امنیت

'موږ به مو پیدا کړو': امریکا د داعش د مشر په عملیاتو کې تر وژل کېدو وروسته ترهګرو ته خبرداری ورکوي

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

د سوریې په شمال لویدیځ صوبې ادلب کې د متحده ایالاتو د ځانګړو عملیاتو ځواکونو لخوا د شپې د برید وروسته د فبرورۍ په ۳مه يوه پوځي وسيله په ځمکه پرته ده. په دې بريد کې د داعش مشر ځان ته چاودنه ورکړه. [محمد حج قدور/ای اېف پي]

د سوریې په شمال لویدیځ صوبې ادلب کې د متحده ایالاتو د ځانګړو عملیاتو ځواکونو لخوا د شپې د برید وروسته د فبرورۍ په ۳مه يوه پوځي وسيله په ځمکه پرته ده. په دې بريد کې د داعش مشر ځان ته چاودنه ورکړه. [محمد حج قدور/ای اېف پي]

واشنګټن ډي سي -- د متحده آيالاتو صدر جوبایډن د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۳مه) وویل، د "عراق او سوریې د اسلامي دولت" (داعش) لوړپوړي مشر د سوریې په ادلب صوبه کې د متحده ایالاتو د ځانګړو ځواکونو لخوا په ترسره شويو عملیاتو کې ځان ته چاودنه ورکړه.

بایډن په یو بیان کې وویل، "تېره شپه زما په لارښوونه، د سوریې په شمال لویدیځ کې د متحده ایالاتو پوځي ځواکونو په بریالیتوب سره د ترهګرۍ ضد عملیات ترسره کړل ترڅو د امریکې د خلکو او زموږ د متحدینو ساتنه وکړي او نړۍ یو خوندي ځای جوړ کړي."

هغه وویل، "زموږ د وسله والو ځواکونو د مهارت او زړورتیا څخه مننه، موږ د جګړې له ډګره ابو ابراهیم الهاشمي القرشي -- چې د داعش مشر دی -- لرې کړی دی."

د پنجشنبې په سهار د ترسره شوي برید په اړه د عامه څرګندونو په ترڅ کې، بایډن وویل چې د متحده ایالاتو ځواکونو د ملکي خلکو د ساتنې لپاره "احتیاطي تدابير" نيولي دي، او دا یې غوره کړې چې عملیات د هوایي برید پرځای د ځانګړو ځواکونو په برید سره ترسره کړي.

د داعش لوړ مشر ابو ابراهیم الهاشمي القرشي د فبرورۍ په ۳ مه نېټه د سوریې په شمال لویدیځ کې د عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو. په دغو عملیاتو کې د متحده آيالاتو ځانګړو ځواکونو او د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو برخه اخیستې وه. [فايل]

د داعش لوړ مشر ابو ابراهیم الهاشمي القرشي د فبرورۍ په ۳ مه نېټه د سوریې په شمال لویدیځ کې د عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو. په دغو عملیاتو کې د متحده آيالاتو ځانګړو ځواکونو او د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو برخه اخیستې وه. [فايل]

هغه وویل، خو د "بزدلۍ په يو وروستي عمل" کې، د داعش مشر "خپل ځان ته چاودنه ورکړه." هغه زياته کړه چې په دې بهیر کې هغه د ودانۍ درېم پوړ ته چاودنه ورکړه او د خپل ځان سره يې د خپلې کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون کسان ووژل.

په دې برید کې د متحده ایالاتو ځانګړي ځواکونه اطم ته نږدې له ډېر خطر سره هيلي کوپټر راکوز کړو.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې په وینا، د متحده آيالاتو هيلي کوپټر د کردانو تر کنټرول لاندې ښار کوباني کې له یوې پوځي اډې څخه الوتنه وکړه، پداسې حال کې چې د متحده آيالاتو لخوا روزل شويو د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو (اېس ډي اېف) لوړ پوړي غړو په عملیاتو کې برخه واخیسته.

