امنیت

د القاعدې، طالبانو مشرانو په ګډه وژل د دې ډلو ترمينځ روانې اړیکې ثابتوي

د سليمان له خوا

طالب جنګیالی په دې عکس کې چې د مارچ په ۲۳ مه خپور شوی په یو نامعلومه ځای کې په پوځي مشق کې برخه اخلي. [طالبان]

طالب جنګیالی په دې عکس کې چې د مارچ په ۲۳ مه خپور شوی په یو نامعلومه ځای کې په پوځي مشق کې برخه اخلي. [طالبان]

کابل -- افغان ځانګړو ځواکونو په پکتیکا صوبه کې د عملیاتو پرمهال د هند په برصغیر کې د القاعدې یو لوړ پوړی غړی د یو طالب کمانډر سره په ډزو ووژلو، چې د دواړو ډلو ترمینځ د اړيکو په اړه لا نور ثبتونه وړاندې کوي.

"د ملي امنیت رياست یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "د ملي امنیت ریاست (اېن ډي اېس) ځانګړو يونټونو دولت بیګ تاجکي، عرف ابو محمد التاجکي، چې د آقس مشر او لوړی پوړی غړی و، د پکتيکا صوبې په ګیان ولسوالۍ کې د پلان شويو عملیاتو په لړ کې د طالب کمانډر حضرت علي، عرف حمزه مهاجر سره یو ځای وژلی دی."

د سه شنبې په ورځ (د مارچ په ۳۰ مه) د ملي امنیت د بیان له مخې، مهاجر د پاکستان د وزیرستان اوسیدونکی و.

سرچینې د جمعې په ورځ (د اپرېل په ۲ مه) وويل، دغه دواړه وسله وال تيره هفته ووژل شول.

د القاعدې لوړ پوړی غړی دولت بیګ تاجکي، عرف ابو محمد التاجکي، د ملي امنیت د یوې ویډیو، چې د مارچ په ۱۰ مه خپره شوې وه، په سکرین شاټ کې لیدل کيدی شي.

د القاعدې لوړ پوړی غړی دولت بیګ تاجکي، عرف ابو محمد التاجکي، د ملي امنیت د یوې ویډیو، چې د مارچ په ۱۰ مه خپره شوې وه، په سکرین شاټ کې لیدل کيدی شي.

د ملي پوځ یو سرتیری په داسې حال کې ځای په ځای کیږي چې د فبروری په ۳ مه د کندهار صوبې په ارغنداب ضلعه کې د پوځي عملیاتو په مهال د راکټ توغولو لاسي بم یې په لاس کې نيولی دی. [جاوید تنویر/ای اېف پي]

د ملي پوځ یو سرتیری په داسې حال کې ځای په ځای کیږي چې د فبروری په ۳ مه د کندهار صوبې په ارغنداب ضلعه کې د پوځي عملیاتو په مهال د راکټ توغولو لاسي بم یې په لاس کې نيولی دی. [جاوید تنویر/ای اېف پي]

دغه چارواکي وويل، دغه جوړه د طالبانو او القاعدې تر منځ د اړیکو یوه نقطه وه او د ګډو بریدونو پلان یې لرلو.

هغه زیاته کړه، "دوی د طالبانو د روزنې، تمویل او تجهیز مسؤلیت په غاړه لرلو او په دې وروستیو کې یې په ګرمۍ کې د حملو پلان جوړول پيل کړې ول."

سرچينې وويل، د طالبانو تر حمایې لاندې، التاجک او علي په زابل، غزني، خوست او پکتیکا صوبو کې طالب جنګیالی وروزل. دغه سرچينه زياتوي چې دوی پلان جوړولو چې دا روزنې په ټولو صوبو کې د طالبانو نورو اډو ته هم وغځوي.

سرچینې زیاته کړه چې "د طالبانو او القاعدې تر منځ اړیکې د پخوا په پرتله لا قوي شوې دي."

"دا د دوحه تړون وروسته د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د القاعدې د دریم لوړپوړي غړی وژل دي، چې د طالبانو او القاعدې تر منځ ستراتیژیکې اړیکې په ښکاره توګه روښانه کوي."

که څه هم د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په مياشت کې د دوحه تړون په اساس، طالبانو له متحده ایالاتو سره ژمنه کړې وه چې له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره به خپلې اړیکې پرې کړي. افغان چارواکو، ملګرو ملتونو او متحده آيالاتو پر طالبانو تور لګولی چې دوی د تړون د شرايطو سرغړونه کړې ده.

ملګرو ملتونو د فبرورۍ په ۳ مه په يو راپور کې وویل چې طالبانو له القاعدې سره خپلې اړیکې ساتلي دي. .

