تجزيه

د داعش ماته شوې خراسان څانګه هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل حضور وساتي

پاکستان فارورډ

د داعش خراسان څانګې په تېره لړم میاشت کې دا عکس خپور کړ او هڅه یې کوله چې خپل یووالی او قوت وښیي خو څو ورځې وروسته یې په سلګونو جنګیانو په خپله ماتې اعتراف وکړ او تسلیم شول. [آرشیف]

د داعش خراسان څانګې په تېره لړم میاشت کې دا عکس خپور کړ او هڅه یې کوله چې خپل یووالی او قوت وښیي خو څو ورځې وروسته یې په سلګونو جنګیانو په خپله ماتې اعتراف وکړ او تسلیم شول. [آرشیف]

کابل -- د داعش خراسان څانګه په ننګرهار ولایت کې د خپلې ماتې له اعلانولو څخه نهه میاشتې وروسته تر ډېره پټه خوله پاتې ده.

خو اوس چې طالبان او افغان حکومت د بین الافغاني خبرو په لور ګامونه اخلي، د داعش د جنګیالیو ډلې هڅه کوي چې نازکه سیاسي وضعه بې ثباته کړي.‌

که څه هم چې طالبانو او افغان حکومت د اختر په ترڅ کې په یوه درې ورځني اوربند توافق کړی وو، لاکن د داعش خراسان څانګې د لوی اختر په پیل او پای دواړو کې وینې تویې کړې.

ځایي چارواکو وویل، د داعش خراسان څانګې د هغه بمي برید مسؤلیت پر غاړه واخیست چې د زمري په ۸مه د هرات ښار په شیعه مېشته سیمه کې په یوه بس موټر باندې وشو، څلور کسان یې ووژل او درې نور یې ټپيان کړل.

د داعش اورپکي د تېر لړم په میاشت کې په ننګرهار کې افغان چارواکو ته له تسلیمېدلو څخه وروسته د مقاماتو په مخکې په کتار ولاړ دي. [خالد زېری]

د داعش اورپکي د تېر لړم په میاشت کې په ننګرهار کې افغان چارواکو ته له تسلیمېدلو څخه وروسته د مقاماتو په مخکې په کتار ولاړ دي. [خالد زېری]

د داعش افغان مشر اسلم فاروقي په دې ویډیوي سکرین شاټ کې چې د ملي امنیت ریاست خپور کړی دی لیدل کیږي. د ملي امنیت ریاست نوموړی د وري په میاشت کې په کندهار ولایت کې ونیو.

د داعش افغان مشر اسلم فاروقي په دې ویډیوي سکرین شاټ کې چې د ملي امنیت ریاست خپور کړی دی لیدل کیږي. د ملي امنیت ریاست نوموړی د وري په میاشت کې په کندهار ولایت کې ونیو.

دوه ورځې وروسته، لږ تر لږه ۱۴ملکي کسان وروسته له هغه ټپیان شول چې له لوی اختر څخه مخکې په هرات ښار کې په یوه ګڼ مارکېټ کې یوه بمي چاودنه وشوه.‌ هېڅ ډلې د برید مسؤلیت پر غاړه وانه خیست، خو له ډېرو نښو څخه داسې معلومېدله چې برید د داعش خراسان څانګې کړی دی، او د طالبانو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون نورو ډلو په کې له لاس لرنې څخه انکار وکړ.‌

د اختر په وروستۍ ورځ، د داعش خراسان څانګې په جلال اباد کې په یوه محبس باندې چې د داعش د خراسان څانګې او طالبانو شاوخوا ۱۷۰۰ کسان په کې بندیان ول، برید وکړ.‌

جنګ د زمري په ۱۳مه ماسپښین مهال پای ته ورسېد چې لږ تر لږه ۲۹ کسان په کې مړه او ۴۸ نور ټپیان شول.‌

د داعش خراسان څانګه د ژوندي پاتې کېدلو هڅه کوي

که څه هم چې د داعش خراسان څانګه د داسې ترهګریزو بریدونو په ترسره کولو سره هڅه کوي چې پام ور واړوي، لاکن د زوال له خطر سره مخامخ ده ځکه چې ناراضي غړي، د تمویل سرچینې او دا وړتیا چې نوي جنګیالي استخدام کړي، له لاسه ورکوي.‌

د ملګرو ملتونو څارونکیو د غبرګولي په ۷مه راپور ورکړ چې، د ۱۳۹۸ د وږي او لړم تر منځ،‌ افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د داعش خراسان څانګه له یو شمېر سیمو څخه واېستله او «د هغې موجودیت ته یې سخت ټکانونه ورکړل». له هغه وخت راهیسې دغو ځواکونو د یادې ډلې د جنګیالیو د راتګ مخه نیولې او د هغوی عایداتي سرچینې یې محدودې کړي دي.‌

د داعش خراسان څانګې د لړم په ۲۶مه یوه اعلامیه خپره کړه او په ننګرهار کې د یادې ډلې په ماتې یې اعتراف وکړاو ویې ویل چې غړو یې له اونیو راهیسې څه نه لرل چې ویې خوري.

