امنیت

تشې وعدې: د طالبانو له خوا له القاعدې سره له اړیکو پرې کولو څخه انکار ښيي چې دوی سولې ته ژمن نه دي

سلام ټایمز

یو افغان سړی د ۱۳۹۰ د غوایي په ۱۳مه په کابل کې اخبار لولي. په اخبار کې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د مړینې په هکله معلومات خپاره شوي دي. [مسعود حسیني/ای اېف پي]

یو افغان سړی د ۱۳۹۰ د غوایي په ۱۳مه په کابل کې اخبار لولي. په اخبار کې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د مړینې په هکله معلومات خپاره شوي دي. [مسعود حسیني/ای اېف پي]

کابل -- د طالبانو او متحده ایالاتو تر منځ د سولې د مذاکراتو له مهمو عناصرو څخه، چې هدف یې بین الافغاني خبرو ته لاره هوارول دي، یو دا ایجابوي چې طالبان له ټولو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي.

په داسې حال کې چې د کب په ۱۰مه لاسلیک شوې هوکړه کې په ځینې شرطونو په ځانګړې توګه له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو د وتلو او د بندیانو د خوشې کولو په برخو کې پرمختګ شوی دی، لاکن طالبان له دې څخه انکار کوي چې القاعده وغندي.

په هرات ولایت کې د سیاسي چارو یوه شنونکي محمد رفیق شهیر وویل، «له القاعدې سره د طالبانو اړیکې ډېرې قوي او اوږدې دي چې ژورې ریښې لري، او په اسانۍ سره به ماتې نشي.»

هغه وویل، «په ۱۳۸۰ کې، هغه وخت چې متحده ایالاتو له طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې اسامه بن لادن ور وسپاري، د طالبانو مشرتابه هېڅ ونه منله او دا اړیکې اوس هم د تل په څېر سره نږدې دي.»

له دې سره سره چې القاعده اعتراف کوي چې هغوی د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې څخه د متحده ایالاتو پر ضد برید کړی دی، لاکن طالب مشران اوس هم له دې څخه انکار کوي چې یادې ترهګرې ډلې د ۲۰۱۱ د سپتمبر د ۱۱مې په بریدونو کې لاس درلود. [آرشیف]

له دې سره سره چې القاعده اعتراف کوي چې هغوی د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې څخه د متحده ایالاتو پر ضد برید کړی دی، لاکن طالب مشران اوس هم له دې څخه انکار کوي چې یادې ترهګرې ډلې د ۲۰۱۱ د سپتمبر د ۱۱مې په بریدونو کې لاس درلود. [آرشیف]

عاصم عمر چې په ۱۳۹۳ کې د هند په براعظم ګي کې د القاعدې د ډلې له رامنځته کېدلو راهیسې د یادې ډلې مشر وو، په تېره تله میاشت کې د افغانستان د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه مرکز کې په یوه برید کې ووژل شو. [آرشیف]

عاصم عمر چې په ۱۳۹۳ کې د هند په براعظم ګي کې د القاعدې د ډلې له رامنځته کېدلو راهیسې د یادې ډلې مشر وو، په تېره تله میاشت کې د افغانستان د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه مرکز کې په یوه برید کې ووژل شو. [آرشیف]

له دې سره سره چې القاعده اعتراف کوي چې هغوی د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې څخه د متحده ایالاتو پر ضد برید کړی دی، لاکن طالب مشران اوس هم له دې څخه انکار کوي چې یادې ترهګرې ډلې د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱مې په ترهګریز برید کې لاس درلود.

شهیر وویل، «طالبان ادعا کوي چې هغوی به له القاعدې سره اړیکې پرې کړي، خو حقیقت دا دی چې دغه ډله دا کار نشي کولی ځکه چې القاعده د طالبانو په بېلابېلو ډلو او همدارنګه په عربي هېوادونو کې چې هلته دوې ډیرې پیسې راټولوي، نفوذ لري.»

