امنیت

د القاعدې او طالبانو تر منځ د نږدې اړیکو شواهد په ډېرېدلو دي

د سلیمان راپور

د طالبانو د ډلې یوه مؤسس ملا عبدالغني برادر (منځ) او د طالبانو د هیئت نورو غړو د کب په ۲۸مه په مسکو کې د افغانستان د شخړې د سوله ییز حل لپاره په یوه نړۍ وال کانفرانس کې برخه اخیستې ده.‌ [الیګساندر زیملیانیکښینکو/ای اېف پي]

د طالبانو د ډلې یوه مؤسس ملا عبدالغني برادر (منځ) او د طالبانو د هیئت نورو غړو د کب په ۲۸مه په مسکو کې د افغانستان د شخړې د سوله ییز حل لپاره په یوه نړۍ وال کانفرانس کې برخه اخیستې ده.‌ [الیګساندر زیملیانیکښینکو/ای اېف پي]

کابل -- افغان چارواکي وایي، د طالبانو له دې ژمنې سره سره چې له القاعدې سره به اړیکې پرې کوي، داسې شواهد په ډېرېدلو دي چې ښیي د طالبانو او القاعدې تر منځ نږدې اړیکې موجودې دي.

افغان مقاماتو، ملګرو ملتونو او متحده ایالاتو په طالبانو باندې تور لګولی چې په دوحه کې د ۱۳۹۸ د کب د هوکړې له شرایطو څخه سرغړونه کوي. په دغه تړون کې طالبانو ژمنه کړې وه چې له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرې کوي.

د افغانستان د ملي امنیت رییس احمد ضیأ سراج د سې شنبې په ورځ /د غوایي ۷مه/ په یوه خبري کانفرانس کې وویل، له دې سره سره چې طالبانو له متحده ایالاتو سره هوکړه لاسلیک کړې وه چې له القاعدې سره اړیکې به پرې کوي،‌ افغان حکومت داسې شواهد نه ویني چې وښیي چې هغوی دا کار کړی دی.

هغه وویل، «طالبانو په افغانستان کې ټولو ترهګرو ډلو ته خوندي ځایونه برابر کړي دي... د طالبانو له ملاتړ څخه پرته، هېڅ ترهګره ډله نشي کولی چې عملیات ترسره کړي.»

په دې عکس کې چې د وري په ۳مه خپور شوی، طالب جنګیالي په یوه نامعلوم ځای کې په یوه پوځي تمرین کې برخه اخلي. [عکس طالبانو خپور کړی دی]

په دې عکس کې چې د وري په ۳مه خپور شوی، طالب جنګیالي په یوه نامعلوم ځای کې په یوه پوځي تمرین کې برخه اخلي. [عکس طالبانو خپور کړی دی]

د متحده ایالاتو د وسله وال پوځ غړي د ۱۳۹۸ د کب په ۲۷مه د افغانستان په یوه نامعلوم ځای کې د غوځ ملاتړ ماموریت په ملاتړ کې د ساحې امنیت نیسي. متحده ایالاتو له افغانستان څخه د وتلو په هکله د خپلې پرېکړې په اعلانولو له طالبانو سره خپله ژمنه پوره کړه، لاکن شواهد ښيي چې طالبانو، په ځانګړې توګه له القاعدې سره د اړیکو پرې کولو په برخه کې، خپلې ژمنې عملي کړي نه دي. [د متحده ایالاتو هوایي ځواک]

د متحده ایالاتو د وسله وال پوځ غړي د ۱۳۹۸ د کب په ۲۷مه د افغانستان په یوه نامعلوم ځای کې د غوځ ملاتړ ماموریت په ملاتړ کې د ساحې امنیت نیسي. متحده ایالاتو له افغانستان څخه د وتلو په هکله د خپلې پرېکړې په اعلانولو له طالبانو سره خپله ژمنه پوره کړه، لاکن شواهد ښيي چې طالبانو، په ځانګړې توګه له القاعدې سره د اړیکو پرې کولو په برخه کې، خپلې ژمنې عملي کړي نه دي. [د متحده ایالاتو هوایي ځواک]

سراج په پوځي عملیاتو کې د القاعدې د څو جګپوړو غړو د وروستیو مړینو په استناد، زیاته کړه، «موږ کافي شواهد لرو چې ښیي د طالبانو او القاعدې تر منځ اړیکې اوس هم کلکې دي.»

هغه وویل، «دا د لمر په څېر روښانه ده چې طالبانو له القاعدې سره نه په فردي [د قوماندانانو په سطحه] او نه هم په محلي سطحه اړیکې پرې کړي دي. داسې ښکاري چې له القاعدې سره د طالبانو اړیکې د بنسټیزو پالیسیو په اساس دي.»

هغه وویل، «د القاعدې ډېرو هغو جنګیالیو چې د جګړې په ډګر کې وژل شوي یا ټپي شوي دي، څرګندوله چې طالبانو هغوی ته قوي خوندیتوب او ملاتړ برابراوه.»

هغه زیاته کړه، «د القاعدې - طالبانو اړیکه یواځې یوه ایډیالوژیکه مسئله نه ده؛ له دې نه هم ور اخوا ده -- هغوی نه بېلېدونکې کورنۍ [د ودونو] اړیکې سره جوړې کړي دي.»