په راپور کې راغلي، «د ۱۳۹۸ له وږي څخه تر لړم پورې، په ننګرهار کې د داعش د خراسان څانګې د مشرتابه د شورا له ۲۲ جګپوړي غړيو او ۱۷۵۰ جنګیاليو څخه چې په اوو ولسوالیو کې پراته وه ۲۰۰ نه کمو ته کم او د اچین ولسوالۍ په تختو سیمه کې محاصره شول.»

راپور زیاتوي، «د ۱۳۹۸ د کب تر نیمایي پورې، په ننګرهار ولایت کې د یادې ډلې له ماتې څخه وروسته د داعش د خراسان څانګې ټول ۱۴۴۲ غړي (چې ډېر یې کورنۍ وې) تسلیم شول.»

د داعش پخوانیو جنګیالیو چې تسلیم شول مقاماتو ته وویل چې «ډېر استخدام شوي کسان د زور یا د تاوتریخوالي د ګواښ په نتیجه کې مجبور شوي ول چې ورسره یوځای شي» په داسې حال کې چې نورو ویل چې «هغوی د پیسو په تمه جذب شوي ول چې په پيل کې یې ګروب وړاندیز کړی وو خو هېڅکله یې هم ترلاسه نه کړې.»

ځایي خلکو د ملګرو ملتونو څارونکیو ته وویل، یادې ډلې «د پروپاګند داسې تکتیکونه کارول چې ویل یې خپلو جنګیالیو ته غټې تنخاګانې ورکوي خو اصلا یې دروغ ویل او غوښتل یې چې په دې ټوګه جنګیالي جذب، او ملاتړ ترلاسه کړي.»

هغوی وویل،‌ دروغ یواځې یو ځل ویل کېدی شي، او زیاته یې کړه چې د داعش خراسان څانګه تر ډېره په هغه اجباري کار او د هغو کسانو په تعقیبولو باندې چلېدله چې له یادې ډلې سره له یوځای کېدلو څخه یې انکار کاوه.‌

راپور وموندله چې «د داعش خراسان څانګه د افغانستان په شمال کې منظم دایمي حضور نه لري،» البته، «د بهرنیو جنګیالیو کوچني ګروپونه چې باور کېږي د داعش د خراسان څانګې غړي دي، تر ډېره په شمال کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې فعالیت کوي.» دیری یې په کونړ کې شتون لري.

د داعش له هستې څخه جلا کېدل

په افغانستان کې د داعش د مشرتابه په هکله ابهام -- او د داعش له مرکز سره د دغې ډلې کمزوری ارتباط -- د یادې ډلې له خوا په دوامداره توګه د قدرت له لاسه ورکولو کې مرسته کوي.

د ۱۳۹۸ د وري په میاشت کې، د داعش د خراسان څانګې مشر مولوي ضیاءالحق چې د ابوعمر الخراساني په نامه هم یادېده، ایسته، او ځای یې مولوي عبدالله اورکزي، چې د مولوي اسلم فاروقي په نامه هم یادېده، ونیو.

د داعش مرکز فاروقي مستقیما وګوماره، او په دې توګه یې په عراق او سوریه کې د داعش د هستې او په افغانستان کې د څانګې تر منځ ارتباط تایید کړ.‌

په راپور کې راغلي، خو اوس د داعش خراسان څانګه د کونړ له ګڼو ځنګلي سیمو څخه «د سټیلایټ‌ له لارې د داعش له هستې سره محدودې اړیکې ساتي.»

راپور وایي، په داسې حال کې چې د داعش هسته د داعش د خراسان څانګې په داخلي تصمیم نیونه کې ډېر کم رول لري، او په عراق او سوریه کې د شخړې له اصلي سیمې څخه د بهرنیو جنګیالیو تګ راتګ محدود دی، د داعش خراسان څانګې د داعش له نوي مشر امیر محمد عبدالرحمان المولي السلبي سره ارتباط جوړ کړی دی.

