امنیت

د طالبانو زیاتېدونکیو خپلمنځي اختلافاتو د سولې د پروسې د ګډوډۍ ګواښ رامنځته کړی دی

د سلیمان راپور

image

د طالبانو د دوحې د دفتر کارکوونکی سهیل شاهین (ښی) د ۱۳۹۸ د چنګاښ په ۱۷مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې خبریالانو ته خبرې کوي. چپ لوري ته،‌ طالب یاغیان د کب په ۱۲مه د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې لیدل کیږی. [کریم جعفر/نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

کابل -- افغان چارواکي او شنونکي وایي، د طالبانو د سیاسي او پوځي څانګو تر منځ زیاتو شویو اختلافاتو د سولې پروسه ټکنۍ کړې او تاوتریخوالی یې رامنځته کړی دی.

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وویل، د دغه خوځښت د سیاسي او پوځي څانګو تر منځ درزونه نوې خبره نه ده، خو د متحده ایالاتو - طالبانو تر منځ د تېر کال په کب میاشت کې د هوکړې له لاسلیکېدلو راهیسې زیات شوي دي.

اندړ سلام ټایمز ته وویل، «په دوحه کې د طالبانو د سیاسي څانګې استازو هوکړه کړې چې له القاعدې، داعش او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي او ان دا چې پر ضد یې جنګ وکړي،خو د هغوی پوځي څانګه یې د عواقبو له پام کې نیولو څخه پرته نه غواړي چې دا کار وکړي.»

هغه وویل، اوس د دغه خوځښت سیاسي څانګې پرېکړه کړې چې د خپلو نظامي ملګرو د مخالفت په هکله یو څه وکړي.

سیاسي څانګې ژمنه کړې وه چې نور به د ترهګرو ډلو کوربه توب نه کوي او ضمانت یې کړی وو چې اجازه به نه ورکوي چې افغانستان په راتلونکي کې په متحده ایالاتو باندې د برید لپاره استعمال شي.

په جګړې باندې د طالبانو ټینګار

د لغمان او فراه پخواني والي آصف ننګ وویل، «په پیل کې چې د طالبانو د قطر دفتر پرانستل شو، د هغوی ځینو استازو غوښتل چې له متحدو ایالاتو سره خبرې اترې وکړي، خو نورو، په ځانګړې توګه د نظامي څانګې غړو، په جنګ باندې ټینګار کاوه او غوښتل یې چې د جنګ له لارې واک ترلاسه کړي.»

ننګ زیاته کړه، «د طالبانو د نظامي څانګې غړي د دوحې هوکړه نه تاییدوي او په قطر کې له ناستو سیاسي استازو سره مخالفت کوي. دغه مخالفت د سولې پروسه ورو کړې او په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالي ته یې لاره هواره کړې ده.»

هغه وویل، د اختلاف بل دلیل دا دی چې د نظامي څانګې غړي «جهاد» د خپلو هدفونو د ترلاسه کولو یواځنۍ لاره بولي.‌

په ورته وخت کې، سیاسي څانګه په داسې یوه حدیث شریف باندې استناد کوي چې وایي په جنګ کې، «له دښمن سره باید سخت جنګ» ونشي ځکه چې هغه زیانونه، خرابی او خطر رامنځته کوي.

ننګ د حدیث په یادولو سره وویل، «کېدی شي چې د بېلابېلو خوندي تکتیکونو لکه مذاکراتو له لارې هدفونه ترلاسه او فتحه ترسره شي.»

ننګ وویل، «د طالبانو سیاسي مشران نه غواړي چې د خبرو په ترڅ کې تاوتریخوالی زیات شي، خو د دوی نظامي څانګې دا کار د خپلو سیاستوالو د هیلو پرخلاف کړی دی، او دوی ته یې ثابته کړې ده چې د جګړې په ډګر کې پریکړه د هغوی په لاس کې ده او هغه څه چې د طالبانو سیاستوال کوي هغه د هغوی په فعالیتونو باندې اغېز نه کوي.»

