امنیت

د القاعدې د څانګې د مشر وژل د ترهګرۍ پر وړاندې يو لوی ګوزار ګڼل کيږي

د ضياء الرحمان لخوا

نيم پوځي رینجر د سپتمبر په نیمايۍ کې په کراچۍ کې امنیتي دندې ترسره کوي. څارونکي وايي چې آقس د مختلفو وسله والو ډلو په وړاندې د مبارزې له امله کمزوری شوی دی. [ضیاء الرحمان]

نيم پوځي رینجر د سپتمبر په نیمايۍ کې په کراچۍ کې امنیتي دندې ترسره کوي. څارونکي وايي چې آقس د مختلفو وسله والو ډلو په وړاندې د مبارزې له امله کمزوری شوی دی. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- د جنوبي اسیا د څانګې د مشر وژل په سیمه کې د ترهګرۍ لپاره يو لوی ګوزار دی او د دې تروریستي ډلې د بیرته راستنیدو د مخنیوي لپاره د افغانستان، پاکستان او ایتلافي ځواکونو ګډې هڅې په ګوته کوي.

عاصم عمر، چې په ۲۰۱۴ کال کې يې د دې له جوړيدو راهيسې په برصغیر هند کې د القاعدې مشري کوله، د سپتمبر په ۲۳ مه په افغانستان کې د هلمند صوبې په موسی کلا ضلعه کې د طالبانو په یوې مرکز باندې په بريد کې ووژل شو.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست (اين ډي ايس) د اکتوبر په ۸ مه په ټویټر باندې د عمر د مرګ تایید وکړو، او زیاته یې کړه چې په برید کې د آقس په وژل شويو نورو شپږو غړیو کې یو کس د "ريحان" په نوم پیژندل شوی دی، چې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري قاصد وو.

اين ډي ايس د سپتمبر په ۲۳ مه په خپل پخواني ټویټ کې ویلي وو چې ګډ عمليات ترسره شول چې د القاعدې د لوړې کچې هغه يوه ډله ختم کړي کومه چې په يوې ودانۍ کې د طالبانو د مشرانو سره يو ځای وه او عمر پکې شامل وو.

عاصم عمر، چې په ۲۰۱۴ کال کې يې د دې له جوړيدو راهيسې په برصغیر هند کې د القاعدې مشري کوله، د سپتمبر په ۲۳ مه په افغانستان کې د هلمند صوبې په موسی کلا ضلعه کې د طالبانو په یوې مرکز باندې په بريد کې ووژل شو.

عاصم عمر، چې په ۲۰۱۴ کال کې يې د دې له جوړيدو راهيسې په برصغیر هند کې د القاعدې مشري کوله، د سپتمبر په ۲۳ مه په افغانستان کې د هلمند صوبې په موسی کلا ضلعه کې د طالبانو په یوې مرکز باندې په بريد کې ووژل شو.

د افغانستان د دفاع وزارت د اکتوبر په ۸ مه په یو بیان کې وویل چې د طالبانو دوه ویشت بهرني غړي وژل شوي او ۱۴ نیول شوي دي.

دغه وزارت وويل، "په نیول شویو ترهګرو کې پنځه پاکستاني اتباع او یو د بنګله دیش وګړی شامل دی. بهرنۍ تروریستي ډله د ترهګریزو بریدونو په تنظيمولو کې فعاله وه. د عملیاتو په جریان کې، د ترهګرو د اکمالاتو او الاتو يوم لوی ګودام هم ویجاړ شو."

د القاعدې ترهګر هم په هلمند کې په جلا عملیاتو کې ووژل شول.

د هلمند د ګورنر ویاند عمر ځواک وویل، "د ملي امنیت ریاست یوې ډلې د سپتمبر په ۳۰ مه په موسی کلا ضلعه کې ستر عملیات ترسره کړل، چیرې چې د القاعدې ګن شمیر غړي ووژل شول او د هغوی څلور کسان ونیول شول."

ځواک وویل، "په نیول شویو کسانو کې درې میرمنې وې." هغه زیاته کړه چې هغوی په بهرنیو ژبو کې خبرې کولې. "افغان ځواکونو د عملیاتو په دوران کې هغه مهمات، وسلې او نور تجهیزات ويجاړ کړل چې له القاعدې سره يې تړاو لرلو."

د القاعدې لپاره يو لوی ګوزار

عبدل باسط، چې په سنګاپور کې يو امنیتی شنونکی دی، وویل، " په افغانستان او پاکستان کې ځایي او بهرنیو جهادیانو د عمر خورا احترام کولو، ځکه چې هغه په کلکه په خپلې نظريې عمل کولو او په ټولنه کې ښه مشهور وو."