بایډن د اېس ډي اېف سره د "لازمي ملګرتیا" یادونه وکړه، چې په برید کې یې برخه اخیستې وه، او ويې ویل چې متحده ایالات به د خپلو متحدینو او شریکانو سره کار ته دوام ورکړي ترڅو "داعش باندې فشار وساتي".

بایډن وویل، "دا بریالی برید "په ټوله نړۍ کې ترهګرو ته یو قوي پیغام استوي"، "موږ به تاسو پسې درځو، او تاسو به ومومو."

د داعش تر ټولو مشهور مخکينې مشر ابوبکر البغدادي په ۲۰۱۹ کال کې په ورته برید کې په ادلب کې وژل شوی و. په دې عملیاتو کې کردي ځواکونو هم برخه اخیستې وه.

د ظلم له کبله شهرت

بایډن وویل چې القرشي د سوریې په شمال لویدیځ کې په زندان کې په وروستي برید کې لاس لرلو.

د داعش مشر، چې د امیر محمد سید عبدالرحمان المولا په نوم هم پیژندل کيږي، یو نامعلوم شخص و چې د افراطي ډلې د لوړ پوړي رول لپاره له ټاکل کېدو څخه مخکې لږ پیژندل کېدو.

هغه غالباََ په ۱۹۷۶ کال کې د موصل څخه شاوخوا ۷۰ کلومتره لرې په تال افار کې په ترکمني کورنۍ کې زیږیدلی و، چې له دې کبله هغه یو نادر غیر عرب شخص و چې د داعش په ليکو کې مخ پروړاندې تللی و.

د افراطیت ضد پروژې (سي اي پي) له مخې، القرشي په ۲۰۰۳ کال کې د القاعدې په لیکو کې شامل شو، او د مذهبي کمیسارۍ او د یو عمومي شرعي فقهې دنده یې پر غاړه واخیسته.

هغه په ۲۰۰۴ کال کې له البغدادي سره ولیدل، په داسې حال کې چې دواړه د جنوبي عراق په کېمپ بوکا زندان کې بندیان وو، او وروسته د هغه سره پاتې شو کله چې البغدادي په ۲۰۱۰ کال کې د القاعدې د عراقي څانګې مشري په غاړه واخیسته.

البغدادي وروسته د داعش په نامه ډله جوړه کړه.

په ۲۰۱۴ کال کې، د سي اي پي په وینا، القرشي موصل ته په راتلو د البغدادي هرکلی وکړو "مخکې له دې چې له القاعدې څخه ووځي، او د سخت دریځه له ماموریت سره یې د بیعت او بشپړ ملاتړ ژمنه وکړه، او د داعش ته يې ملاتړ چمتو کړو چې ژر تر ژره د ښار کنټرول ترلاسه کړي".

د سي اي پي له مخې، هغه "ژر تر ژره ځان د داعش د مشرانو په لیکو کې پياوړی کړو او د "پروفیسر" او "تخریب کونکي" لقب يې ترلاسه کړو."

هغه په داعش کې د "ظالمانه پالیسۍ جوړونکي" په توګه پیژندل کېدو او "د هغو کسانو د لرې کولو لپاره مسؤل و کومو چې د البغدادي د مشرتابه مخالفت کړی و."

القرشي غالباََ د دې لپاره مشهور و چې د عامه وژنو، شړلو او جنسي غلامۍ له لارې يې په عراق کې د یزدي اقلیت په نښه کول مشروع کول .

د متحده ایالاتو حکومت د القرشي په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره د ۱۰ ملیونه ډالرو انعام وړاندیز کړی و، چې د نړۍ ترټولو مطلوب سړی و.

د بې ځایه شویو خلکو په منځ کې پټ

د اطم ودانۍ، چې القرشي پکې اوسېدو، خاوند وويل چې د هغه کرایه دار په عادي توګه ژوند کولو.

د جایداد مالک، چې خپل نوم یې یوازې د ابو احمد په توګه وښودلو، وويل، "دا شخص دلته د ۱۱ میاشتو لپاره اوسيدلی و. ما هیڅ شکمن شخص یا هیڅ شی نه و لیدلی."

