امنیت

د خبرو له ودرېدلو څخه وروسته د افغان طالبانو مشران ځانونه په کمزوري موقف کې ویني

سلام ټایمز

د طالبانو جیګپوړي مشران د زمري په ۴مه اندونیزیا ته په یوه سفر روانېږي. [آرشیف]

د طالبانو جیګپوړي مشران د زمري په ۴مه اندونیزیا ته په یوه سفر روانېږي. [آرشیف]

کابل -- د یکشنبې په ورځ /د وږي ۱۷مه/ د افغان حکومت،‌ امریکایي مرکچیانو او د افغان طالبانو د مشرانو تر منځ د سولې د خبرو له لغوه کېدلو څخه وروسته، طالب مشران خپل ځانونه په یوه کمزوري موقف کې ويني.

تېره اونۍ د سولې د مذاکراتو په وروستیو شېبو کې په کابل کې له ۳۰ څخه ډېر کسان د طالبانو په بریدونو کې ووژل شول، او د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې دې ته وهڅاوه چې د یکشنبې د ورځې پلان شوې «پټه» کتنه لغوه کړي.

ټرمپ د شنبې په ورځ /د وږي ۱۶مه/ په یوه ټویټ کې ولیکل، «په دې پلان تقریباً هیڅوک نه وو خبر چې د طالبانو جیګپوړو مشرانو او له هغوی څخه جلا د افغانستان ولسمشر د یکشنبې په ورځ په کمپ ډیویډ کې په پټه له ما سره کتل. هغوی نن شپه متحده ایالاتو ته راتلل.»

ټرمپ وویل، طالبانو اعتراف وکړ چې د پنجشنبې په ورځ /د وږي ۱۴مه/ موټربمي برید هغوی ترسره کړی «چې په ناوړه ډول فشار وارد کړي».

عادي طالبانو، چې دوه یې دلته د زمري په ۲۱مه په یوه عکس کې لیدل کیږي، د خپلو مشرانو د کارونو په هکله اندېښنې څرګندې کړي، او ځینو یې د هغوی په وړاندې ان ښکاره مخالفت ته لاس اچولی دی. [ارشیف]

عادي طالبانو، چې دوه یې دلته د زمري په ۲۱مه په یوه عکس کې لیدل کیږي، د خپلو مشرانو د کارونو په هکله اندېښنې څرګندې کړي، او ځینو یې د هغوی په وړاندې ان ښکاره مخالفت ته لاس اچولی دی. [ارشیف]

یو ټپي شوی سړی د وږي په ۱۴مه په کابل کې له یوه ځانمرګي برید څخه وروسته په وزیراکبرخان روغتون کې تداوي کیږي. دا برید د هغو څو بریدونو له منځه یو وو چې طالبانو له متحده ایالاتو سره د مذاکراتو په ترڅ کې ترسره کړل. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو ټپي شوی سړی د وږي په ۱۴مه په کابل کې له یوه ځانمرګي برید څخه وروسته په وزیراکبرخان روغتون کې تداوي کیږي. دا برید د هغو څو بریدونو له منځه یو وو چې طالبانو له متحده ایالاتو سره د مذاکراتو په ترڅ کې ترسره کړل. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې دغې چاودنې لږ تر لږه ۱۰ ملکي کسان ووژل او ۴۲ نور یې ټپیان کړل.

د ټرمپ په ټویټ کې راغلي، «دا به څه رقم خلک وي چې د چنو وهلو لپاره د خپل موقف د قوي کولو په پار دومره ډېر خلک ووژني؟ هغوی نور هېڅ ونه کړل، بلکې کار یې له بد نه بدتر کړ!»

د تېرې اونۍ په ترڅ کې زیاتېدونکی تاوتریخوالی ښيي چې طالب مشران په دې توګه له یوه څرګند تکتیک څخه استفاده کوي: یاده ډله په دوامداره توګه ملکي افغانان وژني څو په دې توګه په افغان حکومت او د هغه په نړۍ والو متحدینو باندې د مذاکراتو په مېز باندې د سولې په خبرو کې فشار وارد کړي.