په دغه راپور کې ویل کیږی چې القاعده د افغانستان په ۱۱ صوبو کې له ۲۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې فعال غړي لري، چې په دې کې ننګرهار، بدخشان، خوست، غزني، هلمند، کونړ، کندوز، لوګر، نورستان، پکتیا او زابل شامل دي. دوی د طالبانو په ملاتړ فعالیت کوي.

د ورته نظریې پیروان

چارواکو او شنونکو وويل، د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو او د هغوی په اډو کې د القاعدې د مشرانو شتون، چیرې چې دوی تعقیب شوي او په پای کې وژل شوي، څرګندوي چې دې ډلې له تروریستي ډلې سره د اړیکو پرې کولو څخه انکار کړی دی.

سیاسي شنونکي او د نورستان پخواني ګورنر تمیم نورستاني وویل، "القاعده په افغانستان کې قوي او فعال شتون لري، او په جوزجان، سری پل، بدخشان او ګڼ شمیر سويلي صوبو کې په منظم ډول فعالیت کوي."

نورستاني وویل، "طالبانو نه یوازې له القاعدې سره خپلې اړیکې ساتلي دي بلکې حتی دوی یې پیاوړي کړي هم دي."

هغه وويل، "د القاعدې لوړ پوړي غړي د طالبانو لپاره ستراتیژۍ جوړوي، او هغوی ته مشورې ورکوي، فنډونه ورته ورکوي، په وسلو يې سمبالوي او هغوی ته روزنه چمتو کوي. زموږ د معلوماتو پر اساس، القاعده په دې وروستیو کې د استخباراتي معلوماتو د راټولولو لپاره له ۳۰۰ څخه ډیر ډرون الوتکې پیرودلې دي." "طالبان دغه ډرونونه د دولتي سیمو او خپلو اهدافو د عکسونو اخيستلو لپاره کاروي."

"القاعده پلان لري که چيرې طالبان سوله وکړي نو نوې جبهې به پرانیزي. نورستاني زیاته کړه چې دا په دې برخه کې د طالبانو د ډګر کمانډرانو سره هوکړې ته رسیدلي دي.

هغه وویل، ترهګره ډله له ایران سره هم نزدې اړیکې لري او له تهران سره یې د طالبانو اړیکې پیاوړې کړې دي.

په کابل کې د سیاسي چارو کارپوه اسحاق اتمر وویل، "القاعده په هلمند، غزني، فراه او نورو سیمو کې شتون لري او د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د القاعدې د کمانډرانو وژل ښیي چې دوی له القاعدې سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړي."

اتمر وویل، "القاعده او طالبان د ورته نظریې او عقیدې پیروان دي. قوي ثبتونه ښیي چې دواړه ډلې قوي اړیکې لري."

"حتی که طالبان سل ځله ادعا وکړي چې دوی به له القاعدې سره خپلې اړیکې پرې کړي، نو دوی دروغ وايي او دا کار به ونه کړي."

د بهرنیو جنګیالیو سره همکاري

په کابل کې میشت سیاسي کارپوه غلام سخي احساني وويل، "طالبانو د دوحه له تړون وروسته له القاعدې سره د خپلو اړیکو د پټولو هڅه وکړه، خو تر دې دمه داسې څه ثبوت نشته چې ښیي دوی حتی له القاعدې سره د خپل اتحاد ختمولو ته هم پام کړی دی."

احسان وویل، "د دې برعکس، طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو فعالیتونه آسان کړي او د هغوی لپاره يې يو فلېټفارم جوړ کړی او له دوی سره په نږدې همکارۍ کې ترهګریز بریدونه ترسره کوي."

احسان وویل، د طالبانو په مرکز کې د طالب کمانډر ترڅنګ د التاجکي وژل د طالبانو او القاعدې ترمينځ اړیکې ښیي.

"القاعده یوه نړیواله تروریستي شبکه ده چې ډیر پوځي، مالي او تخنیکي سرچینې او وړتیاوې لري. په کابل کې د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي وویل، طالبان له دې سرچینو او وړتیاو څخه د خپلو اهدافو ترلاسه کولو لپاره کار اخلي، او په دې کې شک نشته چې طالبان له القاعدې سره نږدې او قوي اړیکې لري.

"د طالبانو تر څنګ څه د پاسه ۱۰۰۰۰ بهرني جنګیالي هم شتون لري."

"د طالبانو لخوا د القاعدې او نورو تروریستي ډلو سره اړیکې قطع کول د هغوی [طالبانو] د اختتام معنی لري. سعیدي وویل چې طالبان به هیڅکله له القاعدې او نورو تروریستي ډلو سره اړیکې پرې نه کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500