تروريزم

پاکستان د اېف ای ټي اېف د خړ لیسټ څخه د وتلو لپاره د متحده ايالاتو مرستې ته سترګي په لار دی

د ضياء الرحمان لخوا

رینجر د اکتوبر په لومړۍ نیټه په کراچۍ کې په یو سړک باندې ګشت کوي. پاکستان په دې وروستیو کې یو لړ نوښتونه بشپړ کړي چې د مالي عمل کاري ځواک (اېف ای ټي اېف) شرطونه پوره کړي. [ضیا الرحمن]

رینجر د اکتوبر په لومړۍ نیټه په کراچۍ کې په یو سړک باندې ګشت کوي. پاکستان په دې وروستیو کې یو لړ نوښتونه بشپړ کړي چې د مالي عمل کاري ځواک (اېف ای ټي اېف) شرطونه پوره کړي. [ضیا الرحمن]

اسلام آباد -- شنونکي وايي چې پاکستان د ترهګرۍ د تمویل او پیسو مینځلو سره په مبارزه کې د نړیوالو معیارونو د پوره کولو لپاره د خپلو هڅو د یوې برخې په توګه، د مرستې لپاره متحده ایالاتو ته مخه کولی شي.

اېف ای ټي اېف، چې په پاريس کې دېره بين الحکومتي سازمان دی، د پیسو مینځلو او ترهګرۍ د تمویل خلاف اقداماتو پورته کولو کې د ناکامه کيدو له کبله په جون ۲۰۱۸ کال کې پاکستان په خپل خړ لیسټ کې په رسمي ډول شامل کړو.

خړ لیسټ په هغو هیوادونو مشتمل دی چې اېف ای ټي اېف يې د پیسو مینځلو او ترهګرۍ تمویل سره د مبارزې لپاره د دوی په هڅو کې د کمزورۍ له کبله څارنه کوي.

اېف ای ټي اېف د اسلام آباد لپاره آخرنۍ نيټه تر سپتمبر پورې وغځوله چې د عمل پلان بشپړ کړي چې موخه يې د اېف ای ټي اېف شرطونه پوره کول دي، او دا به د اکتوبر په ۲۱-۲۳ مه په خپله غونډه کې د اېف ای ټي اېف کاري پلان په اړه د پاکستان پرمختګ وارزوي.

د کراچۍ زده کونکي د فبروري په میاشت کې په یوې مدرسه کې امتحان ورکوي. پاکستاني چارواکو ۹۷۶ ملکیتونه منجمد کړي دي، چې په دې کي هغه مدرسې شاملي دي چې له ممنوعه سازمانونو سره يې تړاو لرلو. [ضیاء الرحمان]

د کراچۍ زده کونکي د فبروري په میاشت کې په یوې مدرسه کې امتحان ورکوي. پاکستاني چارواکو ۹۷۶ ملکیتونه منجمد کړي دي، چې په دې کي هغه مدرسې شاملي دي چې له ممنوعه سازمانونو سره يې تړاو لرلو. [ضیاء الرحمان]

يوه خیریه موسسه د اګست په مياشت کې په کراچۍ کې د اوبو وړیا بوتلونه (په بوتل کې اچول شوي اوبه) ويشي. [ضیاء الرحمان]

يوه خیریه موسسه د اګست په مياشت کې په کراچۍ کې د اوبو وړیا بوتلونه (په بوتل کې اچول شوي اوبه) ويشي. [ضیاء الرحمان]

شنونکي وايي، که څه هم پاکستاني چارواکو د اېف ای ټي اېف د سپارښتنو د عملي کولو لپاره یو لړ اقدامات کړي دي، خو د واشنګټن او اسلام آباد ترمینځ ښې اړیکې رول لوبولی شي چې پاکستان په تور لیسټ کې د شامليدو نه منع کړي.

د پاکستان او متحده ایالاتو ترمینځ اړیکې د ۲۰۱۹ کال د جولای په میاشت کې د وزیر اعظم عمران خان او د متحده ایالاتو د انتظاميې ترمینځ له غونډې وروسته ښه شوي دي.

په کراچۍ کې میشت د امنیتي چارو شنونکي رئیس احمد وویل، له غونډې نه مخکې، واشنګټن له اسلام آباد سره اړیکې خورا کمې کړې وې، چې پاکستان یې د متحده ایالاتو له مهم ملاتړ پرته پرېښودو او د دې لامل شو چې دغه هيواد د اېف ای ټي اېف په خړ لیست کې شامل شو.

احمد وويل، که څه هم، په افغانستان کې د سولې خبرو اترو په پرمختګ کې له متحده ایالاتو سره مرسته کولو اسلام آباد ته فرصت برابر کړو چې له واشنګټن سره خپلې اړیکې بیرته جوړې کړي او متحده ایالاتو د اېف ای ټي اېف د تور لیسټ نه په وتلو کې د پاکستان له هڅو سره مرسته وکړه.

که چېرې پاکستان په تور ليسټ کې شامل شي، نو پاکستان به د ایران او شمالي کوریا په څیر شي او د نړیوالو مالي ادارو له خوا به رد کړی شي.

په بیجینګ کې د اېف ای ټي اېف د آسیا پیسفک ګډې ډلې د جنورۍ په میاشت کې ارزونه وکړه چې پاکستان "زياتره هغه ۲۲ ژمنې" پوره کړي دي چې دې د پیسو مینځلو او د ترهګرۍ د تمویل سره په مبارزه کې د خپل فعالیت ښه کولو لپاره یې کړې وې.