د ټرمپ دې اعلان چې هغه «د سولې مذاکرات لغوه کوي» د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په سخت زیار پرمخ تللې او د نژدې یوه کال اوږده پروسه -- لږ تر لږه د اوس لپاره -- پای ته ورسوله. خلیلزاد له طالبانو سره په ۹ مرحلو کې خبرې ترسره کړې چې ډېرې یې په قطر کې وشوې.

که څه هم طالبانو ګواښ وکړ چې لا ډېر تاوانونه به ورسوي او واشنګټن هم ویلي چې هغوی به د اورپکو پر ضد جګړه کې نرمي ونه کړي، دواړو غاړو د خبرو د ترسره کولو لپاره دروازې پرانستې ساتلې دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د یکشنبې په ورځ د تلوېزیوني مرکو په لړ کې خبرو ته بېرته ورستنېدل رد نه کړل، خو ویې ویل چې متحده ایالاتو له طالبانو څخه «کلک تعهد» غوښته او په یاده ډله یې تاکید کاوه چې د افغان ولسمشر اشرف غني حکومت سره چې په نړۍ واله سطحه په رسمیت پېژندل شوی دی، له خبرو کولو څخه د اوږدې مودې انکار پای ته ورسوي.

پومپیو خبرداری ورکړ چې متحده ایالات به په طالبانو باندې «فشار کم نه کړي»، او ویې ویل چې امریکایي ځواکونو یوازې په تېرو ۱۰ ورځو کې له ۱۰۰۰ څخه ډېر یاغیان وژلي دي.

د طالبانو د پېچلي چلند تاریخچه

طالبان لا هم خپل پېچلی چلند پرمخ بیایي، چې په کې ځانونه سولې او نړۍ والو تړونونو ته متعهد ښیي، په داسې حال کې چې د ځانمرګو بمي بریدونو او د وژنو په هکله په ویاړ کولو سره کریډیټ ترلاسه کول غواړي.

د یکشنبې په ورځ د طالبانو له خوا خپره شوې یوه اعلامیه کې راغلي، «د خبرو اترو ځنډول ..‌. به د بل هر چا په نسبت پخپله امریکا ډېره ژوبله کړي».

خو افغانان چې له لسیزو راهیسې د طالبانو ظلمونو او دروغو ځپلي دي، د طالبانو دغو ادعاوو ته اهمیت نه ورکوي.

میر دل چې ۵۲ کاله عمر لري، ای اېف پي ته وویل، که طالبانو «سوله منلی، هغوی باید اوربند اعلان کړی وای او بیا باید خبرې پرمخ تللې وای.»

۲۲ کلن احمد جاوېد ای اېف پي ته وویل، «دا د طالبانو لپاره یو ښه فرصت وو، خو ضایع شو ځکه چې هغوی حملې ونه درولې.»

نورو د سولې د خبرو ودرول وستایل او ویې ویل چې داسې وېره وه چې وضعه بېرته د طالبانو د واکمنۍ وخت ته ستنه شي.

احمد اکبري چې ۲۴ کاله عمر لري او دوکانداري کوي، وویل، «زه پخپله په دې خوښ یم چې د امریکایانو او طالبانو تر منځ خبرې ناکامې شوې.»

هغه ای اېف پي ته وویل، «که طالبان په کوم شکل بیا راشي، وطن به بیا پر شا تګ وکړي، او افغانستان به بیا منزوي شي.»

له طالبانو سره د عامو خلکو ملاتړ وروسته له هغه کم شو چې یادې ډلې له تاوتریخوالي څخه استفادې او د عامه تاسیساتو ویجاړولو، لکه د برېښنا پرې کولو او د تیلیفوني شبکو لاسرسي له منځه وړلو ته دوام ورکړ.

