امنیت

د پاکستان او متحده ایالاتو ترمنځ د پوځي روزنې بيرته بحالي د اړيکو پياوړتيا په ګوته کوي

د ضياء الرحمان لخوا

ښځینه پاکستاني سرتیري د تير مارچ په ۲۳ مه په اسلام آباد کې د يوم پاکستان لمانځلو په دوران کې په پريډ کې مارچ کوي. متحده ایالاتو د جنورۍ په میاشت کې د زده کړې او روزنې په نړيوال پوځي پروګرام (آی ايم اي ټي) کې د پاکستان د ګډون د بيا پيل اعلان وکړو. [فاروق نعیم/ ای اېف پي]

ښځینه پاکستاني سرتیري د تير مارچ په ۲۳ مه په اسلام آباد کې د يوم پاکستان لمانځلو په دوران کې په پريډ کې مارچ کوي. متحده ایالاتو د جنورۍ په میاشت کې د زده کړې او روزنې په نړيوال پوځي پروګرام (آی ايم اي ټي) کې د پاکستان د ګډون د بيا پيل اعلان وکړو. [فاروق نعیم/ ای اېف پي]

اسلام آباد -- شنونکي وایي، د متحده ايالاتو د پوځي روزنې او ښوونې په پروګرام کې د پاکستان د وروستي ګډون بیا پیل د دواړو هیوادونو ترمنځ، په ځانګړي توګه د هیوادونو د ځواکونو ترمنځ، ښې اړیکې او همکاري په ګوته کوي.

د سویلي او مرکزي آسیا لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پرنسپل ډپټي اسسټنټ سيکريټري الیس ویلز د جنورۍ په ۴ مه په یو ټویټ کې وویل، متحده ایالاتو د پاکستان ګډون معطل کولو نه د يو کال نه زياته موده وروسته د زده کړې او روزنې په نړيوال پروګرام (آی ايم اي ټي) کې د پاکستان بیرته شامليدل منظور کړل.

هغې په ټویټ کې وویل، "واشنګټن دا څرګنده کړه چې"د پوځونو ترمنځ همکاري د ګډو لومړیتوبونو پربنسټ پیاوړي کړي" او " د متحده ایالاتو ملي امنیت ته وده ورکړي".

ویلز وویل، د پاکستان لپاره عمومي امنیتي مرسته معطله ده.

په آی ايم اي ټي کې د پاکستان ګډون وروسته له هغې بيرته پیل شو کله چې په واشنګټن کې د جولای په میاشت کې د متحده ایالاتو د صدر ډونالډ ټرمپ او د پاکستان د وزیر اعظم عمران خان تر منځ غونډه وشوه.

دواړو مشرانو ژمنه وکړه چې د خپلو هیوادونو تر منځ به اړیکې پراخه کړي.

په دغه غونډه کې، ټرمپ په افغانستان کې د سولې خبرو په پرمختګ کې د پاکستان د مرستې ستاینه وکړه.

خان وویل، له هغه وخت راهيسې دواړه هيوادونه ښې اړيکې لري کله چې پاکستان په ۱۹۴۷ کال کې خپلواکي ترلاسه کړه.

هغه په افغانستان کې شوروي یرغل ته په اشارې سره وویل، "موږ [دواړه هیوادونه] په ګډه جنګ کوو"، چيرې چې پاکستان د لومړۍ کرښې هيواد و، د متحد ایالاتو اتحادي و، او په ۱۱ سپتمبر ۲۰۰۱ په متحده ايالاتو کې د تروريستي بريدونو نه وروسته د ترهګرۍ پرضد جنګ کې هم ښکيل و.

واشنګټن ته د خان د سفر وروسته، متحده ایالاتو د پاکستان د اېف-۱۶ جنګي جټ الوتکو لپاره ۱۲۵ ملیونه ډالره (۱.۸ ملیارده پاکستانۍ روپۍ) د تخنیکي مرستې په توګه تصویب کړې.

د پوځي ظرفیتونو لوړول

شنونکي او قانوني ماهرین وايي، پاکستان ته دا اجازه ورکول چې د امریکايي پوځي روزنې په پروګرام کې برخه واخلي، د دواړو هیوادونو د پوځي مشرانو تر منځ به ښې کاري اړیکې پیاوړې کړي.