احمد وویل، متحده ایالاتو او د انګلستان، فرانس، جرمني، آسټرالیا، نیوزیلینډ او جاپان په شمول کلیدي متحدینو پاکستان ته په دې ناسته کې استثنا ورکړه.

متحده ایالاتو د اېف ای ټي اېف د سپارښتنو عملي کولو لپاره د پاکستان د وروستي هڅو لپاره خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

د متحده ایالاتو د سویلي او مرکزي آسیا د چارو وزارت ادارې د جولای په ۲۹ مه په يو بيان کې وويل، "پاکستان ... د بهرني تمرکز وسله والو ډلو او د ملګرو ملتونو له خوا ټاکل شويو تروریستي سازمانونو، چې د دې په خاوره کې فعاليت کوي، د ترهګرۍ پروړاندې د خپل ملي عمل پلان او د وزیر اعظم عمران خان د عامه ژمنې سره سم، پر وړاندې اقدامات کړي دي."

په فبرورۍ کې، دغه ادارې د پاکستان د یوې محکمې له خوا د جماعت الدعوه د مشر حافظ سعید او د ترهګرۍ د تمویل په دوو کېسونو کې د یو همکار د محکومیت ستاینه وکړه.

دې ادارې ټويټ وکړو، دغه محکوميت د ترهګرۍ د تمویل سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان د ژمنې د پوره کولو لپاره "یو مهم ګام" دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یو لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "پاکستان هیله لري چې متحده ایالات به له پاکستان سره د اېف ای ټي اېف له خړ لیسټ څخه د وتلو په برخه کې مرسته وکړي."

د کورنیو چارو وزارت د وروستي راپور له مخې، چارواکو له مارچ ۲۰۱۹ کال راهيسې ۹۷۶ ملکيتونه کنګل کړي چې د منع شويو سازمانونو سره يې تعلق لرلو او سکولونه، کالجونه، مدرسې، هسپتالونه، ډسپنسرۍ او امبولانسونه، چې دغه ډلو به د خیريه سازمانونو په نوم کارول، ضبط کړي دي.

د متحده ایالاتو او چین ترمینځ تاوتريخوالی

شنونکي وايي، په داسې حال کې چې اسلام آباد د واشنګټن څخه د احتمالي مرستې په لټه کې دی، د متحده ایالاتو او چین ترمینځ وروستي کړکیچونه پاکستان ته يو فرصت چمتو کولی شي چې له واشنګټن سره خپلې اړيکې ښه کړي.

د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ کړکیچ د ګڼ شمير مسلو له کبله رامينځته شوی، چې په دې کې سوداګري، د کورونا ویروس وبا، او په سنکیانګ او هانکانګ کې د چینايي رژیم د بشري حقونو سرغړونې، او په نړۍ کې د کرونا ويروس ناروغۍ په خپرولو کې د رول لرلو په اړه د دې د غلطو معلوماتو کمپاين، او د دې د پوځ مخ په زياتيدونکي جارحانه استعمال شامل دي.

په کراچۍ کې میشت مشاور اشوک شرما، چې د نويو شرکتونو کاروبار لري، وويل، "اسلام آباد باید د چین او متحده ایالاتو ترمينځ په شخړه کې طرفداري ونه کړي او باید د دې ارزونه وکړي چې متحده ایالات د پاکستان لپاره د صادراتو ترټولو لوی هیواد دی، په داسې حال کې چې چین د پاکستان ترټولو لوی واردوونکی ملګری دی."

د پاکستان د کپړې سوداګري او د هیواد د ټیکنالوژۍ سکتور له مخکې نه احتمالي بازارونو ته سترګې په لار دي چې له تاوتریخوالي څخه راپورته شوي دي.

وزير اعظم خان په دې وروستيو کې دا خبره په ډاګه کړه چې پاکستان د متحده ايالاتو او چین دواړو سره ښې اړیکې لري او باید د یو ځانګړي "کیمپ" سره د ودريدو نه ډډه وکړي.

خان د الجزیرې سره د سپټمبر په ۳ مه په يوې مرکه کې وویل، "پاکستان بايد په هيڅ يو کيمپ کې پاتې نه شي. ولې موږ نشو کولی له هرچا سره ښې اړیکې ولرو؟"

د بهرنيو سرمايه کارانو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د شمیرو له مخې، د متحده آیالاتو تر شلو ډیر شرکتونه، په ۲۰۰ غړو کې يوازې د څلورو چينايي سوداګرۍ په پرتله، په پاکستان کې د بهرنيو سرمايه کارانو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې غړي دي.

شرما وویل، نږدې اړیکې او د متحده ایالاتو ملاتړ له پاکستان سره مرسته کولی شي چې د پیسو د نړیوالو سازمانونو، د پیسو نړیوال صندوق په ګډون، نه قرضه ترلاسه کړي، صادراتو ته وده ورکړي او خپل پوځي ظرفیتونه لوړ کړي.

د جنورۍ په مياشت کې، متحده ایالاتو په دې پروګرام کې د پاکستان د ګډون معطل کولو نه وروسته (د يو کال نه زياته موده وروسته) د زده کړې او روزنې په نړيوال پروګرام کې، چې د ظرفیتونو او تخنیکي مهارت لوړولو لپاره د متحده ایالاتو د امنیتي مرستې پروګرام دی، د پاکستان بیرته شامليدل منظور کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هو د پاکستان راتلونکی ډير ښه دی انشاء الله

ځواب