تروريزم

د داعش د خراسان څانګی نيول شوي مشر په افغانستان او پاکستان کې د ظلم داستان پریښودو

د ظاهر شاه شيرازي لخوا

د داعش د خراسان څانګې نیول شوی مشر اسلم فاروقي په دې عکس کې ليدل کيدې شي، چې د اپرېل په ۴ مه د افغان ځواکونو لخوا خپور شوی دی. [د افغانستان ملي امنیت ریاست]

د داعش د خراسان څانګې نیول شوی مشر اسلم فاروقي په دې عکس کې ليدل کيدې شي، چې د اپرېل په ۴ مه د افغان ځواکونو لخوا خپور شوی دی. [د افغانستان ملي امنیت ریاست]

پېښور -- په افغانستان کې د تروریستي مشر د نیولو له کبله په پاکستان او افغانستان دواړو کې چارواکي غواړي چې هغه ته سزا ورکړي.

افغان ځواکونو د اپرېل په ۴ مه د داعش د خراسان څانګې مشر اسلم فاروقي د نیولو اعلان وکړو.

فاروقي، چې د اپرېل په ۳ مه د افغانستان په شمال کې د ۱۹ نورو جنګیالیو سره نیول شوی و، په افغانستان او پاکستان کې د څو حملو پلان کولو په تور تورن و، چې په دې کې د مارچ په ۲۴ مه په کابل کې د سکهانو په مندر برید شامل دی، چې ۲۵ کسان په کې مړه شوي وو.

پاکستان او افغانستان دواړه ليواله دي چې فاروقي ته سزا ورکړي.

حافظ سعید خان (په سپینو جامو کې)، چې د داعش د خراسان څانګی پخوانی مشر دی، په دې تصوير کې، چې په ۲۰۰۹ کال کې په بره اورکزۍ ضلعه کې اخيستل شوی دی، د تحريک طالبان پاکستان د پخواني مشر حکیم الله محسود (په منځ کې) سره ناست لیدل کیدی شي. دوی په ترتیب سره په افغانستان کې په ۲۰۱۶ کال کې او په پاکستان کې په ۲۰۱۳ کال کې وژل شوي وو. [ظاهر شاه شیرازي]

حافظ سعید خان (په سپینو جامو کې)، چې د داعش د خراسان څانګی پخوانی مشر دی، په دې تصوير کې، چې په ۲۰۰۹ کال کې په بره اورکزۍ ضلعه کې اخيستل شوی دی، د تحريک طالبان پاکستان د پخواني مشر حکیم الله محسود (په منځ کې) سره ناست لیدل کیدی شي. دوی په ترتیب سره په افغانستان کې په ۲۰۱۶ کال کې او په پاکستان کې په ۲۰۱۳ کال کې وژل شوي وو. [ظاهر شاه شیرازي]

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اپریل په ۹ مه په افغانستان غږ وکړو چې فاروقي دې هغوی ته وسپاري چې په پاکستان کې د تروریستي حملو په تړاو محاکمه شي. پاکستان په فاروقي باندې یو بل تور لګوي: هغه د اورکزۍ ضلعې اوسيدونکی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان د اپرېل په ۶ مه په یو بیان کې پر افغان حکومت غږ وکړو چې په افغانستان کې د ولسي وګړو په وړاندې بریدونو کې د هغه د رول له کبله په فاروقي باندې د جنګي جرمونو تورونه ولګوي.

پیټریشا ګوسمن، چې د دغه سازمان لپاره د آسیا ډايريکټره ده، په يو بیان کې وویل، "د فاروقي نیول د افغان چارواکو لپاره یوه موقعه ده چې دا په ګوته کړي چې دوی وړتيا لري چې د جنګي جرمونو او نورو ظلمونو د قربانیانو لپاره مناسب انصاف ترلاسه کړي." "د قرباني برخه اخیستنه کلیدي ده څو دا یقیني کړي چې انصاف نه يوازې ترسره شو، بلکې هغه کسانو وليدلو چې د فاروقي د جرمونو له خوا ډير ځپل شوي دي."

ګوسمن وویل، "افغانستان د قربانیانو پوروړی دی چې اسلم فاروقي او نور کسان په کلکه مؤاخذه او محاکمه کړي چې د جدي جرمونو په تور تورن دي." "که چیرې افغانستان غواړي چې داسې تاوتریخوالي پای ته ورسوي نو د انصاف تعقیب ضروري دی."

