تروريزم

د تحریک طالبان پاکستان د کراچۍ د کمانډر نیول د تروريستي ډلې لپاره يو "لوی ګوزار" ګڼل کيږي

د ضياء الرحمان لخوا

پولیس د جون په ۱۰ مه په کراچۍ کې خپلې دندې ترسره کوي. [ضیاء الرحمان]

پولیس د جون په ۱۰ مه په کراچۍ کې خپلې دندې ترسره کوي. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- په دې وروستيو کې په کراچۍ کې د تحریک طالبان پاکستان د لوړپوړي کمانډر نیول د تروریستي ډلې د روانو فعالیتونو لپاره يو "لوی ګوزار" ګڼل شوی دی.

ملک الطاف، چې د سیند صوبې د ترهګرۍ ضد ادارې يو سينير افسر دی او د دغه برید مشري یې وکړه، وويل، جان عالم د پښتنو په سيمه کې په فرنټیر کالونۍ کې د کرايي په کور کې اوسيدو او پلان يې لرلو چې په ښار کې ترهګریز فعالیتونه ترسره کړي کله چې هغه د جون په ۳ مه ونیول شو.

الطاف وویل، "په ناوړه جرمونو کې د عالم د ښکيلتيا له امله، په ځانګړي توګه په کراچۍ کې د ترهګرۍ پرضد د پولیسو د مهمو افسرانو د وژلو پلان جوړول، قانون پلي کونکو ادارو له څو کلونو راهیسې د هغه تعقیب کولو."

هغه وویل، "د هغه نیول د تحريک طالبان پاکستان لپاره يو لوی ګوزار دی، کوم چې له مخکې نه د خپلو ډیرو مشرانو د وژلو او نيولو او داخلي ګډوډیو وروسته کمزوری شوی دی."

په کراچۍ کې د عوامي نیشنل پارټۍ (ای اين پي) مشران په اکتوبر ۲۰۱۹ کال کې په فوټبال ټورنامنټ کې برخه اخلي چې د ای اين پي د پخواني مشر امیر سردار په نوم نومول شوی و. هغه په ۲۰۱۲ کال کې د تحريک طالبان پاکستان لخوا وژل شوی و. [ضیاء الرحمان]

په کراچۍ کې د عوامي نیشنل پارټۍ (ای اين پي) مشران په اکتوبر ۲۰۱۹ کال کې په فوټبال ټورنامنټ کې برخه اخلي چې د ای اين پي د پخواني مشر امیر سردار په نوم نومول شوی و. هغه په ۲۰۱۲ کال کې د تحريک طالبان پاکستان لخوا وژل شوی و. [ضیاء الرحمان]

عالم تحقیق کونکو ته وویل چې هغه په ۲۰۱۸ کال کې د شير بهادر، چې د هغه نه مخکې کمانډر و، د وژلو نه وروسته د کراچۍ لپاره د تحريک طالبان پاکستان د مشر ملا فضل الله لخوا د کراچۍ لپاره د ټي ټي پي د کمانډر په توګه ټاکل شوی و.

فضل الله پخپله په دغه کال په افغانستان کې په یو هوایي برید کې ووژل شو.

د سي ټي ډي د تحقيقاتي راپور له مخې، "په افغانستان کې د خپلې استوګنې پرمهال، چیرې چې د تحریک طالبان زياتره مشران او کمانډران پټ شوي دي چې په پاکستان کې د نیول کیدو نه ډډه وکړي، عالم د پريشر ککر بمونو، ټینس بال بمونو او د موټرسایکل په واسطه ځای پر ځای شوي چاودیدونکي توکو وسيلو په جوړولو کې روزنه ترلاسه کړې وه."

د عالم نيول په ښار کې د تحريک طالبان پاکستان او نورو وسله والو ډلو، د داعش د خراسان څانګې او په برصغير هند کې د القاعدې (آقس) په ګډون، په وړاندې د عملياتو يوه برخه وه.

د کراچۍ د پولیسو د ځانګړيو تحقیقاتو يونټ (اېس آی يو) او وفاقي استخباراتي ادارو د اپرېل په ۱۹ مه په ګلستان جوهر سيمه کې په ګډه يوه چهاپه ووهله، چې د آقس څلور وسله وال يې پکې ونيول.

