امنیت

افغان چارواکي وايي چې طالبان له القاعدې څخه د بم جوړولو روزنه ترلاسه کوي

د عمر له خوا

طالب جنګیالي په دې عکس کې چې د فبرورۍ په ۲۶ مه خپور شوی په یو نامعلومه ځای کې په پوځي مشق کې برخه اخلي. [طالبان]

طالب جنګیالي په دې عکس کې چې د فبرورۍ په ۲۶ مه خپور شوی په یو نامعلومه ځای کې په پوځي مشق کې برخه اخلي. [طالبان]

هرات -- د هیواد په لویدیځو صوبو کې افغان پوځي چارواکي ادعا کوي چې د القاعدې وسله وال په څو مهمو ضلعو کې د طالبانو ترڅنګ فعال دي، چیرې چې دوی طالب جنګیالیو ته د بم جوړولو روزنه ورکوي.

دوی وویل، القاعده د بادغیس په بالامرغاب ضلعې، د فاریاب په غورماچ ضلعې، او د هرات صوبې په زر کوه او شین ډنډ ضلعو کې شتون لري.

د افغان ملي پوځ (ای اېن ای) د ۲۰۷ ظفر قول کمانډر ميجر جنرل عبدالروف ارغندیوال وویل، په بالامرغاب کې د طالبانو په لیکو کې د القاعدې تقريباََ ۲۵ عناصر شتون لري.

هغه وويل، د القاعدې وسله وال د طالبانو په مالي، تجهیز او د بمونو جوړولو په روزنه کې فعال رول لوبوي.

د طالبانو لخوا جوړ شوی سريښناک بم د فبرورۍ په ۲ مه د هرات صوبې د ملي امنیت ریاست (اېن ډي اېس) په مرکزي دفتر کې ښودل شوی دی. [عمر/ سلام ټایمز]

د طالبانو لخوا جوړ شوی سريښناک بم د فبرورۍ په ۲ مه د هرات صوبې د ملي امنیت ریاست (اېن ډي اېس) په مرکزي دفتر کې ښودل شوی دی. [عمر/ سلام ټایمز]

هغه وویل، "زموږ د استخباراتي راپورونو پر اساس، د القاعدې ګڼ شمیر فعالین د هرات په زير کوه ضلعه کې شتون لري." "د مالي ملاتړ سربیره، دوی د ماینونو په جوړولو او ترهګریزو بریدونو په ترسره کولو کې طالب وسله والو ته روزنه ورکوي."

ارغندیوال وویل، د القاعدې فعالین د وسله والو ډلو تر کنټرول لاندې سیمو کې د طالبانو د پوښښ او مرستې لاندې اوسیږي او په ګډه د افغان ځواکونو پروړاندې جنګېږي.

پخوني نايب صدر عبدالرشید دوستم د فبرورۍ په ۱۷ مه په یوه وینا کې وویل، القاعده په بادغیس او فاریاب کې فعاله ده او هلته له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.

دوستم وويل، د اسامه بن لادن لمسی نصرالدین، د سراج الدین حقانی زوی سیف الدین حقاني او د تخار یولداشف لور بي بي مكرمه د فاریاب په غورمچ ضلعه او د بادغیس په بالا مرغاب ضلعه کې فعاليت کوي.

له القاعدې سره اړیکې ساتل

د بادغیس چارواکي وايي، طالبانو له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړي. هغه يادونه وکړه چې دغه عناصر د تروریستي عملونو په ترسره کولو کې له طالبانو سره یو ځای شوي دي، چې په دې کې هغه تروريستي عملونه شامل دي چې امنیتي ځواکونه په کې په نښه کوي.

د بادغیس ګورنر حسام الدین شمس وویل، د بهرنیو عناصرو ځینې کورنۍ په بالامرغاب ضلعه کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې اوسیږي. دوی د بادغیس په صوبه کې په امنیتي ځواکونو په ډیرو حملو کې برخه اخلي او د طالبانو تر څنګ جګړه کوي.

هغه وویل، "په دې بهرنيو وسله والو کې د القاعدې غړي او د نورو هیوادونو وګړي شامل دي."

هغه زیاته کړه، "هغه چتر ډله، چې طالبانو جوړه کړې وه، ټولې تروریستي ډلې لري." "طالبانو په تیرو وختونو کې له القاعدې سره قوي اړیکې لرلې، او دوی دا اړیکې تر اوسه پورې په کلکه ساتلې دي."

د صوبايي شورا غړي محمد ناصر نظاري وویل، چې په بالامرغاب کې د بهرنیو وسله والو پنځوس کورنۍ ژوند کوي.

