http://pakistan.asia-news.com/ps/articles/cnmi_pf/features/2019/09/16/feature-01
| ديپلوماسي

د خبرو له ناکامېدلو څخه وروسته روسیې ته د کمزورو شویوافغان طالبانو مخې کولو پوښتنې راپورته کړي دي

سلام ټایمز

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف (چپ)، د طالبانو د سولې مرکچي شېرمحمد عباس ستانکزی (منځ) او د افغانستان لپاره د ایران سفیر محمد رضا بهرامي (ښی) د تېر لړم په ۱۸مه په مسکو کې د عکس اخیستنې لپاره ولاړ دي. [یوري کادوبنوف/ای اېف پي]

ي چې، له متحده ایالاتو سره د طالبانو د مذاکراتو په ترڅ کې د هغوی له تکتیکي ماتې څخه وروسته چې د دغې ډلې موقف یې کمزوری کړ، د اونۍ په پای کې مسکو ته د طالب مشرانو د سفر کولو هدف څه دی.

درې طالب چارواکو د وږي په ۲۲مه په مسکو کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره وکتل.

د محلي خبري سرچینو په وینا، د طالبانو د ویاند محمد سهیل شاهین او د طالبانو د بل مشر قاري دین محمد حنیف په شمول د طالبانو د پلاوي مشري په قطر کې د طالبانو د مرکچي ټیم مشر شېرمحمد عباس ستانکزي کوله.

روسي عسکر د وري په میاشت کې د مسکو په سره څلورلارې کې مارش کوي. کریملېن له کلونو راهیسې د طالبانو یو غټ نظامي ملاتړی دی. [کریملېن]

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت او د دولت له خوا تمویلېدونکي خبري اژانس ریا نو وستي دغه کتنه تایید کړه.

د طالبانو په ټولنیزو رسنیو د مسکو د وروستۍ کتنې په هکله څه نه دي ویل شوي، او له دې نه معلومېږي چې یادې ډلې غوښتل چې کتنه کم ارزښته وښیي.

د کتنې ښکاره هدف «د سولې» په هکله خبرې اترې وې خو ډېر کتونکي او تحلیلګران بل ډول باور لري.

د طالبانو کمزوری کېدونکی موقف

د وږي په دویمه اونۍ کې په داسې حال کې چې د سولې خبرې په وروستیو کې وې په کابل کې د طالبانو په بمي بریدونو کې له ۳۰ څخه ډېر کسان ووژل شول، چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې دې ته جوړ کړ چې د وږي د ۱۷مې لپاره یوه پلان شوې کتنه لغوه شوې اعلان کړي.

زیاتېدونکی تاوتریخوالی ښيي چې طالب مشران په دې توګه له یوه څرګند تکتیک څخه استفاده کوي: یاده ډله په دوامداره توګه ملکي افغانان وژني څو په دې توګه په افغان حکومت او د هغه په نړۍ والو متحدینو باندې د مذاکراتو په مېز باندې د سولې په خبرو کې فشار وارد کړي.

خو بالاخره، د طالبانو تکتیک معکوس ثابت شو، ځکه وروسته له هغه چې د نژدې یوه کال اوږه مذاکرات لغوه شول، له هغه وخت راهیسې طالب مشران خپل ځانونه په یوه ټیټ موقف کې ویني.

له نظامي پلوه، طالبان نه دي توانېدلي چې کوم غټ ملکي مرکز تر خپل کنټرول لاندې راولي ځکه چې افغان ځواکونه په دوامداره توګه د اورپکو د ډلې بریدونه په شا تمبوي.

د طالب مشرانو په منځ کې داخلي اختلافات هم په ډېرېدلو دي. په یوه غټه وروستۍ پېښه کې د طالبانو یوې جلا شوې ډلې د پاکستان له کوېټې ښار سره نژدې په یوه جومات د حملې په ترڅ کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د ورور د وژنې مسؤلیت پر غاړه واخیست.

همدارنګه، په سلګونو طالب جنګیالي د افغان ځواکونو له خوا د فشار په زیاتېدلو او په دې هکله پوهېدلو سره چې د طالبانو جنګ «جهاد نه دی» محلي مقاماتو ته تسلیمېږي.

د طالب مشرانو د پټو تجارتونو او د شتمنوونکو پلانونو په هکله د راپورونو په رابرسېره کېدلو سره د طالبانو مشران د هغوی د ملاتړو له ستر غبرګون سره مخامخ دي، دا په داسې حال کې ده چې د یادې ډلې د ټیټ پوړ خلک له فقر، ناروغۍ او مړینې سره لاس او ګرېوان دي.

په اسلام اباد کې مېشت ژورنالست طاهرخان چې د سولې خبرې له نژدې څخه څاري په یوه مرکه کې وویل، «طالب هیئت اوس له ګاونډیو هېوادونو څخه لیدنې کوي چې د سولې د پروسې په هکله وروستي پرمختګونه وارزوي او خبرې اترې پرې وکړي.»

