډلې د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۳ مه) تایید وکړو چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) يو لوړ پوړی مشر په افغانستان کې وژل شوی دی.
شهریار محسود، چې د تحریک طالبان پاکستان د وژل شوي مشر حکیم الله محسود نږدې همکار او د هغه وسله والې ډلې مشر و چې د ټي ټي پي برخه ده، د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۲ مه) د افغانستان په کنړ صوبه کې د ريموټ کنټرول په يوې بمي چاودنه کې ووژل شو.
د پاکستان د استخباراتو يو چارواکي، چې د محسود مرګ یې تاييد کړی و، ای اېف پي ته وويل، محسود په ۲۰۱۶ کال کې افغانستان ته تښتیدلی و.
دا په سمدستي ډول روښانه نه وه چې د وژنې تر شا د چا لاس و.
محسود وروسته له هغې ووژل شو کله چې د جنورۍ په ۳۱ مه په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې د تحریک طالبان پاکستان د مشاورتي شورا غړی شیخ خالد حقاني او بل مشر قاري سیف الله پيښوري ووژل شول.
په جون ۲۰۱۴ کال کې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د پاکستاني پوځ لخوا د ضرب عضب عملیاتو له پیل راهیسې، تحریک طالبان درانه زیانونه زغملي دي.
په اسلام آباد کې د امنیتي چارو کارپوه لفټننټ جنرل (ريټايرډ) طلعت مسعود وویل، "د [ټي ټي پي] ډیر مشران افغانستان ته تښتیدلي دي. ډیر لوړ پوړي مشران پټ پاتې شوي او یا وژل شوي دي، چې دا د ترهګرۍ د کمېدو اصلي لامل دی."
هغه وويل، هغه ورځې تيرې شوې کله چې ټي ټي پي یو لوی ځواک ګڼل کیدو، ځکه چې دا نور د امنیتي ځواکونو سره د جګړې په حالت کې نه ده.
هغه وویل، "د ټي ټي پي مشرتابه لا مخکې نه په پاکستان کې ورکه شوې، په داسې حال کې چې دا په افغانستان کې د تيښتې په حالت کې ده. تحریک طالبان پاکستان د ډیرو تلفاتو سره مخ ده، چې زياتره راپور شوي نه دي ... یوازې د دې د مشرانو د وژلو په اړه خبرونه راپورته کيږي."
په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان جنګيالي او ځایي مشران حکومتي ځواکونو ته تسلیميږي، چې دا څرګندوي چې دوی څومره کمزوري دي. په پاکستان کې، په زرګونو طالبان هم د ترهګرۍ د پريښودو نه مخکې تسلیميږي.
په پېښور يونيورسټۍ کې په نړیوالو اړیکو کې د ماسټرۍ ترلاسه کولو زده کونکي نامیر خان وویل، "د شهریار محسود مرګ د تحريک طالبان پاکستان لپاره يو جدي ګوزار دی، او دا به د دې د عام غړيو او موجوده مشرتابه حوصله نوره هم کمزورې کړي."
خان وویل، "د هغه د وژلو خبر -- چې د تحریک طالبان پاکستان لخوا تایید شوی و -- به په افغانستان او پاکستان کې د دې فعالیتونه په دوامداره توګه متاثره کړي."
هغه وويل، "دا د تحريک طالبان پاکستان دوامداره زوال په ګوته کوي ځکه چې دا د امنیتي ځواکونو سره د جګړې توان نه لري. د تحريک طالبان پاکستان استخباراتي سیسټم له تیرو څو میاشتو راهيسې فعالیت نه کوي، نو ځکه د دې غړي وخت پر وخت وژل شوي دي."
په پېښور کې میشت امنیتي شنونکی خادم حسین وویل، په ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې د متحده ایالاتو په برید کې د تحریک طالبان پاکستان د مشر ملا فضل الله وژلو او وخت پر وخت د هغوی د نورو کمانډرانو وژلو د دې ډلې جنګیالیان په پټیدو مجبوره کړي دي.
هغه وويل، "دې خپله جنګي جذبه له لاسه ورکړې او اوس د عامه ترهګرۍ د خپرولو لپاره په بمي چاودنو او ځانمرګو بریدونو تکیه کوي. نور خلک د تحریک طالبان پاکستان مرسته نه کوي وروسته له دې چې پوه شول چې دا د خلکو رښتینی دښمن دی."
هغه وویل، دا خيال چې د تحریک طالبان پاکستان مطلب دا و چې يو اسلامي حکومت جوړ کړي او اسلامي ارزښتونو ته وده ورکړي، يوه ټوکه پاتې شوې ځکه چې د دې فعالیتونه د دیني لارښوونو خلاف وو. هغه زیاته کړه چې د تحریک طالبان پاکستان د جنګیالیو عملونو د پاکستان او افغانستان د پولې دواړو خواو خلکو کې غوسه رامنځته کړې ده.
سم خبرونه دي
ځوابتبصرې 1