امنیت

د داعش له خوا د استخدام تازه هڅو په افغانستان کې اندېښنې راپورته کړي دي

د سلیمان راپور

په یوه ویډیو کې چې د وري په ۱۳مه خپره شوې، په افغانستان کې د داعش غړي د داعش له نوي مشر ابو حسن القریشي سره بیعت کوي. [آرشیف]

په یوه ویډیو کې چې د وري په ۱۳مه خپره شوې، په افغانستان کې د داعش غړي د داعش له نوي مشر ابو حسن القریشي سره بیعت کوي. [آرشیف]

کابل -- په افغانستان کې د روانې سیاسي او اقتصادي بې باورۍ په ترڅ‌ کې د داعش خراسان څانګې له خوا وروستيو بریدونو داسې اندېښنې راپورته کړي چې دغه ډله په هېواد کې خپل د استخدام کمپاین پراخوي او سیمې ته یو جدي ګواښ رامنځته کوي.

د ملګرو ملتونو د یوه تازه راپور په اساس، د تېر زمري میاشتې راهیسې د شویو بریدونو په ترڅ کې چې اکثر یې داعش ترسره کړي وو، نږدې ۴۰۰ ملکي کسان وژل شوي دي.

په ترکیه کې مېشت، د پروان او فراه ولایتونو پخواني والي او د پوځي چارو شنونکي عبدالبصیر سالنګي وویل، «داعش اوس د بل هر وخت په پرتله د افغانستان لپاره یو ریښتنی ګواښ جوړ شوی دی.»

هغه وویل، «که د سیمې ګاونډي هېوادونه او نور د داعش ملاتړ ته دوام ورکړي،‌ دغه ډله به بالاخره یو ستر خطر رامنځته کړي او دا به ډېره سخته شي چې ماتې ورکړل شي.»

نارینه د تلې په ۲۴مه، یوه ورځ وروسته له هغه چې د داعش یوه ځانمرګي بمي برید په کندهار کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې ۴۱ کسان ووژل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل، د کندهار په یوه هدیره کې د قربانیانو له خښولو څخه وروسته د هغوی په قبرونو باندې خاورې ور اړوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

نارینه د تلې په ۲۴مه، یوه ورځ وروسته له هغه چې د داعش یوه ځانمرګي بمي برید په کندهار کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې ۴۱ کسان ووژل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل، د کندهار په یوه هدیره کې د قربانیانو له خښولو څخه وروسته د هغوی په قبرونو باندې خاورې ور اړوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

سالنګي وویل، د پام وړ حضور په جوړولو او په افغانستان کې د شیعه ګانو په وژلو سربېره، داعش پلان لري چې د منځنۍ اسیا هېوادونو او همدارنګه په سیمه کې په نورو هېوادونو کې هم بریدونه ترسره کړي.

د داعش د استخدام زیاتېدل

د داعش خراسان څانګې د وري په ۱۳مه په ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو خپره کړه چې د دغو اورپکو کوچني ګروپونه په افغانستان کې په داسې حال کې ښیي چې د یادې ډلې له نوي نړۍ وال مشر ابو حسن الهاشمي القریشي سره بیعت کوي.

القریشي یواځې یوه میاشت وروسته له هغه د داعش مشر ونومول شو چې له هغه نه مخکې مشر ابو ابراهیم القریشي په سوریه کې د متحدو ایالاتو د یوه برید په ترڅ کې د خپلې کورنۍ له غړو سره یو ځای ځان ته چاودنه ورکړه.

د راپورونو له مخې، دغه نوی لارښود د داعش د بنسټګر ابوبکر البغدادي مشر ورور دی. البغدادي په ۱۳۹۸ کې په سوریه کې د متحدو ایالاتو د یوه برید په ترڅ کې د یوه ځانمرګي بمي برید په وسیله له خپلو دوو بچیانو سره یوځای مړ شو.