"هغه به راغی او کرایه به يې ورکړه او بېرته به لاړو. هغه د خپلو درېو ماشومانو او میرمنې سره ژوند کولو. د هغه کونډه خور او د هغې لور د دوی سره په دوېم منزل کې ژوند کولو."

یو عیني شاهد وویل چې هغه د هيلي کوپټر په آواز سره ویښ شو.

ابو علي، چې په اطم کې د سوریې یو بې ځایه شوی اوسیدونکی دی، وویل، "بیا مو د کوچنیو چاودنو آوازونه واورېدل. بیا مو د زورورو چاودنو غږ واورېدلو. هغه زياته کړه چې امریکايي ځواکونو اوسیدونکو ته وويل چې "اندیښنه مه کوئ".

دغه سړي وويل چې د متحده ایالاتو ځواکونو په خپل لوډ سپیکر په پیغامونو کې وویل، "موږ یوازې دې کور ته راروان يو… ترڅو تاسو له ترهګرو څخه خلاص کړو."

د ای اېف پي په راپور کې د دوه پوړیزې سینډر بلاک ودانۍ د یوې سختې جګړې نښې نښانې لرلې، او د کړکۍ چوکاټونه يې مات شوې ول، چتونه يې سوځیدلې ول او چت يې په جزوي توګه راغوزار شوی و.

دا ودانۍ په هغه سیمه کې ده چې تر ډېره حده د تحریرالشام تر کنټرول لاندې ده. تحریرالشام یو افراطي اتحاد دی چې مشري یې په سوریه کې د القاعدې پخوانيو غړو کوله.

اطم د بې ځایه شویو کورنیو لپاره د لوی کېمپ ځای دی، چې کارپوهانو يې په اړه خبرداری ورکړی و چې دا د افراطیانو لخوا د ملکي خلکو په منځ کې د پټېدو لپاره د ځای په توګه کارول کیږي.

د داعش پر ضد مبارزې ته د متحده آيالاتو ژمنتیا

متحده ایالات د داعش د ماتولو لپاره پر خپلې ژمنې یو ځل بیا ټینګار کوي او د دې موخې لپاره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ایتلافي هېوادونو سره قوي ملګرتیا ساتي.

د داعش ضد جګړه وروسته له هغې بدله شوه کله چې د متحده آيالاتو په مشرۍ نړېوال ایتلاف د تېر کال په وروستیو کې په عراق کې خپل جنګي رول پای ته ورسوو.

د دې ۳۵۰۰ سرتیري، د ۲۵۰۰ امریکایانو په ګډون، خپل ځانونه د عراقي همکارانو مشورې او روزنې او غیر مستقیم ملاتړ چمتو کولو ته محدودوي.

میجر جنرل جان ډبلیو برینن، چې د ګډ کاري ځواک - د عملیاتو د داخلي ژمنتيا (CJTF-OIR) - کمانډر دی، د دسمبر په مياشت کې وویل، "په دې نوي پړاو کې، له عراق سره زموږ دا مهمه ملګرتیا د دوامداره څارنې اړتیا يو سمبول دی. داعش کمزوری شوی، خو ختم شوی نه دی. موږ به خپلو همکارو ځواکونو ته مشوره او مرسته ورکړو چې د عراق د خلکو د ساتنې توان ولري."

په سوريه کې، نړيوال ايتلاف هم په دې وروستيو کې د غويران پر زندان د داعش له بريد وروسته د داعش پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپله ژمنه يو ځل بيا تاييد کړه.

CJTF-OIR د جنورۍ په ۲۷مه ټویټ وکړو، "ایتلاف زموږ د اېس ډي اېف ملګرو سره د دوی د زړورتیا او هوډ لپاره ولاړ دی. موږ ژمن یو چې خپلو شریکانو ته مشوره، مرسته او وړتیا ورکړو، ځکه چې داعش ته باید اجازه ورنکړل شي چې بیا راژوندی شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500