امنیت

د القاعدې سره تړلې جنګيالي د طالبانو په لیکو کې ليدل شوي دي

د محمد قاسم لخوا

په یو عکس کې چې د جولای په ۱۵مه اخيستل شوی، د افغان ملېشو جنګیالي د بلخ صوبې په چارکینټ ضلعه کې د طالب یاغیانو په وړاندې په یوې پوسته کې څارنه کوي. [فرشاد اوسیان/ ای اېف پي]

په یو عکس کې چې د جولای په ۱۵مه اخيستل شوی، د افغان ملېشو جنګیالي د بلخ صوبې په چارکینټ ضلعه کې د طالب یاغیانو په وړاندې په یوې پوسته کې څارنه کوي. [فرشاد اوسیان/ ای اېف پي]

کندوز -- افغان پوځي چارواکو وويل، د افغانستان په شمال ختیځ صوبو کې د طالبانو سره په جګړه کې د پام وړ بهرني جنګیالي د القاعدې سره اړیکې لري.

د کندوز صوبې د ۲۱۷م پامیر قول اردو ویاند عبدالهادي نظاري په وینا، د القاعدې سره تړلې جنګیالي لاهم په طالبانو کې د پام وړ شتون لري.

هغه وویل چې د القاعدې عناصر په بدخشان، بغلان، تخار او کندوز صوبو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمینځ په وروستيو جګړو کې ليدل شوي دي. هغه یادونه وکړه چې ګڼ شمیر په کې وژل شوي یا ژوبل شوي دي.

هغه وویل، په بهرنيو جنګیالیو کې چې په دې مخ په زياتيدونکي جګړو کې برخه اخلي چیچن، ازبک، عرب، تاجک او پاکستاني جنګیالي شامل دي.

نظاري وویل چې یو تاجک جنګیالی د جون په ۲۹مه په کندوز صوبه کې د امام صاحب ضلعې په مرکز کې په جګړه کې ووژل شو او لاش یې د سره صلیب نړیوالې کمیټۍ ته وسپارل شو.

هغه زیاته کړه، "امنیتي ځواکونو د جون په ۱۹ مه د بغلان صوبې په خنجان او دوشي ضلعو کې د چاڼيزو عملیاتو په جريان کې دوه پاکستانی وګړي ونیول او یو بل بهرنی وسله وال یې ووژلو."

نظاري وویل چې په تیرو پنځو کلونو کې، بهرني جنګیالي په مختلفو ضلعو کې د طالب وسله والو ډلو مشري کوي.

هغه وويل، په دې کې په بدخشان کې ياوان، راغستان، کوهستان، جرم او ناسي ضلعې، په کندوز کې امام صاحب، چهار دره او قلعه زال ضلعې او په بغلان کې ډنډ غوري او شهاب الدین ضلعې شاملې دي.

نظاري وویل، "فرقان قزاق، چې د چین يو اویغور شخص دی، د جرم ضلعې په خوستک وادي کې يو مشهور ترهګر قوماندان دی." نظاري يادونه وکړه چې هغه د ۳۰۰ غیر افغان جنګیالیو د یوې ډلې مشري کوي.

له القاعدې سره د طالبانو اړیکې

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزۍ سلام ټایمز ته وویل، طالبان له څو کلونو راهیسې له القاعدې سره نږدې اړیکې لري او په دې وروستیو کې یې خپلې دوه اړخیزې همکارۍ پياوړې کړې دي.

هغه وویل، د افغانستان د ملي دفاع او امنیت ځواکونو (ای اېن ډي اېس اېف) په شمالي او سویل لویدیځو صوبو کې د جګړې له ډګرونو څخه شواهد تر لاسه کړي چې دا په ګوته کوي چې د القاعدې عناصر د طالب وسله والو لارښونه او روزنه کوي.

هغه وویل، د جون په ۶ مه د پکتیا په صوبه کې د افغانستان د ملي امنیت د ځواکونو په هوایي برید کې په لسګونو بهرني جنګیالي ووژل شول، چې دا روښانه کوي چې دغو جنګیالیو د طالبانو ترڅنګ وسلې پورته کړي دي.

د کندوز ښار پوځي شنونکي عبدالاحد معراج زاده وویل، له القاعدې سره د طالبانو اړیکو په افغانستان کې د نورو افراطي فعالیتونو په زیاتیدو کې مرسته کړې ده.

هغه وویل، له بده مرغه، هيڅ يوې ډلې په کابل او نورو صوبو کې د وروستیو حملو او چاودنو مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی. خو د بریدونو باریکي "په ګوته کوي چې طالبان او القاعده لاهم ډیرې نږدې اړیکې لري.

د بدخشان صوبې اوسیدونکي نسرین خالقیار وویل، د دروغو وعدو په کولو سره، طالبانو د خلکو باور ډير له لاسه ورکړی دی.

هغې وویل، "موږ په پرله پسې ډول اوریدلي چې طالبان وايي چې دوی له القاعدې سره اړیکې قطع کړي دي." هغې زیاته کړه چې داسې نه ده بلکې حقیقت دا دی چې دواړو افراطي ډلو خپلې اړیکې پراخې او پياوړي کړې دي.

طالبان 'د سولې هیڅ پلان نه لري'

بهرني جګړه ماران د طالبانو تر څنګ جګړه کوي او په پوځي روزنو، بمونو او ځانمرګي واسکټونو يې سمبالوي.

د کندوز د ملي امنیت د رياست د فتر ویاند نورالهوده ملکي وويل، په داسې حال کې چې د بهرنیو جنګیالیو دقیق شمېر نه دی معلوم، د استخباراتی راپورونو پر بنسټ، په کندوز صوبه کې تر ١٢٠ پورې کسان فعال دي.

هغه وویل، په دې جنګیالیو کې ډیر کسان د چیچنیا، تاجکستان او ازبکستان سره تړاو لري.

هغه وویل چې دا جنګیالي عموماً د امام صاحب او دشت ارچي په ضلعو کې فعالیت کوي چې د تاجکستان سره پوله لري او طالبانو ته په مستقيمه توګه مرسته چمتو کوي.

د کندوز فعال میرویس امیري وویل، د ګڼ شمیر ضلعو په نیولو سره، طالبان غواړي چې په سيمه یيزه توګه په خبرونو کې ځای ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې دوی د خبرو اترو په دوران کې برلاسيتوب ترلاسه کوي.

امیري سلام ټایمز ته وویل چې طالبان نه د سولې د هراړخیز تړون لپاره پلان لري او نه هم د اسلامي نظام د تعریف د وړاندې کولو اراده لري.

هغه وویل، "د دوی یوازینی هدف په بې ګناه ملکي وګړو کې ویره رامنځته کول او هغوی ځورل دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500