امنیت

د ترهګرۍ سره د مبارزې چارواکو د افراطیت او جرمونو د مطلوبه مشکوکو کسانو نوی ليست خپور کړو

د ضياء الرحمان لخوا

په کراچۍ کې د تحريک طالبان پاکستان کمانډر عزیزالله، چې د شمزۍ په نامه هم پیژندل کیږي، په اړه معلومات د سور کتاب په اتم چاپ کې ليدل کيدی شي. دا سور کتاب د پاکستان د ترټولو شکمنو ترهګرو يو ليست دی. د سور کتاب نهم چاپ د جون په ۳ مه خپور شو. [پاکستان فارورډ/ ضیاء الرحمان]

په کراچۍ کې د تحريک طالبان پاکستان کمانډر عزیزالله، چې د شمزۍ په نامه هم پیژندل کیږي، په اړه معلومات د سور کتاب په اتم چاپ کې ليدل کيدی شي. دا سور کتاب د پاکستان د ترټولو شکمنو ترهګرو يو ليست دی. د سور کتاب نهم چاپ د جون په ۳ مه خپور شو. [پاکستان فارورډ/ ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- د سیند صوبې د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د خپل سور کتاب وروستی چاپ خپور کړو، چې د مطلوبه ترهګرو او وسله والو مشکوک کسانو يو لیست دی.

دا سند -- چې نهم چاپ يې خپور شوی دی -- د قانون پلي کوونکي ادارو له خوا کارول کيږي او په دې کې د ترهګرۍ او جرمونو د مطلوبه کسانو د نومونو، د شکمنو کسانو د فزیکي خصوصياتو او د ژبو په اړه معلومات شامل دي.

د سي ټي ډي ډايريکټر عمر شاهد حامد وویل، پاکستان د افغانستان څخه د نړیوال ایتلافي ځواکونو له وتلو وروسته د احتمالي امنیتي ګواښونو سره د مقابلې لپاره ځان چمتو کوي.

حامد وویل، "موږ فکر کوو چې کيدی شې په پاکستان کې وضعیت بدل شي، او وسله والې ډلې بیا فعالې شي که چیرې افغانستان د ځواکونو له وتلو وروسته بې ثباته شي."

په دې عکس کې، چې د فبرورۍ په ۱۸ مه اخیستل شوی، یو پولیس د فبرورۍ په ۲۰ مه د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) د لومړي ټي ټونټي د کرکټ ميچ نه دوه ورځې مخکې د کراچۍ نېشنل کرکټ سټيډيم نه بهر چمتو ولاړ دی. [آصف حسن/ای اېف پي]

په دې عکس کې، چې د فبرورۍ په ۱۸ مه اخیستل شوی، یو پولیس د فبرورۍ په ۲۰ مه د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) د لومړي ټي ټونټي د کرکټ ميچ نه دوه ورځې مخکې د کراچۍ نېشنل کرکټ سټيډيم نه بهر چمتو ولاړ دی. [آصف حسن/ای اېف پي]

هغه وویل، د سور کتاب هدف، چې د جون په ۳ مه نیټه خپور شوی، د ترهګرو په کړنو کې د ښکېلو وسله والو په اړه استخباراتو ته وده ورکول، دا د نورو صوبو د ترهرۍ ضد څانګو سره شریکول او د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره ګډې هڅې کول دي.

د سور کتاب تازه چاپ يو داسې چاپ دی چې په لومړي ځل په کې څلور کاله وروسته معلومات تازه شوي او خپاره شوي دي.

چارواکو لس شکمن کسان نیولي دي چې په اتم چاپ کې شامل وو او اوه نور یې وژلي دي -- پنځه په پاکستان کې، یو په افغانستان کې او یو یې په سوریه کې.

په نهم چاپ کې، سي ټي ډي د هند په برصغیر کې د القاعدې (آقس) د ۱۲ مشکوکو نومونه او د داعش د خراسان څانګې ۱۸ تورنو وسله والو نومونه شامل کړل.

آقس او د داعش خراسان څانګه د القاعدې او داعش په ترتيب سره سیمه ایزې وابسته ډلې دي.

سي ټي ډي د غیرقانوني سپاه محمد پاکستان (اېس اېم پي)، چې يوه شيعه ترهګره ډله ده او د ایران د رژیم څخه يې ملاتړ او تمویل ترلاسه کړی دی، ۲۴ تورن وسله وال او همدارنګه د تحريک طالبان پاکستان ۲۳ وسله وال په دغه کتاب کې شامل کړل.

په دې کې د انصار الشریعه پاکستان (ای اېس پي) څلور تورن عناصر او د جندالله پاکستان دوه مشکوک غړي هم شامل دي.

