امنیت

د پاکستان ځواکونه له افغانستان څخه د ايتلاف د وتلو په جريان کې ترهګرې ډلې په نښه کوي

د ضياء الرحمان لخوا

پولیس په کراچۍ کې د نومبر په مياشت کې خپلې دندې ترسره کوي. [ضیاء الرحمان/ پاکستان فارورډ]

پولیس په کراچۍ کې د نومبر په مياشت کې خپلې دندې ترسره کوي. [ضیاء الرحمان/ پاکستان فارورډ]

اسلام آباد -- پاکستاني ځواکونه د القاعدې او داعش د ځايي ډلو پروړاندې عمليات د هغو هڅو د برخې په توګه ګړندې کوي چې له ګاونډي افغانستان څخه د نړیوال ایتلاف په وتلو سره د احتمالي امنیتي ګواښونو مخنیوی وکړي.

د ناټو او متحده ایالاتو ځواکونو (د مۍ په لومړۍ نيټه) په رسمي ډول له افغانستان څخه وتل پیل کړل او ژمنه یې کړې چې د ۱۱ سپتمبر پورې به دغه کار بشپړ کړي.

د وتلو د پروسې سره د مرستې او په ټوله سيمه کې پر ترهګرو باندې د فشار اچولو لپاره، د متحده ایالاتو ځواکونه په منځني ختیځ کې اضافي ځواکونه او سرچینې ځای په ځای کوي.

په پاکستان کې، د قانون پلي کونکي ادارې د هند په برصغیر کې د القاعدې، د داعش د خراسان څانګې (آقس) او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په څیر د ترهګرو ډلو پروړاندې مبارزې ته دوام ورکوي.

شیما کرماني، چې یوه رقاصه او فعاله ده، په لال شهباز قلندر مزار کې د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په مياشت کې په دغه مزار کې د داعش لخوا د ترسره شوي چاودنې د لومړۍ کلیزې په جريان کې ګډا کوي. [ضیاء الرحمان/ پاکستان فارورډ]

شیما کرماني، چې یوه رقاصه او فعاله ده، په لال شهباز قلندر مزار کې د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په مياشت کې په دغه مزار کې د داعش لخوا د ترسره شوي چاودنې د لومړۍ کلیزې په جريان کې ګډا کوي. [ضیاء الرحمان/ پاکستان فارورډ]

د مۍ په ۲مه، پولیسو د سیند صوبې په شکارپور ضلعه کې د داعش د خراسان څانګې سره اوړند درې وسله وال ونیول.

ویل کيږي چې نیول شوي کسان په سیند صوبه کې د داعش د نايب مشر عبدالحفیظ پندراني نږدې همکاران وو. پندراني د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په مياشت کې په سیند کې د داعش د مشر مولوي عبدالله بروهي سره یو ځای د بلوچستان صوبې په سبي ضلعه کې د پولیسو سره په ډزو کې وژل شوی و.

د سیند د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د اپرېل د مياشتې په ۱۹مه حیدرآباد ته څېرمه د تحریک طالبان پاکستان سره وابسته د پنځو مشکوکو وسله والو، چې پکې دوه تورن ځانمرګي بریدګر شامل ول، د نیولو اعلان وکړو.

د سیند د ترهګرۍ ضد ادارې يو سينير چارواکي عمر شاهد حمید وویل، وسله والو پلان لرلو چې په کراچۍ کې د پولیسو په روزنیز مرکز باندې برید وکړي او له مخکې نه یې د جاسوسۍ عملیات ترسره کړي وو.

د حمید په وینا، په نیول شويو وسله والو کې ځينې په مختلفو غټو حملو کې لاس لرلو چې په دې کې په ۲۰۱۹ کال کې په لاهور کې د داتا دربار په مزار کې ځانمرګی برید او په ۲۰۱۸ کال کې په سوات کې د پاکستاني پوځ د والیبال په مېچ کې ځانمرګی بریدونه شامل وو.

په همدغه ورځ په یو بل برید کې، د کراچۍ ضلعې پولیسو د تحريک طالبان پاکستان دوه وسله وال ونیول چې په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان د مشرانو لخوا استول شوې ول چې په ښار کې دغه تنظیم بيرته جوړ کړي.

د جنورۍ په میاشت کې، د سیند سي ټي ډي په کراچۍ کې د انجینرۍ يو زده کونکی په سوریه کې له داعش سره د وابسته وسله والو کورنیو ته د پیسو لیږلو په تور ونیول شو.

د تیر نومبر په مياشت کې، د پنجاب سي ټي ډي په راجن پور ضلعه کې د استخباراتو پر اساس عملیاتو کې د آقس پنځه مشکوک غړي ونیول او ځانمرګي جاکټونه، لاسي بمونه، وسلې او مهمات یې ضط کړل.

د سي ټي ډي په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ويل شوي چې د آقس مشکوک کسان د پنجاب په سویلي ضلعو کې په مهمو تاسیساتو باندې د ترهګرو بریدونو پلان لري.

