اقتصاد

سړې هوا او غریبۍ د بې وزلو افغانانو ژوند تریخ کړی دی

د عمر راپور

د ۱۱ ځوانو افغانانو یوې ډلې د ۱۴۰۱ د مرغومي په نیمایي کې هڅه وکړه چې په غیرقانوني توګه د کار موندلو لپاره د افغانستان له هرات ولایت څخه ایران ته واوړي. هغوی چې د واورې توپان را ایسار کړي ول، مجبور شوي ول چې افغانستان ته راوګرځي او د یخنۍ وهلو تداوي ترلاسه کړي. په ورته وخت کې، یوې افغاني خیریه ادارې د مرغومي په ۲۷مه په هرات ولایت کې له ۲۰۰۰ څخه ډېرو غریبو کورنیو ته اوړه، غوړي او وریژې ور ووېشل. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- عبدالحکیم چې ۲۷ کاله عمر لري، په داسې حال کې چې پښې یې په بنداژونو تړل شوي دي د هرات حوزوي روغتون د سوزېدلو خلکو په وارډ کې د تداوۍ په چپرکټ پروت دی. هغه د یخنۍ وهنې له اغېزو څخه متاثر شوی دی.

حکیم د ۱۰ نورو ځوانانو له یوې ډلې سره یو ځای د مرغومي په ۲۰مه هڅه وکړه چې په غیرقانوني توګه له هرات څخه ایران ته واوړي.

دغه ډله د شپې لخوا د هرات د کوهسان ولسوالۍ له لارې د ایران خاورې ته ورننوتله خو د واورې یوه سخت توپان په یوه غره کې را ایساره کړله.

هغوی شپږ ورځې او شپږ شپې ایسار ول، او بالاخره مجبور شول چې بېرته په پوله د افغانستان خاورې ته را واوړي او تداوي ترلاسه کړي.‌

درې ځوانان چې غوښتل یې په غیرقانوني ډول ایران ته د کار په لټون پسې تېر شي، د مرغومي په ۲۶مه د هرات په حوزوي روغتون کې په داسې حال کې لیدل کیږي چې له یخنۍ څخه د اغېزمنتیا درملنه یې کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

درې ځوانان چې غوښتل یې په غیرقانوني ډول ایران ته د کار په لټون پسې تېر شي، د مرغومي په ۲۶مه د هرات په حوزوي روغتون کې په داسې حال کې لیدل کیږي چې له یخنۍ څخه د اغېزمنتیا درملنه یې کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

کارګران د مرغومي په ۲۷مه په هرات ښار کې د کار موندلو لپاره انتظار کوي. [عمر/سلام ټایمز]

کارګران د مرغومي په ۲۷مه په هرات ښار کې د کار موندلو لپاره انتظار کوي. [عمر/سلام ټایمز]

د حکیم ۱۰ ملګري هم سختې یخنۍ ووهل چې لاسونه او پښې یې ورته ډېر بد متاثر کړل.

حکیم وویل،‌ فقر او بې کارۍ هغه مجبور کړ چې دغه خطرناک سفر ته مخه کړي.

هغه وویل، «زه د دې لپاره چې د خپلو ماشومانو او مېرمنې لپاره خواړه پیدا کړم، مجبور شوم چې ایران ته لاړ شم. په کور کې موږ حتی یوه ټوټه ډوډۍ نه لرو چې زما بچیان یې وخوري. زه درې ماشومان لرم او نشم کولی چې هغوی ته خواړه برابر کړم.»

هغه زیاته کړه، «زه په سړه هوا او ناقانونه لارو پورې تړلیو خطرونو په هکله ښه خبر وم، خو ما بله هېڅ لاره نه لرله.»

په افغانستان کې کاري فرصتونه کم دي او ډېر ځوانان د کار لپاره د ایران په څېر ګاونډیو هېوادونو خطرناکو سفرونو ته مخه کوي.

بې ساري سړو د میلیونونو افغانانو لپاره، چې وار له مخه له لوږې او اقتصادي‌ بحران څخه کړېدل، ژوند لا ډېر سخت کړی دی. اقتصادي بحران له تېر یو نیم کال راهیسې هېواد ډوب کړی دی.

د سړو یوې څپې، چې یخني په کې تر -۳۳ سانتي ګراد پورې ښکته شوله، د مرغومي په ۲۰مه د افغانستان له ۲۰ څخه ډېر ولایتونه ووهل.‌

مقاماتو وویل، چې شاوخوا ۷۸ انسانان او ۷۰۰۰۰ مالونه د یخنۍ له امله مړه شوي دي.

