انرجي

د افغان صوبې اوسېدونکي په ایران تور لګوي چې د اوبو د شخړې له کبله یې بريښنا بنده کړې

د عمر لخوا

د ایراني رژیم لخوا د افغانستان هرات صوبې ته د بجلۍ ناڅاپي کمي په هرات ښار کې ویجاړونکی اغیز لري. په هرات صنعتي ښار کې ډېرې فکيټرۍ د اګست له پېل راهیسې عملیاتو بندولو ته اړ شوي، چې په پایله کې یې په زرګونو کسان بېکاره شوي دي. د بجلۍ کمي د عادي اوسیدونکو ژوند هم ګډوډ کړی، کوم چې په ګرم اوړي کې د یخ پاتې کېدو لپاره له ستونزو سره مخ دي. [عمران/سلام ټایمز]

هرات، افغانستان -- د ایران حکومت د افغانستان هرات صوبې ته د چمتو شوي بریښنا اندازه په ناڅاپي توګه کمه کړې، چې فيکټرۍ يې نه يوازې دې ته اړ کړي چې خپل عملیات ودروي بلکې د اوړي په ګرمۍ کې يې ورځنی ژوند هم نا آرامه کړی.

د ایران او افغانستان ترمنځ د شوي تړون له مخې، ایران مکلف دی چې دغه صوبې ته شاوخوا ۱۲۰ میګاواټه برېښنا ورکړي.

خو د اګست له ۸ مې نېټې راهيسې، ايران بريښنا ۳۰ میګاواټو ته راکمه کړې ده.

د هرات د صنایعو او کانونو د خونې چيرمين حمیدالله خادم وویل، په​ هرات صنعتي ښار ​ کې تولیدات ۷۰ فيصده کم شوي دي.

د اګست په ۱۶مه په هرات صنعتي ښار کې د خوراکي توکو د پروسس کولو په فيکټرۍ کې مشینونه بند ولاړ دي وروسته له دې چې ایراني رژیم په ناڅاپي ډول د افغانستان هرات صوبې ته بریښنا کمه کړه. [عمران/سلام ټایمز]

د اګست په ۱۶مه په هرات صنعتي ښار کې د خوراکي توکو د پروسس کولو په فيکټرۍ کې مشینونه بند ولاړ دي وروسته له دې چې ایراني رژیم په ناڅاپي ډول د افغانستان هرات صوبې ته بریښنا کمه کړه. [عمران/سلام ټایمز]

هغه وویل، "ایران هرات ته د ورکړل شوي بریښنا په کمولو سره د تړون سرغړونه کړې ده. دې په تېرو وختونو کې یې د څه همغږۍ نه بغير هم دا کار کړی دی، چې د هرات صنعت او خلکو ته يې لوی زیانونه رسولي دي."

هغه د چمتو شوي بجلۍ پخوانۍ کچې ته په اشارې سره وویل، "له ایران څخه د وارد شوي بریښنا څخه ۱۰۰ میګاواټه [د ۱۲۰ میګاواټو څخه] د صنعتي ښار لپاره بريښنا چمتو کوي."

اوس صنعتي ښار باید بريښنا ته اړتیا لري کله چې ټوله صوبه یوازې ۳۰ میګاواته ترلاسه کوي.

د خادم په وینا، بريښنا ځینې وختونه له خبردارۍ پرته بنديږي.

هغه زیاته کړه، هرکله چې بريښنا بنده شي، د فيکټريو مشینونه کار پريږدي، چې په پایله کې یې په هره فيکټرۍ کې تر ۱۰۰۰۰ ډالرو (۸۴۵۰۰۰ افغانیو) پورې زیانونه رامنځته کیږي. په صنعتي ښار کې، ۴۰۰ فيکټرۍ هره ورځ زیانونه ترلاسه کوي."

خادم وویل، د دې ستونزو له امله، په صنعتي ښار کې په ۳۰۰۰۰ کې ۲۰۰۰۰ کارګرانو خپلې دندې له لاسه ورکړي.

نیک محمد الهامي، چې په هرات صنعتي ښار کې د پلاستيکو فيکټري چلوي، وویل چې د هغه د فيکټرۍ عملیات د بجلۍ د بندېدو له امله په ټپه ولاړ دي، چې د هغه نږدې ۱۵۰ کارکوونکي یې بې کاره کړي.

"موږ په صنعتي ښار کې د ملیونونو ډالرو سرمايه کاري کړې، خو اوس دا د بریښنا د کمي له امله په غير يقيني حالت کې ده."

هغه وویل، "د بريښنا په بندولو سره، ایران هڅه کوي چې افغان صنعتونه دې ته مجبور کړي چې بهر ته لاړ شي."

هغه زیاته کړه، "کله چې بریښنا بنده شي، خام توکي په مشینونو کې دننه بندې پاتې شي او ضایع شي. موږ د مشینونو خلاصولو او موادو رایستلو لپاره ډېرې پېسې لګوو."

