امنیت

له افغانستان څخه د نړیوال ایتلاف په وتلو سره پاکستان همکارۍ ته وده ورکوي

د ضياء الرحمان لخوا

چارواکي او شنونکي وايي، د کراچۍ پولیس د اپرېل په ۲۹مه امنیتي دندې ترسره کوي. پاکستان چمتو دی چې له افغانستان څخه د نړیوال ایتلافي ځواکونو تر وتلو وروسته د هر ډول احتمالي امنیتي ګواښونو سره مقابله وکړي. [ضیاء الرحمان/ پاکستان فارورډ]

چارواکي او شنونکي وايي، د کراچۍ پولیس د اپرېل په ۲۹مه امنیتي دندې ترسره کوي. پاکستان چمتو دی چې له افغانستان څخه د نړیوال ایتلافي ځواکونو تر وتلو وروسته د هر ډول احتمالي امنیتي ګواښونو سره مقابله وکړي. [ضیاء الرحمان/ پاکستان فارورډ]

اسلام آباد -- چارواکي او شنونکي وايي، پاکستان چمتو دی چې له افغانستان څخه د نړیوال ایتلافي ځواکونو تر وتلو وروسته د هر ډول احتمالي امنیتي ګواښونو سره مقابله وکړي او د طالبانو او افغان حکومت ترمینځ د شخړې د دوامداره سیاسي حل لپاره ژمنتيا لري.

د ناټو او متحده ایالاتو ځواکونو د تیرې شنبې په ورځ (د مۍ په لومړۍ نيټه) په رسمي ډول له افغانستان څخه وتل پیل کړل او ژمنه یې کړې چې د ۱۱ سپتمبر پورې به دغه کار بشپړ کړي.

د وتلو د پروسې سره د مرستې او د تروریستي ډلو لکه طالبانو، القاعدې او داعش پروړاندې د دفاع لپاره، د متحده ایالاتو پوځ په منځني ختیځ کې اضافي ځواکونه او سرچینې ځای په ځای کوي .

د ترهګرۍ پروړاندې د اوږدې مودې اقداماتو په توګه، د پنټاګون چارواکي په هغه هیوادونو کې د سرچینو د ځای په ځای کولو په لټه کې دي چې د افغانستان سره پوله لري یا ورته ته نږدې دي، که څه هم دوی تر دې دمه نه ده ښکاره کړې چې چيرته به دوی خپلې سرچينې ځای په ځای کړي.

د مارچ په ۱۲مه اخيستل شوی دا عکس د پاکستان په کرم ضلعه کې د پاکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې په دې وروستیو ورځو کې په جوړ شوي باړ باندې د پاکستان او افغانستان بیرغونه ښیي. [ضیاء الرحمان/ پاکستان فارورډ]

د مارچ په ۱۲مه اخيستل شوی دا عکس د پاکستان په کرم ضلعه کې د پاکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې په دې وروستیو ورځو کې په جوړ شوي باړ باندې د پاکستان او افغانستان بیرغونه ښیي. [ضیاء الرحمان/ پاکستان فارورډ]

د پاکستان په خېبر ضلعه کې افغانستان ته روان ټرکونه د مارچ په ۱۹مه د تورخم پولې ته نږدې د چارواکو د تصفيې لپاره انتظار کوي. [ضیاء الرحمان/ پاکستان فارورډ]

د پاکستان په خېبر ضلعه کې افغانستان ته روان ټرکونه د مارچ په ۱۹مه د تورخم پولې ته نږدې د چارواکو د تصفيې لپاره انتظار کوي. [ضیاء الرحمان/ پاکستان فارورډ]

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهد حفیظ چوهدري تیره میاشت خبریالانو ته وویل، "پاکستان د افغانستان له شریکانو سره په همغږۍ د سرتیرو د مسؤلانه وتلو د اصول بشپړ ملاتړ کوي."

هغه هیله څرګنده کړه چې متحده آيالات به په دوامدارته توګه د افغانستان له مشرانو څخه وغواړي چې په افغانستان کې د سیاسي حل د ترلاسه کولو لپاره د دې تاریخي فرصت څخه ګټه پورته کړي.

هغه وویل، "پاکستان به په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات لپاره په هڅو کې له نړیوالې ټولنې سره په ګډه کار ته دوام ورکړي."

د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې متحدین

چارواکي وايي، پاکستان د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو او په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ځواکونو د کمیدو څارنه کوي او ليواله دی چې له هر ډول احتمالي امنیتي ګواښونو سره مقابله وکړي.

شنونکي بریالي عملیاتو، لکه ضرب عضب عمليات چې په ۲۰۱۴ کال کې پيل شوي وو، ته کريډټ ورکوي، چې په پاکستان کې يې د وسله والو د مخ په زياتيدونکو بریدونو مخه ونیوله.

په دغه عملیاتو کې، امنیتي ځواکونو د تحريک طالبان پاکستان او القاعدې په ګډون ګڼ شمير وسله وال ووژل یا يې ونیول.

که څه هم، ګڼ شمیر یاغیان په ځانګړي توګه مشران د افغانستان ګاونډويو صوبو خوست او کنړ ته وتښتیدل.

په اسلام آباد کې د استخباراتو يو سينير افسر، چې د نوم نه ښودلو غوښتنه یې وکړه ځکه چې هغه له رسنیو سره د خبرو کولو اجازه نه لرله، وويل، "په داخلي توګه، پاکستان د ترهګرو ډلو لپاره د ترهګریزو بریدونو ترسره کول ګران کړي دي."