یخه هوا او بې وزلي

عبدالغفور چې ۵۱ کاله عمر لري، له یخنۍ لړزېږي او خپل لاسونه یې د تودولو لپاره خپلې خولې ته نیولي دي، په هرات ښار کې د یوه سرک پر غاړه ناست دی او د کار لپاره انتظار کوي.

که څه هم چې غفور هره ورځ ټوله ورځ د کار لپاره انتظار کوي، لاکن دوه اونۍ کېږي چې تش لاس کور ته ستنېږي.

غفور چې د یوې څلورکسیزې کورنۍ نفقه ور تر غاړې ده، وویل چې هغه نشي کولی په سړه هوا کې خپل کور تود کړي او د یخنۍ له امله نشي کولی چې د شپې سم خوب وکړي.

هغه وویل، «په دې سړه هوا کې ژوند په ریښتیا سره ډېر سخت شوی دی. زه هره ورځ په کار پسې له کور نه وځم خو تش لاس او وږی راستنېږم. کار نشته. هغه خلک چې پیسې یې لرلې او کورونه یې جوړول له هېواد څخه وتلي دي.»

هغه زیاته کړه، «زما په څېر، په سلګونو نور کارکوونکي هم د کار په لټون خپل کورونه پرېږدي خو د شپې مایوسه بیرته کور ته راستنېږي.»

خلیل احمد چې ۶۵ کاله عمر لري او د خپل لاس ګاډي په وسیله په هرات ښار کې شیان لېږدوي،‌ نه دی توانېدلی چې د واورې او سړې هوا له امله کار ومومي.

د هغه ورځنی عاید ۵۰ افغانیو (۵۶ امریکایي سنټو) ته رالوېدلی دی.

احمد وویل، دا پيسې د هغه د درې کسیزې کورنۍ د لګښتونو لپاره کافي نه دي او زیاته یې کړه چې هغه مجبور شوی چې د پیسو لپاره سوال وکړي.

هغه وویل، «زه ټوله ورځ د سرک پر غاړه انتظار کوم، خو کار نه وي. ځینې ورځې، زه ۲۰ – ۵۰ افغانۍ (۲۲ – ۵۶ امریکایی سنټه) ګټم، خو ډېرې ورځې زه نشم کولی چې حتی یوه افغانۍ هم وګټم. زه مجبورېږم چې د خپلې کورنۍ لپاره د ډوډۍ اخیستلو په پار سوال وکړم.»

خلیل زیاته کړه، «که څه هم چې د ژوند سختیو زه مجبور کړم چې خیر غوښتل پیل کړم، لاکن اکثر خلک پیسې نه لري چې له ما سره مرسته وکړي.»

له غریبانو سره مرسته کول

نړۍ والې او داخلي غیرحکومتي موسسې ډېره هڅه کوي چې له اړمنو خلکو سره مرسته وکړي.

د حبیب یار په نامه یوې افغاني خیریه موسسې د مرغومي په ۲۷مه په هرات کې له ۲۰۰۰ څخه ډېرو غریبو کورنیو ته اوړه، غوړي او وریژې ور ووېشل.

نسیمه چې ۴۶ کاله عمر لري، د پنځو ماشومانو مور او د خپلې کورنۍ نفقه ګټونکې ده، د یادې مرستې یوه ګټه اخیستونکې وه.

د دې مرستې معنی دا ده چې هغه او د هغې بچیان به تر یوې میاشتې پورې نه وږي کیږي.

هغې وویل،‌ «له هغه وخت نه چې هوا سړه شوې ده، زما ژوند ډېر سخت شوی دی.»

نسیمې زیاته کړه،‌ «د شپې له مخې موږ تر یوې کمپلې لاندې ویده کیږو چې ... ځانونه تاوده کړو، خو هوا دومره سړه ده چې موږ نشو کولی صحیح خوب وکړو، او ډېرې شپې حتی داسې وي چې موږ د ماښام ډوډۍ نشو خوړلی.»

محمد یوسف چې ۵۷ کاله عمر لري، ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۲۵ کیلوګرامه وریژې او ۱۰ لېټره غوړي ترلاسه کړل چې د یوې میاشتې په مخه د هغه د څلور کسیزې کورنۍ د مړولو لپاره کفایت کوي.

هغه زیاته کړه، «زه دومره زوی نه لرم چې کار وکړي، او زه مجبور یم چې د خپلې کورنۍ لپاره ګټه وکړم، خو کار نشته او زه په دې زاړه عمر کې په نورو خلکو باندې تکیه کوم.»

هغه او مېرمن یې او دوه لورګانې د هرات ښار په لوېدیځه برخه کې په یوه خټین کور کې ژوند کوي.‌

یوسف وویل، هغوی داسې اسانتیا نه لري چې خپل کور تود کړي او سړې هوا د هغوی ژوند ډېر سخت کړی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500