روغتیا

له ایران څخه قاچاق شوي بې کیفیته درمل په افغانستان کې د خطر لامل کيږي

د عمر لخوا

په وروستیو میاشتو کې هرات صوبې ته د تر وخت تېر، ټیټ کیفیت لرونکو او جعلي ایراني درملو قاچاق زیات شوی چې په ټول افغانستان کې یې روغتیايي خدمات زیانمن کړي دي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات، افغانستان -- په وروستیو میاشتو کې هرات صوبې ته د تر وخت تېر، ټيټ کيفيت لرونکي ​او جعلي ایراني درملو قاچاق​ په ټول افغانستان کې زیات شوی چې روغتیايي خدمات یې زیانمن کړي دي.

د افغانستان په لوېدیځه سیمه کې د فارماسستانو د اتحادیې په وینا، د هرات په بازارونو کې تر نیمايي ډېر درمل یا هم تاريخ تېر دي او یا هم ټیټ کیفیت لري او ​د قاچاق وړونکو له خوا په غیر قانوني ډول راوړل شوي دي​‌.

د اتحادیې مشر عبدالکریم شیرزاد وویل، "د ایراني جوړ شويو، ټیټ کیفیت لرونکو درملو یوه لویه زېرمه د غیرقانوني لارو هېواد ته داخلیږي، او نور د [قاچاق وړونکو] لخوا د رشوت ورکولو وروسته د سرحدي کسټمز افسرانو له لارې راځي."

هغه وویل، "قاچاق وړونکي په ډېر فعاله توګه هره ورځ لسګونه ډوله ټیټ کیفیت لرونکي درمل بازار ته واردوي." هغه زیاته کړه، دغه درمل "د کیفیت د تضمین له معاینې څخه پرته بازار ته داخليږي".

یو کارمند د اګست په ۲ مه د هرات ښار په یوه فارميسۍ کې درمل ذخیره کوي. [عمر/سلام ټایمز]

یو کارمند د اګست په ۲ مه د هرات ښار په یوه فارميسۍ کې درمل ذخیره کوي. [عمر/سلام ټایمز]

هغه زیاته کړه، "ناقص درمل د سختو سیمو له لارې واردیږي او د میاشتو لپاره په صحراګانو او غرونو کې په ګرم او يخ درجه حرارت کې ساتل کیږي پداسې حال کې چې [قاچاق وړونکي] روغتیایي لارښوونې له پامه غورځوي."

شیرزاد وویل، په افغانستان کې زیاتره ټیټ کیفیت لرونکي او تاريخ تېر درمل له ایران څخه واردیږي او نور یې له پاکستانه راوړل کیږي.

هغه زیاته کړه، "له ایران څخه وارد شوي تاريخ تېر او ټیټ کیفیت لرونکي درمل په هغه هېواد کې نه کارول کېږي، بلکې په پېچلو او ناپېژندل شویو نومونو تولیدېږي او افغانستان ته صادرېږي."

د افغانستان د درملو صنعت ته زیان رسوي

په هرات کې لسګونه درمل جوړونکي شرکتونه په قانوني توګه فعالیت کوي، چې له مختلفو هېوادونو څخه کیفیت لرونکي او په ليبارټرو کې ازمویل شوي درمل واردوي او شاوخوا ۱۲۰ ډوله درمل او مختلف طبي وسایل جوړوي.

په هرات ښار کې د درمل جوړولو شرکت د هرات-وردک فارما مشر محمد ویس سهاک وویل، راجستر شوي شرکتونه چې د میلیونونو ډالرو سرمايه کاري یې کړې ده، له ګاونډیو هېوادونو څخه د درملو د قاچاق له امله له جمود سره مخ دي.

هغه وويل، زياتره ايراني جوړ شوي درمل د نورو توکو په څېر غلط نومونه لري او د کسټمز له لارې واردېږي.

سهاک وويل، "د کسټمز ګڼ شمېر کارکوونکي بې شکه همکاري کوي او ​ښايي له قاچاق وړونکو سره شريک وي​." هغه زياته کړه چې کرپشن د کسټمز په سکټور کې يوه لويه اندېښنه ده.

