امنیت

د ننګرهار اوسېدونکي د داعش له ماتې څخه وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول چې خپل ژوند بیا جوړ کړي

د خالد زېري راپور

په ننګرهار ولایت کې د اچین اوسېدونکیو وروسته له هغه خپلو کورونو ته ستنېدل پيل کړل چې افغان پوځي چارواکو اعلان وکړ چې د داعش افغاني څانګې ته چې د داعش خراسان په نامه هم یادیږي په دغه ولایت کې ماته ورکړل شوې ده. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

ننګرهار -- کله چې داعش په ۱۳۹۴ کې په لومړي ځل د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې سر راپورته کړ، دغې اورپکې ډلې هڅه وکړه چې اوسېدونکي داسې وغولوي څو فکر وکړي چې هغوی ته به زیان نه رسېږي.

څو میاشتې وروسته، اورپکو د ملکي خلکو د شکنجه کولو او وژلو یو وحشیانه کمپاین پیل کړ.

د هغوی یو وحشیانه کار د ۱۳۹۴ په لومړیو کې هغه وخت پېښ شو چې د داعش اورپکو په اچین کې ۱۲ قومي مشران ونیول او بیا یې داسې ووژل چې مشران یې په ځمکنیو ماینونو باندې کېنول او اورپکو چاودېدونکو موادو ته چاودنه ورکړه.‌

د اچین ولسوالۍ یوه قومي مشر ملک کمین یوۍ پخوانۍ افراطي فرقې ته په اشارې سره وویل، «کله چې داعش په اچین کې قومي مشرانو ته چاودنه ورکړه، موږ پوه شوو چې دا خوارج تر ټولو بد خلک دي.»

په دې عکس کې چې د لیندۍ په ۴مه اخیستل شوی، افغان امنیتي ځواکونه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر ضد عملیاتو کې برخه اخلي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د لیندۍ په ۴مه اخیستل شوی، افغان امنیتي ځواکونه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر ضد عملیاتو کې برخه اخلي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

په ننګرهار ولایت کې ځایي چارواکي د لیندۍ په ۴مه د داعش تسلیم شوي اورپکي په جلال اباد کې رسنیو ته ښیي. [خالد زېری]

په ننګرهار ولایت کې ځایي چارواکي د لیندۍ په ۴مه د داعش تسلیم شوي اورپکي په جلال اباد کې رسنیو ته ښیي. [خالد زېری]

افغان امنیتي منسوبین د تلې په ۹مه په ننګرهار ولایت کې د یوه عملیات په ترڅ کې نیول شوي تورن طالب او داعش اورپکي بدرګه کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

افغان امنیتي منسوبین د تلې په ۹مه په ننګرهار ولایت کې د یوه عملیات په ترڅ کې نیول شوي تورن طالب او داعش اورپکي بدرګه کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

هغه وویل، «له هغې ورځې راهیسې، داعش د ځایي خلکو د سرونو پرې کول پیل کړل او تر ټولو بد ظلمونه یې ترسره کړل.»

هغه وویل، «د داعش د جنګیالیو په ډله کې ډېر د پاکستان د تیرا درې او اورکزیو اوسېدونکي شامل ول. ځینې کورنۍ پخوا دې سیمې ته راغلې وې، او ځایي خلکو په اچین او نورو ولسوالیو کې سرپناوې ورکړې وې.»

کمین وویل، «په هغه وخت کې دغو پاکستانيو کورنیو ویل چې له هغوی سره د پولې پاکستانۍ غاړې ته سیمو کې ظلمونه شوي او د سرپناه غوښتنه یې وکړه.‌ موږ نه پوهېدو چې دا مېلمانه به یوه ورځ موږ ووژني او زموږ له خپلو کورونو څخه به مو وباسي.»

د داعش له تاوتریخوالي څخه ډک کمپاین په سیمه کې د ځایي خلکو په منځ کې غوسه راوپاروله چې بالاخره له امنیتي ځواکونو سره یوځای یې له سیمې څخه د اورپکو د اېستلو هڅې پیل کړې.

د اچین ولسوالۍ په پېخه سیمه کې د ولسي‌ پاڅون د ځواک یوه غړي محمد رفیق وویل،‌ «په پيل کې، د داعش جنګیالیو موږ ته ویل چې موږ ټول مرتد یو او زموږ وژل جایز دي.‌ کله چې هغوی وژل پيل کړل موږ ترې په تنګ شوو او د هغوی پر ضد مو پاڅون وکړ.»

هغه یوه پخواني دښمن ته په اشارې چې د پاڅون ځواک پرې بری موندلی وو، وویل، «کله چې موږ لومړی د طالبانو پر ضد جنګ پیل کړ، ملکي خلکو فکر کاوه چې هغوی ډېر قوي دي او ماتول یې هم سخت دي. یو ځل چې موږ خپل ذهنونه برابر کړل، موږ داعش ته ماتې ورکړه.»

په ورته وخت کې، افغان امنیتي ځواکونو هڅې زیاتې کړې چې اچین او په ټوله کې ټول هېواد له داعش څخه پاک کړي.