افغان عمليات

په ورته وخت کې، آقس او د داعش خراسان څانګې په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د پوځي عملیاتو په پایله کې درانه زیانونه ترلاسه کړي دي.

شواهد د طالبانو او نورو تروریستي ډلو، په ځانګړی توګه د القاعدې تر منځ د نژدې اړیکو ټینګښت په دوامداره توګه ښيي، سره له دې چې طالبانو د هغوی سره د اړیکو د پرې کولو ژمنه کړې ده.

د مارچ په وروستیو کې، د افغانستان ملي امنیت ریاست د پکتیکا صوبې په ګیان ضلعه کې د عملیاتو په لړ کې د آقس مخکښ مشر دولت بیګ تاجکي، عرف ابو محمد ال تاجکي، د ګڼ شمير افغان طالب مشرانو سره ووژلو.

د نومبر په میاشت کې د ملي امنیت رياست د آقس مشر محمد حنیف، چې په اصل کې د کراچۍ و، هم په فراه صوبه کې ووژلو.

د ملي امنیت رياست په وینا، حنیف د عاصم عمر نږدې همکار و، چې په ۲۰۱۴ کال کې یې د آقس مشري کړې وه. عمر د ۲۰۱۹ کال د سپمبر په میاشت کې د هلمند صوبې په موسی کلا ضلعه کې د طالبانو په یو مرکز کې د برید په ترڅ کې وژل شوی و.

د اېن ډي اېس له مخې، د ابو محسن المصري په نامه یو مصری وګړی چې ګومان کیږي د آقس دوهم مشر و، په اکتوبر ۲۰۲۰ کال کې د غزني صوبې په اندار ضلعه کې ووژل شو.

تیرکال د اپرېل په مياشت کې، د افغانستان د ملي دفاع او امنیت ځواکونو (ای اېن ډي اېس اېف) د داعش د خراسان څانګې مشر اسلم فاروقي، چې د پاکستان وګړی دی، ونیولو.

په اسلام اباد کې ميشت د استخباراتو یو سينير چارواکي چې د افراطي وسله والو ډلو څارنه کوي وويل، "په افغانستان کې د آقس او د داعش د خراسان څانګې د مشرانو په ځانګړي توګه د عمر، حنیف او فاروقي وژل او نیول د پاکستاني چارواکو سره په هيواد کې د دغه ډلې په کمزوري کولو کې هم مرسته وکړه."

هغه وويل، حتی له افغانستان څخه د ایتلافي ځواکونو له وتلو وروسته، آقس او د داعش خراسان څانګه په پاکستان کې د ځان د تنظیمولو لپاره په ښه حالت کې ندي.

د آقس او داعش د خراسان څانګې جوړول

د القاعدې مشر ایمن الظواهري د ۲۰۱۴ کال د سپتمبر په مياشت کې آقس د جنوبي اسیا د تروریستي ډلې په توګه پیل کړه.

د دې ډلې له جوړیدو سمدلاسې وروسته، آقس په پاکستان کې فعاله شوه او ګڼو سیمه ایزو وسله والو ډلو، چې له القاعدې سره يې نظریاتي اړیکې لرلې، هم د آقس سره د وفادارۍ ژمنه وکړه.

دغه اقدام په جولای ۲۰۱۴ کال کې د داعش د خراسان څانګې د پیل پروړاندې د يو غبرګون په توګه وليدل شو.

په کراچۍ کې ميشت د امنيتي چارو يو شنونکي منير احمد شاه وويل، "داعش د القاعدې د کمزوري کيدو څخه ترټولو لويه ګټه ترلاسه کړه، او د القاعدې ګڼ شمير ډلې په سیمه کې د داعش د خراسان څانګې سره يو ځای شوي."

هغه وویل، "پاکستان او افغانستان ته د داعش راتګ د القاعدې لپاره يوه ننګونه وه، ځکه چې د وروستۍ ډلې مشرانو د مخکينۍ ډلې سره د يو ځای کيدو د پلان اعلان کړی و."

شنونکي وايي، داعش په پاکستان کې د چټک امنيتي غبرګون او د ټولنې له خوا د دغه ډلې د نظریاتو د ردولو له امله د تلپاتې شتون په رامنځته کولو کې پاتې راغلې ده.

دا نه وايو چې دې ډلې جدي هڅه نده کړې.

د څو کالو په جریان کې، د داعش سره وابسته یا د دې نه متاثره شويو وسله والو په پاکستان کې یو لړ ناوړه بریدونه ترسره کړل چې اقليتي ډلې، امنیتي ځواکونه او نور کسان يې په نښه کړل.

خو د پاکستان متنوع کلتوري، مذهبي او توکمیزه حالاتو دا ثابته کړې ده چې دوی دا ډول تاوتریخوالی او افراطیت نه خوښوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500