تروريزم

د البغدادي د مرګ نه وروسته د داعش ډلې د امنیتي ادارو په وړاندې 'کمزوري' شوي دي

د ضياء الرحمان لخوا

پولیس د اکتوبر په میاشت کې په کراچۍ کې امنیتي دندې ترسره کوي. [ضیاء الرحمان]

پولیس د اکتوبر په میاشت کې په کراچۍ کې امنیتي دندې ترسره کوي. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- امنیتي شنونکي وايي، په تیره میاشت کې د داعش د مشر ابوبکر البغدادي مرګ په پاکستان او افغانستان کې تروریستي ډله دومره کمزوري کړې ده چې د قانون پلي کونکې ادارو لخوا ځپل کيدی شي.

د داعش دغه فراري مشر د داعش د ګڼ شمېر نورو وسله والو سره یوځای د متحده ایالاتو د ځانګړیو ځواکونو له خوا د شپې په برید کې د سوریې په شمال لویدیځ کې وژل شوی وو.

دغه بريد هغه وخت پای ته ورسيدو کله چې البغدادي په يو غار کې پټ شوی وو او هغه هلته کې ځانمرګي واسکټ ته چاودنه ورکړه چې ځان او ورسره خپل درې ماشومان یې ووژل.

د هغه وژل نه یوازې په ټوله نړۍ کې بلکې په پاکستان او افغانستان کې د تروریزم لپاره يو لوی ګوزار دی، چیرې چې دې ډلې په جنوري ۲۰۱۵ کال کې د خراسان فصل، چې د داعش د خراسان څانګې په نوم ياديږي، اعلان کړی و.

یو لاروي په سپتمبر کې د هغه عبادت کوونکو تصويرونو ته ګوري کوم چې په سپتمبر ۲۰۱۵ کال کې د سیند صوبې په شکارپور ضلعه کې د شیعه ګانو په جومات کې په برید کې وژل شوي ول. داعش د دې وژنې مسؤلیت په غاړه اخيستې وو. [ضیاء الرحمان]

یو لاروي په سپتمبر کې د هغه عبادت کوونکو تصويرونو ته ګوري کوم چې په سپتمبر ۲۰۱۵ کال کې د سیند صوبې په شکارپور ضلعه کې د شیعه ګانو په جومات کې په برید کې وژل شوي ول. داعش د دې وژنې مسؤلیت په غاړه اخيستې وو. [ضیاء الرحمان]

د خپل جوړیدو نه په وروسته کلونو کې، د داعش د خراسان څانګې په پاکستان او افغانستان کې ځینې خورا ویجاړونکي بریدونه ترسره کړل، چې په سلګونو بې ګناه ملکي وګړي یې په ځانګړي توګه په جوماتونو او عامه ځایونو کې ووژل.

په پاکستان او افغانستان کې امنیتي ادارو د ترهګرو ډلو په وړاندې د مبارزې کولو له لارې غبرګون وښود او د داعش د خراسان څانګې ډیر غړي يې ووژل او ونیول.

په اسلام آباد کې د قانون پلي کونکې ادارې يو سينير چارواکي، چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې خبرې وکړې، وویل، "د البغدادي وژل د داعش د خراسان څانګې لپاره د پام وړ ګوزار دی."

دغه چارواکي، چې پخپله په پاکستان کې د داعش خلاف په کوششونو کې شامل وو، وویل، "د هغه [البغدادي] وژل په پاکستان کې د دې ډلې سره د تړاو لرونکو کسانو لپاره يو لوی زیان دی، چې له مخکې نه د مبارزې او داخلي لانجې له کبله له ستونزو سره مخ دي."

هغه وویل، د پاکستان د قانون پلي کونکو ادارو په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې د داعش د خراسان څانګې ګڼ شمیر مشران وژلي دي. چارواکو د دغه ډلې د نفوذ د مخنیوي لپاره هڅې هم کړي دي، چې په علمي ادارو کې احتمالي ګمارونکو ته په ځانګړي توګه پام کوي.

په عين حال کې، د پولې هاخوا، د افغانستان د دفاع وزارت د نومبر په ۱۶ مه اعلان وکړو چې د داعش د خراسان څانګې سره تړاو لرونکي د ۶۰۰ نه زيات وسله وال په تیرو دوو هفتو کې تسلیم شول.

دغه وزارت وویل، "د پاکستان سره په ګډه پوله باندې د افغانستان په سیمه کې د پاکولو قوي عملیات په دې وروستیو کې پیل شول، چې د داعش د خراسان څانګې وسله وال يې په تسلیمیدو مجبوره کړل."

افغان رسنيو د دفاع وزارت په حواله راپور ورکړو چې "په تسلیم شويو وسله والو کې پاکستانیان، مرکزي اسیایان او ایرانیان شامل دي."