سالنګي وویل، «اوس له داعش سره ګڼ شمېر بهرني ترهګر ګروپونه یوځای شوي دي. داعش خپل استخدام پراخ کړی، او د دغې ډلې خراسان څانګه د کونړ او ننګرهار په ګډون په یو شمېر ولایتونو او د افغانستان په شمالي برخو کې موجوده ده.»

هغه وویل، «که داعش خپل استخدام زیات کړي، د افغانستان امنیت به له غټ خطر سره مخامخ شي او په هېواد کې به د یادې ډلې خراسان څانګه لا نوره غښتلې شي.»

په کابل کې د سیاسي چارو شنونکي فهیم چکري وویل، د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې «داعش خپل استخدام چټک کړی دی».‌

هغه وویل، هغوی «د کابل هوایي ډګر او په کندوز او کندهار کې د جوماتونو په ګډون یو شمېر ترهګریز بریدونه» ترسره کړل چې په ترڅ کې یې په لسګونو ملکي خلکو ته مرګ ژوبله ور واړوله.

چکري وویل، «په هرات کې د داعش وروستی مرګونی برید په افغانستان کې د یادې ډلې د پراخې شوې شبکې د وړتیا یوه بله بېلګه په ګوته کوي.»

نوموړي وویل، «له بده مرغه چې، زیاتېدونکې بې کارۍ او بې وزلۍ په افغانستان کې د داعش ځواکونو د استخدام لپاره لاره هواره کړې ده.‌که وضعیت همداسې روان وي، موږ به ژر د پام وړ تخریبي فعالیتونه ووینو او داعش به له افغانستان څخه خپل دایمي مرکز جوړ کړي.»

نور رحمان چې ۳۴ کاله عمر لري، اصلا د پنجشېر ولایت اوسېدونکی دی او دا وخت په کابل کې ژوند کوي، وویل، «روانو حالاتو د داعش استخدام ته فرصت ډېر مهیا کړی دی.»

هغه وویل، بې وزلي، بې کاري او د هېواد سیاسي بې ثباتي هغه مهم عاملین دي چې افغانان مجبوروي څو له داعش سره ملګري شي.‌

نور رحمان وویل،‌د تېرو اتو میاشتو په ترڅ کې، «د داعش په لسګونو جنګیالي یا له زندانونو څخه خوشې شوي یا تښتېدلي دي، او دغه حالت یاده ډله په افغانستان کې غښتلې کړې ده.»

د متحدو ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کینیت فرانک مکینزي د لیندۍ په ۱۸مه وویل، د زمري میاشتې په وروستیو کې د افغانستان له زندانونو څخه د داعش د ګڼ شمېر جنګیالیو په خوشې کېدلو سره د داعش خراسان څانګه بیا غښتلې شوه.

داعش دښمن دی

په کابل کې د سیاسي چارو شنونکي سلیم پیګیر وویل، افغانانو هېڅکله هم د یوه بهرني مشر مشري نه ده منلې او نه یې تر قوماندې لاندې جنګیدلي دي.

خو هغه وویل چې داعش هڅه کوي چې خپل ځواکونه پیاوړي کړي او کېدی شي د افغانستان د راتلونکي لپاره یو جدي ګواښ وګرځي.

پیګیر وویل، «داعش زموږ د قومونو او مذهب دښمن دی. دغې ډلې تل ملکي خلک په نښه کړي او د افغانستان د ثبات، امنیت او استقلال لپاره یو غټ ګواښ دی. له دې امله، افغانان باید د دغې ترهګرې ډلې له خوا ونه غولول شي او نه له داسې یوه دښمن سره بیعت وکړي.»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي عبدالشکور سالنګي وویل، «داعش د سلفیانو په څېر افراطي ګروپونو په منځ کې خواخوږي لري... او هغو کسانو ته مالي امکانات ورکوي چې له بې وزلۍ او بې کارۍ سره لاس او ګرېوان دي.»

سالنګي فکر نه کوي چې داعش دې وغواړي چې د کوم ولایت کنټرول په لاس کې واخلي، «خو دغه ګروپ غواړي چې داسې یو فزیکي او رواني ګواښ وګرځي چې کولی شي د افغانستان د ویجاړولو لپاره وکارول شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500