ټولنه

په افغانستان کې د بې وزلۍ او بې کارۍ له امله د ځان وژنې کچه لوړه شوې ده

د عمر راپور

د افغانستان په لوېدیځ کې د روغتیا محلي چارواکو وویل چې په وروستیو میاشتو کې د سخت اقتصادي ناورین او د راتلونکي په هکله د بې باورۍ له امله د افغان ځوانانو او په ځانګړې توګه د نجونو تر منځ د ځان وژنې کچه لوړه شوې ده. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د افغانستان په لوېدیځ کې ډاکترانو او محلي رسنیو وویل چې په وروستیو میاشتو کې د سخت اقتصادي ناورین او د راتلونکي په هکله د بې باورۍ له امله د افغان ځوانانو او په ځانګړې توګه د نجونو تر منځ د ځان وژنې کچه لوړه شوې ده.

طلوع نیوز د چنګاښ په ۲۸مه راپور ورکړ چې، د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کې په ۱۰ ولایتونو کې شاوخوا ۲۷ افغانانو ځانونه وژلي چې ډېرې قربانیانې یې ښځې وې.‌

دغې رسنۍ وویل، د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې، په هرات ولایت کې تر ۱۰۰۰ پورې اوسېدونکیو د ځان وژنې هڅه کړې چې تقریبا ۲۰ کسان په کې مړه شوي دي.‌

د هغو کسانو چې د ځان وژنې هڅه یې کړې نږدې ۷۰٪ ښځې یا نجونې وې.

عبدالرؤف (منځ) چې ۷۵ کاله عمر لري او د نګور له مرګ څخه وروسته یې زوی بندي شوی دی، د چنګاښ په ۳۰مه په هرات ښار کې خپله یوه لمسۍ په غېږ کې کېنولې ده. [عمر/سلام ټایمز]

عبدالرؤف (منځ) چې ۷۵ کاله عمر لري او د نګور له مرګ څخه وروسته یې زوی بندي شوی دی، د چنګاښ په ۳۰مه په هرات ښار کې خپله یوه لمسۍ په غېږ کې کېنولې ده. [عمر/سلام ټایمز]

د هرات د سیمه ییز روغتون سرطبیب ډاکتر محمد عارف جلالي وویل، د هغو کسانو چې ځانونه یې وژلي ۸۵٪ نارینه او ښځینه ځوانان ول چې د ۱۵ او ۲۵ کالونو تر منځ عمرونه یې لرل.

هغه روښانه کړه چې، «د هراتیانو په منځ کې د ځان وژنې ډېره عامه طریقه ځان ته اور اچول، را ځوړندول یا د نشه ییزو توکو اضافي کارول دي.»

هغه وویل، د هرات سیمه ییز روغتون ته په اوسط ډول په ورځ کې له ۵ څخه تر ۷ پورې داسې ناروغان راځي چې د ځان وژنې هڅې یې کړې وي.‌

جلالي وویل، په هغوی کې ډېرو زهري یا کېمیاوي مواد کارولي وو او «زموږ ډاکترانو ژغورلي دي،» او یادونه یې وکړه چې په عمومي توګه دغه ډول ناروغان یا زده کوونکي دي یا د کور مېرمنې دي.‌

هغه زیاته کړه، د پخواني حکومت کارمندان او کارکوونکي چې په ژور خفګان او ذهني ناراحتۍ اخته شوي د هغو خلکو په ډله کې شامل دي چې ځانونه وژني، او ویې ویل چې په هېواد کې د روان وضعیت په ترڅ کې د نهیلۍ سخت احساس غالب دی.

د لوږې او بې وزلۍ زیاتېدل

ادعا کیږي چې ۲۳ کلنې زلیخا چې د دوو ماشومانو مور ده،‌ د چنګاښ په ۲۵مه په هرات ښار کې خپل ځان را وځړاوه. د هغې تخلص نه دی یاد شوی.

د هغې مېړه چې یو مزدورکار وو له څو میاشتو راهیسې یې کار نه وو کړی، او دغه کورنۍ له سختې لوږې سره مخامخ وه. ډېرې شپې به د هغوی ماشومان په لوږه ویده کېدل.

د هغې کورنۍ وویل، دغې ځوانې ښځې نور د بې وزلۍ او بې کارۍ زغم نه درلود او د بې وسۍ احساس یې کاوه، له دې امله یې خپل ژوند پای ته ورساوه.‌

د زلیخا خسر عبدالرؤف چې ۷۵ کاله عمر لري، وویل، «زما د نګور له ځان وژنې څخه وروسته زما زوی بندي کړای شو.»

که څه هم کورنۍ وایي چې زلیخا خپل ځان پخپله وواژه، لاکن پولیس د هغې د مړینې په تړاو د هغې له مېړه څخه څېړنې کوي.

رؤف وویل، «موږ په کورنۍ کې د نفقې ګټلو څوک نه لرو. ژوند ډېر سختېږي، او موږ هېڅ نه لرو چې ویې خورو او ژوندي پاتې شو.»