هغه زیاته کړه چې وسله والو طالبانو په دغه ضلعه کې ملکي وګړي له خپلو کورونو څخه وویستل او دغه کورونه یې بهرنیو وسله والو ته ورکړل.

نظاري وویل، "د القاعدې د غړو سربیره، [نور] جنګیالي د خپلو کورنیو سره په بالامرغاب کې اوسیږي او پر افغان ځواکونو د دوی په حملو کې له طالبانو سره یوځای کیږي."

هغه د تير جون په مياشت کې يوې چادونې ته اشاره وکړه چې درې سرتيري پکې مړه شوي ول او زیاته يې کړه، "د موټر بم ډرايور چې څو میاشتې وړاندې په بالامرغاب کې د ملي پوځ په دریم بټالين برید کړی و، په هغو بهرنيو وسله والو کې و چې کورنۍ یې اوس په دغه ضلعه کې ژوند کوي."

د بادغیس د صوبايي شورا غړي عبدالله افضالي وویل، د القاعدې په ګډون نړیوالې ترهګرې ډلې د طالبانو په ملاتړ فعالیت کوي، چې د ناامنۍ او بې ثباتۍ لامل کیږي.

هغه زیاته کړه، "دغه نړیوال ترهګر د بادغیس په صوبه کې د ډیرو امنیتي ستونزو او تاوتریخوالي ترشا دي، چې په بالامرغاب کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې فعالیت کوي." "القاعده په دغه ضلعه کې د طالبانو سره په ښکاره توګه کار کوي."

هغه خبرداری ورکړو، که چیرې د دې نړیوالې ترهګرې ډلې فعالیتونه ونه درول شي، نو دوی به افغانستان او سیمې ته جدي ګواښونه وکړي.

د دوحه تړون سرغړونه

که څه هم د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په مياشت کې د دوحه تړون په اساس، طالبانو له متحده ایالاتو سره ژمنه وکړه چې له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره به خپلې اړیکې پرې کړي. افغان چارواکو، ملګرو ملتونو او متحده آيالاتو ادعا کړې چې طالبانو د تړون د شرايطو سرغړونه کړې ده.

ملګرو ملتونو د فبرورۍ په ۳ مه په يو راپور کې وويل چې طالبانو له القاعدې سره خپلې اړیکې ساتلي دي.

په دغه راپور کې ویل کیږی چې القاعده په ۱۱ صوبو کې له ۲۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې فعال غړي لري، چې په دې کې ننګرهار، بدخشان، خوست، غزني، هلمند، کونړ، کندوز، لوګر، نورستان، پکتیا او زابل شامل دي. دوی د طالبانو په ملاتړ فعالیت کوي.

په راپور کې راغلي، دغه وسله وال د طالبانو تر څنګ جګړه کوي او دوی ته د بمونو جوړولو او ماین ایښودلو په اړه روزنه ورکوي.

په قلعه ناو کې د مدني ټولنې فعال جنید الله اشکاني وویل، طالبانو د متحده ایالاتو سره د دوحه د تړون پراساس خپلې کړې ژمنې سرته نه دي رسولي.

هغه وويل، "طالبان لاهم د ترهګرو ډلو او نړیوالو تروریستي سازمانونو سره په تماس کې دي." "دا بهرني ترهګر په هیواد کې د زیاتیدونکي تاوتریخوالي او د طالبانو لخوا د لويو بريدونو ترشا دي."

هغه زیاته کړه، "په ښارونو، ضلعي مرکزونو او لویو لارو باندې د طالبانو بریدونه د دوحه تړون ښکاره سرغړونه ده."

اشکاني زیاته کړه چې نه یوازې دا چې طالبانو خپل بریدونه نه دي کم کړي، بلکې په ډیرو ښارونو کې یې تاوتریخوالي او هدفي بریدونه زیات کړي دي.

په قلعه ناو کې د مدني ټولنې فعال خیرمحمد لطف وویل، له القاعدې سره د طالبانو هر ډول اړیکې د دایمي سولې لپاره د دې ډلې د ژمنو څخه سرغړونه ده.

هغه وویل، "زموږ د طالبانو څخه غوښتنه دا ده چې خپلې ژمنې پوره کړي او له نړیوالو ترهګرو سره خپلې اړیکې پرې کړي چي په هیواد کې د سولې او ثبات لپاره لاره هواره شي."

هغه زیاته کړه، "کله چې طالبان خپلې ژمنې پوره نه کړي، نو دوی پرې نور باور نشي کولی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500