هغه وویل، «ښایي چې دا هیئت له ایران، چین او پاکستان څخه هم لیدنه وکړي.»

له داسې هېوادونو څخه د بهرني تایید غوښتنه چې هغه د افغانستان ګټو سره له زړه څخه علاقه مندي نه لري ښیي چې یادې ډلې خپله لاره ورکه کړې ده.‌

د ولسمشر اشرف غني یوه ویاند صدیق صدیقي د وږي په ۲۳مه په کابل کې په یوه مرکه کې وویل، «له چین یا روسیې څخه د طالب مشرانو کتنې د هغوی ښکاره سیاسي ماتې په ګوته کوي.»

هغه وویل، «که طالبان سوله غواړي هغوی مقصود منزل ته تلونکې لاره ورکه کړې ده. د سولې مقصود منزل افغان ولس دی. حکومت د سولې د پروسې مدیریت کوي.»

هغه زیاته کړه، «مونږ باور لرو چې د یو شمېر طالب مشرانو له خوا دا هڅې به مثبته نتیجه ونه لري.»

د روسانو نفوذ

روسیه هڅه کوي چې د سولې په مذاکراتو باندې نفوذ ولري او په سلواغه او غبرګولي کې یې له افغان سیاسي مشرانو سره په مسکو کې دوه مخکینۍ کتنې ترتیب کړې وې.

خو کله چې خبره د افغانستان په هکله کیږي بیا کتونکي د روسانو د انګېزو په هکله محتاطانه خبرې کوي.

د اکسفورډ پوهنتون د سینټ انتوني کالج د سیاسي علومو او نړۍ والو اړیکو د دوکتورا یو څېړونکی سامویل راماني وایي،په افغانستان کې باید په روسیه باندې د یوه شریک په توګه باور ونشي.‌

هغه د وږي په ۲۰مه په فارن پالیسي کې لیکلي، «د متحده ایالاتو - طالبانو د سولې د خبرو ناکامي روسیې ته داسې یو فرصت په لاس ورکوي چې بیا په دغه هېواد کې د خپل سیاسي حضور ادعا وکړي.»

هغه وویل، «د افغانستان د په نړۍ واله سطحه په رسمیت پېژندل شوي حکومت د صلاحیت په برخه کې د روسیې تخریب او په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ارادو په هکله د غلطو معلوماتو تبلیغول ښیي چې مسکو په سیمه کې د یوه خطرناک حریف په حیث پرځای پاتې دی.»

د افغانستان او روسیې تر منځ اړیکې د کریملین له خوا له طالبانو سره د اړیکو د پیاوړي کولو او په مسکو کې «د سولې خبرو» څخه د افغانستان د مشروع حکومت د منزوي کولو له امله خرابې دي.

په جلال اباد کې یوه قومي مشر او سیاسي رهبر محمد بصر وویل، «روسیې او ایران تل هڅه کړې چې د سولې د خبرو پروسه خرابه کړي ځکه چې هغوی له افغانستان سره د لسیزو د اوږده یاغیتوب د پای ته رسولو لپاره د هڅو کولو پر ځای د جیوپولیټیکي سیالۍ د سیمې په څېر چلند کوي.»

هغه په یوه مرکه کې وویل، «وروسته له هغه چې متحده ایالاتو خبرې وځنډولې، اوس دا هېوادونه له وضعې څخه استفاده کوي او هڅې کوي چې د متحده ایالاتو د ادارې او د طالبانو د رهبرۍ تر منځ د ناسم پوهاوي په رامنځته کولو سره دغه پروسه په بشپړ ډول پای ته ورسوي.»

د جګړې یو لوی مرستندویپه کابل کې د پوځي چارو یوه کارپوه اسدالله ولوالجي وویل، «مسکو ته د طالبانو سفر، د هغوی د پخوانیو سفرونو په څېر، د افغانستان د سولې پروسې ته هېڅ ګټه نه ور رسوي ځکه چې روسان افغانستان ته د سولې د راوستلو هېڅ اراده نه لري. هغوی هڅه کوي چې له فرصت څخه استفاده وکړي.»

هغه وویل، «دا سفر له سولې سره هېڅ مرسته نه کوي ځکه چې مسکو پخپله د طالبانو یو له مالي او پوځي مرستندویانو څخه دی.»

ولوالجي په روسیه تور ولګاوه چې په افغانستان کې د جنګ او تاوتریخوالي د خپرولو یوه لویه مرستندویه ده.

هغه وویل، «روسانو زمونږ په هېواد کې د جګړې او وینې تویولو بنسټونه ایښي دي، چې له بده مرغه نن په یاغیتوب او تاوتریخوالي سره دوام مومي.»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر حامد نوري د قطر په پلازمېنه دوحه کې د متحده ایالاتو له مرکچیانو سره د سولې د خبرو د ناکامي پړه په طالبانو باندې ور واچوله.

