تروريزم

په داسې حال کې چې القاعده دړی وړی او کمزوري شوې ده، د بن لادن ميراث اوس هم هغه ځوروي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي له خوا

په دې عکس کې یو جنګیالی لیدل کیږی چې د ۲۰۱۲ کال د جنورۍ په ۲۱ مه د یمن په رادا ښار کې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د تصویر مخې ته ولاړ دی. [د ای اېف پي تصوير/ اېس ټي آر]

په دې عکس کې یو جنګیالی لیدل کیږی چې د ۲۰۱۲ کال د جنورۍ په ۲۱ مه د یمن په رادا ښار کې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د تصویر مخې ته ولاړ دی. [د ای اېف پي تصوير/ اېس ټي آر]

اېبټ آباد -- په اېبټ آباد کې ماشومان د سوځیدلي واښو په ټوټو او خواره واره ملبه کې د کرکټ لوبه کوي -- دا ټول د هغه شخص پاتې شونې دي چې یو وخت په نړۍ کې ترټولو مطلوب شخص و.

هم په دې ښار کې د القاعدې مشر اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال د می په ۲مه، په لومړيو وختونو کې، د متحده ایالاتو د ځانګړو سمندري ځواکونو په پټو عملیاتو کې ووژل شو.

بن لادن لږ تر لږه د پنځو کالو لپاره په اېبټ آباد کې په یو ځای کې په انزوا کې ژوند کولو، چې د یوې نامتو پوځي اکيډمۍ څخه څه کم دوه کیلومتره لرې په يوې سپینې ودانۍ کې د لوړو دیوالونو شاته پټ و.

الطاف حسین، چې د سکول يو ريټايرډ استاد دی او د بن لادن د پخواني استوګنځي ترڅنګ په یو کوڅه کې روان و، وویل، "دا د دې ځای او د ټول هیواد لپاره یوه ډیره بده پيښه وه."

په دې عکس کې چې د فبرورۍ په ۱۱مه اخیستل شوی دی ماشومان په اېبټ آباد کې د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن د ويجاړ شوي کور په ځای کې د کرکټ لوبه کوي. په اېبټ آباد کې د سوځیدلي واښو ټوټې او ټوله خواره واره ملبه په نړۍ کې د تر ټولو مطلوب شخص وروستۍ پاتې شونې دي. بن لادن د ۲۰۱۱ کال د می په ۲مه د متحده آيالاتو د سمندري ځواک د ځانګړو ځواکونو لخوا وژل شوی و. [فاروق نعيم/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د فبرورۍ په ۱۱مه اخیستل شوی دی ماشومان په اېبټ آباد کې د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن د ويجاړ شوي کور په ځای کې د کرکټ لوبه کوي. په اېبټ آباد کې د سوځیدلي واښو ټوټې او ټوله خواره واره ملبه په نړۍ کې د تر ټولو مطلوب شخص وروستۍ پاتې شونې دي. بن لادن د ۲۰۱۱ کال د می په ۲مه د متحده آيالاتو د سمندري ځواک د ځانګړو ځواکونو لخوا وژل شوی و. [فاروق نعيم/ای اېف پي]

"دلته په ژوند کولو سره، اسامه دا ښار بدنام کړو."

پاکستان په پیل کې د القاعدې د بنسټ ایښودلو دريځومنلو-- يعنې د امریکایي امپریالیزم په وړاندې د مسلمانانو مقاومت.

خو د هغه د مرګ په وخت کې، د بن لادن ځایي شهرت کم شوی و.

يو پاکستاني ژورنالیست رحیم الله یوسفزۍ، چې د یاغیانو د شبکې ماهر دی، وويل، "مخکې، زما په یاد دي چې خلکو به د خپلو ماشومانو نوم اسامه کيښودلو، حتی زما په کلي کې."

د بن لادن مرګ په پاکستان کې د افراطیت د خپریدو مخه ونه نیوله او محافظه کاره مذهبي غورځنګونه لا ډیر اغیزناک شول.

د دریو کلونو په ترڅ کې، د ترهګرو څو ډلو -- په ځانګړې توګه تحریک طالبان پاکستان ( ټي ټي پي) -- خونړي بریدونه ترسره کړل او په شمالي لویدیځو قبایلی سیمو کې یې چې له افغانستان سره په پوله پراته دي خپل مرکزونه جوړ کړل.

په ۲۰۱۴ کال کې پيل شوي د پاکستان پوځي کمپاین د تاوتریخوالي په کميدو کې مرسته وکړه، که څه هم په دې وروستیو کې د کوچنیو بریدونو لړۍ اندیښنې راپورته کړي دي.

القاعده نور 'لوی خطر' نه دی

یوسفزۍ وویل، القاعده د خپل مشهور مشر پرته "ژوندۍ پاتې شوه، خو ډيره په مشکل سره" او اوس په لویدیځ کې د لویو بریدونو توان نه لري.

حامد میر -- چې هغه وروستی ژورنالیست دی چې د بن لادن سره يې نيغه په نيغه مرکه کړې وه -- وویل چې دا ډله اوس د پاکستان لپاره يو لوی ګواښ نه دی، که څه هم نورې ډلې لکه "د عراق او سوریه اسلامي دولت" (داعش) لاهم هغسې شتون لري.

