دین

د پېښور د سولې هڅونکي په ځوانانو کې بین المذاهب هم آهنګۍ ته وده ورکوي

د دانش يوسفزۍ لخوا

میمونا اختر او د هغې د ډلې غړي د مسلو په اړه د خبرو اترو لپاره د دسمبر په ۱۲ مه په پېښور کې د بیبا سینګ ګوردوارې څخه لیدنه کوي. [دانش یوسفزۍ]

میمونا اختر او د هغې د ډلې غړي د مسلو په اړه د خبرو اترو لپاره د دسمبر په ۱۲ مه په پېښور کې د بیبا سینګ ګوردوارې څخه لیدنه کوي. [دانش یوسفزۍ]

پېښور -- د میمونا اختر د ژوند یوه موخه دا ده چې د پېښور د مختلفو طبقو ځوانانو سره مرسته وکړي څو دا زده کړي چې څرنګه په ګډه ژوند وکړي، په داسې حال کې چې دوی بين المذاهب هم آهنګۍ ته وده ورکړي.

د دې مقصد لپاره، اختر د سولې هڅونکي يوه ډله جوړه کړه. د سوله هڅونکي د هغه ځوانانو يوه ډله ده چې ورته فکر لري او هڅه کوي چې دا وښیي چې څنګه مختلفې مذهبي ډلې کولی شي په ټولنه کې په سوله کې ژوند وکړي.

اختر وویل، "موږ د کلیساګانو، ګوردوارو، مندرونو، امام بارګاهانو او نورو سپيڅلي ځایونو ليدنه کوو. "زموږ ډله د هغو ستونزو په اړه خبرې کوي چې دوی ورسره په ټولنه کې مخ دي"، چې د مذهبي او قومي تعصبونو او غلط فهمیو سره تعلق لري."

هغې زیاته کړه چې د سولې هڅونکي هڅه کوي چې د ځوانانو لپاره داسې ځای رامنځته کړي چې د ټولنې په عامو مسلو باندې معنی لرونکي بحثونه وکړي. دا ډله د پېښور د ځوانانو لپاره د سیمینارونو او د پوهاوي د ناستو انعقاد کوي.

میمونا اختر د دسمبر په ۱۸ مه په پېښور کې د خپل د تنظیم لارښود اصلاح کوي چې موخه یې د مختلفو توکميزو ډلو ترمنځ غلط فهمۍ کمول دي. [دانش یوسفزۍ]

میمونا اختر د دسمبر په ۱۸ مه په پېښور کې د خپل د تنظیم لارښود اصلاح کوي چې موخه یې د مختلفو توکميزو ډلو ترمنځ غلط فهمۍ کمول دي. [دانش یوسفزۍ]

هغې وویل، "په دغه فورم کې موږ د ځوانانو سره د بین المذاهب هم آهنګۍ په اړه خبرې کوو او هڅه کوو چې د نورو په وړاندې د هغوی دريځ او چلند بدل کړو."

دغه ۲۹ کلنې ښځې وویل، "موږ د هغوی لپاره یو پلیټ فارم چمتو کوو چې یوځای ناسته وکړي او په یو ښه چاپیریال کې د خپل مذهب په اړه په غلط فمهيو باندې بحث وکړي او شريک يې کړي."

هغې زياته کړه، دا ډله د ځوانانو لپاره یو خوندي پلیټفارم چمتو کوي -- د جنسيت، رنګ، نسل، عقيدې، ذات یا مذهبي عقيدې پرته -- چې د نورو سره خپله تنوع ولمانځي او خوند ترې واخلي.

هغې وویل، "دا زموږ لپاره په اخلاقي توګه اړینه ده چې درناوی ترلاسه کړو او د نورو ډلو عقيدو ته درناوی ورکړو."

د 'اړيکو خلا' ختمول

په سیمه کې ځوانانو د دې نوښت هرکلی کړی او په دغه موخه کې یې برخه اخیستې ده.

رياض غفور، چې د پېښور يو اوسیدونکی دی او د سولې هڅونکو سره یو رضاکار دی، ټینګار وکړ، دا ډله يوه رضاکارانه هڅه ده چې هدف یې د خېبر پښتونخواه د ځوانانو سره تنوع لمانځل دي.

هغه وویل، "د سولې هڅونکو شبکې له لارې، موږ هڅه کوو چې د مختلفو مذهبي ډلو تر منځ د اړيکو خلا ختم کړو او دوی ته د خبرو کولو فرصت برابر کړو."

غفور زیاته کړه چې د سولې هڅونکي ځوانان په فعالیتونو کې بوختوي لکه د مذهبي ځایونو څخه لیدنه کول چې د بین المذاهب هم آهنګۍ او خبرو اترو لپاره ځای رامنځته کړي.

