تروريزم

مظاهره چیانو په پېښور کې د جومات له خونړي برید وروسته د داعش غندنه وکړه

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

شیعه مسلمانان د مارچ په ۶مه په پېښور کې په یو جومات کې د داعش د وروستي ځانمرګي برید په وړاندې په یو احتجاج کې برخه اخلي. یوه ښځه یو پلېکارډ په لاس کې لري چې وايي، 'ترهګري بنده کړئ'. [عبدالمجید/ای اېف پي]

پېښور -- د پېښور په سلګونو اوسېدونکي د یکشنبې په ورځ (د مارچ په ۶مه) په ښار کې د جمعې په ورځ د شیعه ګانو په یو جومات کې له مرګوني برید وروسته په قهرجنو مظاهرو کې سړکونو ته راووتل.

پولیسو د جمعې د ورځې د برید کلوزډ سرکټ تلویزیوني ویډيو خپره کړه چې په کې ښودل شوي چې یو سړی چې دودیز شلوار قمیص يې اغوستی و، په دوو پولیسو ډزې کوي کله چې هغه د مرکزي ښار اسلام آباد څخه تقريباََ ۱۹۰ کیلومتره (۱۲۰ میله) لرې د پېښور په کوچه رسالدار سیمه کې جومات ته داخل شو.

هغه بیا د جمعې د مانځه له پېل څخه څو شیبې مخکې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې د بیرنګونو څخه ډک ځانمرګي واسکټ ته چاودنه ورکړه، چې په پايله کې يې ودانۍ ويجاړه کړه.

د "عراق او سوریې اسلامي دولت" (داعش) د دغه بريد پړه پر غاړه واخېسته.

ماتم کوونکي د مارچ په ۵مه په پېښور کې د شیعه ګانو په یو جومات کې له ځانمرګي برید څخه یوه ورځ وروسته د بمي چاودنې د قربانیانو د جنازې مونځ کوي. په يوه شپه کې دننه د مړو شمېر ۶۲ ته لوړ شو، او پولیسو وویل چې دوی به هڅه وکړي چې بریدګر د پیښې په ځای کې د موندل شوي دوه ټوټې شوي پښې څخه وپیژني. [عبدالمجید/ای اېف پي]

یو پولیس په داسې حال کې ساتونکی ولاړ دی چې ماتم کوونکي په پېښور کې د مارچ په ۵مه له ځانمرګي برید څخه یوه ورځ وروسته د بمي چاودنې د قربانیانو د جنازې په مانځه کې د ګډون لپاره راروان دي. [عبدالمجید/ای اېف پي]

د بریدګر پېژندنه

د پېښور د پولیسو مشر محمد اعجاز خان ای اېف پي ته وویل، "دلته اووه لاشونه شتون لري چې د پېژندلو وړ نه دي، چې پکې دوه پرې شوي پښې شاملی دي چې موږ باور لرو د بریدګر دي."

هغه وویل، د مړو شمېر ۶۲ ته لوړ شوی -- چې هغه اوه ماشومان پکې شامل دي چې عمرونه یې له ۱۰ کالو څخه کم دي.

د نيويارک ټايمز په وينا، بريد کوونکی د جوليبيد الکابلي په نوم پېژندل شوی، خو پاکستاني امنيتي چارواکو وويل چې دغه نوم فرضي دی.

د صوبې د وزیر اعلی خاص معاون محمد علي سیف د سه شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، "په راتلونکو ۴۸ ګهنټو کې به د دې شبکې پاتې برخه هم افشا شي."

هغه د عملیاتي حساسیتونو په حواله د نورو تفصيلاتو له شریکولو څخه ډډه وکړه.

دا په پاکستان کې د ۲۰۱۸ کال د جولای له میاشتې راهیسې تر ټولو خونړی برید و، کله چې د بلوچستان په مستونګ کې په یوې انتخاباتي جلسه کې چاودنې ۱۴۹ کسان ووژل -- او د دغه بريد پړه هم د داعش ځايي ډلې په غاړه اخېستې وه.

اعجاز وویل چارواکي د هغو کسانو بایومټریک ډیټا ګوري چې په دې وروستیو کې له افغانستان څخه پاکستان ته اوښتي وو، چېرته چې داعش پخوا د بریدونو پلان جوړ کړی و.

پېښور -- چې له افغانستان سره د ناامنه پولې څخه یوازې ۵۰ کیلومتره لرې دی -- د ۲۰۱۰ عشرې په لومړیو کې د اورپکو یو پرله پسې هدف و، خو په وروستیو کلونو کې امنیت خورا ښه شوی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500