"موږ په هر وارد شوي توکي د کسټمز محصول ورکوو. خو، قاچاق وړونکي بې کیفیته درمل د کسټمز محصول له ورکړې پرته واردوي." "د داسې وضعیت دوام به د درملو واردونکو شرکتونو عملیات له خطر سره مخامخ کړي او د دوی سرمايه کاري به له لوړ خطر سره مخ کړي."

د هرات په صنعتي ښار کې د سینا فارما د درملو د فيکټرۍ ډپټي ډايريکټر احمد فرید رووفي وویل، د جعلي او ټیټ کیفیت لرونکو درملو واردولو په سوداګرۍ منفي اغیزه کړې ده.

هغه وويل، "موږ ۱۱۰ ډوله درمل توليدوو، خو هره ورځ ورته [ټيټ کيفيت لرونکي] درمل بازار ته داخليږي." "دې زموږ د محصولاتو د اعتبار په اړه پوښتنې راپورته کړې."

رووفي وويل، "د ټیټ کیفیت درمل په خورا ارزانه بیه شتون لري. زموږ د لوړ کیفیت درمل د دوی سره د نرخ په اړه مقابله نشي کولی." هغه زياته کړه، دې وضعيت د ده د شرکت فعاليتونه زيانمن کړي دي‌.

د هرات په صنعتي ښار کې د هري فارما درملو د فيکټرۍ مشر عبدالبصیر واعظي وویل، فيکټري یې د بې کیفیته درملو د غیر عادلانه سیالۍ له امله د تولید کمولو ته اړ شوه.

د پایلې په توګه، هغه د خپلو کارمندانو شاوخوا ۴۰ فيصده برخه ګوښه کړه.

هغه وويل، "موږ د لوړ کيفيت درمل توليدوو، خو د بې کيفيته درملو ​وېش په بازار کې زموږ د محصولاتو پر پلور اغېز کړى دى​‌‌.""[پیرودونکي] ​د اقتصادي ستونزو له امله ارزان درمل اخیستل غوره کوي​."

هغه وویل، "په داسې حال کې چې موږ کولای شو هره ورځ ۴۶ ډوله درمل تولید کړو، خو د بازار د نشتوالي او د دویمې درجې وارد شويو درملو د شتون له امله موږ خپل تولید ډېرو لږو ډولونو ته محدودوو."

روغتیايي خطرونه

ډاکټران وايي، له ایران څخه ناقص او جعلي درمل هم د ناروغانو روغتیا له خطر سره مخامخ کوي.

په هرات ښار کې د داخلي درملو متخصص محمد داود یارمند وویل، "له بده مرغه، د هرات په درملتونونو کې ډېر ټیټ کیفیت لرونکي درمل شتون لري او ډاکټران یې هره ورځ ناروغانو ته نسخه ورکوي."

یارمند خبرداری ورکړو چې ټیټ کیفیت لرونکي یا تاريخ تېر درمل خطرناک دي او د ناروغانو د مړینې لامل کېدې شي.

هغه وویل چې دا غیر مناسب درمل "درملنه نه کوي بلکې د ناروغانو عمومي روغتیا ته زیان رسوي او ... ممکن د نورو ناروغیو لامل شي."

د هرات ښار اوسېدونکي ۵۴ کلن عبدالعزيز نيازي وويل چې هغه خپل زوى، چې د زړه په ناروغۍ اخته و، څلور ځله ډاکټر ته بوتلو، خو د درملو له ورکولو سره سره يې روغتيايي حالت نه دى ښه شوى.

"زما زوی له تېرو درېو هفتو راهیسې ناروغ دی، او د ډاکټر درملنې هېڅ مرسته نه ده کړې. ډاکټر د لسګونو درملو نسخه ورکړه، خو هر څومره یې چې خوري، ګټه نه ورکوي."

"که چېرې دا درمل کره وو او لوړ کیفیت يې لرلو، نو ولې دا د یوې ساده ناروغۍ درملنه نشي کولی؟" هغه زياته کړه، چې په پام کې لري خپل زوى ډېر ژر د درملنې لپاره پاکستان ته بوځي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500