په کابل کې د سیاسي چارو یوه کارپوه نبي مصداق وویل، «طالبانو هڅه کوله چې د بې ګناه افغانانو په وژلو او د هېواد په ورانولو سره امتیازات ترلاسه کړي، خو د هغوی زیاتو شویو بریدونو ثابته کړه چې له دغې ډلې سره جوړجاړی ناشونی دی.»

هغه وویل، «هغوی یو غټ فرصت له لاسه ورکړ.»

د طالبانو کمزوری کېدونکی موقف

د سولې خبرې د طالبانو لپاره په یوه حساس وخت کې وځنډول شوې.

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر سید عالم هاشمي وویل، «دا ناشونې ده چې طالبان د زور د کارولو او د ملکي خلکو د وژلو له لارې قدرت ترلاسه کړي.»

هغه وویل، «د قطر خبرې د طالبانو لپاره یو غټ فرصت وو، خو د دغې ډلې مشرانو د غلطو پرېکړو په کولو سره له لاسه ورکړ. اوس چې خبرې لغوه شوي او په طالبانو باندې نظامي فشار زیاتېږي، د هغوی لپاره یو خطرناک راتلونکی انتظار کوي.»

له نظامي پلوه، طالبانو ونشوای کولی چې هېڅ لوی ملکي مرکز کنټرول کړي ځکه چې افغان ځواکونه د دغې اورپکې ډلې د بریدونو په شا تمبولو ته دوام ورکوي.

په تر ټولو وروستي وار کې، طالبانو د وږي په ۹مه هڅه وکړه چې د کندوز ولایت کندوز ښار ونیسي. په ورپسې ورځ، هغوی د ګاونډي بغلان ولایت په مرکز پلخمري باندې عملیات پیل کړل.

افغان ځواکونو دواړه بریدونه په څو ساعتونو کې دننه په شا وتمبول، او په لسګونو طالب اورپکي یې ووژل. کندوز ښار چې په ۱۳۹۴ کال کې د لنډې مودې لپاره د طالبانو لاس ته ورغلی وو، د وږي په ۱۱مه بېرته عادي حالت ته راوګرځېد.

د دفاع وزارت ویاند فواد امان وویل، «د طالبانو ټول بریدونه چې د مذاکراتو په مېز د امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره پيل شوي وو، د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په هڅو مات کړای شول.»

که څه هم چې طالبان د روسیې او ایران په شمول د بهرنیو هېوادونو څخه وسلې ترلاسه کوي، هغوی نشي کولی چې له افغان ځواکونو سره چې په ډېر عصري او بهتر ډول مجهز دي، سیالي وکړي.‌

د طالبانو مشران له زیاتېدونکيو داخلي اختلافاتو سره هم مخامخ دي. په یوه لویه وروستۍ پېښه کې، د طالبانو یوې جلا شوې ډلې د پاکستان له کوېټې ښار سره نژدې په یوه جومات د حملې په ترڅ کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د ورور د وژنې مسؤلیت پر غاړه واخیست.

دا وروستۍ وژنه د طالبانو د دواړو ډلو تر منځ تر ټولو وروستی تاوتریخوالی دی.

په هرات کې د محلي مقاماتو په وینا، په تېرو درې کالو کې له دواړو غاړو څخه له ۳۰۰ څخه ډېر جنګیالي وژل شوي او له ۳۰۰ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه، د افغان ځواکونو له خوا د فشار په زیاتېدلو او د دې خبرې په درک کولو سره چې د طالبانو جنګ «جهاد نه دی» په سلګونو طالب جنګیالي محلي مقاماتو ته تسلیم شوي دي.‌

په داسې حال کې چې د طالبانو د مشرانو د پټو تجارتونو او شتمنیو په هکله راپورونه رابرسېره کېږي، او د هغوی د ډلې عادي غړي له فقر، ستونزو او مړینې سره مخامخ دي، ملاتړي یې د هغوی پر ضد سخت عکس العمل ښیي.