يوه کمزورې ډله

ګومان کيږي چې د داعش د خراسان څانګی جنګیالی د اورکزۍ قبایلي ضلعې او د پاکستان له نورو قبایلي سیمو سره تعلق لري، چې د حافظ سعید خان په مشرۍ افغانستان ته تښتیدلي دي. حافظ سعيد د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او سپاه صحابه پاکستان (اېس اېس پي) پخوانی غړی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د تېرې جولای په میاشت کې د خپور شوي راپور له مخې، فاروقي، چې د خان نږدې ملګری دی، په اپرېل ۲۰۱۹ کال کې د داعش د خراسان څانګې مشر شو کله چې د داعش مرکزي مشرتابه ابو عمر الخراساني د "خراب فعالیت" له امله له دندې څخه ګوښه کړو.

الخراساني پخپله د حافظ سعید خان ځای وروسته له هغې ونيولو کله چې هغه په جولای ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان په ننګرهار صوبه کې په یو توغندیز برید کې ووژل شو.

په پېښور يونيورسټۍ کې د سولې او شخړې مطالعاتو څانګې چيرمين ډاکټر سيد حسين شهيد سهروردي وويل، "کله چې یو کس مړ شي نو دا حقیقت دی چې په ډول وسله والې ډلې باندې اثر کوي، ډیر نور د واک اخیستو لپاره راپورته کيږي، خو دا ریښتیا ده چې د فاروقي نیول به د داعش د خراسان څانګې فعالیتونه نور هم بې اغیزه کړي."

هغه وويل، "دوی به توان ونه لري چې د پولې هاخوا تګ وکړي لکه څنګه چې دوی مخکې کول، او چارواکي له فاروقي څخه د پام وړ معلومات ترلاسه کولی شي او د هغوی تعقيب کولی شي."

سهروردي وویل، "هغه په پاکستان او شاوخوا سیمو کې د هغه خلکو په اړه د معلوماتو په ورکولو کې مهم رول لوبولی شي چې دوی له یې فنډونه ورکول او خواخوږي یې ورسره کوله."

هغه زیاته کړه چې د دې ډلې لپاره د تمویل سرچینې کمې شوي ځکه چې مشران یې وژل شوي دي.

همکاري

په اسلام آباد کې د امنيتي چارو شنونکي بريګيډير (ريټايرډ) سعد محمد وویل، د فاروقي نیول د پاکستان او افغانستان په سیمه کې د داعش د جنګیالیو او ملاتړ کوونکو له منځه وړلو لپاره يوه هڅوونکي خبره ده.

محمد وویل، د لوړ پوړي مشر نیول یا له مينځه وړل په علامتي توګه خورا مهم دي، او د فاروقي نیول به د داعش د خراسان څانګې د مورال کمولو لامل شي، په داسې حال کې چې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې به افغان او ایتلافي ځواکونه پياوړي کړي.

هغه وويل، په داسې حال کې چې کیدی شي دا ډله کمزورې شوي وې، ټیټ پوړي مشران به هڅه وکړي چې وژونکي او فعاله شي. هغه زیاته کړه چې ټول ښکیل اړخونه باید سمدستي ګامونه پورته کړي مخکې له دې چې دا ډله خپل ځواک بيرته ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه، "که ايتلافي سرتیري او افغانان غواړي چې د داعش د خراسان څانګې څخه خلاصی ترلاسه کړي، نو دوی باید د سولې پروسه بریالۍ کړي."

د آپ تلویزیون خبریال ناصر داوړ وویل، د داعش خراسان څانګه له مخکې نه له ستونزو سره مخ ده، چې په دې کې د افغان او ایتلافي ځواکونو او د طالبانو لخوا بریدونه شامل دي.

هغه وویل چې دا ډله د څه وخت لپاره فعاله نه ده، خو بیا هم کولی شي چې "بریدونه پیل کړي لکه څنګه چی دې په کابل کې د سکهانو په مندر باندې بريدونه ترسره کړي ول."

داوړ زياته کړه، چې د داعش د خراسان څانګې جنګيالي په تيښته دي ځکه چی دوی په پاکستان کې ځای نه لري. هغه زياته کړه، له طالبانو سره د احتمالي سولې معاهدې وروسته، په افغانستان کې به د دوی لپاره وضعيت نور هم خراب شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500