امنیت

د پېښور چاودنې د افغانستان څخه د داعش د ګواښ په اړه اندېښنې راپورته کوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

پولیس په پېښور کې د مارچ په ۴ مه له ځانمرګي برید څخه یوه ورځ وروسته د شیعه ګانو جومات ته څېرمه ولاړ دي. پولیسو د پیښې په ځای کې د موندل شويو دوو پرې شويو پښو په کارولو سره بریدګر وپیژندلو. [عبدالمجید/ای اېف پي]

پولیس په پېښور کې د مارچ په ۴ مه له ځانمرګي برید څخه یوه ورځ وروسته د شیعه ګانو جومات ته څېرمه ولاړ دي. پولیسو د پیښې په ځای کې د موندل شويو دوو پرې شويو پښو په کارولو سره بریدګر وپیژندلو. [عبدالمجید/ای اېف پي]

پېښور -- پولیسو د چهارشنبې په ورځ (د مارچ په ۹مه) وویل، د "عراق او سوریې اسلامي دولت" (داعش) ځانمرګي بریدګر چې تېره هفته یې په پېښور کې د شیعه ګانو په یو جومات کې ۶۴ کسان وژلې ول، یو افغان جلاوطن و چې د برید د روزنې لپاره کور ته راستون شوی و.

د چارواکو په وینا، د مارچ د ۴مې نیټې له برید وروسته د شپې په عملیاتو کې شل شکمن کسان ونیول شول او د برید درې "تسهیل کوونکي" ووژل شول.

د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد له چاودنې دوه ورځې وروسته د یکشنبې په ورځ په ټویټر باندې په يوې خپره شوې ویډیو کې وویل، "د وژونکې چاودنې تر شا ټول درې شکمن کسان پېژندل شوي دي."

د ډان ورځپاڼې له مخې، د پېښور د مرکزي ښار د پولیسو افسر محمد اعجاز خان وویل، "موږ دغه شبکه ماته کړې او د ځانمرګي بریدګر کورنۍ ته مو هم لاسرسی ترلاسه کړی دی."

هغه وویل، د پولیسو پلټونکو د برید له ځای څخه د بدن غړي او نور شواهد راټول کړل.

هغه زیاته کړه، "هغوی د تومانچې څخه د ګوتو نښې او د پیښې له ځایه یې د ګولو توقې هم راټولې کړې."

د خېبر پښتونخواه (کی پي) د حکومت ویاند محمد علي سیف وویل، هغه رکشه چې بریدګر هدف ته د رسېدو لپاره استعمال کړې وه، ضبط شوې ده.

د ترهګرو پټنځای

د اګست په میاشت کې د افغان حکومت له نسکوریدو راهیسې داسې اخطارونه ورکړل شوي چې ښايي افغانستان د اورپکو لپاره د استخدام په یوه ځای بدل شي.

چارواکو ژمنه کړې چې دوی به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره پر نورو هېوادونو د بریدونو د پلان کولو لپاره وکارول شي، خو تېره میاشت د ملګرو ملتونو امنیت شورا وویل چې "ترهګریزې ډلې په دې وخت کې د بل وخت په پرتله زیاته آزادي لري".

د پاکستان د پولیسو دوو لوړ پوړو چارواکو ای اېف پي ته وويل چې ځانمرګي بريدګر چې په پېښور کې د جمعې په ورځ يې د بمي چاودنې مسوليت په غاړه اخیستې و د دغه بريد پلان په افغانستان کې جوړ کړی و.

داعش د دغه بريد ادعا کړې وه، چې د خراسان څانګه يې له کلونو راهیسې په پاکستان او افغانستان دواړو کې فعاله ده.

چارواکو وويل، برید کوونکی یو افغان و چې په دېرش کلنۍ کې و چې يو څو عشرې وړاندې له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته تللی و.

د پولیسو یو سينير چارواکي ای اېف پي ته وویل، "بریدګر بېرته افغانستان ته لاړو، هلته یې روزنه ترلاسه کړه او د خپلې کورنۍ له خبرولو پرته بېرته راستون شو."

هغه زیاته کړه، "د داعش خراسان څانګه زموږ لپاره یو قوي ګواښ جوړ شوی دی. دوی له افغانستان څخه فعالیت کوي، خو دلته پټنځايونه لري."

محمد عامر رانا، چې د سولې د مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټیټیوټ (پيپس) ډايريکټر دی، وویل، په نړېواله ټولنه کې د دې احتمال په اړه "ډېره اندېښنه" شتون لري چې افغانستان به د اورپکو لپاره پټنځای جوړ شي.

هغه وویل، چارواکي کولی شي د القاعدې په څېر د متحده ډلو مخنیوی وکړي، خو "دوی دا تضمین نشي ورکولی چې دوی به د هغو ډلو په اړه هم همداسې کار وکړي چې د داعش د خراسان څانګې په څېر د دوی تر کنټرول لاندې نه دي."

رانا وویل، په افغانستان کې د نویو مشرانو په اړه "ډېرې پوښتنې" شتون لری.

د پخواني افغان حکومت له نسکورېدو راهیسې، اسلام اباد د نويو چارواکو او نړیوالې ټولنې تر منځ د یو مهم منځګړي په توګه کار کړی دی.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په افغانستان کې د پټنځایونو څخه بریدونه ترسره کړي، چې سفارتي اړیکې تر ازمايښت لاندې راولي.

رانا وویل، د داعش خراسان څانګه ممکن په پاکستان کې بریدونه زیات کړي ترڅو په افغانستان کې پر چارواکو د اسلام اباد "فشار زیات" کړي.

په بلوچستان کې د داعش برید

داعش د سه شنبې په ورځ د یو ځان وژونکې چاودنې مسوولیت هم منلی و چې د بلوچستان په سبي ضلعه کې یې د نیم پوځي فرنټیر کانسټبلري اوه غړي ووژل، چې له هغه ځایه د ۸۰۰ څخه کم ميتره لری دی چېرې چې د ورځې په پیل کې د پاکستان صدر عارف علوي په یوه غونډه کې برخه اخیستې وه.

د پولیسو یو سينير چارواکي دوستین دشتي ای اېف پي ته وویل، "چاودنه د صدر له سیمې څخه د وتلو شاوخوا ۲۵ منټه وروسته وشوه."

د بلوچستان د انتظاميې یو سينير چارواکي هاشم غلزۍ د وژل شویو کسانو شمېر تایید کړو.

د پاکستان پوځ په خفيه امنیتي عملیاتو کې وويل چې د سه شنبې په ورځ یې په دغه صوبه کې اووه وسله وال ووژل.

دې په یو بیان کې وویل، "سربېره پردې، د وسلو او مهماتو یوه مهمه زیرمه هم ترلاسه شوې چې موخه یې په ترهګریزو فعالیتونو کې کارول کېدل ول."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500