اقتصاد

په افغانستان کې د بې کارۍ او بې وزلۍ سطحې بې ساري حد ته لوړې شوي دي

د عمران راپور

د طالبانو له خوا د کابل د کنټرول له ترلاسه کولو راهیسې په تېره یوه میاشت کې په افغانستان کې بې کاري او بې وزلي بې ساري سطحو ته لوړې شوي، او سوداګریزو شرکتونو په بېلابېلو برخو کې خپل کارونه ولاړ حالت ته رسولي دي. [عمران/سلام ټایمز]

هرات -- په افغانستان کې په وروستیو اونیو کې بې کاري او بې وزلي بې ساري سطحو ته لوړې شوي، او په ډېرو برخو کې سوداګریز فعالیتونه په بشپړ ډول درېدلي دي.

د ۵۸ کلن حسین علي حسیني په څېر مزدور کارانو لپاره کاري فرصتونه ډېر کم شوي دي. هغه سلام ټایمز ته وویل چې هغه د زمري له وروستیو راهیسې یوه ورځ کار هم نه دی کړی.

حسیني وویل، هره ورځ هغه د سړک پر غاړه ساعتونه انتظار کوي. دغلته نور مزدورکاران د دې لپاره راټولېږي ترڅو د کار لپاره بوتلل شي خو انتظار یې بې فایدې وي.

هغه وویل، «زه هره ورځ د کار لپاره انتظار کوم خو بخت مې ویده دی، او زه د سپکاوي او خفګان احساس کوم،» هغه یادونه وکړه چې د خوراکي توکو قیمتونه ډېر لوړ شوي دی، او ویې ویل، «زه چې وظیفه نه لرم، څنګه کولی شم چې خپلې ۹ کسیزې کورنۍ ته خوراکي توکي برابر او لګښتونه یې پوره کړم؟»

مزدور کاران د وږي په ۱۳مه په هرات ښار کې کار موندلو ته انتظار کوي. [عمران/سلام ټایمز]

مزدور کاران د وږي په ۱۳مه په هرات ښار کې کار موندلو ته انتظار کوي. [عمران/سلام ټایمز]

په هرات کې یوه مزدورکار احمدالله وویل،‌ پخوا معمولا مزدورانو په اونۍ کې لږ تر لږه څو ورځې کار پیدا کاوه.

هغه وویل، «ما به په اونۍ کې څلور ورځې کار کاوه...او هغه زموږ د لګښتونو لپاره کافي وو.»

خو هغه وویل،‌ اوس سخته ده چې په اونۍ کې حتی یوه ورځ کار پیدا کړي.‌

احمدالله وویل، معیاري ورځ مزدوري ۳۰۰ افغانۍ (۳.۵۰ ډالر) ده، خو په دې ورځو کې که هغه ته څوک حتی ۵۰ افغانۍ (۰.۶۰ ډالر) هم ورکړي هغه حاضر دی چې قبولې یې کړي.‌

هغه وویل، «د افغانستان اقتصادي وضعیت د بدترېدلو خوا ته روان دی، او د بې وزلو لپاره دا سختېدونکې ده چې د ژوند څوری وګټي.»

په هرات ښار کې یوه کارکوونکي محمد حسني وویل، په تېرو څو اونیو کې بې کاري او د خوړو او تېلو قیمتونه زیات شوي دي.‌

هغه وویل، «په تېرو درې اونیو کې ما کار نه دی کړی،» او زیاته یې کړه چې هغه له سهار نه تر ماښامه د سړک پر غاړه د کار لپاره انتظار وکړ، خو بریالی نشو.‌

کاري فرصتونه کم شوي دي

په تېره میاشت کې د حکومتي او خصوصي سکتورونو په سلګونو کارکوونکو خپلې وظیفې له لاسه ورکړي، او په زرګونو حکومتي کارکوونکي په هرات کې کار ته له ورتګ څخه ایسار کړای شوي دي.

د هرات د کانونو او صنایعو د خونې رییس حمیدالله خادم وویل، له یوې میاشتې څخه په لږ وخت کې، تر ۳۰۰۰ پورې د خصوصي سکتور کارکوونکیو د هرات صنعتي ښارګوټي کې خپلې وظیفې له لاسه ورکړي دي.

هغه وویل، په لسګونو فابریکو خپل د شپې د شفټ عملیات درولي، او «د شپې د شفټ په سلګونو کارکوونکي له کاره ګوښه کړای شوي دي.»

هغه وویل، د هېواد د مالي سیستم په تزلزل، د بې وزلۍ په زیاتېدلو او د بازار په محدودېدلو سره، د هرات صنعتي ښارګوټي کې د تولیداتو حجم ډېر کم شوی دی.

محمد ناصر عزیزي پنځه کاله د هرات صنعتي ښارګوټي کې د خوراکی توکو په یوه فابریکه کې کار وکړ، خو اوس یې وظیفه له لاسه ورکړې ده.

عزیزي وویل، «موږ تمه لرله چې د جنګ په پای ته رسېدلو سره به سوله او ښېرازي راشي، لاکن اوس چې جنګ تقریبا پای ته رسېدلی، خلک به له لوږې مړه شي.»

هغه اورېدلي وو چې فابریکې نږدې نیمایي کاري ځواک رخصت کړی ځکه چې په ځایي مارکېټ کې تقاضا نشته او د فابریکې مالک نشي کولی دومره ګټه وکړي چې خپل تجارت پرې جاري وساتي.

پېښېدونکی ناورین

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د وږي د ۱۰مې په یوه اعلامیه کې وویل چې افغانستان له یوه پېښېدونکي بشري ناورین سره مخامخ دی. د افغانستان د ۳۸ میلیونو اوسېدونکیو نږدې نیمایي برخه بشري مرستو ته اړتیا لري.

هغه وویل، ۱۸ میلیونه افغانان د ژوندي پاتې کېدلو لپاره سملاسي نړۍ والو مرستو ته اړتیا لري، او یادونه یې وکړه چې د دغه هېواد اوسېدونکي ورځ په ورځ اساسي توکو او خدمتونو ته لاسرسی له لاسه ورکوي.

د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې د سیاسي چارو یوه فعال فیض محمد احراري وویل، د کاري فرصتونو برابرول او د ټولنیزو ستونزو حلول د طالبانو مسؤلیتونه دي.

هغه وویل، «که طالبان له نړۍ والې ټولنې سره خپلې اړیکې نورمالې نه کړي او له افغانانو سره د نړۍ والې ټولنې د مرستو بیا پیل ډاډمن نه کړي، هېواد به له بشري ناورین سره مخامخ شي.»

هغه وویل، په افغانستان کې بې کاري او بې وزلي وار له مخه زیات شوي، او دغه خطر باید جدي ونیول شي.

د هرات ښار اوسېدونکي ولي محمد صدیقي وویل، «طالبان د افغانستان د موجود حکومت په توګه مسؤل دي چې کاري فرصتونه رامنځته او یو سوله ییز ژوند برابر کړي.»

هغه وویل، هغوی باید د نړۍ والې ټولنې غوښتنې قبولې کړي او له نورې نړۍ سره د افغانستان اړیکې بیا پیل کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500