تروريزم

داعش د لوړ پوست لپاره د څو انتخابونو سره یو نامعلومه شخص د مشر په توګه وټاکلو

د ولید ابو الخیر او ای اېف پي لخوا

په عراق کې د داعش یوې ډلې د مارچ په ۱۱مه په ټېلیګرام باندې په پوسټ شوي عکس کې له خپل نوي مشر سره بیعت کوي. [فايل]

په عراق کې د داعش یوې ډلې د مارچ په ۱۱مه په ټېلیګرام باندې په پوسټ شوي عکس کې له خپل نوي مشر سره بیعت کوي. [فايل]

د "عراق او سوریې اسلامي دولت" (داعش) د پنجشنبې په ورځ (د مارچ په ۱۰مه) په اتو کلونو کې لږ تر لږه یوه میاشت وروسته له هغې خپل درېم مشر وټاکو کله چې د دې مخکیني مشر په سوريه کې د متحده ايالاتو د برید په ترڅ کې د خپلې کورنۍ له غړو سره یوځای ځان ته چاودونه ورکړه.

د نوي مشر ابو حسن الهاشمي القرېشي په اړه لږ معلومات شتون لري چې د هغه ډلې واک په غاړه اخلي چې د د غړو او ځواک په شرایطو په لحاظ سره د خپل مخکیني مشر د بې ارزښته مړینې وروسته د خپلې پخوانۍ ډلې یوه برخه ده.

د لوړ مشرتابه بدلون د پېل راهیسې د داعش یو مثال دی، چې د تاوتریخوالي افراطي سازمان د ځپلو لپاره د بریالي عملیاتو له کبله رامنځته شوی دی.

د ابو ابراهیم القرېشي مخکیني مشر ابوبکر البغدادي هم د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر میاشت کې په سوریه کې د متحده آيالاتو د برید په ترڅ کې خپل ځان ته په یو سورنګ کې چاودنه ورکړه او له دوو ماشومانو سره یې ځان ووژلو.

متحده ایالاتو ژمنه کړې چې د "داعش پر وړاندې د فشار ساتلو" لپاره به د خپلو متحدینو سره کار کولو ته دوام ورکړي، پداسې حال کې چې صدر جو بایډن وویل چې پخوانی برید "د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ترهګرو ته یو قوي پیغام استوي: موږ به ستاسو تعقيب وکړو او تاسو به ومومو".

په یو غږیز پیغام کې چې د پنجشنبې په ورځ د داعش په ټولنیزو رسنیو کې خپور شو، د داعش د پخواني مشر او د دې ډلې د پخواني ویاند ابو حمزه القرېشي مرګ تایید کړو.

دا پیغام د نوي ویاند ابو عمر المهاجر لخوا ورکړل شوی.

داعش اوس هم په افغانستان او پاکستان کې یو فعال ګواښ دی.

د دې خراسان څانګې په پېښور کې د مارچ په ۴مه د شیعه ګانو پر یو جومات د ځانمرګي برید مسوولیت په غاړه واخیستو.

لږ پیژندل شوی مشر

ابو حسن القریشي په داسې حال کې د داعش مشري په غاړه اخلي چې په عراق او سوریه کې د متحدہ آیالاتو په ملاتړ د داعش ډلې د بیا راژوندي کېدو د مخنیوي په هدف کمزوري شوي دي.

د داعش د غږيز بیان له مخې، د ابو ابراهیم له مړینې مخکې د هغه ملاتړ شوی و او د دې ډلې لوړ پوړو مشرانو د هغه ټاکنه تایید کړې وه.

دغه ريکارډنګ نور تفصيلات نه دي وړاندې کړي.

شنونکي وايي، د داعش نوی مشر د خپل مخکیني مشر په څېر نامعلومه شخص دی.

د لندن د کینګز کالج د جګړې مطالعاتو د څانګې څیړونکي تور هېمینګ وویل، "موږ د هغه د شناخت په اړه هيڅ معلومات نه لرو."

د سوفان ګروپ ريسرچ ډايريکټر کولین کلارک وویل، داعش "نسبتاََ يو لږ ناپېژندل شوی شخص وټاکلو ځکه چې دغه ډله په پراخه کچه کمزورې شوې ده."

د جهاد انالېټکس مشاورتي سازمان ډايريکټر ډیمین فیر وویل چې د دې ډلې د ځای ناستي انتخاب احتمالاََ د ابو ابراهیم له مرګ څخه مخکې د داخلي اختلافاتو د مخنیوي لپاره شوی و.

هغه وویل، "پریکړه د دې لپاره وشوہ چې په خپلو کې د ډلې ترمنځه د پراخه بې ثباتۍ مخه ونیسي." هغه زياته کړه چې ورته منطق په ۲۰۱۹ کال کې د مشر په ټاکلو هم پلي کیږي.

د داعش په کنټرول کې ساتل

د ترهګرې ډلې متخصص وائل عبدالمطلب المشارق ته وویل چې د نوي مشر ټاکل ښیي چې "داعش هوډ لري چې د امکان تر حده پورې ژوندي پاتې شي، که یوازې په رسنیو کې وي"، ترڅو د خپلې نظرياتي جګړې د یوې برخې په توګه د خپلو پلویانو مورال لوړ کړي.

د سوريې خبریال محمد العبدالله المشارق ته وويل، داعش په اوکراین باندې د روسیې د برید په اړه د نړیوالې ټولنې له تمرکز څخه ګټه پورته کړه او خپله اعلامیه يې خپره کړه.

هغه خبرداری ورکړو چې دا ډله به په ځېنو سیمو کې خپل پټنځايونه بیا فعال کړي، کوم چې د نړیوال ایتلاف اړتیا په ګوته کوي چې د سوریې جمهوري ځواکونو (اېس ډي اېف) په مشرۍ په ځمکه کې د خپلو متحدینو ملاتړ ته دوام ورکړي.

عبدالله وویل، "متحدینو په تېرو وختونو کې د دې ډلې سره په جګړه کې خپل ځواک او اغیزمنتوب ثابت کړی دی."

هغه وویل، "اوس مهال، د دې ډلې وړتیاوې خورا کمه ده او د دې عملیات یوازې جلا او په محدوده کچه د بریدونو پورې محدود دي، او مخکې له دې چې د دوی ساحه بیا پراخه شي د تل لپاره له منځه وړل کيدی شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500