السلبي د ابو ابراهیم الهاشمي القریشي مستعار نوم کاروي.

په تېر وري میاشت کې،‌ د داعش خراسان څانګې هغه وخت یو بل ټکان وخوړ چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو فاروقي د داعش خراسان څانګېله جګپوړو قوماندانانو قاري زاهد او صفی الله او ۱۹ نورو کسانو سره یوځای په کندهار کې ونیو.

په وروستیو کې، د افغانستان د ملي امنیت ریاست د زمري په ۱۱مه له جلال اباد سره نږدې د داعش د خراسان څانګې د استخباراتو د مسؤل عبدالله اورکزي وژنه اعلان کړه.

په ننګرهار کې د یادې ډلې له ماتو او په کندهار کې د فاروقي له نیول کېدلو څخه وروسته، دا معلومه نه ده چې د داعش خراسان څانګې واګي د چا په لاس کې دي.‌

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د فاروقي له نیولو څخه مخکې، داسې راپورونه وو چې هغه د داعش د خراسان څانګې له مرستیال شیخ مطیع الله کامه وال سره د امیر کیدو لپاره سیالي کوله، البته د ابو سعید محمد الخراساني او شیخ عبدالطاهر په ګ‌‌‌‌‌‌ډون نور کاندیدان هم موجود ول.‌

راپور وایي، «سرچینو وویل چې د دغې نومونې په هکله به د ابوبکر البغدادي له وژل کېدلو څخه وروسته د داعش د هستې له دخالت څخه پرته، د داعش خراسان څانګه په داخل کې پرېکړه کوي.»

په عملیاتو کې بدلون

څارونکي وایي، په ننګرهار او کونړ کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او ایتلافي ځواکونو له خوا د داعش د خراسان څانګې پر ضد عملیاتو د یادې ډلې دا وړتیا کمزورې کړې چې په لوړه سطحه او پېچلي عملیات ترسره کړي.‌

په دې هکله اوس هم بحث روان ده چې د هغو بریدونو چې د داعش خراسان څانګه یې د ترسره کولو ادعا کوي اصلا څومره یادې ډلې ترسره کړي دي.

د ملګرو ملتونو راپور وایي، «په ډېرو هغو بریدونو کې چې د داعش خراسان څانګې یې د ترسره کولو ادعا کړې ده تر یوه حده حقاني شبکه ښکېله وه، اسانتیا یا تخنیکي مرسته یې ورته برابره کړې ده.»

راپور وایي، سربېره پر دې، د داعش خراسان څانګې «د هغو عملیاتو د ترسره کولو مسؤلیت پر غاړه اخیستی چې د ډېرو احتمالاتو له مخې حقاني شبکې ترسره کړي دي.»

د حقاني شبکهچې د طالبانو یوه مشهوره متحده ده،یو له هغو ډېرو خطرناکو ډلو څخه ده چې په افغانستان کې د افغان او د متحده ایالاتو په مشرۍ ناټو ځواکونو پر ضد جنګ کوي.‌

د ملي امنیت ریاست وویل، د افغانستان د ځانګړیو عملیاتو ځواکونو د غوایي په ۱۶مه د داعش د خراسان څانګې او د حقاني شبکې یو غټ ترهګر ګروپ هغه وخت له منځه وېوړ چې د یاد ګډ ګروپ په پټنځایونو باندې-- یو په کابل کې او بل له مرکز څخه بهر -- یې بریدونه ترسره کړل.‌

افغان امنیتي چارواکي وایي، د طالبانو او متحده ایالاتو د مرکچیانو تر منځ د سولې تړون او د سولې قریب الوقوع بین الافغاني خبرو د طالبانو ځینې ګروپونه او حقانی شبکه په غوسه کړي دي، او ځینې غړي یې دې ته مجبور کړي چې د داعش خراسان څانګې په استازیتوب ورانکاري بریدونه ترسره کړي.

ډګر جنرال احمدضیاء سراج د غوایي په ۲۹مه په یوه خبري ناسته کې په کابل کې وویل، «زموږ استخباراتي معلومات ښیي چې د طالبانو او بهرنیو استخباراتي ګروپونو تر منځ اړیکې د پخوا په نسبت ډېرې قوي شوي دي.»

سراج وویل، «له هغو کسانو څخه چې موږ په وروستیو کې نیولي او ترلاسه شویو اسنادو څخه داسې ښکاري چې د وروستیو پېښو تنظیموونکیو هم له حقاني شبکې او ههم له داعش سره اړیکې لرلې.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500