د افغان حکومت له خوا د کوکنارو د فصلونو د ویجاړولو، د امنیتي ځواکونو له خوا د طالبانو د پاټکونو د له منځه وړلو او د خلکو له خوا اورپکې ډلې ته له توجیه څخه پرته د «مالیاتو» د ورکړې د ردولو په نتیجه کې د طالبانو د تمویل د سرچینو په وچېدلو سره، ښایي طالبان په نږدې راتلونکي کې له القاعدې سره اړیکې پرې نه کړي.

شهیر وویل، «د طالبانو اکثر مالي امکانات القاعده برابروي.»

همدارنګه، طالبان د تمویل، سلاح او نظامي روزنې په برخو کې د ایران په اسلامي انقلابي ګارډ باندې متکي دي.‌

طالبان د القاعدې کلک ملاتړي دي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د غبرګولي په ۷مه سپارل شوي یوه راپور له القاعدې سره د طالبانو د پراخو او روانو اړیکو په هکله تفصیل ورکړی دی.

په دغه راپور کې راغلي، «د طالبانو، په ځانګړې توګه حقاني شبکې او القاعدې تر منځ اړیکې اوس هم په خپلو کې سره نږدې دي، د ملګرتیا په اساس دي، او په خپلو کې د شریکې مبارزې، ایډیالوژیکې خواخوږۍ او په خپلو کې د ودونو ګډه تاریخچه لري.»

راپور وایي، «طالبانو له متحده ایالاتو سره د مذاکراتو په ترڅ کې له القاعدې سره منظمې مشورې کولې او داسې ضمانتونه یې وړاندې کول چې هغوی به د خپلو تاریخي اړیکو درناوی وکړي.»

د ملګرو ملتونو څارونکي وایي، شواهد ښیي چې، طالبان له دې سره سره چې ژمنې یې کړي دي چې یادې ترهګرې ډلې ته به شا کړي، القاعدې ته یي دا فرصت ورکړی چې د دوی تر مصؤنیت لاندې ځان پیاوړی کړي.»

راپور وایي، «طالبانو او القاعدې د ۱۳۹۸ کال په ترڅ کې لیدنې ترسره کولې چې د عملیاتي پلان جوړونې، روزنې او د طالبانو له خوا په افغانستان کې د القاعدې غړو ته د خوندي ځایونو د برابرولو په برخو کې د همکارۍ په هکله سره خبرې اترې وکړي.‌»

د ملګرو ملتونو څارونکي وایي، القاعده په ۱۲ ولایتونو کې پټ فعالیت کوي،‌ او دغه ډله «د ۴۰۰ او ۶۰۰ تر منځ وسله وال فعالین» لري.

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي محمد ابراهیم مصؤن وویل، دا چې د طالبانو او القاعدې ایډیالوژي تر ډېره شریکه ده، ډېر احتمال نشته چې هغوی به یو له بل څخه جلا شي.

هغه وویل، «یواځینۍ لاره چې طالبان او القاعده پرې سره جلا کېدلی شي دا ده چې طالبان خپله ایډیالوژي بدله کړي، خو لکه څنګه چې موږ وینو، د طالبانو په ایډیالوژۍ او چلند کې تغیر نه دی راغلی او دغه ډله د القاعدې کلکه ملاتړې ده.»

هغه وویل، «یو له هغو دلایلو څخه چې موږ پوهېږو چې د القاعدې او طالبانو تر منځ نږدې اړیکې موجودې دي دا دی چې طالبانو هېڅکله په عام ډول په القاعدې باندې انتقاد نه دی کړی. طالبانو له متحده ایالاتو سره د خپلې هوکړې په اساس له القاعدې سره د اړیکو په پرې کولو کې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي.»

خبرې نه، عملي ګامونه

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کینیت مکینزي وویل، طالبان له داعش سره «ملګري نه ول»، خو واشنګټن غواړي د القاعدې په اړه د طالبانو «عمل وویني نه خبرې» چې هغوی به ددې ډلې پر ضد څه وکړي.