نیمه پوځي رینجرو او سي ټي ډي د اپرېل په ۱۷ مه د کراچۍ په لویدیځ ضلعه کې په عملیاتو کې هم دوه کسان ونيول، چې شک پرې کيږي د لشکر جهنګوي غړي دي.

د جنورۍ په مياشت کې، نیم پوځي رینجرو او سي ټي ډي د اورنګي ټاون په سیمه کې د تحريک طالبان پاکستان دوه مطلوب مشکوک وسله وال ونیول، چې له تیرو نهو کالو راهیسې د قانون پلي کونکو ادارو نه پټ شوي وو.

د پولیسو پر افسرانو او سیاسي شخصیتونو بریدونه

عالم په ځانګړې توګه د کراچۍ په لویدیځ ضلعه کې په ګڼ شمير ترهګریزو فعالیتونو کې ښکيل و. د کراچۍ لويديځ ضلعه هغه سیمه ده چې تر هغه وخت پورې د تحريک طالبان پاکستان يو پياوړی مرکز و کله چې په سپتمبر ۲۰۱۳ کال کې امنیتي عملیات پیل شول.

د سي ټي ډي د راپور له مخې، هغه د ترهګرۍ پرضد د پولیسو د دوو مهمو افسرانو، شفیق تنولي او بهاوالدین بابر، او د نورو پولیسو منسوبينو د وژلو پلان جوړ کړی و.

تنولي، چې په يو څو ځانمرګو او د ټوپک په بریدونو کې بچ پاتې شوی و، په اپریل ۲۰۱۴ کال کې د زړې سبزي منډۍ په سیمه کې په یو ځانمرګي برید کې وژل شوی و. بابر په دسمبر ۲۰۱۳ کال کې په میټروویلي سيمه کې وژل شوی و.

د چارواکو له مخې، د عالم نیول د سي ټي ډي د مشن یوه برخه وه څو هغه کېسونه حل کړي کوم چې په تیرو وختونو کې، په ځانګړي توګه په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کال کې، د ترهګرۍ او د پولیسو افسرانو د وژلو سره تړاو لري.

د پوليسو د ارقامو له مخې، په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې، ۱۷۳ او ۱۴۳ پولیس په ځانګړې توګه په لويديځ ضلعه کې د تحريک طالبان پاکستان په لاس په ترتيب سره وژل شوې ول.

په نومبر ۲۰۱۸ کال کې، د سیند پولیسو په کراچۍ کې د قانون پلي کونکو منسوبينو او سیاسي او مذهبي شخصیتونو د هدفي وژلو د مخنیوي لپاره یو ځانګړی ځواک جوړ کړو.

عالم په لويدیځ ضلعه کې د عوامي نیشنل پارټۍ پر ګڼ شمير مشرانو په وژونکو حملو کې هم لاس لرلو.

د سي ټي ډي د راپور له مخې، هغه په ځانګړي توګه د ۲۰۱۳ کال د عمومي ټاکنو په جریان کې په بشير جان، چې د ای اين پي صوبايي سيکريټري جنرل و، باندې د يو څو بريدونو پلان جوړ کړی و. جان په دغه ټولو بريدونو کې ژوندی پاتې شوی و.

د سي ټي ډي راپور وويل، عالم په اګست ۲۰۱۲ کال کې په لويديځ ضلعه کې د عوامي نيشنل پارټۍ د صدر امیر سردار د مرګ مسؤليت لرلو.

مجاهد خان، چې د عوامي نيشنل پارټۍ کارکونکی دی او په ۲۰۱۳ کال کې د تحریک طالبان پاکستان په برید کې ژوبل شوی و، وويل چې د عالم نیول به د قانون پلي کونکو ادارو سره نه یوازې په سیمه کې د سولې په ټینګښت کې مرسته وکړي بلکې په ښار کې د بيرته منظم کيدو لپاره د دې تروریستي ډلو هڅو ته به زیان هم ورسوي.

خان وویل، "د سپتمبر ۲۰۱۳ کال راهیسې، کله چې د قانون پلي کونکو ادارو د وسله والو ډلو پرضد عملیات پیل کړل، تحريک طالبان پاکستان ځواک له لاسه ورکړی دی ځکه چې په کراچۍ کې د دې ډیر مشران او غړي وژل شوي یا نیول شوي دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500