دغه چارواکي وویل، "په بیروني توګه، پاکستان د راتلونکي لپاره چمتو دی، په ځانګړي توګه کله چې د ایتلاف په ځواکونو کې کمی راشي، چې په دې کې هغه وسله والې ډلې شاملې دي کومې چې په افغانستان کې [مخامخ] جنګيږي او فعاليت کوي."

د سولې د مطالعالاتو لپاره د پاکستان انسټيټيوټ لخوا د خپور شوي کلني امنیتي راپور له مخې، پاکستان په ۲۰۲۰ کې درې او په ۲۰۱۹ کال کې څلور ځانمرګي بریدونه ثبت کړل، چې د ۲۰۱۸ کال د ۱۹ بریدونو څخه کم دي.

دغه چارواکي وویل چې په دې وروستیو کلونو کې د پاکستان، افغانستان او متحده ایالاتو تر منځ د استخباراتي معلوماتو شریکول په افغانستان کې د ټي ټي پي او القاعدې د څو کمانډرانو د وژلو لامل شوی او د پاکستان سره يې د خپل امنیتي وضعیت په ښه کولو کې مرسته کړې ده.

هغه زیاته کړه چې پاکستان او متحده ایالات به د ترهګرۍ پرضد مبارزې کې نږدې متحد پاتې شي.

شنونکي وايي، پاکستان له افغانستان سره د ۲۶۰۰ کیلو میتره اوږدې پولې ته باړ لګول یو بل نوښت دی چې د پولې دواړو خواو ته يې د امنیت په تامین کې مرسته کړې ده.

د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد د اپرېل په ۱۱مه وویل، د دې باړ ۹۰٪ برخه جوړه شوې ده او د جون په میاشت کې به بشپړ شي.

اختر جان، چې يو چارواکی دی او په کرم ضلعه کې د خرلاچي په پوله ځای په ځای شوی دی، وویل، "له افغانستان سره د پولې تړل د پاکستان د هغو هڅو یوه برخه ده چې د پولې دواړو خواوو ته په رسمي توګه په ټاکل شويو لارو باندې تګ راتګ ته اجازه ورکړي."

هغه وویل، د نظارت او امنیت د ښه کولو او د وسله والو لخوا د پولې پورې غاړې د بریدونو د مخنيوي لپاره، د پاکستان پوځ او نورو سرحدي ځواکونو په ګډه پولې ته د باړ لګولو نه علاوه نوې قلعې او سرحدي پوسټونه جوړ کړي دي.

هغه زیاته کړه، "د باړ لګولو وروسته، د پولې پورې غاړې بریدونو کې د پام وړ کمی راغلی دی."

په افغانستان کې سوله يقيني کول

پاکستان هم په افغانستان کې د سولې په تامین کې رغنده رول لوبوي.

د پاکستان، متحده ایالاتو، روسیې او چین چارواکو په تیره جمعه (د اپرېل په ۳۰ مه) په دوحه کې په افغانستان کې د سوله ایز حل په اړه په پراخه "ترویکا" کې برخه واخیسته.

د دغه ډلې د یوې ګډې اعلامیې له مخې، "ترویکا" په هغو لارو چارو باندې بحث وکړو چې د بين الاافغاني خبرو اترو ملاتړ وکړي او له اړخونو سره مرسته وکړي چې د خبرو اترو له لارې د حل لاره ومومي او دایمي او هراړخیز اوربند وکړي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې د دغه څلورو هیوادونو چارواکو د افغانستان له چارواکو او د طالبانو له مشرانو سره خبرې وکړې او په طالبانو یې غږ وکړو چې خپلې ژمنې پوره کړي "او دا ډاډ ترلاسه کړي چې ترهګرې ډلې او کسان د افغانستان خاوره د بل هیواد امنیت ته د ګواښ کولو لپاره استعمال نه کړي."

په دغه اعلاميه کې ويل شوي، طالبان باید د ترهګرو ډلو لکه القاعده او داعش کوربه توب ونه کړي او هغوی د استخدام، روزنې او تمویل څخه منع کړي.

په دغه بيان کې راغلې، "دا ډلې د دوامدار او عادلانه سیاسي حل په کلکه ملاتړ کوي چې په پایله کې به یو آزاد، خپلواکه، متحد، سوله ایز، جمهوري، بې طرفه او په ځان بسیا افغانستان جوړ کړي."

د ترویکا نه مخکې، د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیوډ جې آسټین ۳ د اپرېل په ۲۸مه د پاکستان د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاوید باجوه ته ټیلیفون وکړو چې په افغانستان کې د ځواکونو د کميدو، سیمه ایز ثبات او امنیت په اړه خبرې وکړي.

د امریکې د دفاع وزارت په یو بيان کې وويل، د دغه کال په دوران کې، آسټین د "پاکستان او متحده ایالاتو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په اهمیت" ټينګار وکړو او "د افغانستان د سولې خبرو اترو لپاره د پاکستان د مرستې ستاينه یې وکړه."

سربیره پردې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د اپرېل په میاشت کې دوه ځله له خپل الماني سیال هیکو ماس سره د نورو مسلو تر څنګ د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

د قریشي د وزارت د یو بيان له مخې، قریشي د اپرېل په ۲۹مه په اسلام آباد کې په یوې غونډه کې د مسؤلانه وتلو او د خبرو اترو له لارې د سیاسي حل لپاره د افغاني ګوندونو له خوا د دوامداره پرمختګ" په اهمیت ټينګار وکړو.

په بيان کې ويل شوي چې قریشي په دې ټينګار وکړو چې "په افغانستان کې به سوله د پراخې سوداګرۍ او سیمه ییزې همکارۍ په ګډون د پام وړ ګټې رامنځته کړي".

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500