الهامي وویل، که د بریښنا مسله حل نه شي، نو د صنعتي ښار فيکټرۍ به عملیات ودروي، چې په پایله کې به یې په زرګونه کسان دندې له لاسه ورکړي.

د کورني تولید بندېدل

د صنعتي ښار یو څو فيکټرۍ د ډیزلو جنريټرو په کارولو سره عملیاتو ته دوام ورکوي.

په هرات صنعتي ښار کې د خوراکي توکو فيکټرۍ د تولید مدیر غلام جېلاني وویل چې هغه د ډیزلو جنريټرو په کارولو سره په خپله فيکټرۍ کې د تولید په پنځو مشينونو کې یوازې یو فعال ساتلی دی.

هغه وویل، "موږ له ایران څخه د بجلۍ په رسد کې د کمي له امله د بريښنا له جدي کمي سره مخ یو." هغه زیاته کړه چې ایران دا کار د مخکینۍ خبرتیا پرته ترسره کړی دی.

هغه زیاته کړه چې د میلیونونو افغانیو خام مواد د تولید په دوران کې ضایع شوي دي.

"د بریښنا په بندېدو سره، زموږ تولید ۷۰ فيصده کم شوی، نو موږ نشو کولی د خپلو پیرودونکو غوښتنې پوره کړو."

هغه زیاته کړه، "هره ورځ په بازار کې لږ کورني محصولات پلورل کیږي. د ايران څخه وارد شوي محصولات د هغوی په ځای خرڅيږي."

هغه زیاته کړه چې د هغه یو سل پنځوس کارکوونکي د برېښنا د اوسني حالاتو له امله بې کاره شوي دي.

عزیزالله، چې د یو شپږ کسیزه کورنۍ ډوډۍ ګټونکی دی چې په هرات صنعتي ښار کې د خوراکي توکو په فيکټرۍ کې کار کوي، د بریښنا د کمي په جریان کې د کار کولو توان نه لري.

هغه وویل، "هغه شرکت چې زه پکې کار کوم د بریښنا د کمي له امله ۸۰ فيصده تولید کم کړی. د دې ډېر کارمندان، پشمول زما، بې کاره شوي دي. که موږ کار ونه کړو، نو موږ پیسې نه ترلاسه کوو."

هغه وویل، "زما د عاید یوازینۍ سرچینه دا فيکټري ده. که دا حالت اوږدمهاله دوام ومومي، نو زه به له اقتصادي ستونزو سره مخ شم."

د ایران د رژیم 'غچ'

د هرات اوسیدونکي وايي، د ایران رژیم د بجلۍ رسد کم کړی ځکه چې د هلمند سیند څخه ایران ته د اوبو جریان کم شوی.

ایراني چارواکو د روان کال په پېل کې په خپلو افغان سیالانو تور ولګوو چې ایران ته یې د هلمند ​د "اوبو د حق" په ورکولو کې خپل مسوولیتونه نه دي پوره کړي​.

د هرات ښار یو اوسیدونکي، ۳۱ کلن، نسیم هاشمي، وویل، "ایران هرات ته د برېښنا رسد کم کړی ځکه چې دې د هلمند سیند څخه اوبه ترلاسه نه کړې، خو د برېښنا واردات د هلمند سیند له اوبو څخه یوه مختلفه مسله ده."

"موږ ایران ته د هغې د برېښنا لپاره پیسې ورکوو، خو دا له افغانستان څخه وړیا اوبه غواړي."

هغه زیاته کړه، "له کلونو راهیسې، ایران د هلمند له سیند څخه د هغه مقدار په پرتله ډېرې وړیا اوبه ترلاسه کړې چې موافقه پرې شوې وه، خو سږ کال لږې اوبه شتون لري، او حتی افغانان د وچکالۍ له امله د سختو اوبو له کمي سره مخ شوي دي."

"د افغان بزګرانو د اړتیاوو د حل لپاره اوبه نشته، خو ایران اوبه غواړي."

یو بل اوسېدونکي، عبدالرحیم قاني، چې ۲۵ کاله عمر لري، وویل، "که څه هم ایران له افغانستان سره تړون لري، هر کال په اوړي او ژمي کې هرات ته د برېښنا صادرات ودروي، کله چې د برېښنا تقاضا لوړه وي."

"ډېر وختونه په هسپتالونو، سوداګریزو مرکزونو او د استوګنې په سیمو کې بريښنا شتون نلري، چې ... په ګرم یا یخ موسم کې -- ډېرې ستونزې رامینځته کوي."

"د ایران د حکومت لخوا د برېښنا د رسد بندول یو ډول انتقام دی چې د افغانانو نه يې اخلي. هغه زیاته کړه، د وچکالۍ له امله، د هلمند سیند اوبه ایران ته نه رسېږي، خو د ایران حکومت​ یا په ایران کې افغان کډوالو ته سزا ورکوي او یا برېښنا بندوي​."

قاني وویل، د ایران له حکومت څخه باید وغوښتل شي چې د برېښنا د کمي له امله د رامنځته شويو زیانونو تاوان افغانانو ته ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500