هغه یادونه وکړه چې،‌«د طالبانو د نظامي څانګې له خوا د تاوتریخوالي زیاتوالي د هغوی سیاسي استازي چېد مذاکراتو مشري پر غاړه لري له خجالت سره مخامخ کړي دي.‌»

د ولسمشر پخواني مرستیال محمد یونس قانوني د سلواغې په ۲۶مه په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل، «د سولې د خبرو د درېدلو دلیل دا دی چې د طالبانو په منځ کې ځینې حلقې دې ته انتظار کوي چې امریکایي عسکر له افغانستان څخه وځي او بیا هغوی په کابل باندې برید وکړي او قدرت د زور له لارې ونیسي.»

هغه وویل، «هغوی په دې باور دي چې دې ته اړتیا نشته چې د مذاکراتو له لارې د قدرت ترلاسه کولو په هکله خبرې وکړي.»

هغه وویل، «د طالبانو ځوان نسل او د هغوی نظامي څانګه وایي چې اوس سولې ته اړتیا نشته او دا چې هغوی به مذاکرات ونه کړي. پرځای یې، هغوی غواړي چې د زور له لارې واک ترلاسه کړي او نورو قومي ګروپونو ته جزوي رول ورکړي ترڅو وښیي چې د دوی نظام ټولشموله دی.»

قانوني وویل، «خو د طالبانو زاړه مشران ... وایي چې جنګ د حل لاره نه ده او د هغوی لپاره دا ناشونې ده چې د جنګ له لارې قدرت ترلاسه کړي او بیا یې وساتي.»

هغه زیاته کړه، «دغه نسل په دې باور دی چې مذاکرات او سوله یواځینۍ لاره ده چې موږ کولی شو په راتلونکي کې پرې له نورو قومي ګروپونو سره حکومت جوړ کړو.»

د واک پر سر جنجال

د پوځي چارو یوه شنونکي میرزامحمد یارمند وویل، د طالبانو نظامي قوماندانان وایي چې،‌ دا چې هغوی یواځیني خلک دي چې په جنګ کې زیانونه ګالي، له دې امله په کار دی چې پرېکړې هم هغوی وکړي.

یارمند یادونه وکړه چې، د طالبانو د نظامي څانګې غړي پوښتي چې، «سیاسي څانګه څوک ده چې زموږ په استازیتوب پرېکړې کوي؟»

هغه وویل، «لارښودې شوراګانې لکه د کوېټې شورا، د پېښور شورا او د میرانشاه شورا ... د طالبانو د نظامي واحدونو نظریات نه شریکوي.»

هغه وویل، «ځاني ګټو او د قدرت په سر مبارزې د طالبانو په لیکو کې درزونو جوړولو ته لاره هواره کړې ده.»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه بل شنونکي سرور ماموند وویل، یو شمېر شدید افراطي طالب نظامي قوماندانان مذاکرات او جوړجاړی ردوي.

هغه وویل، هغوی تاوتریخوالی او «جهاد» د امریکایي او افغان امنیتي ځواکونو پر ضد یواځینی حل بولي او هڅه کوي چې خپل هدفونه د جنګ له لارې ترسره کړي.‌ ماموند زیاته کړه چې که هغوی له متحده ایالاتو او افغان حکومت سره مذاکرات ترسره کړي، هغوی به خپل ۱۹ کلن جنګ هسې توی وبولي.‌

هغه وویل، همدارنګه هغوی وېره لري چې اوربند او د سولې خبرې به د اورپکو ذهنونه بدل او د هغوی په لیکو کې به ګډوډۍ ته لاره هواره کړي.‌

د ایران او روسیې نفوذ

نور شنونکي وایي، د طالبانو نظامي څانګه د سیاسي څانګې د پرېکړو پروا نه کوي،‌ او پرځای یې د ایران او روسیې له استخباراتو څخه هدایات اخلي.‌

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي عنایت الله حافظ وویل، «طالب اورپکي چې د ګاونډیو هېوادونو او د روسیې او ایران له استخباراتو سره اړیکې لري زموږ د امنیتي ځواکونو پر ضد جنګ کوي، او سولې ته هېڅ لېوالتیا نه لري.»

هغه وویل، هغوی خپلې ګټې د جګړې په دوام،‌ د نشه ییزو توکو په قاچاق او له ګاونډیو هېوادونو څخه د مالي مرستو په ترلاسه کولو کې ویني.

حافظ وویل، «د طالبانو ځینې ګروپونه د ګاونډیو هېوادونو د استخباراتي ادارو په حکم چلېږي او د هغو پرېکړو پروا نه کوي چې د هغوی سیاسي څانګه یې کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500