دا وضعه ان د دې سبب شوې چې یو شمېر ناراضه طالب جنګیالي، چې نه غواړي تسلیم شي، له داعش سره یوځای شي. داعش داسې ډله ده چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په زیاتېدونکي ډول طالبان وژني او تر واک لاندې سیمې یې نیسي.

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 14

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډېره خرابه مقاله

ځواب

طالبان په خپل هیواد کې د امریکې لپاره بې رحمه دي او مقدسه امریکا هم ورته ده چې د افغانستان په ګډون په ۴۰ هیوادونو کې یې جګړه رامنځته کړه.

ځواب

پکار ده چې تر هغه وخت پورې خبرې اترې ونه شي تر څو چې دا ظالمان د بې ګناه خلکو د وژلو نه ډډه ونه کړي.

ځواب

امریکا له تیرو لسو کالو راهیسې د خبرو غوښتنه کوي، هغه د پاکستان څخه غوښتنه کوي؛ نور ټول وتښتیدل او امریکا یوازې پاتې شوه. دا په مناسبه توګه د تښتيدو لپاره یوه لاره ګوري، او بالاخر پاکستان طالبان راضي کړل. طالبانو د امریکې پټ منافقت ته ځواب ورکړو، چې له مخکې نه يې د کندوز فتح کولو سره ناکامه کړی وو.

ځواب

دا يو بې پلوه راپور/مقاله نه ده

ځواب

په داسې حال کې چې بې شکه طالبان وليان نه دي. دا مقاله هيڅ حقيقت نه لري او يوازې په حقايقو کې مبالغه کوي چې د يو ځانګړي داستان ملاتړ وکړي. ژورناليزم د حقايقو په اړه لږ تر لږه بې پلوه نظر ته اړتيا لري، چې بې شکه په دې مقاله کې نشته.

ځواب

زه باور لرم چې دا ټول درواغ دي، او د افغانستان خلکو د طالبانو هرکلی کړی دی. د دوی تود هرکلی وشو. سیکولر ذهنیت لرونکي خلک او ځینې جاسوسان چې تاسو یې په اړه خبرې کوئ مهم نه دي. د سولې خبرې ښې وې. پکار وه چې څه نرمي په کې وې...

ځواب

د افسوس خبره ده! تاسو ته چا د دې لپاره پيسې درکړي دي؟ که چيرې تاسو خپله ايمانداري خرڅولی شئ، نو تاسو يقيناََ خپله مور هم خرڅولی شئ. د هغې قيمت ولګوه. ته مور غولې يې.

ځواب

طالبان زمونږ په پياوړي مذهب باندې د يو داغ نه علاوه هيڅ څه نه دي، چيرې چې مسلمانانو ته اجازه ورکړل کيږي چې هيروېن او نور نشه يي توکي جوړې کړي چې پخپله ترې ګټه ترلاسه کړي... او د یو انسان په توګه د ټوپک کلتور زموږ اقدار کمزوري کړي دي. دوی کمزوري نه شي کيدی ... خو زمونږ دين ته زيان رسوي، هو.

ځواب

کم عقلو! تاسو د جهاد په اړه هيڅ معلومات نه لرئ، طالبان به د الله په فضل سره وګټي او تاسو به له دې لعنتي سترګو سره وګورئ.

ځواب

تمويل شوي مقاله

ځواب

ستا ټوله تجزيه د دروغو پر بنسټ ده. طالبان يو قوت دی.

ځواب

دحقایقو نه ډیرلری تللی یی ملامت نه یی ځکه تاسی ټرمپ خپل معبود قبول کړی دی څوک جه په الله ایمان ولری هغه داسی تحلیل نه کوی .

ځواب

طالبان هيڅکله هم کمزوري کيدی نه شي، د مغرب د ايجنډې وټس ايپ سر مقاله

ځواب