امنیت

امنیتي ځواکونو په بونیر کې وروسته له هغې عملیات پیل کړل کله چې طالبانو ځایی خلکو ته ګواښ وکړ

د جاويد خان لخوا

په دې تصوير کې چې په ۲۰۱۸ کال کې د می په ۱۸ مه اخیستل شوی دی، یو موټرسایکل چلونکې په وادي سوات کې د بونیر د ځنګلي سیمې نه تیریږي. [فاروق نعیم/ ای اېف پي]

په دې تصوير کې چې په ۲۰۱۸ کال کې د می په ۱۸ مه اخیستل شوی دی، یو موټرسایکل چلونکې په وادي سوات کې د بونیر د ځنګلي سیمې نه تیریږي. [فاروق نعیم/ ای اېف پي]

پېښور -- پولیسو او نورو امنیتی ځواکونو وروسته له هغې د ملاکنډ ډویژن په بونیر ضلعه کې عملیات پیل کړل کله چې په دې وروستیو هفتو کې ترهګرو ګواښونکي لیکونه ځايي خلکو ته واستول.

په ۲۰۰۹ کال کې په پوځي عملياتو کې د ماتې نه مخکې، ترهګرو په ملاکنډ ډویژن کې ګڼ شمیر سیمې تر خپل کنټرول لاندې لرلې.

د خېبر پښتونخواه د پولیسو انسپکټر جنرل (آی جي پي) محمد نعیم خان د دوشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۱۶ مه) وویل، "د پولیسو او پوځ ګډ عملیات د ایلم په لويې غريزه سیمه کې روان دي."

هغه زیاته کړه چې د پوځ ځانګړي خدماتي ډلې او د خېبرپښتونخوا د پولیسو ایلیټ ځواک دغه عملیات ترسره کوي.

د پولیسو افسران د ۲۰۱۷ کال په دې تصوير کې چاودیدونکي توکي او مهمات ښیې چې دوی په پیښور کې له ترهګرو څخه ضبط کړي ول. د خېبرپښتونخواه پولیسو په بونیر کې د ترهګرو پر ضد عملیات پیل کړي دي، چې د اګست په میاشت کې يې ځایی اوسیدونکو ته ګواښونکي لیکونه استولي وو. [جاوید خان]

د پولیسو افسران د ۲۰۱۷ کال په دې تصوير کې چاودیدونکي توکي او مهمات ښیې چې دوی په پیښور کې له ترهګرو څخه ضبط کړي ول. د خېبرپښتونخواه پولیسو په بونیر کې د ترهګرو پر ضد عملیات پیل کړي دي، چې د اګست په میاشت کې يې ځایی اوسیدونکو ته ګواښونکي لیکونه استولي وو. [جاوید خان]

خان وویل، "د استخباراتي راپورونو وروسته، ټولې شکمنې سیمې په نښه شوې او په بشپړ ډول یې لټوي."

هغه زياته کړه، "پولیس او نور امنیتي ځواکونه ژمن دي چې د سولې خپله موخه ترلاسه کړي."

په پېښور کې میشت خبریال نثار محمود وویل، "دا ګډ عملیات تر اوسه پورې ښه روان دي، که څه هم يو ترهګر هم نه دی وژل شوی."

البته، "دا د حکومت او د دې ځواکونو اراده ښیي چې دا ډله له منځه يوسي، مخکې له دې چې دا سیمه ایز ملاتړ ترلاسه کړي." محمود زیاته کړه چې د امنیتی ځواکونو لخوا د اقداماتو نه وروسته د سیمې په اوسیدونکو کې د امنیت احساس زيات شوی دی.

وسله وال ګواښونه

په بونیر کې د ترهګرو شتون د اګست په نیمایۍ کې هغه وخت څرګند شو کله چې د تحریک طالبان پاکستان کمانډر عزیز الرحمان د بونیر نه د خېبرپښتونخواه اسمبلۍ غړي سردار حسین بابک ته ګواښونکي لیکونه واستول.

بابک وویل، "ما د لوی اختر په ورځ د سیمه ایز وسله وال کمانډر نه یو ګواښونکې لیک ترلاسه کړو."

هغه وویل، دا لیک چې په پښتو ژبه کې د رحمان لخوا لیکل شوی وو، نورو ډيرو کسانو ته هم لیږل شوی دی.

په دې لیک کې ټولو ترلاسه کونکو ته اخطار ورکړی شوې وو چې د طالبانو اطاعت وکړي او یا د برید سره مخ شي. دې زیاته کړه چې ټي ټي پي به د هغه کسانو په وړاندې هدفي وژل، بمي چاودنې او نور تاوتریخوالی بیا پیل کړي کوم چې د پولیسو، پوځ او حکومت ملاتړ کوي.

ژورناليسټ محمود وویل، "دا به د حکومتي ځواکونو لپاره ستونزمنه نه وي چې هغه يو څو ترهګر له منځه يوسي کوم چې په دې وروستيو هفتو کې په بونیر ضلعه کې راپورته شول."

هغه وویل، په ملاکنډ ډويژن کې د سوات او شانګله ضلعې او په مردان ډويژن کې د صوابۍ او مردان ضلعې د بونیر نه چارچاپيره موقعيت لري. ایلم غر د سوات ضلعې سره هم ملاو دی.

محمود وویل، "مختلف کسانو ته وروستي لیکونو په ځایی خلکو کې یو ډول ویره خپره کړې ده." هغه زياته کړه چې حکومت د سولې د بحاليدو لپاره خپلې هڅې پیل کړي او امید لرو چې دا ستونزه به ژر حل شي.

نعيم الرحمان، چې د سوات ضلعې د منګورې اوسيدونکی دی او ۴۳ کاله عمر لري، وويل، "مخکې له دې چې د ملاکنډ ډویژن په نورو ضلعو کې ویره او ګواښونه خپاره شي، په بونیر کې د سولې د يقيني کولو لپاره ګړندي اقدامات ضروري دي."

هغه وویل، امنیتي ځواکونو په تیرو څو کلونو کې په ملاکنډ کې د سولې په راوستلو کې خورا ښه کار ترسره کړی دی.

رحمان وویل، "هیچا ته باید اجازه ورنه کړل شي چې په سیمه کې سولې ته ګواښ وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

علم نه بلکې ايلم د غرونو سلسله ده۔

ځواب