د افغانستان د مشرانو جرګې یوه غړي محمد آصف صدیقي وویل، افغان ملي امنیتي ځواکونو او ادارو، ملګرو ملتونو او متحده ایالاتو داسې تاییدونه ترلاسه کړي چې طالبانو له القاعدې سره اړیکې پرې کړي نه دي.‌

هغه وویل، پرځای یې طالبانو له القاعدې سره خپل ستراتیژیک ارتباط ساتلی او لا نوریې قوي کړی دی.‌

صدیقي وویل، «طالبان او القاعده شریک هدفونه او ګټې لري... او هغوی د خپلو دښمنانو پر ضد یو د بل تخنیکي، پوځي او استخباراتي ظرفیتونو څخه استفاده کوي.»

صدیقي وویل، متحده ایالاتو له افغانستان څخه د وتلو په هکله د خپلې پرېکړې په اعلانولو له طالبانو سره خپله ژمنه پوره کړه، لاکن له بده مرغه چې طالبانو، په ځانګړې توګه له القاعدې سره د اړیکو پرې کولو په برخه کې، خپلې ژمنې عملي کړي نه دي.

نوموړي وویل، «طالبان د متحده ایالاتو او نړۍ والې ټولنې په غولولو سره، دې ته انتظار باسي ترڅو بهرني ځواکونه وځي او هغوی د القاعدې په ملاتړ په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړي.»

په کابل کې د محلي پولیسو د لوی ریاست پخواني مرستیال او د پوځي چارو شنونکي متقاعد جنرال سکندر اصغري وویل، طالبان او القاعده یو ایډیالوژیک او د وینې ارتباط سره لري.

هغه وویل، طالبان به هېڅکله هم له القاعدې سره خپلې اړیکې پرې نه کړي او پرځای به یې لا نورې پياوړې کړي.

د اصغري په وینا، القاعده په درې لویو برخو کې طالبانو ته ملاتړ برابروي؛ لومړی په مالي برخه کې، ځکه چې القاعده یو نړۍ وال ګروپ دی او پراخې مالي سرچینې لري، او دویم د پوځي روزنې برخه کې، ځکه چې د القاعدې غړو په بېلابېلو هېوادونو کې روزنې ترلاسه کړي دي.‌

هغه زیاته کړه، درېیم دا چې د القاعدې غړي د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱مې ترهګریزې پېښې په څېر لویو او پېچلیو بریدونو په پلانولو کې تجربه لري او کولی شي چې طالب جنګیالیو ته روزنه ورکړي ترڅو دغسې کار وکړي.

د طالبانو اختلاف

دا وروستي خبرداري په داسې حال کې مخې ته راځي چې استخباراتي معلومات ښیي چې د طالبانو د ډلې په منځ کې ترینګلتیاوې زیاتې شوي دي.‌

د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د وري په ۲۷مه د هندوستان په کوربه توب جوړ شوي یوه آنلاین کانفرانس په ترڅ کې وویل، اوس طالبان په څلورو ډلو وېشل شوي چې هره ډله یې د واک ترلاسه کولو لپاره سره سیالي کوي.‌

د محب په وینا، د یوې ډلې مشري په افغانستان کې د طالبانو د ډلې یو مؤسس ملا عبدالغني برادر کوي، د بلې مشري د طالبانو د پوځي چارو مسؤل ملا محمد یعقوب کوي، د درېیمې ډلې مشر د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده دی او څلورمه یې حقاني شبکه ده.

محب وویل، «په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره په کار ده چې موږ نه یواځې له یوې ډلې بلکې د طالبانو د خوځښت له درې نورو ډلو سره هم توافق ته ورسېږو.»

هغه زیاته کړه، «داسې طالب عناصر شته چې غواړي د سولې خبرو سره یوځای شي، خو که موږ غواړو چې یوه هر اړخیزه سوله رامنځته شي،‌ په کار ده چې موږ ټول لوري راښکېل کړو.»

د افغانستان ملي امنیت رییس سراج د طالبانو په خوځښت کې د اختلافاتو شتون تایید کړ.‌

سراج وویل، «د ملا برادر او نورو طالب قوماندانانو تر منځ ډېرې ستونزې موجودې دي. دا ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږي.»

په کابل کې مېشت یوه متقاعد پوځي افسر او د پوځي چارو شنونکي ظاهر عظیمي وویل، «د ایډیالوژۍ او هدفونو په برخه کې، حقاني شبکه له معتدلو طالب قوماندانانو سره توپیرونه لري. له دغو ډلو څخه هره یوه خپل هدفونه او ګټې تعقیبوي.»

عظیمي وویل، د طالبانو افراطي ډله د حقاني شبکې تر مشرۍ لاندې کار کوي چې غواړي جنګ له نظامي لارو وګټي او د خپلې ایډیالوژۍ په اساس یو حکومت جوړ کړي.

هغه وویل، خو د طالبانو معتدلې ډلې په افغانستان کې د وضعیت په هکله پوهېږي او شک لري چې جنګ دې له نظامي لارې وګټي، له دې امله، هغوی د یوه پراخ ملي حکومت د تاسیس ملاتړ کوي.‌

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي سید میثم کاظمي وویل، «طالبان سره متحد نه دي.»

هغه وویل، د طالبانو یوه برخه چې روسیې او ایران سره ارتباط لري او له دغو هېوادونو څخه پیسې او تجهیزات ترلاسه کوي د سولې او جنګ په هکله واحد موقف لري.‌ د طالبانو بله برخه چې په سیمه کې د نورو هېوادونو ملاتړ لري هغوی یو جلا موقف لري.‌

کاظمي وویل، «په طالبانو کې داسې خلک هم شته چې یواځې خپلې قومي او ګوندي ګټې تعقیبوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500