د باسط په وینا، عمر د آقس د مشر په توګه د ټاکل کیدو نه مخکې، هغه په انټرنيټ باندې د القاعدې لپاره پروپيګنډه کوله او د پاکستان لپاره یې د شرعي کمیټۍ مشري کوله.

د آقس د مشر د جوړيدو نه ژر وروسته، دې ډلې په سپتمبر ۲۰۱۴ کال کې په کراچۍ کې د پاکستان د سمندري ځواکونو د یوې بيړۍ د تښتولو هڅه وکړه.

په دغه برید کې، ۱۰ نيم پوځي پرسونل مړه شول او ۱۵ نور ژوبل شول. په دغه برید کې دوه برید کونکي ووژل شول، او دریم ځان ته چاودنه ورکړه.

عمر په ۲۰۱۸ کال کې د متحده ایالاتو لخوا د نړیوال ترهګر په توګه وګرځول شو.

د قانون پلي کونکو ګڼ شمير چارواکو وویل چې عمر په ستراتیژیکي ډول مهم وسله وال کمانډر او پوهه کس وو چې په کلکه يې د خپلې نظريې تعقيب کولو.

د سیند د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د څانګې يو لوړ پوړي چارواکي راجا عمر خطاب وویل، "عمر نه یوازې ګڼ شمیر هغه ځوان او تعليم يافته وسله وال استخدام کړل چې د بم جوړولو په برخه کې روزل شوي وو، بلکې ګڼ شمیر ځایي وسله وال تنظیمونه يې دې ته اړ کړل چې د آقس سره د وفادارۍ اعلان وکړي."

هغه وویل، "په سیمه کې د مختلفو ځایي وسله والو ډلو سره د هغه د پخوانیو اړیکو له امله، هغه د افغان او پاکستاني طالبانو شبکو، په کشمير کې د فعالو جهادي ډلو او د جنوبي اسیا په نورو هیوادونو کې د فعالو کوچنيو ډلو په کنټرولو کې کامياب شو."

عمر په ستراتیژیکي توګه د پاکستان د لوړو زده کړو موسسې هم په نښه کړې وې چې ځوان فارغین استخدام کړي.

خطاب وویل، "په کراچۍ کې، موږ ګڼ شمير کوچنۍ وسله والې ډلې په ګوته کړي چې د عمر سره يې تړاو لرلو، بډایه وې او غړي يې د نامتو يونيورسټو نه فارغ شوي ول."

له مخکې نه کمزوری شوی

آقس له مخکې نه د مختلفو وسله والو ډلو په وړاندې د مبارزې له کبله په پاکستان کې کمزوری شوی وو.

په ۲۰۱۸ کال کې، په کراچۍ کې د قانون پلي کونکو ادارو ډيرې ګرفتارۍ وکړې چې د آقس سره يې تړاو لرلو، چې په دې کې د نومبر په میاشت کې په ګلشن اقبال کې د عمر جلال چانډیو نيول شامل دي.

چانډيو، چې د کهاټيو په نوم هم پیژندل کيدو، د عمر او د القاعدې د مشر ایمن الظواهري نږدې ملګری وو.

د کراچې د پوليسو له مخې، طلعت محمود، چې په سیند کې د آقس مشر وو او د یوسف په نوم هم پیژندل کيدو، په هغه دريو ترهګرو کې شامل وو کوم چې د جون په ۲۴ مه په کراچۍ کې په خدا بخش ګوټ سيمه کې په يوې نښته کي وژل شوي ول.

محمود په هغه کسانو کې وو چې نومونه يې د سیند د ترهګرۍ ضد څانګې په سور کتاب کې شامل وو. سور کتاب هغه يو کتاب دی چې د زيات مطلوب ترهګرو ليسټ لري.

د هغه کلني راپور له مخې کوم چې په اسلام اباد کې د يوې څيړنيزې موسسې د سولې مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټیټیوټ لخوا خپور شوی وو، آقس په ۲۰۱۸ کال کې په هيڅ يو ترهګریز برید کې ښکيل نه وو، خو دا د قانون پلي کونکو ادارو تر نظر لاندې وو.

د سیند د سي ټي ډي چارواکي خطاب وويل، "آقس په تیرو دریو کلونو کې په پاکستان کې ترهګریز برید ترسره نه کړو، او عمر او د هغه مهم کمانډران د افغان طالبانو د ملاتړ لپاره په افغانستان کې وو."

هغه وويل، "دې وښودله چې آقس خورا کمزوری شوی دی."

[احمد ولي سرحدي د کندهار نه د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500