هغه وویل چې دغه ټولنه د مختلفو قومي طبقو غړو ترمنځ باوري او اعتماد لرونکي اړیکې رامنځته کوي چې په ټولنه کې هم آهنګۍ او سولې ته وده ورکړي.

اختر وویل، د دې ډلې کارونه ستاينه ترلاسه کوي.

اختر وويل، "زموږ د کار او نوښتونو پراساس، موږ د [کی پي] ځوانانو د نوښت چيلنج وګټلو، او موږ د دې مرستې د پلي کولو په پړاو کې يو چې خپل وړانديز شوي موخې ترلاسه کړو."

هغې زیاته کړه چې دغه سازمان د "عقیدې غږونه" تر سرلیک لاندې څیړنیز لارښود هم جوړ کړی دی.

"دا لارښود یو په زړه پوری سند دی چې د سولې مفکورې په نړيواله کچه منل په ګوته کوي. دا دا حقیقت ښکاره کوي چې تنوع د نړۍ د ټولو ښکلو رنګونو لپاره یوه رڼا ده."

د غلط فهمیو کمول

نور محلي او نړیوال غیر انتفاعي سازمانونه، د پاکستان د نړۍ د مذهبونو شورا - د عقیدې ملګري په شمول، په صوبه کې کار کوي چې بين المذهبي هم آهنګۍ ته وده ورکړي.

د دسمبر په ۱۱ مه، دې ډلې د خپلې ښځینه څانګې لپاره یوه ورځنۍ ناسته وکړه.

د مختلفو مذهبونو میرمنو، د مسلمانانو، عیسایانو، سکهانو او هندوانو په شمول، په روزنیز ورکشاپ کې ګډون وکړو.

د ۶۰ نه زياتو برخه اخيستونکو، د ځوانانو او مذهبي مشرانو په ګډون، د پریزنټشنونو او ویډیو ډاکيومنټرو له لارې د مختلفو مذهبونو د نورمونو او عقيدو په اړه زده کړه وکړه.

د روزنيزې غونډې ګډونوالو ته د وینا پرمهال، د پېښور د عیسايي ټولنې مشر او د فېت فرېنډز فعال غړي پادري جان جوزف د اختر او د سولې هڅونکو د کار ستاینه وکړه.

هغه وويل، "موږ باید د میمونا اختر په څیر د ځوانانو ستاينه وکړو، چې د اقليتونو د یوځای کولو او د خوشحالۍ خپرولو لپاره کار کوي."

هغه وویل، ښځې، ځوانان او لویان باید په ټولنه کې د بین المذهب هم آهنګۍ په اړه پوهاوی رامنځته کړي. "دوی ټول کولی شي چې په خپلو اړوندو برخو کې کار وکړي څو خلکو ته تعلیم ورکړي او هغوی ته د نورو د عقيدې د احترام کولو درس ورکړي."

هغه وویل، د مختلفو مذهبونو په اړه د غلطو مفکورو او ممانعتونو ماتولو ته اړتیا ده.

جوزف وویل، "موږ باید د اقليتونو او د هغوی عقيدې ومنو او ملاتړ یې وکړو."

د دې ډلې باني مقصود احمد سلافي وویل، فېت فرېنډز په ۲۰۰۹ کال کې په خېبرپښتونخواه کې د مختلفو قومي او مذهبي ډلو د مشرانو په ملاتړ جوړ شو.

سلافي وویل، "زموږ د ادارې اساسي هدف په ټولنه کې سوله رامنځته کول او ځوانانو ته چاپیریال برابرول دي چې په دغه صوبه کې د مذهب دننه او بین المذهب هم آهنګۍ ته وده ورکړي."

هغه وویل، د ټولنیز یووالي او بین المذهب هم آهنګۍ په وده کې د ځوانانو او ښځو رول ډیر مهم دی.

هغه وویل، "د مشرانو او ملاتړ کونکو په توګه د هغوی د رول په يقيني کولو سره، موږ د زغم لرونکي ټولنې د پرمختګ لپاره لاره هواروو."

اختر وویل، سوله ییز ګډ ژوند او مذهبي زغم د افرادو او مختلفو قومي او مذهبي ډلو د حقونو او مسؤلیتونو په اړه پوهه ترلاسه کول او څېړل دي.

هغې وویل "موږ اړتیا لرو چې مختلف کلتورونه او مذهبونه وپیژنو." "دا تنوع زموږ ټولنه ښایسته کوي. له دې امله، دوی [کلتورونه او مذهبونه] باید ونه کارول شي چې د یو بل سره د يو ځای کيدو لپاره خنډونه رامنځته کړي."

هغې وویل چې سوله او زغم د تير وخت په پرتله ډیر زیات وخت ته اړتیا لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500