هغه وویل، «زما زوی یو مزدورکار دی او په تېرو څو میاشتو کې ونه توانېد چې څه کار پیدا کړي. هغوی دومره څه نه لرل چې بېګا ته یې وخوري. د غریبۍ له امله، زما نګور ته عصبي تکلیف پیدا شو.

رؤف وویل، غریبۍ د هغه ژوند هم تریخ کړی دی.

د زلیخا ایندرور صالحې چې ۳۲ کاله عمر لري، وویل، «کله چې زما ورور وظیفه له لاسه ورکړله، د هغه کورنۍ ته ستونزې پیل شوې.»

صالحې د هغو اونیو په هکله د خبرو پر وخت چې په نتیجه کې زلیخا مړه شوله، وویل، «زما ورېندار که څه هم چې په نورو کورونو کې کار ولټاوه خو ویې نشوای کړای چې وظیفه ومومي. د هغوی ستونزې له یوې ورځې څخه بلې ته پسې بدترېدلې.»

هغې زیاته کړله، «زما ورور یو مزدورکار دی او په یوه کرایي کور کې ژوند کوي. هغه د میاشتې ۳۰۰۰ افغانۍ (۳۳ ډالر) کرایه ورکوي. هغه دومره پیسې نشوای ترلاسه کولی چې کرایه پرې ورکړي او د خپلې کورنۍ لپاره خواړه واخلي.»

صالحې وویل، د کور مالک به راتلو او کرایه به یې غوښتله چې د هغې په ورور او ورېندار باندې یې سخت فشار جوړ کړ.‌

د هغې خواښې خدیجې چې ۵۶ کاله عمر لري، وویل، زلیخا به تل ژړل او خفه به وه ځکه چې د هغې ماشومان وږي ول.

هغې وویل، «زما لمسیانو به ټوله شپه د لوږې له لاسه ژړل. هغوی یواځې هغه وخت کولی شوای څه وخوري چې ګاونډیانو به یې ورسره مرسته وکړله.»

د هغې د نګور له مړینې او د خپل زوی له بندي کېدلو څخه وروسته، اوس دا د هغې پر غاړه شوې چې د یادې جوړې د ماشومانو پالنه وکړي.

ډېرو خلکو هیله له لاسه ورکړې ده

د تېر کال په ترڅ‌ کې په زرګونو افغانانو خپلې وظیفې له لاسه ورکړي، او د ښوونځیو بندېدا په میلیونونو افغانې نجونې مجبورې کړي چې په کور پاتې شي.

فعالانو وویل، په کور کې د پاتې کېدلو رواني فشار او هغه هم چې څه کار نه وي، له زغمه وتلی کار دی.

د هرات سیمه ییز روغتون وایي، له یوه کال څخه په لږه موده کې د دغه روغتون د عصبي ناروغیو څانګې ته نږدې ۸۰۰۰۰ ناروغان د تداوۍ لپاره ورغلي دي.

له دغه شمېر څخه، ۴۰٪ زده کوونکي او پخواني حکومتي کارمندان ول.

په هرات کې د حسن حکیمي په نامه یوه فعال وویل،‌ روانو سختو حالاتو ډېر افغان ځوانان نهیلي کړي ځکه چې هغوی له یوه نامعلوم راتلونکي سره مخامخ دي.

هغه وویل، «ډېر ځوانان چې په شوق سره یې خپل د ښوونځیو درسونه بشپړ کړي وو اوس بې کاره دي. دغه حالت د هغوی په دماغي ثبات باندې اغېز کړی ځکه چې هغوی د نهیلۍ او بې وسۍ احساس کوي.»

حکیمي وویل، «افغانانو او په ځانګړې توګه ځوانو ښځو هیله له لاسه ورکړې ده. ډېر لوستي افغانان چې له بې کارۍ او ذهني ناراحتۍ سره لاس او ګرېوان دي، نشي کولی چې دغسې یو حالت تحمل کړي، او ځینې ځانونه وژني.»

حکیمي وویل، افغانستان په یوه څلورلاري کې دی او د روانو محدودیتونو او بې ثباتۍ له امله یې د ځوانانو تر منځ د ځانوژنې د شمېر د زیاتوالي په هکله خبرداری ورکړ.

په هرات ښار کې د سید اشرف سادات په نامه یوه فعال وویل، د کار چاپېریال د ځوانو افغانانو لپاره ورځ تر بلې سختېږي، او بې کاره خلک په کورونو کې ایسار پاتې دي.

سادات وویل، لوستي ځوانان د بې کارۍ او بې ثباتۍ له رواني فشارونو سره لاس او ګرېوان دي،‌ او یادونه یې وکړه چې که وضعیت سمدلاسه ښه نشي، ډېر ځوانان به له وطن څخه پښې سپکې کړي.

هغه خبرداری ورکړ چې، په ټولنه کې به د هغوی ځای افراطیان او نالوستي خلک ونیسي.‌

هغه وویل، «په وروستیو میاشتو کې ما له دولتي دندو څخه د ډېرو ښځو او سړیو لیرې کول ولیدل، او اوس هغوی ټول بې کاره دي.»

سادات وویل، «دغو ځوانو افغانانو ته هېڅ هیله ورپاتې نه ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500