انصار الشریعه پاکستان، چې يو ترهګر سازمان دی او تقريباََ يو درجن غړي لري په سوریه کې میشته د القاعدې شبکې سره وابسته د النصره فرنټ تر چتر لاندې فعالیت کوي، په ۲۰۱۷ کال کې هغه وخت په کراچۍ کې راپورته شو کله چې دې د پولیسو او د قانون پلي کوونکو پرسونلو د وژلو ادعا وکړه.

جندالله د تحريک طالبان پاکستان څخه جدا شوې ډله ده چې په ۲۰۱۴ کال کې يې له داعش سره د ملاتړ ژمنه کړې وه. دا ډله په مختلفو غټو بریدونو کې دخیل وه، چې په دې کې په سپتمبر ۲۰۱۳ کال کې په پېښور کې په آل سینټس چرچ باندې برید شامل دی، چې ۱۰۴ عبادت کونکي په کې وژل شوي وو.

په دې سور کتاب کې د لشکر جنګوي ۱۳ مشکوک وسله وال شامل شوي دي.

په دې کې د سندهودېش انقلابي پوځ د څلورو تورنو وسله والو نومونه او د بلوچستان د آزادۍ د پوځ پنځه تورن غړي شامل دي -- دا هغه دوه بېلتون غوښتونکې ډلې دي چې په ترتیب سره په سیند او بلوچستان صوبه کې فعالیت کوي.

سي ټي ډي د هغه ۳۳ مشکوکو وسله والو نومونه هم په دغه کتاب کې شامل کړل کومو چې په کراچۍ کې په لیاري سيمه کې په ډله ییزه جګړه کې لاس لرلو.

مبارزه دوام لري

په پاکستان کې، د قانون پلي کونکي ادارې د ترهګرو ډلو پروړاندې مبارزې ته دوام ورکوي.

د مۍ په ۲مه، پولیسو د سیند صوبې په شکارپور ضلعه کې د داعش د خراسان څانګې سره په ظاهره توګه تړلي درې تورن وسله وال ونیول.

ویل کيږي چې نیول شوي کسان په سیند صوبه کې د داعش د نايب مشر عبدالحفیظ پندراني نږدې همکاران وو. پندراني د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په مياشت کې په سیند کې د داعش د مشر مولوي عبدالله بروهي سره یو ځای د بلوچستان صوبې په سبي ضلعه کې د پولیسو سره په ډزو کې وژل شوی و.

د سیند د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د اپرېل د مياشتې په ۱۹مه حیدرآباد ته څېرمه د تحریک طالبان پاکستان سره وابسته پنځو مشکوکو وسله والو، چې په کې دوه تورن ځانمرګي بریدګر شامل ول، د نیولو اعلان وکړو.

د راپورونو له مخې، د سیند د ترهګرۍ ضد ادارې يو سينير چارواکي عمر شاهد حامد وویل، وسله والو پلان لرلو چې په کراچۍ کې د پولیسو په روزنیز مرکز باندې برید وکړي او له مخکې نه یې د جاسوسۍ عملیات ترسره کړي وو.

د حامد په وینا، په نیول شويو وسله والو کې ګڼ شمير په مختلفو غټو حملو کې لاس لرلو چې په دې کې په ۲۰۱۹ کال کې په لاهور کې د داتا دربار په مزار کې ځانمرګی برید او په ۲۰۱۸ کال کې په سوات کې د پاکستان پوځ د واليبال په لوبه کې ځانمرګی برید شامل وو.

په همدغه ورځ په یو بل برید کې، د کراچۍ ضلعې پولیسو د تحريک طالبان پاکستان دوه وسله وال ونیول چې په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان د مشرانو لخوا استول شوې ول چې په ښار کې دغه تنظیم بيرته جوړ کړي.

د جنورۍ په میاشت کې، د سیند سي ټي ډي په کراچۍ کې د انجینرۍ يو زده کونکی په سوریه کې له داعش سره د وابسته وسله والو کورنیو ته د پیسو لیږلو په تور ونیولو.

د تیر نومبر په مياشت کې، د پنجاب سي ټي ډي په راجن پور ضلعه کې د استخباراتو پر اساس عملیاتو کې د آقس پنځه مشکوک غړي ونیول او ځانمرګي جاکټونه، لاسي بمونه، وسلې او مهمات یې ضبط کړل.

د سي ټي ډي د یوې مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د آقس مشکوک کسان د پنجاب په سویلي ضلعو کې په مهمو تاسیساتو باندې د ترهګرو بریدونو پلان لرلو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500