امنیت

په پېښور کې د داعش د خراسان څانګې د ماسټر مائنډ وژل د داعش مرکزي پلانونه کمزوري کوي

د زرک خان لخوا

یو پولیس په داسې حال کې ساتونکی ولاړ دی چې ماتم کوونکي په پېښور کې د مارچ په ۵ مه له ځانمرګي برید څخه یوه ورځ وروسته د بمي چاودنې د قربانیانو د جنازې په مانځه کې د ګډون لپاره راروان دي. [عبدالمجید/ای اېف پي]

یو پولیس په داسې حال کې ساتونکی ولاړ دی چې ماتم کوونکي په پېښور کې د مارچ په ۵ مه له ځانمرګي برید څخه یوه ورځ وروسته د بمي چاودنې د قربانیانو د جنازې په مانځه کې د ګډون لپاره راروان دي. [عبدالمجید/ای اېف پي]

اسلام آباد -- پاکستاني چارواکي وايي، د "عراق او سوریې د اسلامي دولت" (داعش) د خراسان څانګې د یو کمانډر وژل دغې ډلې ته یو لوی ګوزار ورکړی دی.

د سي ټي ډي چارواکو له مخې، د خېبر پښتونخواه د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د شنبې په ورځ (د می په ۱۴مه) د پېښور په پشته خره سیمه کې د استخباراتو پر بنسټ په عملیاتو کې د داعش د خراسان څانګې کمانډر حسن شاه د یو ځانمرګي بریدګر سره ووژلو.

د سي ټي ډي یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، ۲۸ کلن شاه د مارچ په میاشت کې په پېښور کې د شیعه ګانو په یو جومات کې د ځانمرګي برید پلان جوړ کړی و چې له ۶۴ څخه زیات عبادت کوونکي پکې وژل شوې ول او د داعش د خراسان څانګې شبکې يې مشرې کوله.

دغه چارواکي وویل، شاه په سیمه کې د خپلو کړنو لپاره چې د داعش د سازمان په جوړښت کې نسبتاً د هغه اهمیت په ګوته کوي، د النبا په وروستۍ خپرونه کې، چې د داعش يوه مرکزي اونیزه خبر پاڼه ده، ښودل شوی و.

هغه زیاته کړه، شاه د داعش د خراسان څانګې سره د یوځای کېدو دمخه د کالعدم تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره تړاو لرلو.

د داعش جګپوړي مشرتابه د ۲۰۱۴ کال په جولای کې د پاکستان او افغانستان لپاره د خراسان څانګه جوړه کړه.

رییس احمد، چې په کراچۍ کې مېشت يو څیړونکی دی او په پاکستان او افغانستان کې د اورپکو ډلو څارنه کوي، وویل، د داعش خراسان څانګه د تحريک طالبان پاکستان او لشکر جهنګوي (اېل اي جی)، چې یوه بله کالعدم وسله واله ډله ده، ګڼ شمېر پخواني غړي لري.

احمد وویل، "که څه هم د تحريک طالبان پاکستان ډېرو اورپکو د داعش د خراسان څانګې سره خپل تړاو ختم کړی دی، خو د باجوړ، اورکزو او پیښور ضلعو څخه ګڼ شمېر خلک او د لشکر جهنګوي ډلې اوس هم د نړېوالې ترهګرې ډلې سره تړاو لري."

د اګست په میاشت کې د افغان حکومت له نسکوریدو راهیسې داسې اخطارونه ورکړل شوي چې ښايي افغانستان د اورپکو لپاره د استخدام په یو ځای بدل شي.

د سي ټي ډي چارواکو په وینا، ځانمرګی برید کوونکی چې د شاه سره یوځای وژل شوی و، د تاجک نژاد افغان و.

په پېښور کې د مارچ د مياشتې د بريد مسوول هم هغه افغان و چې په دېرش کلنۍ کې و او يو څو عشرې وړاندې پاکستان ته راغلی و.

مبارزه روانه ده

د پاکستان چارواکي د تېر کال د اګست په مياشت کې په ګاونډي افغانستان کې د پخواني حکومت له نسکوریدو وروسته د احتمالي امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره د هڅو د یوې برخې په توګه په هېواد کې، په ځانګړې توګه په خېبر پښتونخواه کې، د "عراق او سوریې اسلامي دولت" د خراسان څانګې پر ضد عملیاتو ته دوام ورکوي.

د مارچ په ۸ مه، د خېبر پښتونخواه سي ټي ډي د خیبر ضلعې په جمرود سیمه کې، چې په پاکستان کې يوه ضلعه ده چې د افغانستان د ننګرهار صوبې سره پوله لري، د استخباراتي معلوماتو پر اساس د عملیاتو په ترڅ کې د داعش درې وسله وال ووژل.

پولیسو وویل، وژل شويو کسان په تېرو دوو کلونو کې د دوو مذهبي مشرانو، شیخ عبدالحمید او قاري شیخ محمد او یو سيک سوداګر د وژلو په ګډون په ګڼ شمېر ترهګریزو بریدونو کې لاس لرلو.

پاکستاني چارواکو د دسمبر په ۲۹ مه اعلان وکړو چې د قانون پلي کوونکو ادارو په ۲۰۲۱ کال کې په خېبر پښتونخواه کې د داعش د خراسان څانګې پنځه لویې ډلې ماتي کړي دي.

په پېښور کې د سي ټي ډي یو لوړپوړي چارواکي جاوېد اقبال وزیر په هغه وخت کې وویل، په دې ډلو کې درې د پېښور په سیمه کې او دوه د بنو په ډویژن کې شامل ول.

د سپتمبر په مياشت کې په مستونګ کې په نورو عملیاتو کې، امنیتي ځواکونو د داعش د خراسان څانګې کمانډر ممتاز احمد، چې د پهلوان په نوم هم یادیږي، ووژلو، چې د ۲۰۱۸ کال د ټولټاکنو په جلسه کې یې د بمي چاودنې پلان جوړ کړی و. په دغه چاودنه کې په ضلعه کې تر ۱۵۰ څخه زیات کسان وژل شوي ول او په سلګونو نور ژوبل شوي ول.

دا عملیات هم د وروستیو بریدونو څخه وروسته ترسره کيږي چې د داعش خراسان څانګې يې ادعا کړې ده.

د داعش خراسان څانګه د مۍ په ۱۵مه په پېښور کې د دوو سيک سوداګرو د وژلو مسوولیت په غاړه واخیستو.

دوه بریدګر په موټرسایکل سپاره وو کله چې دوی په قربانیانو -- ۴۲ کلن کنولجیت سینګ او ۳۸ کلن رنجیت سینګ -- چې په بازار کې يې د مسالو دوکان لرلو، ډزې وکړې.

د داعش خراسان څانګې د اپرېل په ۲۶مه د باجوړ ضلعې په مومند سیمه کې د جمعیت علمای اسلام فضل مذهبي ګوند سره د وابسته دیني عالم مفتي بشیر محمد جان د وژلو ادعا هم وکړه.

د مارچ په میاشت کې، د داعش خراسان څانګې دا هم هم وویل چې د بلوچستان صوبې په سبي ضعله کې یې د پوځ په یو کاروان برید وکړو او اوه پوځيان یې ووژل.

په پاکستان کې، د داعش خراسان څانګې هڅه کړې چې د شیعه او صوفیانو په څېر د مسلمان اقليتونو په نښه کولو سره فرقه یي شخړې ته هوا ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500