کابل -- د ملي امنیت ریاست (اېن ډي ايس) ځواکونو تیره هفته د پټو عملیاتو په دوران کې په افغانستان کې د داعش مشر اسلم فاروقي ونیولو.
د ملي امنیت ریاست د اپریل په څلورمه په یو بیان کې وويل چې افغان ځواکونو تیره هفته په کندهار صوبه کې د ۱۹ نورو داعش جنګیالیو سره فاروقي، چې د عبدالله اورکزۍ په نوم هم پیژندل کيږي، ونيولو.
اېن ډي ايس وویل، "قاري زاهد، چې د معاذ په نامه هم پيژندل کيږي او په پوځي عملیاتو کې د داعش کمانډر و، او سیف الله، چې د ابو طلحه پاکستاني په نامه هم پیژندل کيږي او په ننګرهار صوبه کې د دې ډلې لپاره یې د استخدامولو مسؤليت لرلو، په نيول شويو کسانو کې شامل ول.
د اېن ډي ايس یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ای اېف پي ته وويل، فاروقي په تیره میاشت کې په کابل کې د سکهانو او هندوانو په یو جومات باندې د برید، چې داعش يې ادعا کړې وه، پلان جوړونکی و. په دغه بريد کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي ول.
د داعش څانګه، چې د داعش خراسان څانګې په نامه هم پیژندل کيږي، په دې وروستیو میاشتو کې د افغان او ایتلافي ځواکونو له پرله پسې عملیاتو وروسته د دفاع کولو په وضعيت کې ده.
د نومبر په میاشت کې، افغان چارواکو وویل چې د داعش خراسان څانګه په ننګرهار کې، چې په هغه مهمو صوبو کې ده چیرې چې دې ډلې په لومړي ځل په ۲۰۱۵ کال کې د یو قوي مرکز جوړولو هڅه وکړه، ماتې خوړلې دی.
له دغه کلونو وروسته، دې په ټول افغانستان کې د یو لړ وحشيانه بريدونو مسولیت په غاړه اخیستی دی.
اېن ډي ايس په خپل بیان کې وویل چې فاروقي دا تسلیم کړي وه چې د "سیمه ایزو استخباراتي ادارو" سره اړیکې لري.
هو، د دې د سرچینو له مخې، د حکومت پاکستان لخوا غوره هڅې ترسره کیږي.
ځوابتبصرې 1