تروريزم

په پاکستان کې د داعش، تحريک طالبان پاکستان پروړاندې د مبارزې په جريان کې ځانمرګي بریدونه کم شوي دي

د ضياء الرحمان لخوا

د امنیت کارکوونکي د جولای په ۱۵مه په کراچۍ کې د يو مارکيټ ساتنه کوي. [ضیاء الرحمان]

د امنیت کارکوونکي د جولای په ۱۵مه په کراچۍ کې د يو مارکيټ ساتنه کوي. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- د داعش د خراسان څانګې او د تحريک طالبان پاکستان په څير د وسله والو ډلو پروړاندې مبارزه په تير کال کې په پاکستان کې د ځان وژونکو بريدونو په شمیر کې کمی راوستی دی.

په اسلام آباد کې د يوې څيړنيزې موسسې د پاکستان د سولې مطالعالاتو لپاره انسټيټيوټ (پيپس) لخوا د خپاره شوي کلني امنیتي راپور له مخې، پاکستان په ۲۰۱۹ کال کې څلور ځانمرګي بریدونه ثبت کړل، چې په تير کال کې د ۱۹ نه کم شمير دی.

د پيپس په راپور کې راغلي، دا بريدونه په ۲۰۱۹ کال کې په لورالایي، کویټه، لاهور او ډېره اسماعیل خان کې ترسره شوي وو، چې لږ تر لږه ۵۵ کسان په کې وژل شوي ول او ۱۲۲ کسان په کې ژوبل شوي ول. د داعش خراسان څانګې او ټي ټي پي د دې بريدونه مسوليت پر غاړه اخيستې و.

په ۲۰۱۸ کال کې، په ځانمرګي بریدونو کې ۳۱۷ کسان وژل شوي ول او ۴۸۲ نور ژوبل شوي ول.

په کراچۍ کې د مسیحي ټولنې غړي په مارچ ۲۰۱۵ کال کې په لاهور کې په دوو کلیساګانو کې د ځان وژونکي برید پروړاندې احتجاج کوي. [ضیاء الرحمان]

په کراچۍ کې د مسیحي ټولنې غړي په مارچ ۲۰۱۵ کال کې په لاهور کې په دوو کلیساګانو کې د ځان وژونکي برید پروړاندې احتجاج کوي. [ضیاء الرحمان]

د پيپس ډايريکټر محمد عامر وويل، په پخوانیو قبایلي سیمو کې د وسله والو پټنځایونو -- په ځانګړې توګه هغه پټنځايونه چې د ټي ټي پي سره يې تړاو لرلو -- د نښه کولو لپاره پوځي عملیات، او همدارنګه د ځانمرګي بریدګرو روزونکو وژل په ځانمرګي بريدونو کې د کمي اصلي لاملونه وو.

رانا وویل، "د ترهګرۍ ضد عملیاتو بریالیتوبونو د ترهګرو ډلو لپاره دا ګرانه کړې چې ځانمرګي بريدونه ترسره کړي."

خو، ترهګر په هیواد کې فعال دي.

د فبرورۍ په مياشت کې په کويټه کې په يو هجوم کې يو ځانمرګي بريد، چې د داعش خراسان څانګې يې ادعا کړې وه، وشو چې لږ تر لږه اته کسان په کې مړه شول او نږدې ۲۰ کسان په کې ژوبل شول.

دغه تروریستي ډلې د جنورۍ په ۱۰مه په کویټه کې په یو جومات کې د بمي برید مسولیت په غاړه واخیستو چې لږ تر لږه ۱۴ کسان په کې مړه شوي ول او ۲۰ کسان په کې ژوبل شوي ول.

په دې وروستیو کې، د اګست په ۱۱مه، د تحریک طالبان پاکستان ځانمرګي بریدګر په سویلي وزیرستان کې يو پوځي ګاډي ته نژدې ځان ته چاودنه ورکړه او درې سرتیري یې ژوبل کړل.

یوه اوږده هڅه

د پيپس راپور وويل، په پاکستان کې په ۲۰۰۷ کال کې ځانمرګي بريدونه وروسته له هغې مخ په زياتيدو شول کله چې د دغه کال د جولای په مياشت کې د وسله والو پر وړاندې، چې د اسلام آباد په لال مسجد کې يې پناه اخيستې وه، پوځي عملیات ترسره شول.

د راپور له مخې، ترهګريزې ډلې د ويرې خپرولو لپاره ځانمرګي بریدونه تر ټولو زيات وژونکي او مؤثره وسله ګني.

په پاکستان کې د القاعدې او د هغې سره وابسته ډلو، لکه تحریک طالبان پاکستان او د هغې نه جدا شوي ډلو، او همداشان لشکر جنګوي، ځانمرګي بريدونه د حکومت د بې ثباته کولو لپاره په خپلو هڅو کې کارولي دي.

د داعش خراسان څانګه هم په پاکستان او همدارنګه په افغانستان کې د ځانمرګي بریدونو ترشا د کليدي ډلې په توګه راپورته شوې ده.

که څه هم وسله والې ډلې ادعا کوي چې دوی ترهګري یوازې د دولت پر وړاندې د وسلې په توګه کاروي، خو دې ډول ډلو په سلګونو بې ګناه ملکي وګړي وژلي دي.

د پيپس له مخې، په ۲۰۰۷ کال کې، په پاکستان کې د ځانمرګي بريدونو ۵۶ پیښې رامينځته شوي وې، چې د ۲۲۰ ملکي وګړو سربیره د پوځ او پولیسو ۴۲۲ غړي په کې وژل شوي ول. په دغه پيښو کې د دسمبر په ۲۷مه د پاکستان پیپلز پارټۍ مشرې او پخوانۍ وزيراعظمې بینظیر بهوټو وژل شامل ول.

د بریدونو د مخنیوي لپاره، حکومت څو پوځي عملیات پیل کړل، په ځانګړي توګه په ۲۰۱۴ کال کې ضرب عضب عملیات، چې د یاغیانو ډلو شبکې تباه کړي او د دوی مشران ووژني او یا يې ونيسي..

په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد ادارې یو سينير پوليس چارواکي، چې د نوم نه ښودلو غوښتنه یې وکړه ځکه چې هغه له رسنیو سره د خبرو کولو اجازه نه لرله، وويل، له هغه وخت راهيسې دوامداره عملیاتو په ځانمرګي بریدونو کې د پام وړ کمی راوستې دی، او په ۲۰۱۹ کال کې د دې ډول څلورو بریدونو شمیر د دوی اغیزمنتوب په ګوته کوي.

ضمير جعفري، چې د يونيورسټۍ زده کونکی دی او په ۲۰۱۳ کال کې د کراچۍ ښار په عباس ټاون کې د شیعه ګانو په سيمه کې په یو ځانمرګي برید کې ژوندی پاتې شوی و، وویل چې دا ډول کړنې، چې بې ګناه خلک په کې وژل کيږي، په هيڅ يو مذهب کې د منلو وړ نه دي.

د هغه پلار د ۵۰ نه په هغه زياتو کسانو کې شامل و چې په دغه بريد کې وژل شوي ول.

"وسله والې ډلې، که دا د داعش د خراسان څانګه وي او یا تحریک طالبان پاکستان وي، له اسلام سره هیڅ تړاو نه لري. هغه وويل، هیڅ شی دا ظلم توجيه کولی نه شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500