کابل -- په پام کې ده چې د سولې د روانې پروسې په لړ کې، د افغان حکومت او طالبانو استازي د پنجشنبې په ورځ /د کب ۲۸مه/ په مسکو سره وګوري، خو کتونکي د دغې غونډې لپاره د روسې په ارادو باندې شک څرګندوي.
په داسې حال کې چې په ښکاره مسکو ادعا کوي چې په افغانستان کې د سولې د خبرو ملاتړ کوي، لاکن د کریملېن حقیقي ارادې څرګندې نه دي.
د تېرو څو کالونو په ترڅ کې په افغانستان کې د روسیې فعالیت، په ځانګړې توګه له طالبانو څخه د هغوی ملاتړ، په منظمه توګه په زیاتېدلو دی.کریملېن ادعا کوي چې یواځې د دې لپاره له یادې ډلې سره اړیکې ساتي ترڅو په سیمه کې د داعش د ودې مخه ونیسي او طالبان له افغان حکومت سره مذاکراتو ته وهڅوي.
خو دا پټه نه ده چې کریملېن د دې ټکي له پام کې نیولو پرته چې افغانانو ته په څومره قېمت تمامېږي، غواړي ترڅو د سړې جګړې پر وخت په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د شرمېدلې ماتې انتقام واخلي.
د ولسمشر ولادیمیر پوتین په مشرۍ د روسیې رژیم له کالونو راهیسې طالبانو ته دپلوماتیک او سیاسي ملاتړ برابروي ترڅو د هغوی مشروعیت زیات کړي، او یادې ډلې ته وسلې او پیسې ورکوي چې له نظامي پلوه یې غښتلې کړي.
د پوښتنې وړ دپلوماسۍ تاریخچه
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې په مسکو کې کتنه او د وري په میاشت کې په ترکیه کې وړاندیز شوی د سولې کانفرانس «په دوحه کې د افغانستان د سولې د مذاکراتو بشپړوونکي دي او د هغو مذاکراتو ځای نه نیسي.»
طالبانو د دغې ډلې د مؤسس ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د یوه هیئت په لېږلو سره د مسکو کانفرانس کې برخه اخیستنه تائید کړه.
روسیې ته د طالبانو پخوانيو د مېلمستیا سفرونو د طالبانو د مشرانو لپاره له عکسونو اخیستلو څخه ایسته ډېره لږه ګټه رسولې ده.
د روسیې رژیم څو ځلې په څرګنده په مسکو کې د طالب مشرانو او نورو افغان برخه والو کوربه توب کړی او په دې لړ کې د سلواغې د ۹مې کتنه هم شامله ده چې د افغانانو غوسه یې راوپاروله.
افغان معترضینو د سلواغې په میاشت کې مسکو ته د طالبانو له سفر څخه وروسته له دې امله په طالبانو باندې سخت انتقاد وکړ چې د بې ګناه افغانانو وژلو ته دوام ورکوي، په داسې حال کې چې د هغوی سیاسي مشران په مسکو او تهران کې په مجللو هوټلونو کې مزې کوي.
لکه څنګه چې د هرات اوسېدونکي صادق اسلام یار ویلي، طالبان د دې پرځای چې له افغانانو سره د مذاکراتو مېز ته کېني او د جنګ د پای ته رسولو لپاره د حل لاره وګوري، خپلو ملاتړو هېوادونو ته تللي ترڅو نوي حکمونه ترې ترلاسه کړي.
دغه راز، روسیې د ۱۳۹۷ په سلواغه کې طالبان تش په نامه د سولې خبرو کې د برخه اخیستنې لپاره بللي ول. په هغو خبرو کې افغان حکومت نه وو شامل کړای شوی.
له طالبانو سره د ۱۳۹۷ په لړم کې یو پخوانی «د سولې کانفرانس» په خپل ذکر شوی هدف کې چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو رسمي پیل وه پاتې راغی او پرځای یې د طالبانو د ډلو تر منځ د لا نور اختلاف او د افغانستان په چارو کې د روسیې د لاسوهنې ثبوتونه وړاندې کړل.