شاوخوا یو نیم کال مخکې حکومتي ځواکونو د اچین ولسوالۍ شډل بازار سیمه چې د داعش تر کنټرول لاندې وه ونیوله. اوس ځایي اوسېدونکيو خپل نورمال ژوند پیل کړی او دغه بازار یو ځل بیا په غوړېدلو دی.‌

په شډل بازار کې یوه دوکاندار چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، وویل، «کله چې د داعش جنګیالي پنځه کاله مخکې دلته راغلل،‌ هغوی دا سیمې ونیولې او دا بازار یې ویجاړ کړ. موږ له داعش څخه د تېښتې په سلسله کې جلال اباد ته کډه شوو، خو اوس موږ بېرته راغلي یو او شډل بازار بیا په غوړېدلو دی. موږ یو نورمال ژوند روان کړی دی.‌

له داعش څخه پاکول

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د هغه وخت یاده وکړه چې څنګه حکومت او ځایي اوسېدونکیو په وروستیو وختونو کې دغه اورپکي له سیمې څخه واېستل.‌

میاخېل د لیندۍ په ۱۴مه خبریالانو ته وویل، «دا ټولې سیمې د داعش په کنټرول کې وې.»

هغه دا خبرې په هغو مراسمو کې چې د ننګرهار د ملي امنیت ریاست په ودانۍ کې چې د داعش د سلګونو جنګیالیو د تسلیمۍ په مناسبت جوړه شوې وه وکړې.‌

هغه وویل، «هغوی د ملکي خلکو کورونه اشغال کړي وو او کله چې هغوی نسکورېدلو ته نژدې شول نو په هغو کورونو کې یي ماینونه ښخ کړل چې ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو ته تلفات ور واړوي، خو موږ هر څه ښه صحیح مدیریت کړل.‌ موږ دغه ماینونه ټول شنډ کړل.»

میاخېل وویل،‌ «موږ په ننګرهار کې داعش ته ماتې ورکړه او اوس په اچین ولسوالۍ کې د داعش جنګیالي نشته. موږ وکولی شوای چې داعش ته ماتې ورکړو ځکه چې د ولسي پاڅون ځواکونو او امنیتی ځواکونو په ګډه د داعش په مرکزونو باندې بریدونه ترسره کړل. زموږ د عملیاتو په نتیجه کې د داعش جنګیالي ووژل شول او پاتې یې تسلیمۍ ته مجبور شول.»

سربېره پر دې، د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونو «له موږ سره مرسته وکړه او زموږ د ګډو هڅو له برکته د داعش شاوخوا ۴۰۰ جنګیالي د هغوی له سلګونو ښځو او ماشومانو سره یوځای په تېرو دوو میاشتو کې حکومت ته تسلیم شول. هغوی بله هېڅ لاره نه لرله.»

په ننګرهار کې د افغان ملي اردو د ۴مې لوا قوماندان تورن جنرال محمد کریم نیازي د لیندۍ په ۹مه په اچین ولسوالۍ کې خبریالانو ته وویل، «موږ په مومند دره کې هم داعش ویجاړ کړ.»

هغه وویل،‌ «دا دره یو مهم مرکز وو چې داعش په کې روزنیز مرکزونه درلودل.‌ موږ هلته هر څه ویجاړ کړل. موږ ټوله دره تر خپل کنټرول لاندې راوستله او هلته مو د ولسي پاڅون د ځواکونو لپاره د تلاشۍ پوستې جوړې کړې.»

هغه وویل، «اوسېدونکیو په برنیو سیمو کې هم خپل عادي ژوند ته ستنېدل پیل کړي او هغوی خوښ دي.»

په دې ولسوالۍ کې د اسدخېل سیمې یوه اوسېدونکي غلام فاروق وویل، ملکي خلک له تېرو درې میاشتو راهیسې کله چې عسکرو داعش له سیمې څخه وشاړه له سوله ایز ژوند څخه خوند اخلي.‌

هغه وویل،‌ «داعش زموږ ټول کورونه نیولي وو. هغوی دلته خپل مرکزونه جوړ کړي وو. هغوی زموږ کورونه ویجاړ کړل، خو موږ خوښ یو چې یاده ډله له منځه وېوړل شوه. موږ خپلو کورونو ته راستانه شوي یو. موږ د خپلو کورونو ویجاړ شوي دېوالونه بیا ورغول او دلته مو ژوند کول بیا پیل کړ.»

حکومت له اغېزمنو ځایي خلکو سره مرسته کوي

فاروق وویل،‌ «موږ له حکومت څخه مننه کوو چې دا سیمې یې بېرته ونیولې او موږ ته یي بیا دلته د ژوند کولو فرصت برابرکړ.»

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل،‌ ځایي حکومتي اداره په داسې یوه پلان باندې کار کوي چې له هغو اوسېدونکیو سره چې له داعش سره د تېرې څلورګلنې شخړې په ترڅ کې یې د کورونو په شمول هر څه له لاسه ورکړي دي، مرسته ورکړي.

هغه وویل، «داعش ویجاړ شوی، خو هغوی په اچین، هسکه مېنه، کوټ، نازیان، پچیراګام او خوګیاڼو ولسوالیو کې په زرګونو کورونه ویجاړ کړي دي.»

خوګیاڼي وویل، «موږ په داسې یوه پلان باندې کار کوو چې کورونه، کانالونه، بندونه او ښوونځي بیا جوړ کړو. ډېرې کورنۍ خپلو کلیو ته ستنې شوي دي.‌ موږ هڅه کوو چې له دغو کورنیو سره مرسته وکړو چې خپل کورونه بیا جوړ کړي او خپل ژوند بیا پیل کړي.»

هغه زیاته کړه، «موږ ډېر زیات کار کړی دی. موږ محلي خلکو ته وروسته له هغه چې داعش د هغوی سیمې پرېښودلې اسانتیاوې برابرې کړي دي.»

«په ټوله ولسوالۍ کې د ځایي او ملي پولیسو او همدارنګه د ولسي پاڅون د ځواکونو د تلاشۍ پوستې جوړې کړای شوي چې داعش ونشي کولی په دغو سیمو کې بیا سر راپورته کړي او موږ به دغو هڅو ته دوام ورکړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500