هغه وویل، «طالبان د سولې د خبرو د ناکامي او لغوه کېدلو اصلي عاملین دي. د سولې د تړون لاسلیکېدلو ته یوه یا دوه ورځې پاتې وې، خو له بده مرغه چې یادې ډلې بې ګناه خلک ووژل او د ځانمرګو بریدونو په ترسره کولو سره یې تاوتریخوالی زیات کړ.»

نوري وویل، «زه فکر کوم چې د خبرو له لغوه کېدلو څخه وروسته مسکو ته د طالبانو د سفر غوښتنه د روسي مقاماتو له خوا شوې وه چې طالبان او روسان یو ځل بیا د افغان او نړۍ والو ځواکونو پر ضد د جنګ کولو لپاره لا کلکه ژمنه وکړي.»

هغه وویل، «روسان د افغانستان په وړاندې له پخوا څخه دښمني لري. هغوی په افغانستان کې خپله ماتې هېڅ نه ده هېره کړې. افغانستان ته د سولې د راوستلو په برخه کې د ارادې په نه لرلو سربېره، مسکو هڅه کوي چې د سولې پروسه کمزورې کړي او د خپلې تاریخي ماتې انتقام واخلي.»

[له کابل څخه سلیمان او له کراچۍ څخه ضیاءالرحمان د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟
33
نه
تبصرې 5
د تبصرو تګلاره
Captcha
| 09-20-2019

جناب، که چيرې دوی کمزوری وضعیت لرلی، نو امریکې به د تیر یو کال راهیسې د سولې د تړون غوښتنه نه کوله. نړۍ نولس کاله وروسته پوهه شوې چې که جګړه د ټیکنالوژۍ یا شوق له لارې ګټل کیدی شوی، نو د ټولې نړۍ پوځونه یو اړخ ته وو او طالبان بل اړخ ته وو. دوی یو نوی نړیوال ځواک جوړوي او تاسو یوازې چيغې وهئ چې د دوی موقعیت کمزوری دی.

ځواب
| 09-19-2019

له طالبانو څخه مسلمان ملت ته مبارکي. دوی په امریکایي پوځ باندې خوله راوستي ده. امریکایي پوځ د جګړې وړتیا له لاسه ورکړې. تاسو دروغ لیکئ.

ځواب
| 09-17-2019

رپورٹ ڈیر تفصیلی او پہ زڑہ پوری وو خو لہ بدہ مرغہ زینی خبری پکشی داسے موجودہ دی چی پہ ڈاگہ کوی چی دا صرف او صرف د امریکن امپیریالیزم موقف اور پوزیشن مخ پہ وڑاندے وڑی۔۔۔۔روسیہ بے شکہ نن پہ افغانستان کشی تخریبی ارادتونہ لری خو ددے ٹول کرکیچ لہ 40 کالونو سخہ رامنز تہ کیدو زمہ وارہ روسیہ نہ بلکہ امریکی امپیریالزم اور عربی بنیاد پرست ریاستونہ وو چا چی دلتہ د ناپاک ڈالر جہاد پروژہ راوڑے وہ او ددے خطے اولس یی لہ شے ورزے محروم کڑ۔
مننہ

ځواب
| 09-17-2019

د لیکوال تعصب روښانه دی. دا مقاله د طرفدارۍ نه ډکه ده او صداقت نه لري.
دا غیر منطقي خبره ده چې دا تمه ولرو چې روس غواړي چې امريکا په افغانستان کې پاتې شي. یو کس کولی شي چې د متحده ایالاتو د مالي زيان او د صدر ټرمپ د کورني سیاسي ناکامۍ نه بالواسطه اطمينان ترلاسه کړي. په ټولیزه توګه، له سیمې څخه د امریکې وتل د سیمې د هیوادونو لپاره ډیر ګټور دي. مونږ له دې امله باید د امريکې نه دا تمه ولرو چې د زیانونو سربیره پاتې شي.
په دې ټول حساب کتاب کې، ټولو جنګیالو په دوامداره توګه د ډيرو انسانانو زيان نظر انداز کړی چې افغانان یې زغمي. د دې جګړې د ودرولو لپاره دا کافي دلیل دی.

ځواب
| 09-16-2019

له یو خوا، تاسو وايۍ چې طالب کمزوری دریځ لري خو په ورته وخت کې تاسو وايئ چې روس او ایران د طالبانو سره مرسته کوي. دا فکر کول نامکمنه ده چې طالبان کمزوری دریځ لري ځکه چې امریکا او د امریکې د افغان حکومت د طالبانو سره خبرو اترو ته چمتو دي. پاکستان یوازې په یو شرط په افغانستان کې د امریکې سره مرسته کوي، که چيرې امریکا په کشمیر کې له پاکستان سره مرسته وکړي. الله دې په افغانستان او نړۍ کې د انسانانو لپاره امن راولي

ځواب