همدارنګه په سوریه کې، مسکو په ښکاره هڅه کړې ترڅو د هغه هېواد د روانې کورنۍ جګړې لپاره د حل د یوې لارې د را اېستلو په نوم په یو شمېر دپلوماتیکو کانفرانسونو کې ځان مخته مخته کړي. یادې جګړې د سلګونو زره انسانانو ژوند اخیستی او د میلیونونو نورو سوریایانو لپاره یې بې ساري بدمرغي رامنځته کړې ده، په داسې حال کې چې د روسیې له خوا د سولې هره هڅه ناکامه شوې ده. کالونه کیږي چې روسیه په سوریه کې وړې ملي ګټي لټوي، په داسې حال کې چې د جنګ بار د سوریې د ملکي خلکو پر اوږو پروت دی.
په افغانستان کې روان تاوتریخوالی
تر ډېره ځایه، د روسیې سیاسي او مادي ملاتړ په غیرمستقیم ډول طالبانو ته دا وړتیا ورکوي چې په ټول افغانستان کې له تاوتریخوالي څخه ډک بریدونه ترسره کړي چې په نتیجه کې یې په زرګونو ملکي خلک وژل شوي یا ټپي شوي دي.
لږ تر لږه، مسکو په خبر او فعال ډول د طالبانو له خوا په لاره اچول شوي تاوتریخوالي او وحشتونو ملاتړ کوي.
په هر حال، له دې سره سره چې افغان حکومت او نړۍ واله ټولنه هڅه کوي چې په ریښتني ډول له اورپکو سره د سولې د هوکړې لپاره مذاکرات ترسره کړي، د طالبانو غیرقانوني فعالیتونه او بریدونه چې د بهرنیانو په ملاتړ یې ترسره کوي، په وروستیو میاشتو کې زیات شوي دي.
د تاوتریخوالي په تر ټولو وروستۍ پېښه کې د سې شبې په ورځ وسله والو سړیو په پلخمري کې په یوه بس باندې چې د بغلان پوهنتون محصلین او استادان یې لېږدول د درنو وسلو ډزې وکړې.
د پوهنتون رییس عبدالقدیر مهان وویل، «یو محصل او موټروان وژل شوي او شپږ استادان ټپي شوي دي.»
چارواکو وویل، د دوشنبې په ورځ پنځه ښځې او یو ماشوم هغه وخت ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول چې په کابل کې د مازدیګر د ګڼه ګوڼې پر وخت د حکومتي مامورینو په یوه لېږدونکي بس باندې د بم چاودنه وشوه.
د مخابراتو وزارت ویاند نصرت الله ناصري وویل، کېدی شي چې چاودنه د بس اړخ پورې د نښلول شوي «مقناطیسي بم» له امله رامنځه شوې وي.
پولیسو وویل، د یکشنبې په ورځ په کابل کې په موټرو کې دوه چاودنې وشوې چې درې کسان یې ووژل او له لسو څخه ډېر نور یې ټپیان کړل.
چارواکو وویل، د جمعې په ورځ په هرات ښار کې یوه موټربم لږ تر لږه ۸ کسان ووژل او ۴۷ نور یې ټپیان کړل.
د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وویل، چاودنې د شپې شاوخوا ۱۰ بجې د پولیسو یو مرکز په نښه کړ چې په لسګونو کورونه او دوکانونه یې ویجاړ کړل.
هغه وویل، په مړو کې ښځې، ماشومان او امنیتي منسوبین شامل دي.
ولسمشر اشرف غني د هرات د چاودنې پړه پر طالبانو ور واچوله.
هغه په یوه اعلامیه کې وویل چې طالبانو «زموږ د خلکو پر ضد خپل غیرمشروع جنګ ته دوام ورکړی دی او یو ځل بیا یې ثابته کړه چې هغوی نه غواړي روان بحران په سوله ییز ډول حل شي.»
طالبانو د جمعې ورځې په چاودنه کې له لاس لرلو څخه انکار وکړ. د نورو وروستیو بریدونو مسؤلیت هم چا پر غاړه نه دی اخیستی.