مکینزي وویل، متحده ایالاتو په افغانستان کې د امریکایي عسکرو شمېر شاوخوا ۸۶۰۰ ته په راکمولو سره په هوکړه کې خپلې ژمنې پوره کړي دي.‌

هغه وویل، خو دا کار «د شرایطو په اساس ترسره کیږي،» او خبرداری یې ورکړ چې په راتلونکي کال کې د بشپړې وتنې شرایط باید پوره کړای شي.

هغه وویل، «هغه څه چې موږ یي باید ووینو هغه دا دي چې هغوی به د القاعدې پر ضد څه وکړي.»

ولسمشر اشرف غني ژمنه کړې چې د طالب بندیانو خوشې کول هغسې چې د یاغیانو او واشنګټن تر منځ په هوکړه کې راغلي دي، بشپړ کړي.

افغان چارواکو وار له مخه شاوخوا ۳۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي دي او پلان لري چې ۲۰۰۰ نور بندیان هم لکه څنګه چې په هوکړه کې د بین الافغاني خبرو د پیلولو لپاره د یوه شرط په توګه تصریح شوې ده، خوشې کړي.

طالبانو د غبرګولي په ۳۰مه وویل چې هغوی د کب د میاشتې هوکړې، «په ځانګړې توګه له افغانستان څخه متحده ایالاتو او لویدیځ ته د ګواښ په اړه اندېښنې» ته ژمن دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ای اېف پي ته وویل، «زموږ له هېواد څخه به د هیچا پر ضد استفاده ونشي. هغوی باید اندېښنه ونه لري.»

جاري تاوتریخوالی

افغان چارواکي او امنیتي شنونکي وایي، د سولې له هوکړې څخه وروسته د طالبانو له خوا په تاوتریخوالي کې ډېرښت د یادې ډلې د تشو وعدو یوه بېلګه ده.‌

د محلي پولیسو د لوی ریاست د رییس پخواني مرستیال متقاعد جنرال سکندر اصغري وویل، «شواهد ښیي چې له متحده ایالاتو سره د [سولې] د هوکړې له لاسلیکولو سره سره، له القاعدې سره د طالبانو اړیکې هغسې پرځای او ثابتې پاتې دي لکه څنګه چې په پخوانیو کالونو کې وې.»

هغه وویل، طالبان غواړي چې د سولې له هوکړې څخه ګټه واخلي او د خپلو سیمه ییزو ملاتړو په ملاتړ بیا قدرت ترلاسه کړي.

په ولسي جرګه کې د کابل یوه پخواني استازي داود کلکاني وویل، «له القاعدې سره اړیکې ساتل ښیي چې طالبان هېڅ داسې هوکړې ته ژمن نه دي چې هغه به په افغانستان کې سوله او ثبات رامنځته کړي.»

د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق آرین د غبرګولي په ۲۵مه په یوه خبري کانفرانس کې وویل، «تېره اونۍ، طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد ۲۲۲ بریدونه ترسره کړل چې په نتیجه کې یې ۴۲۲ منسوبین مړه او ټپیان شول.»

هغه په طالبانو باندې تور ولګاوه چې دیني عالمان د دې لپاره په نښه کوي چې په افغان حکومت باندې «رواني فشار واچوي.»

آرین وویل، په دې میاشت کې د کابل په جوماتونو باندې بمي بریدونه چې دوه امامان یې ووژل د یاغیانو کار دی، او په اورپکو باندې یې تور ولګاوه چې «د نورو ترهګرو شبکو لپاره د چتر ګروپ» په څېر کار کوي.

د ملي امنیت شورا د چنګاښ په ۲مه وویل، طالبانو د تېرې اونۍ په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۹۱ افغان امنیتي منسوبین وژلي او دا یې د ۱۹ کلنې شخړې تر ټولو ډېره خونړۍ اونۍ وبلله.

غني د چنګاښ په ۲مه کابینې ته وویل، د طالبانو له خوا رامنځته شوی تاوتریخوالی «د سولې لپاره د ژمنتیا د روحیې پر خلاف روان» دی.

[له هرات څخه عمر د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500