آی ايم اي ټي د متحده ایالاتو د امنیتي مرستې پروګرام دی چې ظرفیتونه او تخنیکي مهارتونه لوړوي او هدف یې د دوه اړخېزو پوځي اړیکو له لارې سیمه ایز ثبات ته وده ورکول دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړي چارواکي وویل، د آی ايم اي ټي لاندې، د پاکستان د منځنۍ کچې د ۶۰ څخه زیات افسران د کلنۍ روزنې لپاره متحده ایالاتو ته ځي.

هغه وویل، "د دې مرستو بيرته پيلول د پاکستان او متحده ایالاتو لپاره خورا مهم دي او د دوی د پوځي مشرانو تر منځ به ښې کاري اړیکې جوړې کړي."

دغه چارواکي، چې د نوم نه ښودلو غوښتنه يې وکړه ځکه چې هغه له رسنیو سره د خبرو کولو اجازه نه لرله، وویل، "آی ايم اي ټي په راتلونکي کې د پوځونو ترمنځ د اړیکو لپاره د پام وړ ځای دی چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې به د دواړو هیوادونو لپاره ګټور وي."

هغه وویل چې دا پروګرام په ۱۹۶۰ عشره کې پيل شوی و، خو د ۱۹۹۱ نه تر ۲۰۰۲ پورې د پاکستان لپاره په متحده ایالاتو کې د اتومي وسلو د خپرولو د بندیزونو له امله ځنډول شوی و.

رویټرز په اګست ۲۰۱۸ کال کې د امنیتي نظارت په حواله وويل، پاکستان د ۲۰۰۳ او ۲۰۱۷ ترمنځ د آی ايم اي ټي مرستې ترټولو لوی ترلاسه کونکی و. د امنيتي مرستې نظارت یوه غیر انتفاعي موسسه ده چې په ټوله نړۍ کې د متحده ایالاتو د امنیتي سکتور د مرستې د پروګرامونو تعقیب او تجزيه کوي.

يو مثبت اغيز

نصرت وحید، چې د پاکستان په پارلمان کې د سیند استازیتوب کوي، وویل چې دا اقدام به د سیمې په امنیت او همکارۍ باندې مثبت اغیز ولري.

نصرت وویل، "دا د وزیر اعظم خان د بریالي سفارتي هڅو پایله وه، چې حکومت یې له امریکې سره د ښو اړیکو وړاندیز کوي چې دواړه هېوادونو ته په اقتصادي پراختیا، د تروریزم پر ضد مبارزې او نورو چارو کې ګټه ورکوي."

خان، د وزير اعظم جوړيدو نه مخکې، ژمنه کړې وه چې له متحده ایالاتو سره به "متوازن اړیکې" جوړې کړي -- دا هغه دریځ دی چې کتونکو په هغه وخت کې ستایلی و. هغه د سفارتي اړیکو د پياوړي کيدو او د دواړو هیوادونو د ګټو لپاره د اړیکو د بدلون په اړتیا ټینګار وکړو.

په کراچۍ کې میشت د امنیتي چارو کارپوه رئیس احمد وویل، د پوځي روزنې بيرته پيلول به د متحده ایالاتو سره مرسته وکړي چې په افغانستان کې د بغاوت په ختمولو کې د پاکستان مرسته ترلاسه کړي.

واشنګټن اکثر په افغانستان کې د سولې خبرو اترو په پرمختګ کې د خبرو اترو د اسانولو لپاره د مرستې کولو له کبله د اسلام آباد ستاينه کړې ده.

احمد وویل، "پاکستان د ګڼ شمير نوښتونو په ترسره کولو سره په افغانستان کې د ۱۸ کالو بغاوت د ختمولو لپاره خپله ژمنتیا وښوده، چې په دغه نوښتونو کې د افغان مشرانو پاکستان ته رابلل شامل دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د متحده ایالاتو امنیت زياتول او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه د اسلام په وړاندې د امریکایي صلیبي یرغل یو ښه تعبير دی. آی ايم اي ټي د بهرنیو زده کونکو د ښونې او د هغوی د ځای پر ځای کولو لپاره يوه وسيله ده چې د امریکې ګټو ته وده ورکړي.

ځواب