امنیت

پاکستان به د امریکې له پوځي روزنېز پروګرام سره یو ځای شي

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

د پاکستان سمندري ځواکونه د عمان په خلیج کې د نومبر په ۶ مه د نړیوال سمندري مشق په دوران کې په يو ايس ايس نورمانډي کې د سفر کولو، ختلو، لټون کولو او ضبط کولو د برخې په توګه تاکتیکي حرکتونه ترسره کوي. [د متحده ایالاتو بحري ځواک]

واشنګټن -- متحده ایالات به پاکستان ته اجازه ورکړي چې په هغه پوځي روزنیز پروګرام کې برخه واخلي چې د متحده ایالاتو حکومت دوه کاله مخکې پاکستان ته د امنیتي مرستو د منجمد کولو په دوران کې ځنډولی وو.

د دوشنبې په ورځ (د دسمبر په ۲۳ مه) اعلان شوې پریکړه د واشنګټن او اسلام آباد ترمنځ د ښه اړیکو یوه نښه ده.

د آزادۍ راډيو راپور ورکړو چې متحده ايالاتو په سپتمبر ۲۰۱۷ کال کې اعلان وکړو چې دا پلان لري چې تر هغه وخته پورې به د پاکستان لپاره پوځي مرستې وځنډوي تر څو چې دې په هیواد کې د ترهګرو "خوندي پټنځایونو" په وړاندې جدي ګامونه نه وي پورته کړي.

په جنوري ۲۰۱۸ کال کې، د امریکې حکومت دغه مرستې معطل کړې او ويې ويل چې پاکستان د افغان طالبانو او له هغې سره تړاو لرونکې حقاني شبکې اډې په نښه کولو لپاره کافي اقدامات نه کوي.

د متحده ایالاتو سناتور لینډسي ګراهم د دسمبر په ۱۶ مه په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاوید باجوه سره خبرې اترې کوي. په دغه خبرو اترو کې د افغانستان د روغې جوړې پروسه شامل وه. ګراهم د سیمه ییزې سولې او ثبات د ودې لپاره د پاکستان هڅې ومنلې. [آی ايس پي آر]

د آزادۍ راډيو راپور ورکړو، دا روزنېز پروګرام د معطل شوې مرستې یوازې یوه برخه ده. په مجموعي توګه، د پاکستان لپاره د متحده ایالاتو ۲ ميليارده (۳۰۹.۴ مليارده پاکستانۍ روپۍ) پوځي مرسته معطل شوي ده.

د متحده ایالاتو صدر ډونالډ ټرمپ د جولای په میاشت کې په سپینه ماڼۍ کې د پاکستان د وزیر اعظم عمران خان کوربه توب وکړو، او متحده ایالاتو په تير کال کې څو ځله له افغان طالبانو سره په خبرو اترو کې د پاکستان د مرستې هرکلی کړی دی.

خان په اګست ۲۰۱۸ کال کې وټاکل شو.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د دسمبر په ۲۳ مه وویل، دغه معطل کيدو "د هغه پروګرامونو لپاره د محدود استثنا اجازه ورکړه کوم چې د متحده ایالاتو د ملي امنیتي ګټو ملاتړ کوي."

هغې وویل، د متحده ایالاتو انتظاميې "د ورته استثنا په توګه، د پاکستان لپاره د نړیوال پوځي زده کړې او روزنېز (آی ايم اي ټي) پروګرام د بیا پیلولو منظوري ورکړې ده، خو د کانګریس لخوا تصویب ته اړتيا لري."

د کانګریس کمیټو، چې د دې پروسې واک لري، سمدلاسې د دې پریکړې په اړه څه ونه ویل.

ویاندې وویل، "آی ايم اي ټي يوه موقعه برابروي چې په ګډ لومړیتوبونو کې د خپلو هیوادونو ترمنځ دوه اړخیزو همکاریو ته وده ورکړي." "موږ غواړو چې د هغه اقداماتو له لارې دا بنياد په دوامداره توګه وکاروو کوم چې سیمه ییز امنیت او ثبات ته وده ورکوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه له پاک پوځ سره مينه کوم

ځواب

دې تضمین ته اړتیا ده چې دا ګډ روزنې پروګرام به په دې بهانه نه ودرول کیږي چې پاکستان د ترهګرۍ مرکز دی.

ځواب

انشاء الله

ځواب