هغه وویل پداسې حال کې چې ګڼ شمير کسان اوس هم د القاعدې بنسټ ایښودونکي ته په ښه نظر ګوري، خو ډیرو هغه یو "بد سړی ګنلې دی چې د اسلام له لارښوونو سره په ټکر کې يې بې ګناه خلک وژلي ول او تباهي يې رامينځته کړې وه -- نه یوازې په پاکستان کې، بلکې په ډیرو هیوادونو کې هم".

د وخت په تیریدو سره، بن لادن بس یو تصور پاتې شو، په داسې حال کې چې یو څو وسله وال ژوندي وو او کيدې شي چې هغوی په شخصي ډول د هغه پروړاندې مبارزه کړی وای.

ګلین رابینسن، چې د وروستي "نړیوال جهاد: يو لنډ تاريخ" لیکوال دی، وویل، "د ډیرو کسانو په نظر کې، هغه د پرون ورځې خبر دی او نور د نن ورځې سره څه کار نه لري."

د وسله والو په منځ کې د بن لادن تګلاره هم جنجالي ده، په ځانګړي توګه د هغه دا پرېکړه چې په متحده ایالاتو برید وکړي، چې د ګڼ شمېر افراطیانو لپاره يو زیان رامينځته کونکی اقدام و.

رابینسن وویل، "دا اوس هم په پراخه توګه د پام وړ ستراتیژیکه غلطي ګڼل کيږي. د دې د شواهدو یوه برخه دا ده چې ډیر لږ جهاديان حتی دا ستراتیژي تعقیبوي -- او ډیرو کسانو هیڅ کله هم نده تعقيب کړې."

افراطیان د نفوذ لپاره مبارزه کوي

اسلامي افراطیت د بن لادن د مرګ وروسته بدل شو او القاعده د داعش په مقابله کې خپل مقام د نړۍ ترټولو مهم یاغي شبکې په توګه له لاسه ورکوي، چې د خپلې واکمنۍ په اوج کې يې د عراق او سوریې ډيرې برخې تر خپل کنټرول لاندې لرلې.

دغه دواړه ډلې، سره له دې چې دوی د ګډ وحشت او افراطي نظريې ليوالتيا لري، هیڅکله نه دي يو ځای شوي او د دې پرځای د يو بل خورا سخت دښمنان پاتې شوي دي، په داسې حال کې چې دوی په ځانګړي ډول په سوریه او د افریقې په پراخه ساحل کې په جګړه بوخت دي.

تحلیل کونکي د الظواهري او د القاعدې د مشر عبدالله احمد عبدالله، چې د ابو محمد المصري په نامه ياديږي، د وژل کیدو وروسته د القاعدې راتلونکي ستراتيژي او قوت تر پوښتنې لاندې نیسي.

عبدالله تېر کال د اګست په میاشت کې په تهران کې وژل شوی و.

د القاعدې شنونکو د سرچینو په حواله ویلي چې ایمن الظواهري هم مړ شوی دی.

ایران د عبدالله د وژنې راپور -- چې د ايران لپاره يوه لويه صدمه وه -- په کلکه رد کړی، په داسې حال کې چې القاعده د خپلو رسنیو چینلونو له لارې د الظواهري د مرګ ادعا نه ده تایید کړې.

امریکايي چارواکو په ۲۰۱۹ کال کې وویل، حمزه بن لادن، چې د القاعدې وارث و هم مړ شوی دی.

د افغانستان سره اړیکې

په عين حال کې په تيره مياشت کې، افغان ځانګړو ځواکونو په پکتیکا صوبه کې د عملیاتو پرمهال د هند په برصغیر کې د القاعدې یو لوړ پوړی غړی د یو طالب کمانډر سره په ډزو ووژلو، چې د دواړو ډلو ترمینځ د اړيکو په اړه لا نور ثبتونه وړاندې کوي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، د آقس مشر دولت بیګ تاجکي، عرف ابو محمد ال تاجکي، او د طالبانو کمانډر حضرت علي، عرف حمزه مهاجر د دواړو ډلو تر منځ د اړیکو ټکي وو او د ګډو بریدونو پلان یې لرلو.

که څه هم، له متحده ایالاتو سره په فبروري ۲۰۲۰ کال کې د دوحې د هوکړه لیک له مخې افغان طالبانو ژمنه کړې چې له القاعدې او نورو تروریستي ډلو سره به اړیکې پرې کړي، خو شواهد په ښکاره ډول د دوی ترمينځ دوامداره او لا پیاوړې اړیکې په ګوته کوي.

شنونکي وايي چې د طالبانو لپاره د القاعدې ملاتړ د دوی لپاره کار کوي.

تمیم نورستاني، چې سیاسي کارپوه او د نورستان صوبې پخوانی ګورنر دی، وويل، "د القاعدې لوړ پوړي غړي د طالبانو لپاره ستراتیژۍ جوړوي، او هغوی ته مشورې، فنډونه ورکوي، په وسلو يې سمبالوي او روزنه ورته ورکوي."

هغه وويل، "القاعده پلان لري که چيرې طالبان [د افغان حکومت] سره سوله وکړي نو نوې جبهې به پرانیزي.

هغه زياته کړه، دغه ترهګره ډله له ایران سره هم نزدې اړیکې لري او له تهران سره یې د طالبانو اړیکې پیاوړې کړې دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500