تروريزم

پولیس وايي چې د داعش د خراسان څانګې د مشر وژل به په ټول افغانستان کې دغه ډله کمزوري کړي

د زرک خان لخوا

د خېبرپښتونخوا پولیس د جون په ۷مه په شانګله ضلعه کې د وسله والو ډلو په ضد عملیات کوي. [د خېبرپښتونخوا پولیس]

د خېبرپښتونخوا پولیس د جون په ۷مه په شانګله ضلعه کې د وسله والو ډلو په ضد عملیات کوي. [د خېبرپښتونخوا پولیس]

اسلام آباد -- پاکستاني چارواکي او څارونکي وايي، د "عراق او سوریې د اسلامي دولت" د خراسان څانګې د یو مهم قوماندان وژل دغې ډلې ته یو لوی ګوزار ورکړی دی.

د خېبر پښتونخواه (کی پي) د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د جون په ۶ مه وویل چې قانون پلي کونکو د ګډو عملیاتو په جریان کې په باجوړ ضلعه کې د داعش د خراسان څانګې یو کمانډر سبحان الله عرف عثمان وژلی دی.

د سي ټي ډي يو لوړپوړي چارواکي امجد خان وويل، "سبحان الله د امنیتي ځواکونو او پولیس پرسونلو باندې د بریدونو په ګډون په څو تروریستي کېسونو کې مطلوب دی، او د هغه پر سر د دوو میلیونو پاکستاني روپو (نږدې د ۷۰۰۰ آمريکايي ډالرو) انعام ایښودل شوی دی.

هغه وويل، "د مختلفو اورپکو ډلو پرضد د روانو عملياتو په ترڅ کې، د قانون پلي کوونکو ادارو د افغانستان له ګاونډي صوبې څخه په باجوړ کې د داعش د خراسان څانګې د مشرانو د راتګ په اړه استخباراتي راپورونه ترلاسه کړي دي."

د خېبرپښتونخوا پولیس د جون په ۶مه په صوابۍ ضلعه کې د لټون عمليات ترسره کوي. [د خېبرپښتونخوا پولیس]

د خېبرپښتونخوا پولیس د جون په ۶مه په صوابۍ ضلعه کې د لټون عمليات ترسره کوي. [د خېبرپښتونخوا پولیس]

د داعش لوړپوړي مشرتابه د ۲۰۱۴ کال په جولای کې د داعش خراسان څانګه جوړه کړه.

باجوړ ضلعه په پاکستان کې دننه له هغو سیمو څخه ده چېرې چې د داعش خراسان څانګې په وروستیو کلونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

صفیر احمد، چې په پېښور کې امنيتي شنونکی دی، وویل، د داعش خراسان څانګه په باجوړ کې وروسته له هغې خپل خفيه جوړښت جوړ کړو کله چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، چې یوه بله پاکستانۍ وسله واله ډله ده، ځینې سیمه ایز وسله وال څو کاله وړاندې د ترهګرې ډلې په لیکو کې شامل شول.

هغه وويل، داعش په باجوړ کې په عمده توګه امنيتي ځواکونه، د جمعیت علماء اسلام (فضل) مشران، چې د پاکستان یو مذهبي ګوند دی، او قومي مشران په نښه کړل.

د مۍ په ۸ مه، د داعش خراسان څانګې د ترهګرې ډلې د مرکزي اونیزې النبا خبر پاڼې له لارې د باجوړ په عنایت کلي کې په یو بريد کې د حکومت پلوه قبایلي مشر د وژلو ادعا وکړه.

د خېبرپښتونخوا د سي ټي ډي له اړخه خان وویل، د سبحان الله وژل به نه یوازې په باجوړ بلکې په پاکستان-افغان سیمه کې به هم د داعش خراسان څانګه کمزوري کړي.

د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې، ​د داعش خراسان څانګې په پېښور کې د شیعه ګانو په یو جومات ځانمرګی برید وکړو چې د ۶۴ نه زيات عبادت کوونکي یې ووژل​.

عملیاتو زور اخیستی دی

د ترهګریزو بریدونو له زیاتیدو وروسته، پاکستاني چارواکو په ټول هېواد کې د داعش خراسان څانګه او تحريک طالبان پاکستان په ګډون د مختلفو پوځي ډلو پرضد خپل عملیات ګړندي کړي دي.

د جون په ۸ مه، د سیند پولیسو سي ټي ډي ادعا وکړه چې د کراچۍ له ساحلي سیمې ریهړي ګوټ څخه یې د تحريک طالبان پاکستان یو وسله وال نیولی دی. هغه په ​​ښار کې د بهتې اخيستلو له لارې د تمویل په برخه کې لاس لرلو.

د جون په لومړۍ نېټه، د سیند پولیسو سي ټي ډي په کراچۍ کې یو وسله وال ونیولو چې د یوې بین المللي وسله والې ډلې لپاره کار کوي.

د می په ۲۸ مه، د پنجاب پولیسو سي ټي ډي ادعا وکړه چې د پنجاب په څو ضلعو کې یې په عملیاتو کې د داعش د خراسان څانګي او ټي ټي پي سره تړاو لرونکي ۱۲ وسله وال نیولي دي.

د مۍ په ۴ مه، اقبال عرف بالي کهيارا، چې د ټي ټي پي لوړ پوړی کمانډر دی، د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو سره په ډزو کې ووژل شو.

د پرمختګ په خپل وروستي راپور کې، د خېبر پښتونخوا سي ټي ډي مشاهده وکړه چې په صوبه کې د ترهګرۍ پېښې ​د تېر کال د تېرو درېو میاشتو په پرتله په اپرېل کې ۱۱.۹ فیصده کمې شوې​.

څارونکو وویل چې ​د اورپکو ډلو ترمنځ وروستۍ همکاري د روانو عملیاتو او د مهمو قوماندانانو د وژلو او نیول کېدو له امله د ډلو د کمزوري کېدو نښه ده​.

ټي ټي پي د جون په ۳مه او ۴مه په خپل رسمي چینل کې په بیانونو کې ادعا وکړه چې د خېبر پښتونخوا په بنو او شمالي وزیرستان ضلعو کې په پاکستاني امنیتي ځواکونو دوه بریدونه د هغه ډلې سره په همکارۍ ترسره شول چې حافظ ګل بهادر يې مشري کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500