تروريزم

د تحریک طالبان پاکستان د جګپوړو وسله والو نیول د اورپکۍ پر وړاندې دوامداره بریا په ګوته کوي

د ضياء الرحمان لخوا

د کراچۍ پولیس د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په مياشت کې امنیتي دندې ترسره کوي. په کراچۍ کې د تحریک طالبان پاکستان د مهم مشر وروستي نیول د ترهګريزو ډلو د له منځه وړلو لپاره د پاکستاني چارواکو هڅې په ګوته کوي. [ضیاء الرحمان]

د کراچۍ پولیس د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په مياشت کې امنیتي دندې ترسره کوي. په کراچۍ کې د تحریک طالبان پاکستان د مهم مشر وروستي نیول د ترهګريزو ډلو د له منځه وړلو لپاره د پاکستاني چارواکو هڅې په ګوته کوي. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- امنيتي چارواکي وايي چې په کراچۍ کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د مهم مشر وروستي نیول د ترهګريزو ډلو د له منځه وړلو لپاره د صوبايي قانون پلي کوونکو ادارو هڅې په ګوته کوي.

د سیند رینجرو د جنورۍ په ۱۵ مه په غربي کراچۍ کې په چهاپو کې هغه دوه وسله وال ونيول چې د ټي ټي پي د سوات څانګې سره يې تړاو لرلو.

د نیم پوځي ځواکونو یو ویاند وویل، "نیول شوي وسله وال -- راشد عرف خان بابا او اسماعیل عرف چپس واله -- د خېبر پښتونخواه په سوات کې پولیسو ته په دغه دره کې د ترهګریزو فعالیتونو کې د لاس لرلو له کبله مطلوب وو."

د سیند د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) د دسمبر په ۱۸ مه د کراچۍ د زړې سبزي منډۍ په سيمه کې رحمت علي، چې د خېبرپښتونخواه په بونیر ضلعه کې د تحريک طالبان پاکستان مهم کمانډر و، هم ونیولو.

د مدني ټولنې فعالان د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په مياشت کې په پېښور کې په آرمي پبلک سکول کې د ټي ټي پي ډله ایزې وژنې پنځم تلین د لمانځلو په دوران کې د ټي ټي پي د ظلمونو پروړاندې احتجاج کوي. دې له ۱۵۰ نه زيات کسان ووژل، چې زياتره پکې د سکول ماشومان وو. [ضیاء الرحمان]

د مدني ټولنې فعالان د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په مياشت کې په پېښور کې په آرمي پبلک سکول کې د ټي ټي پي ډله ایزې وژنې پنځم تلین د لمانځلو په دوران کې د ټي ټي پي د ظلمونو پروړاندې احتجاج کوي. دې له ۱۵۰ نه زيات کسان ووژل، چې زياتره پکې د سکول ماشومان وو. [ضیاء الرحمان]

د سي ټي ډي یو لوړ پوړي چارواکي ملک الطاف وویل، "علي د تحریک طالبان د نورو جنګیالیو سره په بونیر ضلعه کې د ۲۰۰۹ کال د اپريل په مياشت کې په يو چيک پوسټ، چې د نیم پوځي فرنټیر کانسټبلرۍ پرسونل پکې موجود ول، باندې برید وکړو او قبضه يې کړو، چې د یوې میاشتې لپاره د هغوی تر کنټرول لاندې و."

د خېبرپښتونخواه حکومت د علي په سر د ۲ مليونو روپو (۱۲،۹۳۰ امريکايي ډالره) انعام کيښودی و.

د الطاف له مخې، دا چيک پوسټ وروسته له هغې خالي شو کله چې په ملاکنډ ډویژن کې د ټي ټي پي پروړاندې پوځي عملیات پیل شول. که څه هم، علي، د ټي ټي پي د نورو مشرانو په څير، د نيولو نه د بچ پاتې کيدو لپاره افغانستان ته وتښتيدو.

د قانون پلي کونکو ادارو د تیر کال په سپتمبر کې د خېبرپښتونخواه په بونیر ضلعه کې د تروریستي ډلو پروړاندې عملیات پیل کړل.

دا عمليات د اګست په میاشت کې د تحریک طالبان پاکستان د راپورته کیدو د راپورونو وروسته پيل شول کله چې د عوامي نیشنل پارټۍ پارلماني غړي سردار حسین بابک د ګواښونو لیکونه خپاره کړل چې د وسله والو لخوا ورته لیږل شوي وو.

په همدغه میاشت کې، د خېبرپښتونخواه پولیسو د ترهګرۍ ضد ادارې په مانسهره ضلعه کې عظيم جان عرف قاري خاکسار ونيولو. عظيم جان د تحریک طالبان پاکستان مهم کمانډر و، چې په ۲۰۰۲ کال کې په کراچۍ کې د وال سټریټ ژورنال خبریال ډينیل پرل په تښتولو او وژلو او همدارنګه په نورو تروریستي فعالیتونو کې ښکيل و.

د سي ټي ډي د مطبوعاتي بیان له مخې، "جان په شنګله ضلعه کې د ټي ټي پي يو فعال غړی و ... هغه کراچۍ ته لاړو چېرته چې هغه د تروریستي ډلې يو مهم غړی و."

دا شبکه دړې وړې شوې ده

د یوې عشرې نه زیاته موده مخکې د دې د جوړیدو راهیسې،تحریک طالبان پاکستان د دوامداره پوځي عملياتو، د لوړ پوړي مشرانو د وژلو او نیولو او داخلي اختلافاتو له کبله کمزوری شوی دی.

د ۲۰۰۷ کال د دسمبر په ۱۴ مه د دې د جوړیدو راهیسې، تحریک طالبان پاکستان د مختلفو جنګیالیو ډلو لپاره د چتر په توګه کار ترسره کړی دی.

په پیل کې دې ډلې د خېبر پښتونخواه او پخوانۍ فاټا په برخو باندې تمرکز وکړو، خو په وروسته کلونو کې یې د هیواد په نورو برخو کې هم خپل نفوذ پراخه کړو.

تحریک طالبان پاکستان د تروریزم او افراطیت د کليدي فعال په توګه راڅرګنده شوه او په یو شمیر تروریستي بریدونو کې ښکيل وه، چې د سکول زده کونکو، عبادت کونکو، د پوليو ضد ډاکټرانو او د قانون پلي کونکو پرسونلو په شمول يې ملکي وګړي په نښه کړل.

که څه هم، پوځي عملیات چې د هیواد په مختلفو سیمو کې ترسره شوي وو، دغه ترهګريزه ډله د زيات حده پورې کمزوري کړه، د طالبانو کنټرول او کمانډ سیسټم یې ویجاړ کړو او د دې فعالیتونو ته یې زيان ورسولو.

په اسلام آباد کې د يوې څيړنيزې موسسې، د سولې د مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټيټيوټ، لخوا د خپور شوي کلني راپور له مخې، په ۲۰۰۹ کال کې، ټي ټي پي بيا هم د بې ثباتۍ لوی عامل پاتې شو او وموندل شوه چې دې په ۸۲ ترهګریزو بريدونو کې لاس لرلو.

په دغه پيښو کې، د خېبر پښتونخواه نه ۶۹ او د بلوچستان نه ۱۳ پيښې راپور شوي وې.

دغه راپور يادونه وکړه، ټي ټي پي ډير زیانونه ترلاسه کړي دي ځکه چې په ۲۰۱۹ کال کې د دې ډلې ډیر مشران او غړي ووژل او ونیول شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500