د ننګرهار صوبې یو قومي مشر حاجي طور سلیمان خېل وویل، په دې وروستيو کې د داعش د خراسان څانګې په سلګونو وسله والو تسلیمیدل ښیي چې د البغدادي وژلو په افغانستان کې د دې اورپکۍ ډلې مورال نور هم کم کړی دی.

سلیمان خېل وویل، "تروریستي ډلې له مخکې نه د پوځي عملیاتو له امله د افغانستان په ننګرهار او کونړ صوبو کې خپل قوت او سیمه له لاسه ورکړې ده."

داعش په سيمه کې

د داعش د خراسان څانګې کمزوری دریځ د دې ډلې د اورپکو مختلف ټولګه څرګندوي.

په پاکستان کې، د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ګڼ شمیر وسله وال د داعش د خراسان څانګې سره یوځای شول. تحریک طالبان پاکستان د دوامداره پوځي فشار، د مشرانو د وژلو او نیولو او داخلي اختلافاتو له کبله کمزوری شوی دی.

د تحریک طالبان پاکستان ځینې کمانډران چې د داعش په خراسان څانګه کې شامل شوي وو له مخکې نه افغانستان ته تښتيدلي دي کله چې پاکستاني ځواکونو په ضرب عضب عملياتو، چې په جون ۲۰۱۴ کال کې پيل شوي ول، کې په شمالي وزیرستان او نورو ځايونو کې د هغوی پټنځایونه ويجاړ کړل.

لشکر جنګوي، چې د شیعه ګانو پرضد د پاکستان منع شوي ډله ده، هم د داعش له ډلې سره تړاو لري، او په پاکستان کې د صوفیانو په زيارتونو او شیعه ګانو په جوماتونو باندې د بریدونو د ترسره کولو لپاره يو ځای کيږي.

په افغانستان کې، د افغان طالبانو ناراضه مشران، ځایي مجرمان او د ټي ټي پي پخواني مشران چې په افغانستان کې پټ دي د داعش د خراسان څانګې په ليکو کې شامل شوي دي.

منیر احمد شاه، چې په کراچۍ کې يو ژورناليسټ دی او په سيمه کې د اورپکو ډلو څارنه کوي، وويل، "په پاکستان او افغانستان کې د داعش ډلې اتحادي ډلې مخکې له القاعدې سره اړیکې لرلې، خو په می ۲۰۱۱ کال کې په پاکستان کې د اسامه بن لادن له وژلو وروسته، القاعده کمزورې شوه."

شاه وویل، "داعش د القاعدې د کمزوري کيدو ترټولو لويه ګټه اخیستونکې وه، او د القاعدې ګڼ شمير ډلې په سیمه کې د داعش د خراسان څانګې سره يو ځای شوې."

شاه وويل، البته د داعش د خراسان څانګې ځواک په دوامداره توګه په دواړو هیوادونو کې کم شو. هغه زياته کړه چې د دې کال په پیل کې په منځني ختیځ کې د داعش مرکز لخوا د ځمکنۍ ماتې وروسته او د البغدادي وژلو په نړۍ کې د دغه اورپکې ډلې او د هغې څانګې نورې هم کمزورې کړې.

امنیتي شنونکي وايي، داعش په منځني ختیځ کې د خپلې خاورې له لاسه ورکولو وروسته د خپل انځور د جوړولو هڅه کوي.

د مۍ په میاشت کې، داعش په پاکستان کې د "هند صوبې" د جوړولو اعلان وکړو. دا اعلان وروسته له هغه شوی چې داعش د هند تر واک لاندې کشمیر کې د برید ادعا وکړه.

که څه هم، له هغې وروسته، داعش په تیرو څو میاشتو کې په پاکستان کې د ګڼ شمیر تروریستي حملو او نورو مجرمانه فعالیتونو مسؤلیت په دروغه منلی څو هڅه وکړي چې د کمذوري کیدو وروسته د دغه ډلې انځور لوړ کړي.

د سایټ استخباراتي ګروپ، چې د تروريستي ګواښونو څارنه کوي، ايګزيکيټيو ډايريکټرې ريټا کېټز په يو ټويټ کې وويل، د نوي صوبې په اعلان سره، داعش "په عراق او سوریه کې له زیانونو وروسته هڅه کوي چې په ټوله نړۍ کې د بغاوتونو بنيادونه له نوي جوږښت سره بيرته جوړ کړي. دا هڅه کوي چې په پاکستان کې هم استخدام وکړي."

شاه وویل، "د خراسان صوبې ټوټې کول او د هغې د صوبې جوړښت بدلول دا په ګوته کوي چې داعش غواړي چې په نړيواله کچه خپل ځواک له لاسه ورکول پټ وساتي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500